نړۍ
هند کې نږدې دوهنيم زره کيلوګرامه نشهيي توکي نيول شوي

د هند سمندري ځواک او له نشهيي موادو سره د مبارزې ادارې نږدې دوهنیم زره کیلوګرامه مخدر مواد، چې ادعا کېږي له افغانستان څخه وروړل شوي وو، کشف کړل.
هندي رسنۍ وايي، دا مخدر مواد د شنبې په ورځ د کرالا ایالت په سواحلو کې په یوه بېړۍ کې نیول شوي دي.
د هند له مخدرو موادو سره د مبارزې د ادارې چارواکو په یوه خبري غونډه کې وویل چې دا په یوه کال کې له افغانستان څخه هند ته د اندازې له نظره د مخدرو موادو درېیم ستر قاچاق و چې مخه یې نیول شوې ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
امریکايي چارواکو په کولوراډو کې د اتو کسانو د ټپي کېدو راپور ورکړی

د رویټرز په وینا، دا پیښه د یکشنبې په ورځ په بولډر سیمه کې هغه وخت رامنځته شوه کله چې یو ۴۵ کلن سړي د "آزاد فلسطین" شعار ورکړ او د خلکو په یوه ډله یې اور بلوونکي مواد ورغورځول.
دوی په غزه کې د اسراییلي یرغمل شویو کسانو د یاد لپاره یوه غونډه جوړه کړې وه.
د بولډر پولیسو وویل چې څلور ښځې او څلور نارینه، چې عمرونه یې له ۵۲ څخه تر ۸۸ کلونو پورې دي، روغتون ته وړل شوي دي.
د ډینور په دفتر کې د متحده ایالاتو د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FBI) ځانګړي استازي، مارک میشلیک، شکمن کس د محمد سلیمان په توګه پیژندلی. هغه د برید وروسته روغتون ته وړل شوی.
د FBI رییس کیش پټیل دا پیښه د "هدفمند ترهګریز برید" په توګه بیان کړه.
پر روسیې د اوکرایین تر ډرون بریدونو یوه ورځ وروسته؛ استانبول کې د روسیې او اوکرایین خبرې

ټاکل شوې ده چې د روسیې او اوکراین استازي د دوشنبې په ورځ د ترکیې په استانبول کې د خبرو اترو دوهم پړاو لپاره سره وویني.
تیره میاشت خبرو اترو لږ پرمختګ وکړ، خو دواړو خواوو د سلګونو جنګي بندیانو د تبادلې موافقه وکړه.
د خبرو اترو له پیل څخه یوه ورځ مخکې، اوکراین د روسیې په څو سیمو کې بې ساري ډرون برید وکړ، چې شاوخوا ۴۰ روسي بمبار کوونکې الوتکې یې په نښه کړې.
اوکرایني چارواکي وايي چې ډرونونه په لرګینو صندقونو کې ځای پر ځای شوي وو او له روسیې دننه الوځول شوي.
روسیې تایید کړې چې دوو اډو کې څو الوتکو اور اخیستی.
د طالبانو حکومت او پاکستان هوکړې ته رسېدلي چې د خپلو ډپلوماټیکو ماموریتونو کچه له شارژدافیره سفیر ته لوړه کړي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په همدې موضوع د پاکستان له مرستیال صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر اسحق دار سره نن خبرې کړي.
متقي د دې پرېکړې هرکلی کړی او هیله یې ښوولې چې له شارژدافیره د سفیر کچې ته د ډپلوماټیک ماموریت د لوړولو کارونه ژر بشپړ شي.
که څه هم پاکستان له لومړنیو هېوادونو وو چې د طالبانو ډپلوماټ یې ومانه خو لا د سفیر په کچه استازي نه لري بلکې دواړه هېوادونه ډپلوماټیکې چارې د چارسمبالي او شارژدافیر په مټ مخته بیایي.
اسحق دار هم دا پرېکړه ستایلې او ویلي یې دي چې په دې سره به په اقتصاد، امنیت او سوداګرۍ کې د پاک – افغان همکارۍ زیاتې شي.
د شاتو ۲۵۰ میلیونه مچۍ ازاده شوي

د امریکا په واشنګتن ایالت کې د شاتو شاوخوا ۲۵۰ میلیونه مچۍ د یوې لارۍ د ټکر له امله ازادې شوي دي.
پولیسو له خلکو غوښتي چې ځانونه له دې مچیو وساتي.
په دې وروستیو کې په واشنګټن ایالت کې د شاتو په مچیو بار لارۍ له سړک واوښته او ولوېده.
په سیمه کې سړکونه، چې له کاناډا سره پوله لري، تړل شوي دي.
د مچیو د پالنې متخصصین د سیمې د پاکولو لپاره کار کوي.
ځینې مچۍ پالونکي یوازې د شاتو د تولید لپاره کار کوي، مګر ډیری نور خپلې مچۍ بزګرانو ته په کرایه ورکوي.
بزګران د خپلو فصلونو د ودې لپاره له مچیو څخه کار اخلي.
پاري سنژرمن د لومړي ځل لپاره د اروپا د اتلانو لیګ وګاټه

د اروپا د اتلانو د فوټبال لیګ په پایلوبه کې د فرانسې استازې پاري سنژرمن خپله ایټالوۍ سیاله انټرمیلان لوبډله پنځه پر صفر ماته کړه.
پایلوبه د شنبې په شپه د مونیخ ښار په الیانز ارینا سټډيوم کې وشوه.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د پاري سن ژرمن په بریا خوښي ښوولې ده. د دغه ټیم د بریا د لمانځلو لپاره لوبغاړي الیزه ماڼۍ ته وربلل شوي.
د پاري سنژرمن لوبډلې لسګونه زره مینه والو د بریا جشنونه وکړل خو د پاریس په ځینو برخو کې له پولیسو سره د خلکو د اخ او ډب راپورونه هم ورکړل شوي.
لږ تر لږه درې سوه کسان د پولیسو له خوا نیول شوي.
اروپا له امریکا د ګمرکي تعرفو د لوړولو غچ اخلي

اروپایي کمیسیون ویلي چې اروپا د ګمرکي تعرفو د لوړولو په برخه کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اقدام غچ اخیستلو ته چمتو ده.
ټرمپ د تېرې جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د اروپا پر فولادو او المونیمو ګمرګي تعرفه له پنځه ویشت فیصدو، پنځوس فیصدو ته لوړوي.
رویټرز د اروپایي کمیسیون د یوه چارواکي په حواله چې نوم یې نه دی اخیستی ویلي، که خبرې نتیجه ورنه کړي، دوی به د جون له ۱۴مې پر امریکایي تولیداتو تعرفه لوړه کړي.
وړاندې راغلي چې اوسنی وضعیت د نړۍ د دوو سترو اقتصادونو، امریکا او اروپا ترمنځ سوداګریزې جګړې ته زمینه برابره کړې ده.
روسیه کې د ریل د چپه کېدو پیښه کې ۷ تنه مړه شوي

په روسیه کې لږ تر لږه ۷ تنه مسافر هغه مهال مړه شول چې د دوی د سپرلۍ ریلګاډی له خپلې لیکې څخه ووت.
پیښه پرون شنبه " د جوزا لسمه" په بریانسک سیمه کې شوې چې چارواکو یې لامل په ترانسپورتي چارو کې " غیر قانوني لاسوهنه" بللې، خو جزیات یې نه دي ورکړي.
د بریانسک والي الکساندر بوګوماز ویلي، ۳۳ تنه نور په دې پیښه کې ټپيان شوي دي.
دا ترین له مسکو څخه شپږ سوه کیلو متره لرې کلیموف سیمې ته روان و.
امریکا له ایران سره د احتمالي اټومي موافقې طرحه تهران ته سپارلې، تهران غور پرې کوي

سپینه ماڼۍ وایي، که تهران د اټومي موافقې په اړه د دوی وړاندیز ومني، د هغه هېواد په ګټه یو ګام دی.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لویت د شنبې په ماښام ویلي چې د منځني ختیځ لپاره د دوی استازي سټیف ویتکاف ایران ته د دې په ټکو کره او د منلو وړ وړاندیز لیږلی دی.
هغې د دغه وړاندیز جزیات روښانه نه کړل.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي چې دغه وړاندیز یې ترلاسه کړی دی.
عباس عراقچي پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، د دغه وړاندیز طرحه د هغه عماني سیال تهران ته ور رسولې ده.
عراقچي هم د جزیاتو له ورکولو پرته ویلي چې دوی به مناسب ځواب ورکړي.
ایران او امریکا د روان لمریز کال د حمل له ۲۲ مې اټومي تړون ته د رسیدو هڅې پيل کړي دي.
امریکا کې د یو شمېر افغان کډوالو د موقتي خوندیتوب د وضیعت پر لغوه کیدو د انتقادونو دوام

دوو امریکايي سناتورانو د افغانانو لپاره د موقتي خوندیتوب وضعیت لغوه کول "یو تاریخي خیانت" بللی دی.
جین شاهین او لیزا مورکاوسکي، چې د امریکا د سنا مجلس غړې دي، د دې هېواد د بهرنیو چارو او کورني امنیت وزیرانو ته په یو لیک کې لیکلي چې د افغانانو لپاره د موقتي خوندیتوب وضعیت لغوه کېدل، د زرګونو افغانانو ژوند له خطر سره مخامخ کوي، په ځانګړې توګه د هغو افغانانو چې د امریکا تر څنګ ولاړ وو.
د دغو سناتورانو په وینا، په افغانستان کې د وضعیت د خرابوالي په پام کې نیولو سره، د هغو افغانانو لپاره چې اوس په امریکا کې ژوند کوي، د موقتي خوندیتوب وضعیت لغوه کول هغوی د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د حقیقي ګواښ، ځورونې، تاوتریخوالي او حتی مرګ له خطر سره مخامخ کوي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا د کورني امنیت وزارت شاوخوا درې اونۍ وړاندې اعلان وکړ چې د افغان کډوالو لپاره د موقتي خوندیتوب وضعیت (TPS) پروګرام به د مې میاشتې په ۲۰مه پای ته ورسېږي، او لغوه کېدل به یې د جولای له ۱۲مې عملي شي.
د TPS یا موقتي خوندیتوب وضعیت پروګرام د هغو بهرنیو وګړو لپاره ده چې د جګړو، طبیعي پېښو یا نورو "غیرعادي" شرایطو له امله نشي کولای خپل هېواد ته ستانه شي.
د "افغان ایوک" په نوم د یوې امریکايي ادارې د معلوماتو له مخې، دا مهال نږدې ۱۱ زره افغانان په امریکا کې له دې موقتي خوندیتوب څخه برخمن دي.
افغانستان کې له هرو څلور لویانو یو یې تنباکو کاروي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې له هر څلورو لویانو یو تن تنباکو کاروي.
"له تنباکو پرته " نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې ددې سازمان د څانګې مشر ډاکټر اډوین سنیزا سالواډور ویلي، افغانستان کې په ځانګړې توګه د تنکیو ځوانانو ترمنځ د تنباکو کارول له یوې ورځې بلې ته زیاتیږي چې نوموړې ترې د ځوانانو پر ساتنه ټینګار کړی دی.
بلخوا د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په افغانستان کې د تولید ترڅنګ، تمباکو له یو شمېر نورو هېوادونو نه هم واردېږي.
د دې خونې د مدیره پلاوي غړي، خان جان الکوزي ازادي راډیو ته وویل:
"تېر کال، له ایران، پاکستان او سعودي عربستان څخه شاوخوا یو نیم زره ټُنه د یو نیم میلیون ډالرو په ارزښت تنباکو وارد شوي وو. په افغانستان کې د تنباکو مصرف کم دی، نو واردات هم کم دي، او سربېره پردې، دا د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې هم تولیدېږي."
د روږدیتوب د برخې یو شمېر متخصص ډاکتران د تمباکو کارول روغتیا ته زیانرسونکي بولي او ټینګار کوي چې استعمال یې ان د مړینې لامل کېدای شي.
روغتیا نړیوال سازمان اټکل کوي چې دا مهال په ټوله نړۍ کې تر یو میلیارد زیات کسان سګریټ څکوي او نږدې ۳۵۰ میلیونه نور له لوګی پرته تنباکو کاروي.
یاد سازمان دا ورځ په ۱۹۸۷ میلادي کال کې د "د تنباکو پرته نړیوالې ورځې" په توګه ونوموله، چې موخه یې د تنباکو اعتیاد او د کارونې منفي اغیزو ته د خلکو پام اړول دي.