افغانستان
د کابل له ارغندۍ د ميدان وردګ تر نرخه د لويې لارې پخولو چارې پيل شوې

د کابل له ارغندې سیمې څخه د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ تر دراني بازار پورې د لویې لارې د پخولو چارې پرون پیل شوې.
د طالبانو د حکومت ریاست الوزرا په یوه بیان کې چې پرون خپور شو، ویلي چې دا پروژه د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له خوا پرانیستل شوه.
بیان زیاتوي چې د طالبانو حکومت د کابل کندهار د لویې لارې بیارغونه په اوو برخو ویشلې چې له ارغندي تر دراني بازار پورې ۲۷ کیلومتره یې یوه برخه ده او د یو میلیارد افغانیو په لګښت قیر پرې اچول کېږي.
د طالبانو حکومت د کابل کندهار د لویې لارې د بیارغونې خبر په داسې حال کې ورکوي چې د دې لارې ډېرې برخې د پرځېدلي جمهوریت پرمهال د طالبانو د ماینونو او چاودنو او همداراز د تېر نظام د پوځي ځواکونو په بمباریو کې ویجاړې شوې وې.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د طالبانو مخالفې جبهې: د حل یوازنۍ لاره د طالبانو د حکومت پرزول دي

د طالبانو د حکومت سیاسي او پوځي مخالفانو یوځل بیا د دغه حکومت په وړاندې پر وسله والې مبارزې ټینګار وکړ.
د ملي مقاومت په نوم جبهې مشر احمد مسعود طالبان په " ظلم او وحشت" تورن کړل او زیاته یې کړه چې " هیڅ رژیم د ولس له ملاتړ پرته دوام نه کوي".
ښاغلي مسعود ادعا وکړه چې د طالبانو د حکومت په وړاندې د مبارزې لپاره د خلکو اراده او تقاضا ډيره شوې ده.
د طالبانو دغه مخالفان پرون دوشنبه، په سالنګ کې د خپلو ۷ غړو د وژلو د دویمې کلیزې په یاد غونډه کې، انلاین جرګه شوي وو.
د ازادۍ جبهې مشر یاسین ضیا غونډې ته وویل چې طالبان د " تعامل او اصلاح وړ" ډله نه ده او په وینا یې یوازنۍ حل لاره د دغه حکومت پرزول دي.
ښاغلي ضیا دغه څرګندونې د حزب اسلامي د دفترونو د تړلو په غبرګون کې کړي او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ته یې بلنه ورکړه چې د طالبانو ضد جبهو سره یوځای شي.
د طالبانو حکومت تراوسه د خپلو مخالفانو د دغو څرګندونو په اړه تبصره نه ده کړې، خو وړاندې تر دې یې دغه ډلې "جګړه خوښونکې" بللې دي.
د بهرمیشتو افغانانو ګډه جرګه سبا کابل ته ځي

ټاکل شوې ده چې چهارشنبه د بهر میشتو افغانانو یوه اتلس کسیزه ګډه جرګه کابل ته ولاړه شي. د دې جرګې له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې دي چې دوی به د طالبانو له چارواکو سره د نجونو د زده کړو او د ښځو د کار په اړه خبرې وکړي.
د اروپا میشتو افغانانو دا ګډه جرګه پروسږکال هم افغانستان ته تللې وه او په کابل کې یې د طالبانو له یوشمیر چارواکو سره په ورته موضوعاتو خبرې کړې وې، خو د دوی غوښتنې عملي نه شوې.
د دې جرګې په اعلامیه کې ټینګار شوی دی چې افغانستان یوازې د خبرو اترو، عدالت او ټولشموله ګډون له لارې روښانه راتلونکې ته رسیدلی شي.
د افغانستان په نیمایي ولایتونو کې د سیلونو د بهیدو امکانات شته

د افغانستان په اوولس ولایتونو کې نن او سبا د سیلونو د بهیدو امکانات شته.
د طالبانو د انرژي او اوبو وزارت په خبرپاڼه کې ویلي دي چې په غور، بادغیس، غزني، رزګان، جوزجان، فاریاب، سرپل، بلخ، سمنګان، پنجشیر، لوګر، لغمان، کونړ، بغلان، بدخشان، تخار او کندز کې د ورښتونو له امله د اوبو کچه په سیندونو کې لوړیږي چې له امله یې د سیلابونو د بهیدو خطر شته.
د ملګرو ملتو د خوړو نړیوال پروګرام( ډبیلو-ایف-پي) د راپور له مخې پروسږکال په افغاستان کې د سیلونو له امله تر یوسل او شپته زره ډير کسان اغیزمن شول او په زرګونه کورونه او کروندې ویجاړې شوې.
تر۱۹ کلنو کم عمره افغان لوبډله له متحده عربي اماراتو سره لوبه کوي

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ ملي لوبډله سبا له متحده عربي اماراتو سره مسابقه کوي.
دا لوبه نړیوال جام ته د غوراوي لپاره ده. له افغان لوبډلې سره په ګروپ کې د متحده عربي اماراتو ترڅنګ، د هانګ کانګ، عمان او کوربه نیپال لوبډلې یوځای شوې دي.
تر اوسه افغان لوبډلې د غوراوي د دې لړۍ په ترڅ کې عمان او هانګ کانګ لوبډلو ته ماتې ورکړې ده.
ټاکل شوې ده چې تر نولس کلنو د لږ عمره کرکټ لوبغاړو نړیوال جام د دوه زره شپږویشتم کال په پيل کې په زیمبابوې او نامیبیا کې ترسره شي.
متقي؛ له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو ناسم چلند د دواړو هېوادونو اړیکې زیانمنوي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په کابل د پاکستان د سفارت له سرپرست سفیر عبیدالرحمن نظاماني سره کتلي او د افغان کډوالو پر ستونزو يې خبرې کړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل نن دوشنبې د (اپریل۱۴مه) پر ایکس پاڼې لیکلي، " متقي په دې کتنه کې له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو او له کډوالو سره د پاکستاني پولیسو پر نامناسب چلند خپله خواشیني له نظاماني سره شریکه کړې ده".
وړاندې د متقي په حواله راغلي، له افغان کډوالو سره د پاکستاني چارواکو دا ډول چلند د دواړو هېوادونو اړیکې زیانمنوالی شي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د نظاماني له قوله ویلي، "د پاکستان حکومت د افغان کډوالو په اړه د طالبانو انديښنې مني او له اړونده چارواکو سره يې دا موضوع شریکه کړې ده".
پاکستان د اپریل میاشتې له پیله په زرهاوو افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړي دي.
دا کډوال وايي، پاکستاني پولیس ورسره ناسم چلند کوي او د جبري اخراج سربیره اړ شوي خپل ټول مال او پانګې په پاکستان کې پریږدي او خالي لاس افغانستان ته ستانه شي.
د مزارشریف په دویمه حوزه کې چادونه شوې ده

د مرکز مزارشریف په دویمه حوزه کې چادونه شوې ده.
د افغانستان د کورنیو رسنیو د راپورونو له مخې دا چادونه نن سهار د مزارشریف "سه دکان" جومات نژدې رامنځته شوي ده.
دغو رسنیو د عیني شاهدانو په حواله ویلي، " چادونه د ځای پرځای شویو انفجاري مواد" له کبله شوې چې یوه ښځه په کې وژل شوې او درې کسان په کې ټپیان شوي دي.
تراوسه د طالبانو حکومت د دې چادونه په اړه څه ویلي نه دي.
د افغان ښځینه کریکټرانو د ملاتړ لپاره ځانګړی کاري ځواک او د ملاتړ صندق رامنځته کیږي

د کریکټ نړیواله شورا ( آی.سي.سي) وایي، د افغانستان د ښځینه کریکټ لوبډلې د ملاتړ په هدف، چې د طالبانو له راتګه وروسته جلاوطنه شوې، یو " ځانګړی کاري ځواک" رامنځته کوي.
کریک انفو ویبپاڼې د کریکټ نړیوالې شورا د خبرپاڼې له مخې چې پرون یکشنبه خپره شوې لیکلي چې دغه نوښت په هند کې د کریکټ د کنټرول د پلاوي، د اروپا مرکزي بانک او د استرالیا د کریکټ ادارې په همکارۍ ترسره کیږي.
له دې سره د ښځینه کریکټ لوبغاړو د مالي ملاتړ لپاره یو ځانګړی صندق رامنځته کیږي چې ډاډ ترلاسه شي افغان کریکټرانې د لوبو د دوام لپاره د اړتیا وړ پیسې لري.
وړاندې راغلي چې افغان ښځینه کریکټ لوبډلې ته به تکړه او تجربه کاره روزونکي ګمارل کیږي چې دغه لوبډله وتوانیږي د لا غوړېدا فرصتونه پیدا کړي.
په ۱۴۰۰ هجري لمریز کال کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته په نورو برخو کې پر محدودیت لګولو ښځې له ورزشي سیالیو منع شوې او ورزشي کلپونه یې په مخ وتړل شول.
له دې سره د افغانستان د کریکټ اکثره لوبغاړې له هېواده جلاوطنه او ګڼ شمېر یې استرالیا ته ولاړې.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي توماس نیکلاسن ماموریت پای ته رسیدلی

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن د خپل ماموریت د پای ته رسېدو اعلان کړی دی.
نیکلاسن پرون یکشنبه ( د حمل ۲۴مه) پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر ولیکل چې په افغانستان کې یې خپل مسولیتونه د تېرې مارچ میاشتې له لومړۍ نیټې پای ته رسیدلي دي.
هغه لیکلي، د ماموریت پای یې، د افغانستان په وړاندې د اروپایي ټولنې د سیاست د بدلون په معنا نه دی.
نیکلاسن زیاته کړې " اروپایي ټولنه به په افغانستان کې خلکو ته د ژمنو او د دغې ټولنې د ګټو او ارزښتونو د ساتنې په هدف خپل حضور ته دوام ورکړي."
د هغه په خبره، دا مهال د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د ځانګړې استازولۍ مسولیت د افغانستان او پاکستان لپاره د دغې ټولنې یوه ډيپلوماته درین دریا مخته وړي.
نیکلاسن ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان لپاره خپل ماموریت پیل کړ چې د ماموریت له پیل دوه میاشتې وروسته یې طالبان پر افغانستان واکمن شول.
ایران دوه افغانان اعدام کړي، جرم یې د نشه یي توکو قاچاق ښودل شوی

د "هنګاو" په نوم د ایران د بشري حقونو یوه ډله وایي چې دغه هېواد کې پر دوو افغانانو د اعدام حکم عملي شوی دی.
دغه سازمان پرون یکشنبه ( د حمل ۲۴مه) پر خپله ویبپاڼه یوه راپور کې لیکلي چې د ربیع شامراد او وسیم احمد په نوم دغه کسان د شنبې په ورځ د قزوین په مرکزي زندان کې اعدام شول.
راپور کې راغلي چې ۲۷ کلن ربیع شامراد او ۴۰ کلن وسیم احمد د کندز ولایت اوسیدونکي دي او درې کاله وړاندې د نشه یي توکو د قاچاق په تور ونیول شول.
د هنګاو په راپور کې راغلي چې دغه دوه کسان خوریی او ماما دي.
د ایران د بشري حقونو سازمان تېره میاشت یوه راپور کې وویل چې تېر ۲۰۲۴ کال کې لږ تر لږه ۸۰ افغانان په ایران کې اعدام شوي دي.
د بشري حقونو سازمانونو او ملاتړي د دغو اعدامونو له کبله پر ایران نیوکه کوي او وایي چې د تورنو کسانو دوسیو ته په عادلانه ډول رسیدګي نه کیږي او اکثره تورن مدافع وکیل ته لاسرسی نه لري.
د څلورو کسانو د اعدام په تړاو د بشري حقونو د مدافع سازمانونو کلکو نیوکو د طالبانو غبرګون پارولی

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د اعدام پر عملي کېدو ټینګار کړی.
د طالبانو سترې محکمې هم د اعدام په اړه نیوکې عجیبې او غیر منصفانه بللې.
د طالبانو حکومت د اپریل په باغیس، نیمروز او فراه کې ۴ کسان په عام محضر کې اعدام کړل.
د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا اعدام له انساني کرامت سره ټکر بللی.
ریچارډ بنېټ هم دا اعدامونه غندلي او له طالبانو یې غوښتي چې اعدامونه او نورې بدني سزاوې سمدستي بندې کړي.