نړۍ
د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې مشر اوکراين ته روان شوی

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د ادارې مشر رافایل ګروسي اوکراین ته روان شوی، څو هلته له یوه زورور سېلاب وروسته د زاپوریژیا اټومي بټۍ وارزوي.
د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د ښاغلي ګروسي د یوه ټویټ په حواله چې پرون دوشنبه یې کړی لیکلي، د زاپوریژیا بټۍ له سېلاب وروسته د اوبو د کموالي له احتمالي خطر سره مخامخ ده.
زاپوریژیا د اروپا په کچه تر ټولو لویه اټومي بټۍ ده چې پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته د روسي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.
په اوکراین کې پر دنیپر سیند د تر ټولو لوی بند کاخوفکا له ویجاړولو وروسته سېلابونه بهېدلي چې زرګونه کورونه یې لاندې کړي دي.
اوکراین د دغه بند د ماتولو پړه پر روسیې ور اچوي، خو روسیه بیا ادعا کوي چې خپله کیف په دې کار کې لاس لري.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په لومړي وار نن یوه ډله ښځې د لنډو شېبو لپاره فضا ته واستول شوې

مشهوره سندرغاړې کټي پري، پېژندل شوې خبریاله ګایل کېنګ او د میلیاردر جیف بیزوس کوژدنه پيلوټه او پخوانۍ خبریاله لورین سانچز فضا ته لاړې.
له دوی سره په ننني سفر کې د ناسا پخوانۍ ساینسپوهه ایشا بووي، څېړونکې اماندا انګوین او فلم جوړونکې کېرین فلین هم ملګرې وې.
بلو اوریجین شرکت چې د میلیاردر جیف بیزوس دی نن دا ښځې په ټکساس کې په یوه راکټ کې فضا ته واستولې.
د راکټ سروکی ۱۰۵ کیلومتره پورته لاړ او تر شاوخوا لسو دقیقو وروسته بېرته په اتومات شکل ځمکې ته راستون شو.
جاپان کې د سوشي، ټکنالوژۍ او صنعت نړیوال نندارتون

د جاپان په اوساکا ښار کې د ۱۶۰ هېوادونو په ګډون د تفریحي ټکنالوژۍ، سوشي او نورو صنعتونو نندارتون جوړ شوی.
دا نندارتون چې تمه ده څو میاشتې دوام وکړي هدف یې په ټکنالوژۍ او نورو صنعتونو کې د ګډونوالو هېوادونو د پرمختګونو او لاسته راوړنو ښودل دي.
د اوکرایین برخې ته هم ګڼ خلک ورغلي وو چې اکثر نندارې ته وړاندې شوي توکي یې د یووالي، د اوکرایین د ازادۍ او دې ته ورته سمبولونه درلودل.
جاپان خپل وروستي ماډل روبوټونه نندارې ته اېښي.
د کوریا څانګه کې بیا بیلابیل ډوله سوشي خوراک ته وړاندې شول.
پاکستان ایران کې د خپلو ۸ اتباعو د وژنې عاملانو ته د سزا غوښتنه وکړه

د پاکستان د صدر اعظم شهباز شریف دفتر په ایران کې د اتو پاکستاني کارګرو وژنه غندلې او له تهرانه یې غوښتي چې د پيښې عاملین پیدا او سزا ورکړي.
د شریف دفتر پرون یکشنبه ( د حمل ۲۴مه) په دې اړه اعلامیه خپره کړې ده.
د ازادۍ راډیو ایراني څانګې، راډیو فردا لیکلي چې یوشمېر وسله وال د شنبې په ورځ د سیستان بلوچستان ولایت د مهرستان ښار یوې فابریکې ته ننوتلي او پر پاکستاني کارګرو یې، چې په خوب کې وو، ډزې کړي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم د یکشنبې په ورځ دغه پیښه " ترهګریزه" وبلله او وې ویل د عاملانو د نیولو لپاره به یې لازم اقدامات وکړي.
رادیو فردا لیکلي چې د پیښې مسولیت " د بلوڅانو د ازادي غوښتونکي پوځ" په نوم بیلتون پالې پاکستاني ډلې او دغه راز جیش العدل ډلې منلی دی.
د "بلوڅانو د ازادي غوښتونکي پوځ" د متحده ایالتونو، اروپایي ټولنې، بریتانیا او د پاکستان د مرکزي حکومت له خوا د ترهګریزې ډلې په توګه پيژندل کیږي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ازادو مبارزو د لوبو ځانګړی مېلمه وو

د یو اف سي په نوم د ازادو مبارزو تر ټولو معتبره سازمان بېګا د امریکا په میامي ښار کې د اتلولۍ په څو کمربندونو لوبې برابرې کړې وې.
ډونالډ ټرمپ چې د یو اف سي له مشر ډانا وایټ سره کلک ملګری دی دغو لوبو ته ورغلی وو او ګڼو خلکو یې هرکلی وکړ.
په بیګانیو لوبو کې اسټرالیايي لوبغاړي الکساندر ولکنوفسکي خپل سیال ډیګو لوپیز مات کړ او اتلولۍ ته ورسېد.
انګریز پدي پمبلټ هم بل مشهوره لوبغاړی مایکل چندلر ناک اوټ کړ او اتل شو.
په بله مهمه لوبه کې هم د نیمه درانه وزن مشهوره لوبغاړي دومینیک ریس نیکیتا کریلوو ناک اوټ کړ.
اسراییلي ځواکونو نن تر لمر خاته مخکې په غزه ښار کې پر الاهلي روغتون برید کړی

د غزې روغتیا وزارت ویلي ګڼ ناروغان وایستل شول خو یو د ودانۍ د تخلیې پر مهال مړ شو.
د اسراییلو دفاع وزیر په غزه تړانګه کې د عملیاتو د پراخولو خبرداری ورکړی.
اسراییلي پوځ ادعا کړې چې د عملیاتو د پراخولو هدف د حماس ختمول او د ټولو یرغملو خلاصون دی.
حماس چې د امریکا او اروپا له خوا ترهګر ګڼل کېږي په عین حال کې د اوربند هوکړه د پرمختګ په حال کې بللې.
اسراییل غزه کې د عملیاتو د پراخوالي خبرداری ورکړی، له خلکو یې د تخلیې غوښتنه کړې

د اسراییل د دفاع وزیر اسراییل کتز په غزه کې د خپلو پوځي عملیاتو د پراختیا خبرداری ورکړی دی.
کتز په یوه خبرپاڼه کې دغه خبرداری پرون شنبه وروسته له هغه ورکړ چې غزه کې يې پر یوه امنیتي دهلیز ولکه ټینګه کړه.
د فرانس پریس په وینا په دغې خبرپاڼه کې د غزې د خان یونس او شاوخوا سیمو له لسګونه زره اوسیدونکو غوښتل شوي چې خپلې مېنې تخلیه کړي.
د اسراییل د دفاع وزیر یوځل بیا د فلسطیني ډلې حماس د له منځه وړلو او د هغوی له منګولو د ټولو اسراییلي برمته شویو د خلاصون غوښتنه کړې ده.
اسراییل دغه خبرداری داسې وخت ورکوي چې حماس وسله والې ډلې، چې امریکا او اوروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، ویلي چې دوی د اوربند په هوکړه کې پرمختګ کړی دی.
د امریکا او ایران خبرې پیل شوې

د ایران او د امریکا د متحد ایالتونو استازیو نن په عمان کې په لوړه کچه خبرې پيل کړې دي.
د دې خبرو هدف د تهران اټومي پروګرام دی چې د چټک پرمختګ په حال کې دی.
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وار له مخه خبرداری ورکړی دی، که چیرته کومه موافقه ونه شي، نو پوځي اقدام به وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ایراني پلاوي مشري کوي او د امریکا د متحد ایالتونو له لورې د خبرو مشري د ولسممر ټرمپ د منځني ختیځ استازی سټیف ویټکوف کوي.
ټرمپ څو ساعته کلني طبي معاینات وکړل

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل سپینې ماڼۍ ته یې له ستنیدو وروسته لومړي روغتیایي معاینات وکړل او ډير ښه احساس کوي.
د اته اویا کلن ټرمپ طبي معاینات د جمعې په ورځ( د اپریل ۱۱ مه) د واشنګتن په والټر ریډ طبي مرکز کې وشول، چې تمرکز یې پر زړه او ادراکي ازموینو وو.
تر معایناتو وروسته ولسمشر ټرمپ خبریالانو ته وویل چې ده د ادارکي معاینې په وخت هر ځواب مثبت ترلاسه کړ او د ده یوازې زړه روغ نه دی، روح یې هم ارامه ده.
ولسمشر ټرمپ بیا وویل چې د دې معایناتو بشپړ راپور به تمه ده چې سبا یکشنبه خپور شي.
د امریکا ولسمشران په دودیز ډول د خپلې روغتیا او سلامتیا په اړه ولس ته توضیحات ورکوي، که څه هم دوی مجبوره نه دي چې دا کار وکړي.
ملګرو ملتونو د میانمار زلزله ځپلو لپراه د ۲۷۵میلیونو ډالرو د مرستې غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو په میانمار کې د وروستیو زلزلو له کبله زیانمنو شویو کسانو ته د ۲۷۵ میلیونو ډالرو د مرستې غوښتنه کړې ده.
دوه اونۍ مخکې د میانمار ډیر سیمې یوې زورولې زلزلې ولړزولې.
د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې د پنځه نیم میلیونو اړمنو کسانو سره د پلان شوې ۱،۱ میلیارد ډالرو بودیجې یوازې پنځه سلنه يې ترلاسه کړې ده.
په راپور کې وړاندې راغلي، "د اړمنو کسانو نویو او مخ په زیاتیدونکو اړتیاو ته په پام، اضافي سرچینې او عاجلې مرستې په کار دي".
د راپور په ټکو، دغه نوي غوښتل شوې مرستې چې پر یو نیم میلیون اړمنو کسانو تمرکز لري، هغوو ښځو او ماشومانو ته په کې ځانګړی پام شوی چې له تاوتریخوالي سره مخ دي او یا د زیږون پرمهال روغتیايي خدمتونه ته لاسرسی نه لري.
د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې، څه باندې شپږ میلیونه کسان په زلزله ځپلو سیمو کې عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.
د مارچ په ۲۸مه د ریښتر په کچه ۷،۷ درجې زلزلې د میانمار ډیرې سیمې ولړزولې چې نژدې څلور زره کسان په کې ووژل شوی او په زرهاوو نور په کې ټپیان او بې سرپناه شول.
د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی نن په ناببره سفر روسیې ته ولاړ

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو لوړ پوړی سلاکار سټیف ویتکوف روسیې ته تللی دی.
د ازادې اروپا /ازادي راډیو د خبر د مرکز په وینا، ښاغلی ویتکوف په داسې وخت کې دا سفر کوي چې د امریکا اواکراین ترمنځ په واشنګتن کې خبرې روانې دي او بریتانیا او جرمني په بروکسل کې د اوکراین په اړه غونډې لري.
د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د روسیې دولتي رسنیو ته وویل چې د امریکا ځانګړی استازی سټیف ویټکوف نن (د اپریل په ۱۱مه) روسیې ته ورسید.
ښاغلی ویتکوف به د شنبې په ورځ په عمان کې له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي او د دې سفر په درشل کې دی په روسیې کې تم شوی دی.