نړۍ
بلېنکن د چین د بهرني سیاست له لوړپوړي چارواکي سره وکتل

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن چین ته د خپل رسمي سفر په دویمه ورځ د چین د بهرني سیاست له لوړپوړي چارواکي وانګ یي سره وکتل.
وانګ یي، د چین په حکومت کې د بهرنیو چارو تر وزیر کین کانګ هم لوړ ځای او صلاحیت لري.
بلېنکن پرون له خپل چینایي سیال کین ګانګ سره هم وکتل او د لیدو کتو موده یې ۷ نیم ساعته وه، د ملاقات دا موده تر پلان شوي وخت زیاته وه.
بلېنکن په دې کتنه کې څرګنده کړه چې امریکا د یوې ازادې، خلاصې او په نړیوالو قوانینو او نظم ولاړې نړۍ غوښتونکې ده.
بلېنکن خپل چینایي سیال ته د واشنګټن د سفر بلنه هم ورکړه.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په بیجنګ کې د راباټونو نړیوال کنفرانس جوړ شو

د ۲۰۲۵ کال نړیوال روبوټ کنفرانس د سې شنبې په ورځ په بیجینګ کې پای ته ورسېد، چې نوښتګر او پانګوال یې سره راټول کړل.
له تیرې جمعې تر سه شنبې په سیمه کې د بیجینګ اقتصادي-ټیکنالوژیکي پراختیا کنفرانس د ۲۰۲۵ کال ډبلیو آر سي د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د ۲۲۰ روباټ پلورونکو سوداګریو محصولات وړاندې کړل.
د صنعت له پلوه، دې کنفرانس شا او خوا یو نیم ملیارد یوان سودا وکړه.
د اوکراین ولسمشر نن برلین ته ولاړ

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي نن له خپلو اروپایي متحدینو سره د لیدو لپاره برلین ته تللی دی.
دا سفر په داسې حال کې ترسره کیږي چې ټاکل شوې ده د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جمعې په ورځ په الاسکا کې د اوکراین د جګړې په اړه غونډه وکړي.
فرانس پریس اژانس برلین ته د اوکراین د ولسمشر د سفر په اړه یوې سرچینې وویل چې زیلینسکي او د اروپایي ټولنې مشران به پر دې خبرې وکړي چې له ولسمشر ټرمپ سره ژر تر ژره وغږیږي او هغه قانع کړي چې د روسیې له ولسمشر سره د سرمشریزې په ترڅ کې د کیف ګټو ته درناوی وکړي.
د بخښنې نړیوال سازمان: علي وزیر دې له زندانه ازاد شي

د بخښنې نړیوال سازمان د چارشنبې په ورځ یو وار بیا د پښتون ژغورنې غورځنګ لوړپوړي غړي علي وزیر د ازادۍ غوښتنه وکړه.
دغه سازمان پر ایکس پاڼه په اعلامیه کې ویلي چې علي وزیر د ۲۰۲۴ کال د اګست راهیسي چې یو کال کیږي، په ناحقه توقیف کې دی. په اعلامیه کې زیاته شوې چې دی پرته له عادلانه محاکمې بندي دی او د ده د بند د اوږدولو په خاطر پر ده بې ځایه قضیې ثبت شوې دي.
د بخښنې نړیوال سازمان په وینا، علي وزیر مخکې له۲۰۲۰ کال څخه تر ۲۰۲۳م کال پوري تر دوو کلونو زیاته موده په غیرقانوني توقیف کې تیره کړی ده.
د اسلام اباد پولیسو علي وزیر د ۲۰۲۴م کال د اګست په درېيمه نیولی و. هغه مهال پر نوموړي د موټر د ټکر او له پولیسو سره د نښتې تور پورې شوی و. وروسته محکمې ده ته په دغو قضیو کې ضمانت ورکړ خو دی بیا هم د ازادېدو پر ځای له اسلام اباده- راولپېنډۍ، بیا د پنجاب په بېلابېلو زندانونو او وروسته د بلوچستان په حب کې بندي شو.
علي وزير د پاکستان پر امنیتي پالیسیو د سخت انتقاد لپاره پېژندل کېږي. هغه تور پورې کوي چې د پاکستان پوځ د ترهګرۍ د ختمولو پر ځای، د وسلوالو د رامنځته کولو لامل شوی دی.
خو د پاکستان پوځ او حکومت تل دا تور رد کړی او وايي د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کې یې ډېره قرباني ورکړې ده.
زلنسکي، د روسیې هر هغه وړاندیز به رد کړو چې خاورې غوښتنه يې کړي وي

د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وايي، د روسیې هر هغه وړاندیز به رد کړي چې په کې د اوکرایین په ختیځ کې له دونباس سیمې د اوکراییني ځواکونو وتل شامل وي.
د هغه په ټکو، له دونباس سیمې د ځواکونو وتل يې پوتین او سرتیرو ته يې پر کیف د بریدونو فرصت په لاس ورکوي.
زلنسکي پرون سه شنبې خبریالانو ته وویل،" د خاورې د ورکړې مسله باید له روسیې سره له اوربند وروسته راپورته کړو، لومړی باید اوکرایین ته امنیتي تضمینونه ورکړي".
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړمه ورځ په سپینه ماڼې کې خبریالانو ته وویل، "د اوکرایین د جګړې د پایته رسولو لپاره باید اوکرایین او روسیې د خپلو خارو له یوې برخې تیر شي".
تمه ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ په الاسکا کې وګوري.
زلنسکي له دغې ناستې وړاندې وویل، روسیې ته د خاورې ورکړه او د جګړې په کرښو کې هر ډول شاتګ به د روسیې د نویو بریدونو لپاره زمینه برابره کړي.
په اندونیزیا کې سخته زلزله شوې

د اندونیزیا لویدیځ پاپوا سیمه نن یو سختې زلزلې ولړزوله.
د جرمني د جیولوجي تحقیقاتي مرکز نن ( د اګست دولسمه) وویل چې دا زلزله د شپږ اعشاریه پنځه ریښتر په کچه وه.
د دې څیړنیز مرکز په وینا، د زلزلې مرکز تر مځکې لاندې په اوولس کیلومترۍ کې ژور و.
تر اوسه د دې زلزلې له امله د سر او مال د زیان راپور نه دی ورکړل شوی.
ملګري ملتونه: د میانمار ځواکونه خلک شکنجه کوي

د ملګرو ملتونو څیړونکي وايي، دوی د میانمار د امنیتي ځواکونو لخوا د سیستماتیکې شکنجې شواهد مستند کړي او یو شمیر لوړ پوړي مجرمین یې پیژندلي دي.
د میانمار لپاره د خپلواک تحقیقاتي میکانیزم، چې په ۲۰۱۸ کال کې رامنځته شوی، د سه شنبې په ورځ (د اګست ۱۲مه) په یوه راپور کې وویل چې دوی د وهلو، بریښنایی شاکونو او د شکنجې نورو ډولونو لکه پر پلاس د نوکانو ایستلو قربانیان پیژندلي او مستند کړي دي.
د رویټرز اژانس په وینا، د روان کال د جون تر ۳۰ پورې د یوه کال په موده کې د عیني شاهدانو، عدلي شواهدو او عکسونو په شمول د اسنادو په استناد دا راپور چمتو شوی دی.
میانمار د ۲۰۲۱ کال له پوځي کودتا راهیسې په کورنۍ جګړې او ګډوډۍ کې ښکیل دی، او ملګري ملتونه وايي چې له هغه وخت راهیسې لسګونه زره خلک نیول شوي دي.
د میانمار د پوځ ملاتړي حکومت ویاند تر اوسه د دې راپور په اړه د رویټرز اژانس پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.
اروپايي ټولنې په غزه کې د اسراییلو په برید کې د پنځو خبریالانو وژل غندلي دي

اروپايي ټولنې په غزه کې د اسراییلو په برید کې د پنځو خبریالانو وژل غندلي دي.
د دغې ټولنې د بهرني سیاست مشرې کایا کالاس پرون دوشنبې دغه غندنه د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره تر یوې انلاین ناسته وروسته کړې ده.
اسراییلي او فلسطیني چارواکو د الشریف په ګډون د الجریزه تلویزیوني شبکې د پنځو خبریالانو وژل تایید کړي دي.
له دې وړاندې اسراییلو ویلي وو، "د حماس وسلې والې ډلې غړي چې د خبریالانو دنده پرمخ وړي وژل شوي دي".
له خبریالانو د ساتنې نړیوالې کمیټې د دغو خبریالانو وژل هغوو کسانو ته د سزا ورکړه یاده کړې چې غواړي د غزې جګړه مستنده کړي.
د اسراییلو پوځ ویلي، الشریف د حماس وسله والو یو واحد رهبري کوه.
الجریزه تلویزیون بیا د اسراییلو د پوځ دا ادعاوې رد کړي دي.
کال وړاندې اسراییلو ادعا کړې وه چې انس الشریف او یو شمیر نور خبریالان د حماس ډلې غړي دي.
د الجریزه تلویزیوني شبکې پنځه خبریالان پرون دوشنبې په خپله کاري خیمه کې د اسراییلو په برید کې ووژل شول.
څارونکو د غزې جګړه په معاصر تاریخ کې د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړۍ جګړه یاده کړې ده.
اوکرایین او روسیه دې د جګړې د پایته رسولو لپاره د خپلې خاورې له یوې برخې تیر شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، روسیه او اوکرایین دې د جګړې د پایته رسولو لپاره د خپلې خاورې له یوې برخې تیر شي.
ټرمپ پرون دوشنبې په سپینه ماڼې کې خبریالانو ته وویل، "له پوتین سره ناسته او خبرې اترې په اصل کې د شرایطو د سنجولو یوه ناسته ده".
د ټرمپ په ټکو، "شاید د ناستې په لومړیو دوو دقیقو کې پوه شم چې له پوتین سره د سولې په خبرو کې پرمختګ ممکن دی او کنه".
هغه وړاندې وویل، "ټینګار به يې پر پوتین دا وي چې جګړه پای ته ورسوي".
تمه ده د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د راروانې جمعې په ورځ په الاسکا کې د اوکرایین د جګړې د پایته رسولو په اړه وګوري.
له ۲۰۲۱کال راهیسې دا به د پوتین او ټرمپ ترمنځ لومړنۍ لیدنه وي.
ټرمپ ویلي، هڅه به يې دا وي چې پوتین قانع کړې څو د جګړې د پایته رسولو لپاره د اوکرایین د نیول شوې خاورې یوه برخه ورپریږدي.
د هغه په ټکو، روسیې د اوکرایین شرقي سیمې چې ډیر ارزښتمنې سیمې دي اشغال کړي دي.
بل پلو، د اروپايي ټولنې مشران اندیښمن دي چې ټرمپ په دې ناسته کې له پوتین سره نامطلوبه هوکړه ونه کړي.
دغو مشرانو تیره ورځ د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و، " نړیوالې پولې دې په زور نه جوړیږي".
په جرمني کې تفریحي او کاري سفرونو نوی ریکارډ ثبت کړی

په جرمني کې تفریحي او کاري سفرونو نوی ریکارډ ثبت کړی دی.
د دې هېواد د فدرالي احصايې ادارې د راپور له مخې، د روان کال په لومړۍ نیمايي کې د جرمني په هوټلونو او لویو استوګنځایونو کې له ۲۲۳میلیونو څخه ډير کسان د شپې پاتې د کیدو لپاره ثبت شوي دي.
دغه شمیر د تیرکال پرتله یو سلنه لوړوالی ښيۍ.
که څه هم په جولای میاشت کې جرمني ته د ورتلونکو کسانو شمیر د اروپا ملتونو د جام سیالیو له کبله نژدې دیارلس سلنه راکم شوی وو، خو بیا هم په لویو استوګنځایونو کې د تیرکال پرتله د بهرني سیلانیانو شمیر نژدې څلور سلنه زیات شوی دی.
د ایران سیستان بلوچستان کې بریدکوونکو یو پولیس وژلی دی

د ایران په سیستان - بلوچستان ایالت کې هغه درې حمله کوونکي وژل شوي چې غوښتل یې د پولیسو یوې پوستې ته دننه شي.
فرانس پریس د ایراني چارواکو په حواله ویلي، پیښه کې چې پرون یکشنبه شوې، یو پولیس هم وژل شوی دی.
ایراني چارواکو بریدګر د سني اسلامپاله ډلې جیش العدل غړي یاد کړي چې په وینا یې د ایران په جنوب لویدیځ او پاکستان کې میشت دي.
سیستان- بلوچستان چې له افغانستان او پاکستان سره اوږده پوله لري، وخت نا وخت د دغسې ناکراریو شاهد وي.