د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

مېل انلاین: د نړیوالو ځواکونو افغان ژباړونکي لا هم بریتانیا ته نه دي لېږدول شوي


ارشیف: د کابل له هوايي ډګره د تخلیې پروګرام یو انځور
ارشیف: د کابل له هوايي ډګره د تخلیې پروګرام یو انځور

مېل انلاین:

برتانوۍ مېل انلاین خپرونې د نړیوالو ځواکونو د هغو افغان ژباړونکو په اړه یو مطلب خپور کړی چې لا هم بریتانیا ته نه دي لېږدول شوي.

په مطلب کې راغلي، په بریتانیا کې د کډوالو لپاره د هوټلونو زرګونه خونې تشې ساتل شوي، په داسې حال کې چې دې هېواد ته د هغو افغانانو د تګ مخنیوی شوی، چې خپل ژوند یې د بریتانیا لپاره په خطر کې اچولی و.

د مېل انلاین په مطلب کې د دې افغانانو شمېر ۲۰۰۰ تنه ښودل شوی او ویل شوي چې بریتانیا ته د دوی د نه رسېدو علت د استوګنځایونو کمی بلل شوی.

د مطلب په دوام کې راغلي، د بریتانیا د کورنیوچارو وزارت تېره اونۍ تایید کړه چې د نویو راروانو کډوالو لپاره یې د هوټلونو پنځه زره خونې تشې ساتلي .

د ورځپاڼې د اټکل له مخې، د دغو خونو لګښت د مالیه ورکوونکو لپاره په اونۍ کې پنځه میلیون پونډه تمامېږي.

مېل ان انلاین وړاندې لیکي، افغانان په بهر کې په هوټلونو کې ویزو ته سترګې په لاره دي. له دې ډلې رفیع هوتک ویلي، د کورنیو چارو وزارت څنګه د پنځه زره تشو خونو پیسې ورکوي، په داسې حال کې چې هغو خلکو ته چې خپل ژوند یې د بریتانیا لپاره په خطر کې اچولی، ویل شوي دي چې دا هوټلونه د دوی لپاره مناسب نه دي.

خپرونه د هوتک له قوله زیاتوي، د دې باورول ستونزمن دي، چې په بریتانیا کې د سیاسي پناه مستحق خلک څو میاشتې انتظار کوي، خو هوټلونه هغو کسانو ته په پام کې نیول کېږي چې د بریتانیا لپاره یې هېڅ نه دي کړي.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي، دا هېواد د زیان ګالونکو افغانانو خونديتوب او له هغو کسانو سره مرستې ته ژمن دی، چې له افغانستانه وځي.

ویاند زیاته کړه چې تراوسه شاوخوا ۲۴۵۰۰ افغانان په خوندي ډول برتانیا ته لېږدول شوي دي.

د سټنفورډ پوهنتون خپرونه:

د کلیفورنیاایالت د سټنفورډ پوهنتون خپرونې د سولې محفوظ په نوم د یوې افغانې نجلې د ژوند په اړه لیکل شوي کتاب ته کتنه کړې.

د یاغي خیالونو په نوم کتاب چې د سټنفورډ پوهنتون د نړیوالو اړیکو د څانګې یوې هندۍ زده کوونکې مالاینا کپور او سولې په ګډه لیکلی،د هغې ماشومې خاطرې بیانوي چې د طالبانو له فرمانونو د سرغړونې او د ځان د تدریس په مرسته یې خپله ازادي ګټلې ده.

سټنفورډ لیکي، مالاینا کله چې لومړی ځل یې د کوېډ۱۹ د وبا پر مهال له سولې سره په انلاین ډول وپېژندل نه پوهېده چې درې کاله وروسته به په امریکايي رسنیو کې له افغانستانه د سولې د دردوونکي مهاجرت د کتاب په اړه معلومات ورکوي.

مالاینا ته وروسته دا په زړه پورې کیسه روښانه شوه او پوه شوه چې سولې په ۱۱کلنۍ کې هغه مهال ښوونځی پرېښوده چې د طالبانو په جامه کې یوه ډله کسانو د هغې پلار وګواښه او ورته یې ویل، که هغه ښوونځي ته دوام ورکړي نو پرمخ به یې تېزاب وشیندي او یا ښايي تردې هم ناوړه چلند ورسره وکړي.

سټنفورډ په دې مطلب کې د امریکايي لوستونکي لپاره د سولې د کیسې د کلتوري توپیرونو یادونه هم کوي او لیکي، د مالاینا لپاره دا توپیرونه، په تېره ځینې خاص مفاهیم لکه د کورنۍ له خوا د نجونو د واده پرېکړه یوه لویه ستونزه وه.

په مطلب کې راغلي، مالاینا له سولې سره په دې برخه کې ډېر کار وکړ څو پوه یې کړي چې څنګه د خپلې بېوسۍ احساس خلکو ته تشرېح کړي.

مالاینا د سولې او د هغې د خور له قوله لیکي: دوی داسې احساس درلود لکه په مارکېټ کې چې ایښودل شوي محصولات وي، خلک راځي او ورته ګوري چې آیا د دوی د زامنو لپاره مناسبې دي که نه؟

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG