نړۍ
روسيې د اوکراین پر بندري ودانیو او د غلو پر ذخېرو بریدونه کړي

روسیې نن په دریمه پرله پسې ورځ هم د اوکراین پر جنوب هوایي بریدونه وکړل.
د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګه وایي، د نننیو بریدونو هدف د بندري سیمو تاسېسات او د غلو دانو ذخېرې دي.
خبر کې د محلي چارواکو په حواله راغلي، چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۲ تنه وژل شوي دي.
په میکولایف سیمه کې د دغه ښار د والي ویتالي کیم په وینا د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۸ ملکیان د روسیې په تازه بریدونو کې ټپیان شوي دي.
د اوکراین د انرژۍ وزارت ویلي، د روسیې په بریدونو کې شاوخوا ۶۰ زره ټنه غله له منځه تللې ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
مکسیکو د لسګونو میلیونو ډالرو په ارزښت مخدر مواد نیولي

د مکسیکو حکومت وویل چې دوی د مخدره توکو په لابراتوارونو باندې د چاپو په ترڅ کې له ۵۰ ملیونه ډالرو څخه د ډیر ارزښت میتامفیتامین نیولې دي.
د چارواکو په وینا دا مخدر مواد دوه څلویښت ټنه دي.
دا اعلان په داسې حال کې کیږي چې د فرانس پریس اژانس د راپور له مخې د لاتینې امریکا دغه هیواد د مخدره توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له زیاتیدونکي فشار سره مخامخ دی.
د مکسیکو حکومت د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې مخدره توکي د لویدیځ ایالت میچواکان په پنځو ځایونو کې د عملیاتو په ترڅ کې نیولې دي.
روسیې او اوکراین ځوان نیول شوي سرتیرې تبادله کړل

روسیې او اوکراین د دوشنبې په ورځ (د جون په ۹مه) په څو بسونو کې له ۲۵ کلونو څخه کم عمره جنګي اسیران تبادله کړل.
دا یوه لویه تبادله ده چې په استانبول کې د تیرې اونۍ د خبرو اترو په پایله کې د یوې موافقې پر بنسټ دوام لري.
روسي چارواکو کییف تورن کړی و چې د جنګي اسیران تبادلې ته زړه نه ښه کوي او د پوځیانو جسدونه نه ورسپاري. دوی ویلي چې روسیې دمخه اوکراین ته د ۶۴۰ بندیانو لیست چمتو کړی دی، چې ټپیان، سخت ناروغه او ځوانان لومړیتوب لري ترڅو د تبادلې پروسه پیل کړي.
اوکراین د جنګي اسیرانو د تبادلې په برخه کې د روسیې تورونه رد کړې دي.
پرتګال د ملتونو جام وګاټه؛ د رونالډو لپاره د احساساتو ډکه بریا

پرتګال د اروپايي ملتونو د فوټبال اتلولي وګټله.
د اروپايي ملتونو د فوټبال د لیګ پایلوبه د پرتګال او هسپانیې تر منځ د یکشنبې په شپه د مونیخ په الیانز ارینا سټډیوم کې وشوه.
دا لوبه په ټاکلو نوي دقیقو کې ۲ – ۲ مساوي شوه او په اضافي وختونو کې هم پایله همداسې پاتې شوه.
دا په زړه پورې لوبه بالاخره پنالټي شوټونو ته ورسېده چېرته چې پرتګال وتوانېد ۵ پر ۳ خپل سیال مات کړي.
دا د اروپايي ملتونو د فوټبال په لیګ کې د پرتګال د ملي ټیم دویم وار اتلولي وه.
د یکشنبې شپې په لوبه کې د هسپانیې لپاره مارتین زوبیمیندي او میکل اویارزابل ګولونه ووهل.
د پرتګال لپاره نونو میندیز لومړی ګول ترسره کړی وو او دویم ګول د نړۍ وتلي فوټبال کریستیانو رونالډو په ۶۱مه دقیقه کې ترسره کړ.
جرمني کې پولیسو یوه بریدګره ښځه ووژله

د جرمني پولیسو یوه ښځه وروسته له هغه په مونیخ ښار کې په ډزو وویشتله چې په دوو نورو کسانو یې د چاقو حمله کوله.
دې دېرش کلنې ښځه وروسته په روغتون کې ساه ورکړې.
د جرمني خبري اژانس ډي پي اې راپور ورکړ چې د شنبې په ورځ دې ښځې په ترزینویزه سیمه کې پر یوه سړي او یوې ښځې د چاقو حمله وکړه.
د بایرن ایالت د پولیسو ویاند وویل چې د بریدګرې ښځې له خوا دا سړی او ښځه سطحي ژوبل شوي.
د برید انګېزه لا روښانه نه ده.
د اروپايي ملتونو د فوټبال پایلوبه کې هسپانیه او پرتګال سره مخ دي

هسپانیه او پرتګال به نن شپه د اروپايي ملتونو د فوټبال اتلولۍ لیګ پایلوبه کې سره مخ شي.
دا په زړه پورې لوبه د افغانستان په وخت د شپې په ۱۱:۳۰ بجو پیلیږي.
تر لوبې مخکې ګڼو خلکو د فوټبال له وتلي ستوري کریستیانو رونالډو سره د ځوان او تکړه لوبغاړي لامین یامال د مخ کېدو په اړه څرګندونې او مقایسې کړي دي.
رونالډو بیا په یوه کنفرانس کې وویل چې پر لامین باید د خلکو زیات فشار نه وي او هغه پرېښودل شي چې خپله لوبه وکړي ځکه ډېر استعداد لري.
فرانسه او جرمني به هم د دریم مقام لپاره سیالي وکړي.
د دوی لوبه بیا د افغانستان په وخت د ماښام په پنځه نیمو پيلیږي.
کلفورنیا کې د کډوالو د نیولو ضد مظاهرې په تاوتریخوالي اوښتي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون شنبه په کلفورنیا ایالت کې د کډوالۍ د قوانینو ضد پراخو مظاهرو د کنټرول لپاره د ملي ګارد دوه زره سرتیري واستول.
اسوشیتید پریس خبري اژانس لیکلي چې د کلفورنیا په لاس انجلس ښار کې دویمه پرله پسې ورځ هم خلکو مظاهره وکړه.
دغه مظاهرې د جمعې په ورځ وروسته له هغه پيل شوې چې د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې کارکوونکو ۴۴ تنه د کډوالۍ نړیوالو قوانینو د سرغړونې په تور په یو لړ عملیاتو کې ونیول.
په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې پولیس له مظاهره چیانو سره په شخړه اوښتي او د هغوی په ضد اوښکې بهونکی ګاز کاروي.
په امریکا کې د کډوالو نیول داسې مهال پیل شوي چې د ډونالډ ټرمپ اداره غواړي د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو هغه ژمنه پر ځای کړي چې د کډوالو د ډله ییز اخراج په اړه یې کړې وه.
غزه کې تازه ۳۶ فلسطینیان او یو لوړپوړی اسلامپاله مشر اسد ابو شریعه وژل شوی دی

د غزې د مدني دفاع په نوم یوه ځایي بنسټ ویلي چې اسراییلي سرتیرو پرون ۳۶ تنه فلسطینیان وژلي دي.
فرانس پریس خبري اژانس د شنبې په ورځ د دغه بنسټ په حواله ویلي، شپږ تنه هغه مهال په ډزو ووژل شول چې د امریکا له ملاتړه برخمنې یوې موسسې له خوا د مرستو اخیستو ته راټول شوي وو.
د اسراییل پوځ فرانس پریس ته ویلي، د دوی سرتیرو په رفح کې هغه مهال مرستې ته په راټولو شویو زرګونه کسانو " اخطاریه ډزې " وکړې چې د دوی سرتیرو د خطر احساس وکړ.
غزه کې د نورو وژل شویو فلسطینانو په اړه خبر کې جزیات نه دي ورکړل شوي.
د اسراییل پوځ د شنبې په ورځ ادعا وکړه چې د غزې په عملیاتو کې يې د اسد ابو شریعه په نوم حماس ته د یوې نژدې اسلامپاله ډلې مشر وژلی دی.
د روسیې تاس خبري اژانس بیا لیکلي چې حماس د ابو شریعه وژل تایید کړي دي.
حماس چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه یې پر اسراییلو پراخ برید وکړ او له کبله یې د غزې جګړه پيل شوه، د امریکا او اروپایي ټولنې له خوا د ترهګرو په توګه پیژندل کیږي.
د اوکراین پر خارکیف ښار د روسیې په تازه بریدونو کې ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې ده

روسیې تیره شپه د اوکراین پر دویم لوی ښار خارکیف پراخ هوايي بریدونه کړې دي.
اوکرایني چارواکو ویلي، له ۲۰۲۲کال راهیسې دا پر خارکیف تر ټولو پراخ بریدونه دي.
د خارکیف ښاروال وايي، په بریدونو کې درې کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
په سیمه کې یوې عیني شاهدې ازادي راډیو ته وویل، "دلته یوې ښځې په چیغو د مرستې غوښتنه کوله، لور يې په اتم پوړ کې بنده پاتې وه. شکر خدایه چې ژغورونکو وکولی شو چې ځان وروسوي، ډیر زیات دود وو، نفس اخیستل ممکن نه وو".
روسیې پرون جمعه د اوکراین پلازمینه کیف په هوايي بریدونو کې په نښه کړی وه چې ملکیانو ته په کې مرګژوبله اوښتې وه.
په غزه کې د یرغمل شوي تایلندي وګړي جسد موندل شوی دی

د اسراییلو د دفاع وزیر وايي، ځواکونو يې د هغه تایلندي وګړي جسد موندلی چې په ۲۰۲۳کال کې د اکټوبر په اوومه د حماس وسله والې ډلې له خوا د یرغمل په توګه غزې ته وړل شوی و.
امریکا متحده ایالاتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو ترهګریز سازمان ګني.
د اسراییلو د دفاع وزیر کاتز ازرایل نن شنبې وویل، د ناتاپونګ جسد د غزې په جنوب رفح ښار کې د ځانګړو عملیاتو په لړ کې موندل شوی دی.
حماس وسله والې ډلې له اسراییلیان وروسته تر ټولو ډير تایلندي وکړي یرغمل کړي وو.
دوه ورځې وړاندې په غزه د دوو نورو یرغمل شویو جسدونه چې یو يې امریکايي او بل يې اسراییلو وو، موندل شوي وو.
لا هم ۵۲یرغمل له حماس وسله والې ډلې سره بندیان دي، خو اسراییل وايي، د دغو یرغملو سم نیمي يې وژل شوي دي.
حماس دوه کاله وړاندې د اکټوبر په اوومه پر اسراییلو برید وکړ چې ۲۵۱کسان يې ووژل او ۱۲۰۰ نور يې یرغمل غزې ته له ځان سره یوړل.
د حماس له دې برید وروسته اسراییلو پر غزې پراخ هوايي او ځمکني عملیات پیل کړل چې د حماس په واک کې د روغتیا وزارت وايي، تر دې دمه په روانه جګړه کې ۵۴ زره کسان وژل شوي دي.
د بریتانیا د صدراعظم یو موټر او دوه کورونه سوځول شوي، تورن کسان محاکمه کیږي

د لندن یوې محکمې دوو اوکراینیانو ته د اپریل میاشت د محکمې لپاره وټاکله. دا اوکرانیان په دې تورن شوې دي چې د بریتانیا د صدراعظم کیر سټارمر شتمنیو ته یې په اوراچولو کې لاس درلود.
د بریتانیا د څارنوالي یوه ویاند ازادي راډیو ته وویل چې نه دې دوو او کراینیانو او نه هم په دې قضیه کې یوه بل تورن چې هغه د رومانیا دی، پرون د لندن په اولډ بیلي په محکمه کې د دې تورونو په اړه څه وویل.
د برتانیا د ترهګرۍ ضد پولیس څېړنه کوي چې څنګه او ولې دغو درې کسانو او یوه بل د برتانیا د صدراعظم یوه موټر او دوو کورونو ته اور ورته کړی دی.
څلورم تورن تیره اونۍ د لندن په سټنسټډ هوایي ډګر کې ونیول شو او په ضمانت خوشي شو.
د اورلګیدلو په دې پیښو کې چې د مې په میاشت کې وشوې، څوک ټپي شوی نه دی.