د ارزونې د ظرفیتونو پروژې په ارزونه کې ویل شوي چې د منځنۍ کچې افغانانو په دې وروستیو کې د اقتصادي ستونزو له امله خپل غذایي رژیم او دغه شان تفریحي فعالیتونو کې بدلون راوستی، ځکه د دوی اقتصادي توان کم شوی.
د پروژې د ارزونې پر بنسټ، دې بدلونونو د دوی فزیکي توان او رواني حالت سخت اغېزمن کړی دی.
مرسلین ارسلا د ارزونې د ظرفیتونو د موسسې د دې راپور په اړه له مدني فعال میرویس عمرخېل سره مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي، چې یو شمېر افغانانو ولې پرېکړه کړې چې په خپل غذایي رژیم او تفریحي فعالیتونو کې بدلون راولي؟
دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ: