د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

په امریکا کې یو افغان وګړی څنګه ووژل شو؟


ارشیف
ارشیف

مېل انلاين:

له بریتانيا څخه خپرېدونکې مېل انلاین خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې په امریکا کې د هغه افغان وژل کېدو ته کتنه کړې ده چې د خپرونې په لیکنه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ژباړونکی پاتې شوی و.

د واشنګټن ډي سي پولیسو ویلي، ۳۱ کلن نصرت احمد یار چې د څلورو ماشومانو پلار و، د دوشنبې په ورځ د دې ښار په شمال ختیځه څنډه کې په ډزو ویشتل شوی او ځای په ځای یې ساه ورکړې.

پولیسو د هغو اطلاعاتو په بدل کې چې د احمدیار د قاتل د نیولو لامل شي، ۲۵ زره ډالر انعام اعلان کړی دی.

مېل انلاین لیکي احمدیار چې پخوا په افغانستان کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو ژباړونکی و، په ۲۰۲۱ کال کې وروسته له هغه متحدوایالتونو ته کډوال شو چې، له افغانستانه د ولسمشر جوبایډن د ادارې له خوا د پوځیانو د بې نظمه ايستلو له کبله حکومت د طالبانو لاس ته ولوېد.

د خپرونې د راپور له مخې احمدیار د ویرجینا ایالت په ارلینګون سیمه کې اوسېده او ټکسي یې چلوله.

په راپور کې راغلي، احمدیار یوه شپه مخکې له خپلو ملګرو سره مېلمستیا ته تللی و او د پېښې په شپه که څه هم مېرمنې یې او ملګرو یې ورته وویل چې کار ته دې نه ځي، خو دی د شپې ناوخته کار ته له ټکسي سره له کوره ووت.

خپرونه د نصرت احمدیار د ملګري رحیم امیني له قوله لیکي چې وايي، نوموړي به د خپلې مېرمنې او ماشومانو لپاره چې کوچنی یې پنځلس کلن و، اکثراً د شپې ۱۲ ساعته کار کاوه.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د نجونو بندو ښوونځیو ته په پام، د افغانانو د رواني وضعیت په اړه یو راپور خپور کړی.

ورځپاڼه په کابل کې د رواني ناروغیو د ډاکتر شفیع عظیم له قوله لیکي، په تېرو څو میاشتو کې په کابل کې هغه روغتون له ناروغانو ډک دی چې دی کار په کې کوي.

د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې ډاکتر عظیم د دندې پر مهال تر ډېره د تېرو دوو لسیزو جګړو له کبله د رواني ناروغیو د درملنې په برخه کې کار کړی.

رواني ناروغانو عظیم ته ویلي چې دوی له یو بل ډول رواني ناروغۍ کړېږي.

ورځپاڼه لیکي، په داسې حال کې چې د طالبانو مشرتابه د نجونو پر تعلیم او کار جدي محدودیت لګولی دی د نجونو او ښځو د رواني ناروغیو په اړه اندېښنې په زیاتېدو دي.

ورځپاڼه د دې ډاکتر له قوله زیاتوي داسې ښکاري چې محدودیتونه او د ښځو په ژوند کې ناڅاپي بدلون، د هغو رواني ناروغیو جرړې دي چې له وجې یې ډېری ښځې او نجونې د علاج لپاره د ده روغتون ته ورځي.

واشنګټن پوسټ د ډاکتر عظیم له قوله زیاتوي، دا نجونې او ښځې وېرېږي چې ښايي بیا هيڅکله کار او ښوونځي ته ولاړې نه شي نو ځکه منزوي شوي او ژور خپګان لري.

طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته ډېر ژر د نجونو لېسې او منځني ښوونځي بند کړل، په دفترونو کې یې د ښځو کار ممنوع کړ، بیا یې د نجونو پوهنتونه وتړل او ورپسې یې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار هم بندیز ولګاوه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG