د لوګر ولایت اوسېدونکی عبدالرووف تر نشې مخکې تکړه خټګر و او د ټولې سیمې د معمارۍ کارونه به يې کول، دغه ډول یې د ځوانانو د شورا غړيتوب هم درلود چې د سیمې په اجتماعي کارونو کې به یې پوره ونډه اخیسته.
خو کله چې هغه معتاد شو دا هر څه ځینې پاته شول، آن دا چې اوس د سیمې خلک هم باور نه ورباندې کوي او د ده له وېرې د کورونو دروازو ته قلفونه وراچوي.
عبدالرووف خپل کور او سیمه نور له څه ډول ستونزو سره مخ کړې ده؟
په دې اړه نورې خبرې به د ده له یوه ګاونډي محمد الله څخه واورئ، چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ: