افغانستان
ايران تر ۲۵۰ ډېر نور افغان بنديان د طالبانو حکومت ته سپاري

ټاکل شوې چې ایران د چهارشنبې په ورځ له دوه نیم سوو ډېر نور افغان زندانیان په هرات ولایت کې د طالبانو حکومت ته وسپاري.
دا خبره په تهران کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د سفارت شارژدافېر فضل محمد حقاني پرون ناوخته ازادي راډیو ته وکړه.
هغه تایید کړه چې پرون یکشنبه نژدې سل زندانیان افغان لوري ته وسپارل شول.
حقاني زیاته کړه: "د ایران حکومت تقریباً سل زنداني د نیمروز له لارې د افغانستان اسلامي امارت ته تسلیم کړل اودغه پروسه به دوام لري او انشاالله د چهارشنبې په ورځ به له دوه نیم سوو تر۲۶۰ پورې نور کسان هم په اسلام قلعه کې اسلام امارت ته تحویل شي."
تراوسه معلومه نه ده چې ایران کې څه شمېر افغانان زندانیان دي.
د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزارت ویلي، د زندانیانو د انتقال لړۍ د دوی او ایران ترمنځ د شوې هوکړې له مخې پیل شوې ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د اسلامي نړۍ یوه پلاوي کابل ته په سفر کې د دیني علماو پر تعامل او علمي بحثونو ټینګار کړی

د اسلامي نړۍ د همغږۍ ټولنې یوه پلاوي کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې له طالب چارواکو سره د " مسلمانانو لپاره پر ارزښتمنو" مسلو خبرې کړې دي.
دوی دا مسلې د دیني علماو ترمنځ متقابل تعامل، د دوی ترمنځ د علمي بحثونو پیاوړتیا او د مسلمانانو ترمنځ د همغږي زیاتول یاد کړي دي.
د دغه پلاوي مشر محمد بن عدالکریم العیسی نن شنبه تر خپلو لیدو کتو وروسته د طالبانو له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په یوه ګډ ویډیویي پیغام کې د دې ډول لیدو کتو پر دوام ټینګار کړی دی.
په دغه څه باندې شپږ دقیقه یي ویډیویي پيغام کې که څه هم د نجونو د تعلیم مسلې ته اشاره نه ده شوې، خو وړاندې تر دې د اسلامي همکاریو سازمان یو پلاوي کابل ته د سفر پر مهال له طالبانو غوښتي چې د نجونو د تعلیم او تحصیل حق ورکړي.
طالبانو واک ته له رسیدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځي بندل کړ او وروسته یې د هغوی پر لوړو زده کړو هم بندیز ولګوه.
بریتانیا د هوا له لارې غزې ته د مرستې رسولو چاره پيل کړې

د بریتانیا صدر اعظم کایر سټارمر وایي، دوی به د هوا له لارې غزې ته د مرستې رسونې په چارو کې برخه واخلي.
دا وروسته تر دې چې اسراییل د جمعې په ورځ وویل، دوی اجازه ورکوي چې هېوادونه جګړه ځپلې غزې ته د هوا له لارې خوراکي مواد واچوي.
بریتانوي چارواکو ویلي، دوی له مخکې له اردوني چارواکو سره په تماس کې شوي چې غزې ته د خوراکي موادو رسول اسانه کړي.
بریتانیا ویلي، دوی د هغو فلسطیني ماشومانو درملنې ته هم چمتو دي چې جګړه کې ټپیان شوي دي.
د بریتانیا پر صدر اعظم د پارلمان د ۲۲۱ غړو له خوا فشار دی چې فلسطین د یوه دولت په توګه په رسمیت وپیژني.
دا په داسې حال کې ده چې د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون وویل، هېواد به یې د امنیت شورا د لومړني غربي غړي په توګه په سپټمبر میاشت کې فلسطین د یوه دولت په توګه په رسمیت وپیژني.
غزه کې بشري ناورین حاکم دی او ملګرو ملتونو ویلي، لوږه تر هرې دروازې پورې رسیدلې ده.
د ګډ امنیتي تړون غړیو له افغانستان سره د تاجکستان د پولې پر پیاوړتیا خبرې وکړې

د ګډ امنیتي تړون سازمان (CSTO) د جمعې په ورځ د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د پولې د پیاوړتیا پر لارو چارو د خبرو لپاره غونډه وکړه.
انټرفکس خبري اژانس د دې سازمان د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې وویل چې په دې غونډه کې، چې د ګډ امنیتي تړون په دارالانشاء کې جوړه شوه، له افغانستان سره د تاجکستان د پولې پر پیاوړتیا او تجهیز خبرې وشوې.
په غونډه کې د افغانستان په پوله کې د تاجکستان سرحدي ځواکونو ته د وسلو د لیست په اړه هم بحث وشو.
سره له دې چې روسیې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی او د منځنۍ اسیا هیوادونو له طالبانو سره اقتصادي او تجارتي اړیکې زیاتې کړي، له کله چې طالبان په افغانستان کې بیا واک ته رسیدلي، دا هیوادونه د افغانستان له درکه وخت په وخت په امنیتي برخه کې اندېښنه ښيي.
د افغان کارګرو د ایستلو له امله په ایران کې ساختماني چارې ټکنۍ شوي

د تهران د پراخو تولیداتو د اتحادیې رئیس ایرج رهبر، وایي چې د افغان کارګرانو د ایستلو له امله، ساختماني صنعت په تېره بیا په تهران کې له جدي ستونزو سره مخامخ شوی دی.
نوموړي د ایران له (ایلنا) خبري آژانس سره په مرکه کې، چې پرون یې خپره کړې، ویلي چې په تهران کې تر ۵۰ سلنه زیات ساختماني کارګر افغانان وو، او اوس چې هغوی له هېواده وتلي، ځینې پروژې ځنډېدلي او د کار تولید کم شوی دی.
رهبر زیاتوي چې افغان کارګرو د سمینټ اچولو، سنګکارۍ، بنايي او عادي کارګرۍ په شمول په بېلابېلو برخو کې کار کاوه، او اوس د دغو مسلکونو لپاره د ایراني کارګرو پیدا کول وخت غواړي.
هغه دا هم وویل چې ایراني کارګر ساده ساختماني کار ته دومره لېوالتیا نه لري، ځکه چې اجوره یې کمه ده، خو افغان کارګر د کمې اجورې په بدل کې او بې له ټولنیزې بیمې ډېره خواري کوي، نو له همدې امله کارفرمایان هغوی ته لومړیتوب ورکوي.
د تهران د پراخو تولیداتو د اتحادیې مشر دا هم وویل چې د یوه ایراني کارګر مزد د دوو افغان کارګرو هومره دی.
طالب چارواکو د پاکستان له لوري د افغانستان پر صادراتو د واګې بندر پر بندولو اعتراض کړی

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان له لارې هند ته د افغانستان د صادراتو پر مخنیوي په رسمي ډول اعتراض وکړ.
پاکستاني رسنیو پرون (جمعه) راپور ورکړ چې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ د مرستیال په مشرۍ یوه جګپوړي پلاوي په دې اړه د وروستي سفر په ترڅ کې له پاکستاني چارواکو سره مفصلې خبرې کړې دي.
پاکستاني رسنیو ته د خپل هیواد حکومتي سرچینو ویلي، افغان پلاوي یادونه وکړه چې پاکستان د سږ کال له مې میاشتې راهیسې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان سوداګري توکي د واګې بندر له لارې هندوستان ته صادر شي، چې دا د ۲۰۱۰ کال د افغانستان–پاکستان د ترانزیتي سوداګرۍ له تړون سره په تضاد کې ده.
افغان سوداګر وايي چې د پاکستان له لوري د واګې بندر له لار هند ته د افغانستان د صادراتو په لاره کې خنډونو دوی ته درانه تاوانونه اړولي دي.
د کابو ۳.۵ میلیونه افغانان په راتلونکي ژمي کې له جدي ګواښ سره مخامخ دي

د بشري وضعیت څارونکې موسسې REACH د یوې نوې ارزونې له مخې، کابو ۳.۵ میلیونه افغانان د راتلونکي ژمي د سړې هوا د سختو څپو له جدي ګواښ سره مخامخ دي.
دغه بنسټ په بحران ځپلو سیمو کې د معلوماتو راټولولو او تحلیل له لارې پر شواهدو ولاړه پریکړه اسانوي.
دې ادارې په خپل تازه راپور کې، خبرداری ورکړی چې د افغانستان په غرنیو سیمو کې د سړو له امله د انسانانو او څارویو د تلفاتو خطر شته. دا اندېښنې په ځانګړي ډول د غور، بدخشان او بامیان په څیر په هغو لرې پرتو ولایتونو کې ډېر دی چې زېربناوې یې کمزورې دي او شدید موسم خلک او څاروي ډېر زیانمنوي.
راپور د ژمي د اضطراري حالاتو له پخوانیو تجربو څخه استفاده کړې، لکه د ۲۰۲۳م د جنورۍ پېښه، چې پکې په غور ولایت کې د سانتيګراد منفي ۳۳ درجې یخنۍ له امله تر ۷۰ زره ډېر څاروي تلف شوي وو.
له ایران او پاکستان څخه د سلګونو زره کډوالو د راستنېدو له کبله په افغانستان کې د هغوی د سرپناه او نورو امکاناتو په اړه اندېښنې لا زیاتې شوي دي.
په جرمني کې ۳ افغان پناه غوښتونکي تر ایستل کېدو مخکې تري تم شول

درې افغان پناه غوښتونکي له جرمني څخه تر ایستل کېدو څو ساعته مخکې ورک شول.
د جرمني رسنیو نن راپور ورکړ چې د ساکسن ایالت د کورنیو چارو وزیر ارمین شوستر د پنجشنبې په ورځ، (د جولای ۲۴مه،) له MDR سره په خبرو کې تایید کړه: «درې افغان پناه غوښتونکي افغانستان ته تر بېرته استول کېدو وړاندې بې درکه شول. هغوی نه پیدا کېږي – زه ګومان کوم چې پټ شوي وي.»
دا درې تنه د هغو ۸۴ افغانانو په ډله کې شامل وو چې ټاکل شوې وه د تېرې جمعې په ورځ له جرمني وایستل شي، خو یوازې ۸۱ تنه چې د جرم سابقه یې لرله، بېرته افغانستان ته ولېږل شول.
دا له کله چې په ۲۰۲۳ کې طالبان بیا واک ته رسیدلي، دوهمه ډله افغان پناه غوښتونکي دي چې جرمني یې بېرته افغانستان ته لېږي.
طالبانو د ورستنو شویو کډوالو د حقونو د سرغړاویو په اړه د یوناما راپور رد کړ

طالبانو د ملګرو ملتونو هغه مستند راپور رد کړ چې وايي، له ګاونډیو هیوادونو ایستل شوي افغانان چې بېرته طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته شړل شوي، د شکنجې، خپلسري توقیف او د جنسیت پر بنسټ د ځورونې له خطر سره مخ دي.
د طالبانو د حکومت یو ویاند حمدالله فطرت د پنجشنبې په ورځ پر خپل ایکس پاڼه ادعا کړې چې ټول ورستنېدونکي کډوال "د عفوې فرمان څخه برخمن دي" او زیاته کړې یې ده چې " هیڅوک هم له سیاسي لحاظه له هغوی سره دښمني، تضاد او انتقامي چلند نه کوي"
تر دې مخکې په همدې ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ په ګډه خپاره کړي راپور کې، د یو شمېر ستنو شویو د شکنجې، وهلو، جعلي اعدامونو او د جنسیت پر بنسټ د محدودیتونو په اړه ویلي وو.
د ملګرو ملتونو په دې راپور کې ، ښځې او نجونې، د پخواني حکومت یا امنیتي ځواکونو غړي، خبریالان او د مدني ټولنې فعالان تر ټولو ډیر زیانمنونکي او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې له خطر سره مخ بلل شوي دي.
د طالبانو د حکومت ویاند حمدالله فطرت ویلي "که په ځینو سیمو کې یوه نیمه پېښه شوې وي، هغه سیاسي نه، بلکې شخصي " دي چې نوموړي خورا جزيي بللي او ټینګار یې کړې چې یوناما دې له داسې پېښو د نوموړې په ټیکو د پروپاګند او اندیښنو زیاتولو لپاره کار نه اخلي.
خو ملګرو ملتونو ویلي وروستی راپور یې له ۴۹ کسانو سره د مرکو پر بنسټ جوړ کړی او د راستنو شویو لومړی لاس روایتونه یې راټول کړي دي.
متحده عربي امارات وايي تر ۱۷ نیم زره د زیاتو افغانانو کوربه توب یې کړی

متحده عربي امارات وايي د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې یې له ۱۷٬۶۰۰ څخه د زیاتو افغانانو کوربهتوب کړی او هغوی یې ۲۱ بېلابېلو هېوادونو ته د بیا مېشتېدو لپاره لېږلي دي.
دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت وروسته له هغې په یو بیان کې کړي، چې له دې هېواد څخه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د یو شمېر افغان کډوالو د جبري استول کېدو په اړه راپورونه خپاره شول.
د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په پروني بیان کې په مستقیمه توګه له دې هېواده افغانستان ته د افغان کډوالو د جبري ایستلو پر وروستیو راپورونو تبصره نه ده کړې، خو د ابو ظبۍ په پنډغالي کې یې شاوخوا ۱۷٬۶۱۹ افغان وګړو د کوربهتوب او هغو ته د موقتي اسانتیاوو د برابرولو په اړه ویلي او زیاته کړې یې ده، چې په دې چاره یې شاوخوا ۳۶۷ میلیونه امریکايي ډالر لګښت کړی دی.
متحده عربي اماراتو همداراز په دې اعلامیه کې ویلي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې له افغانستانه د بیړنۍ تخلیې پر مهال، د افغانانو او بهرنیو وګړو په ګډون، ۴۱٬۰۰۰ کسان له دې هېواده په خوندي توګه ایستلي دي.
د تېرې دوشنبې په ورځ رویټرز خبري اژانس راپور ورکړ، چې عربي اماراتو یو شمېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته استولي دي. د رویټرز د دې راپور له مخې، لږ تر لږه دوې افغانې کورنۍ په همدې میاشت کې له اماراتو افغانستان ته ایستل شوي، او د ۲۵ نورو کسانو د ایستلو تابیا هم شوې وه، خو د هغوی وروستی وضعیت نهدی تایید شوی.
د دې راپورونو په غبرګون کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې ټروت سوشل (Truth Social) ولیکل، چې د دې افغانانو د ژغورنې لپاره به اقدام وکړي.
طالبانو د دوی یو ملاتړی دیني عالم عبدالسمیع غزنوي نیولی

یو شمېر افغان رسنۍ او خبریالان وايي چې طالبانو ددې ډلې یو ملاتړی دیني عالم شیخ عبدالسمیع غزنوي نیولی دی.
افغان خبریال سمیع یوسفزی چې طالبان تر واک لاندې د افغانستان روانې چارې څاري پر خپل ایکس اکاونټ لیکلي چې مولوي غزنوي نژدې یوه اونۍ مخکې له خپلې دینې مدرسې نیول شوی او د طالبانو د حکومت یوې نظامي محکمې په ۴۵ ورځې بند محکوم کړی دی.
یو شمېر نورو رسنیو هم د مولوي غزنوي د نیول کیدو راپورونه ورکړي.
د طالبانو د حکومت چارواکو او یا مولوي غزنوي ته نژدې سرچینو د نوموړي په نیول کیدو تبصره نه ده کړې.
عبدالسمیع غزنوي د طالبانو ملاتړی دیني عالم و چې وخت ناوخت یې په احتیاط د نجونو د تعلیم او عصري زده کړو ملاتړ کوه او په دې برخه کې یې د طالبانو د حکومت پر پالیسو نیوکې کولې. نوموړې همدارنګه د پاکستان د دولت پر ضد هم انتقادي تبصرې کولې.