د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

آی‌پي‌ایل؛ د 'پلې اف' پړاو لوبډلې معلومې شوې


د ګجرات لوبډلې ځینې لوبغاړي چې راشدخان او نوراحمد هم ورسره لوبېږي.
د ګجرات لوبډلې ځینې لوبغاړي چې راشدخان او نوراحمد هم ورسره لوبېږي.

د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل د لیګ پړاو سیالۍ بشپړې شوې او ګجرات لوبډلې په خپلې وروستۍ لوبې کې د بنګلور لوبډلې په ماتولو سره د نومرو په جدول کې یو وار بیا لومړی مقام وساته.

د یکشنې په ورځ د مارچ په ۲۱مه نېټه د ګجرات ټایټانز او رویل چلینجرز بنګلور ترمنځ د لیګ پړاو وروستۍ سیالي ترسره شوه، چې ګجرات لوبډلې په ۶ وېکټو وګټله.

د دې سیالۍ ګټل د بنګلور لوبډلې لپاره خورا اړین و، خو هغوی ونه کړای شول چې له ۱۹۸ منډو دفاع وکړي او په دې سره سږکال هم 'پلې اف' ته له رسېدو پاتې شول.

په یادې سیالۍ کې د بنګلور لپاره ویرات کولي او د ګجرات لپاره شبمن ګیل سلیزې ووهلې.

راشدخان او نوراحمد هم خپلې لوبډلې ته ښه ولوبېدل چې خان یوه او نوراحمد دوه وېکټې واخیستې.

د لیګ پړاو تر بشپړېدو وروسته ګجرات ټایټانز په اول، چینای سوپرکینګز په دویم، لکنو سوپرجاینټز په درېیم او ممبيي اینډینز په څلورم مقام کې پاتې شول.

د آی پي ایل سیالیو لومړی پلې اف به د مې په ۲۳مه نېټه د ګجرات او چینای لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

دغه راز ممبي اینډینز او لکنو سوپرجاینټز لوبډلې به د می په ۲۴مه نېټه دویم پلې اف ترسره کړي او بیا به د همدې میاشتې په ۲۸مه نېټه د یادو سیالیو پایلوبه په احمداباد ښار کې ترسره شي.

د ویلو ده چې افغان لوبغاړي راشدخان د زیاتو ویکټ اخیستونکو په ډله کې له محمدشامي سره برابر دی او ۲۴ لوبغاړي یې سوځولي دي.

XS
SM
MD
LG