نړۍ
بلېنکن: له ایران سره د نوي اټومي تړون موضوع مطرح نه ده

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن وايي، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د نوې خاموشې ډپلوماسۍ سره سره له ایران سره د نوي اټومي تړون موضوع مطرح نه ده.
بلېنکن پرون چهارشنبې په نيويارک کې وويل، که څه هم دوی غواړي چې نوې ډيپلوماټيکې لارې ولټوي، خو په اوس وخت کې نوی تړون په پام کې نه شته.
نوموړي زیاته کړه، چې دوی به د ایران کړو وړو ته ګوري او د دواړو هېوادونو د راتلونکو اړیکو لپاره له تهرانه غواړي داسې ګامونه پورته نه کړي چې له امريکا سره او هم په منځني ختیځ کې د کړکېچ د لا زیاتېدو سبب ګرځي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
روسیې په اوکراین کې درې ورځنی اوربند اعلان کړ

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دوهمه نړیواله جګړه کې د نازي جرمني د ماتې د کلیزې په مناسبت له اوکراین سره د روسیې په جګړه کې درې ورځنی اوربند اعلان کړ.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر د کرملین هغه اقدام چې د اپریل په ۲۸مه اعلان شو، صادقانه ونه باله او د سمدستي اوربند غوښتنه یې وکړه.
دا په دې میاشت کې دوهم ځل دی چې کرملین د جګړې د بندولو غوښتنه کړې ده.
د ایسټر د رخصتۍ په جریان کې د اوربند لپاره مخکینی وړاندیز په لویه کچه له پامه غورځول شوی و، ځکه چې روسیې او اوکراین بریدونو ته دوام ورکړ.
په دې بریدونو کې د مسکو لخوا په ټوله اوکراین کې د پراخو هوايي بریدونو لړۍ شامله وه.
د ایران په بندر عباس کې د چاودنې د قربانیانو شمیر ۷۰ ته ورسید

د ایران د دولتي رسنۍ په وینا په بندرعباس کې د چاودنې د قربانیانو شمیر اویاو ته ورسید او د ټپيانو شمیر یې تر دولس سوو اوښتی دی.
چارواکو پرون ناوخته وویل چې د اته څلویښت ساعتونو له تیریدو وروسته لاهم دا اور چې د شهید رجایي په بندر کې لګیدلی و نه دی مړ شوی، خو تر کنټرول لاندې راغلی دی.
چارواکو تر اوسه د شهید رجایي په بندر کې د اپریل د شپږ ویشتمې نیټې د چاودنې علت سم نه دی روښانه کړی، خو خپلواکو متخصصینو ویلي دي چې دا چاودنه په ناسمه توګه د سوډیم پرکلورایډ د زیرمې له امله رامنځته شوې ده. سوډیم پرکلورایډ د توغندیو د سون په موادو کې کارول کیږي.
۱۴ کلن سوریاونشي په (ای پي ایل) تاریخ جوړ کړ

د هند د کرکټ په غوره لیګ( ای پي ایل) کې د راجستان رایلز څوارلس کلن بټسمن ویبهاو سوریاونشي سلیزه جوړه کړه. دی په دې ډول د شل اوروه لوبو په تاریخ کې تر ټولو ځوان لوبغاړی شو چې سلیزه یې ووهله.
سوریا ونشي د افغان لوبغاړي راشد خان په توب په پرونۍ لوبه کې شپږیزه واخیسته او خپلې سل منډې یې جوړې کړې، د دې سلیزې بل کمال دا و چې د هند په غوره لیګ سیالیو کې دوهمه تیزه سلیزه ده، تر ده مخکې تیزه سلیزه په پنخه دیرش توپونو جوړه شوې وه.
چپ لاسي سوریا ونشي اووه څلویرزې او یولس شپږیزې ووهلې او په اته دیرش توپونو یې یوسل او یو منډې وکړې او وسوځید.
په دې لوبه کې راجستان رایلز د ګجرات لوبډلې ته په اتو ویکټو ماتې ورکړه.
پاکستان ادعا کوي څه باندې ۷۰ هغه وسله وال یې وژلي چې د افغانستان له خاورې د ور اوښتلو په هڅه کې وو

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې په تېرو څلورو ورځو کې یې د شمالي وزیرستان په حسن خیلو سیمه کې لږ تر لږه ۷۰ وسله وال وژلي دي.
د پوځ د مطبوعاتو څانګې ای اس پي ار په تازه بیان کې د لږ تر لږه ۱۷ وسله والو او په خپل مخکیني بیان کې د لږ تر لږه ۵۴ وسله والو د وژلو ادعا کړې ده.
د پوځ د بیان په اساس د مشکوکو وسلوالو "یوې لویې ډلې" پر ډېورنډ کرښه له "افغانستانه د شمالي وزیرستان حسن خېلو ته د داخلېدو هڅه کوله" چې امنیتي سرتېرو یې مخه ونیوله او په نښته کې يې ووژل.
د پاکستان پوځ خبرداری ورکړی چې په سیمه کې به د وسله والو پر ضد د دوی عملیات روان وي.
په شمالي وزیرستان کې د یکشنبې له سهاره ګرځبندیز هم لګیدلی او خلکو ته امر شوی چې سړکونو او بازارونو ته دې نه وځي.
نن دوشنبه په ایران کې د وروستۍ چاودنې او پراخې اورلګېدنې په خاطر عمومي ماتم دی.

د اپرېل په ۲۶مه تېره شنبه د بندرعباس په شهیدرجايي بندر کې یوه زوروره چاودنه وشوه چې د پراخې اورلګېدنې سبب شوه.
د راپورونو له مخې اوروژونکي لا هم په بشپړه توګه د لمبو په مهار او د سیمو په تصفیې نه دي بریالي شوي.
لږ تر لږه ۴۶ کسان په دې پېښه کې وژل شوي او تر ۱۲۰۰ زیات ټپيان دي.
د دولت د اعلان په اساس د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د ایران رهبر علي خامنه اي له امنیتي او قضايي چارواکو غوښتي چې پېښه په جدي توګه وڅېړي او هر ډول ممکنه بیغوري او عمدي کار چې دا لویه تراژيدي یې سبب شوې په ګوته کړي.
متقي د قطر له صدراعظم سره په دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د قطر له صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آلثاني سره په دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو خبرې کړي.
متقي د ملګرو ملتونو له لوري د دغه سفر لپاره له سفري بندیزونو معاف شوی دی.
متقي قطر د ځانګړي ارزښت وړ بللی او ستاینه یې کړې چې د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په پراخولو کې یې رول ادا کړی.
د قطر د صدراعظم په حواله هم راغلي چې له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې مهمې دي او خصوصي سکتورونو باید خپلې اړیکې منظمې وساتي.
قطر د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د افغانستان او نړۍ تر منځ د یوه رابط په توګه کار کوي او د افغانستان اړوند څو نړیوال کنفرانسونه هلته دایر شوي دي.
روسیې تایید کړه چې د اوکرین جګړه کې د شمالي کوریا سرتیري د دې هېواد په ګټه جنګیږي

روسیې د لومړي ځل لپاره تایید کړه چې د اوکرایین په جګړه کې د شمالي کوریا سرتیري د دې هېواد په ګټه جنګیږي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اپریل په ۲۶مه په یوه اعلامیه کې په کورسک سیمه کې د اوکراییني سرتیرو پر وړاندې جګړه کې د شمالي کوریا د سرتیرو "د پام وړ ګډون" څخه مننه کړې ده.
د اعلامیې له خپرویدو څو ساعته وروسته پیونګ یانګ هم تایید کړه چې د کوریا د مشر کیم جون اون په امر يې یو شمیر سرتیري روسیه ته استولي دي
د روسیې لوی درستیز جنرال والري ګراسیموف د دې هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین ته په یو راپور کې ویلي، د شمالي کوریا سرتیرو د کورسک په "ازادولو" کې مهم رول درلوده.
د روسيې او شمالي کوریا چارواکو دا څرګندونې د اوکراییني او غربي چارواکو د هغوو راپورونو تاییدول دي چې ویلي وو، روسیې د اوکرایین د جګړي لپاره د شمالي کوریا سرتیري استخدام کړي دي.
له دې وړاندې امریکايي چارواکو ویلي وو، د اوکراین په جګړه کې له ۱۱ زرو ډیرو د شمالي کوریا کوریا سرتیرو ګډون کړی چې درنده تلفات ورته اوښتي دي.
له دې راپورنو سره هممهاله، پیونګ یانګ ویلي، روسیې ته نوي وسلې او نور سرتیري لیږي.
کاناډا کې یوه بریدګر خپل موټر په خلکو وروستی او ۹ تنه یې مړه کړي

د کاناډا په ونکوور کې یوه بریدګر خلک په موټر وهلي او لږ تر لږه ۹ کسان یې وژلي دي.
په پېښه کې چې د ونکوور په وخت د شنبې شپې شاوخوا اته بجې شوې ګڼ کسان ټپيان شوي هم دي.
پولیسو ویلي بریدګر په ونکوور کې د فیلیپینیانو د یوه فیستیوال ګډونوال په نښه کړي.
بریدګر چې د پولیسو له خوا نیول شوی په خپل موټر باندې راساً د فیستیوال په ګډونوالو ورغلی او ګڼ خلک یې لاندې کړي دي.
چارواکو ویلي چې پېښه تر څېړنې لاندې ده او د دوی په خبره له ترهګرۍ سره کوم تړاو نه لري.
ایران کې د چاودنې له امله د وژل شویو شمېر ۲۵ او د ټپیانو ۱۱۳۹ ته لوړ شو

د ایران په بندرعباس کې د چاودنې او اورلګېدنې له امله د مړو شمېر ۲۵ ته لوړ شوی دی.
د دولت ویاندې فاطمه مهاجراني ویلي چې لږ تر لږه ۱۱۳۹ ټپیان هم روغتونو ته انتقال شوي دي.
اوروژونکي په دې توانېدلي چې نن د اور لمبې مهار کړي خو لا هم د تصفیې او پاک کارۍ کار روان دی.
پرون د بندرعباس په شهیدرجايي بندر کې چې د ایران له مهمو تجارتي بندرونو ګڼل کېږي زوروره چاودنه وشوه او تر هغه وروسته په بندر کې پراخ اور ولګېد.
که څه هم لا د دې پېښې اصلي علت نه دی معلوم خو اټکل کېږي چې په بندري تاسیساتو کې د کیمیاوي او خطرناکو موادو ډيپوګانو کې چاودنه شوې وي.
نیویارک ټایمز بیا د سپاه پاسدران د یوه چارواکي په حواله راپور ورکړی چې د راکټونو د سوخت د یوې اصلي مادې سدیم پرکلراټ د محمولې له امله دا چاودنه شوې.
د امریکا او ایران د خبرو څلورم پړاو د ثور په ۱۳مه ترسره کیږي

د عمان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د امریکا او ایران د استازو ترمنځ د خبرو اترو بل پړاو به راتلونکې شنبه ترسره شي.
دغه وزارت د شنبې په ورځ ( د ثور مه ۶مه) یوه خبرپاڼه کې ویلي "د خبرو اترو بل پړاو به راتلونکې اونۍ دوام وکړي او د ثور په ۱۳مه به د لوړې کچې یوه غونډه جوړه شي."
د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو اترو دریم پړاو پرون د عمان په پلازمېنه مسقط کې پای ته ورسېد.
له دې غونډې وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د خبرو اترو فضا د پخوا پرتله "ډیره جدي" وبلله او ویې ویل چې احتمال لري چې د اټومي انرژۍ متخصصین به هم د راتلونکې غونډې په خبرو اترو کې شامل شي.
د امریکا یوه جګپوړي چارواکي هم دا خبرې مثبتې بللي.