په تهران کې د طالبانو د حکومت د سفارت شارژدافېر وايي، د دوی په هڅو د پرځېدلي جمهوري نظام د وسلهوالو ځواکونو یو شمېر سرتېري هېواد ته ستانه شوي دي.
د پخواني پوځ يو شمېر سرتېري وايي، په ډېر ناوړه وضعیت کې ژوند کوي او ډېرې ستونزې لري.
ایا د تېر جمهوري نظام د هغو سرتېرو شمېر معلوم دی، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته بهر ته تللي او ایا له هغو وسلې او تجهیزاتو، چې دې سرتېرو له ځان سره وړي دي د افغانستان یا نورو هېوادونو پر ضد کار اخیستل کېدای شي؟
په دې اړه احمدتکل د پرځېدلي جمهوري نظام د وسلهوالو ځواکونو له ویاند اجمل عمر شینواري سره مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتلي دي چې د تېر نظام په کوم شمېر سرتېري او افسران له هېواده وتلو ته اړ شوي دي؟
دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ: