افغانستان
د کندهار – کابل پر لاره ترافيکي پېښه کې ۶ کسان مړه شوي او ۱۸ ټپيان دي

د کندهار - کابل پر لویه لار په دامان ولسوالۍ کې د يو ۴۰۴ مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو په پېښه کې ۶ کسان مړه او ۱۸ نور زخمیان شوي دي.
پېښه نن سهار اووه بجې هغه وخت رامنځته شوې چې مسافر وړونکی موټر له کابله کندهار ته پر لاره و.
د طالبانو د حکومت د کندهار د والي ویاند حاجي زید وایي، په پېښه کې ژوبل شوي کسان ميروېس روغتون ته لېږدول شوي چې د دو تنو حالت نازک دی.
بلخوا د کندهار میرویس حوزوي روغتون چارواکو هم تايید کړې چې د پېښې له ځایه دوی ته ۶ مړي او ۱۸ ټپیان ور وړل شوي دي چې، یو شمېر ښځې او ماشومان هم پهکې شامل دي.
طالب چارواکو تر اوسه د پېښې د علت په اړه څه نهدي ویلي، خو تر دې مخکې هم د کابل - کندهار پر لویه لار ګڼې ترافیکي پېښې رامنځته شوي چې علت یې د موټر چلوونکو بې احتیاطي او تېز سرعت بلل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې کندهار کې د تېر کوچني اختر په څلورو ورځو کې میرویس روغتون ته د ترافیکي پېښو شاوخوا ۲۳۰ ټپیان ور وړل شوي، چې له دې جملې دوو تنو په دغه روغتون کې ساه ورکړې.
د مېرویس روغتون د مسوولينو د معلوماتو پر اساس په دغو ټپیانو کې ماشومان سړي او ښځې شاملې دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
( ای او ایم) راستنیدونکو افغان کډوالو لپاره د بیړنۍ مرستې غوښتنه وکړه

د کډوالۍ نړیوال سازمان( ای او ایم) له نړیوالې ټولنې غوښتې دي چې افغانستان ته د ستنیدونکو کډوالو لپاره بیړنۍ بودیجه اختصاص کړي.
( ای او ایم) په یوه بیان کې چې د جمعې په ورځ خپور شو، وویل، افغانستان د کډوالو د راستنیدنې له یوې لویې څپې سره مخامخ دی که بیړنۍ مرستې له دې خلکو سره ونه شي، ممکن شته سیستمونه له منځه ولاړ شي چې دا چاره بیا په میلیونونو کسان له جدي ګواښ سره مخامخولی شي.
د ( ای او ایم) په وینا د دوه زره درویشتم کال د سپتمبر له میاشتې تر اوسه له پاکستان او ایران څخه تر څلور میلیونه ډیر افغانان خپل هیواد ته ستانه شوې دي چې له دې ډلې یوازې په دوه زره پنځه ویشتم کې تر دې دمه تر یو نیم میلیونه ډیر کډوال افغانستان ته ستنیدلې دي.
د زابل په شاه جوی ولسوالي کې لګیدلی اور مهار شو

د زابل په شاه جوی ولسوالي کې عامو خلکو ته لګیدلي اور په میلیونونو افغانۍ زیان اړولی دی.
دا اور پرون د لرګیو په یوه ټال کې ولګید. د زابل امنیه قومانداني په خپله ایکسپانه کې لیکلي دي چې دا پیښه د نجارانو په کوڅه کې د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې وه او بیا له مرکز کلات څخه د اطفاییه له ورتګ او په سیمه کې د خلکو په مرسته دا اور مړ شو.
د زابل د امنیه قومانداني په بیان کې راغلې دي چې د دې هڅو په نتیجه کې د شاوخوا شل ملیونه افغانیو په ارزښت د نور زیان اوښتو مخه ونیول شوه.
د راپورونو له مخې د دې اور له امله شاوخوا درې میلیونه افغانۍ زیان اوښتی دی.
یونیسف په کندهار کې نهه ښوونځي جوړ کړل

د کندهار په پنځو ولسوالیو کې د ملګرو ملتو د ماشومانو د ملاتړ صندوق( یونیسف) په مالي ملاتړ نهه ښوونځي جوړ شول.
دا ښوونځي په سپین بولدک، معروف، ارغستان، ډنډ او دامان ولسوالیو کې د څه باندې څلور اویا میلیونه افغانیو په لګښت ودان شوې دي.
په کندهار کې د طالبانو چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې په دې مکتبونو کې د زده کوونکو لپاره د درس مناسب چاپیریال، روغتیایي اسانتیاوې، پاکې اوبه، تشنابونه او نور ضروري تسهیلات برابر شوې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د سلګونو افغان کډوالو د ویزو د تصویب چارې روانې دي

د امریکا حکومت وایي چې د افغانانو لپاره د ځانګړي مهاجرت ویزې (SIV) پروګرام روان دی او سلګونه ویزې اوس مهال د تصویب په مختلفو مرحلو کې دي.
د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاندې ټامي پيګوټ د پنجشنبې په ورځ په واشنګتن ډي سي کې خبرې غونډې ته وویل چې (SIV) پروسه روانه ده او دا له کلونو راهیسې ادامه لري. نوموړي بیا وویل چې د ټرمپ اداره دې پروګرام ته لومړیتوب ورکوي.
د SIV پروګرام د هغو افغانانو لپاره دی چې په افغانستان کې یې د متحده ایالاتو له ځواکونو او ډیپلوماټیکو ماموریتونو سره یوځای کار کړی دی او اوس غواړي چې امریکا ته پناه یوسي.
په متحده ایالاتو کې د جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو د اوږدې مودې ملاتړ سربیره، دا پروګرام د ورو پروسس کولو، لوژستیکي خنډونو او امنیتي اندیښنو په ګډون له ننګونو سره مخامخ دی.
په جرمني کې د ښځینه افغانانو د پناه اخیستو شمیرې زیاتې شوې

د جرمني د مهاجرت او کډوالو فدرالي دفتر (BAMF) وايي چې په جرمني کې د پناه غوښتونکو افغان ښځو شمېر په بې ساري کچه زیات شوی دی.
د شپیګل اونیزې په وینا، یوازې په جولای میاشت کې له ۳۰۰۰ څخه زیاتو افغان ښځو په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې، چې د تیرې میاشتې په پرتله دوه چنده زیاته ده.
د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې، شاوخوا ۹۵۹۳ افغان ښځو په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې، چې د دې غوښتنلیکونو نیمایي یې د هغو ښځو دي چې پخوا په جرمني کې اوسېدلې وې او اوس یې خپلو دوسیو ته د بیا کتنې درخواستونه ورکړې دي.
په ۲۰۲۱ کال کې، وروسته له هغه چې طالبانو بیا کابل ونیو، دوی له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له زده کړې منع کړې او په ډیری دولتي دفترونو او غیر دولتي موسسو کې یې د ښځو د کار مخه نیولې ده.
د نسیم راډیو کارکوونکي ونیول شول او دغه رسنۍ بیا وتړل شوه

د افغان خبریالانو مرکز رپوټ ورکوي چې د ولایتي استخباراتو لخوا په دایکندي کې د سیمه ییزې راډیو نسیم د مدیر او دوو خبریالانو په نیولو او د هغې د تجهیزاتو ضبطولو سره، د راډیو نسیم او په بامیان کې د هغې د سیمه ییز سټوډیو فعالیتونه وځنډول شول.
د افغان خبریالانو مرکز د واکمنې استخباراتي ادارې دا عمل په ولایت کې د آزادو رسنیو د ځپلو او محدودولو لپاره یوه څرګنده هڅه ګڼي او غندي یې.
د طالبانو په څلور کلنه واکمني کې په خبریالانو او رسنیو فشار زیات شوی دی ، ګڼ شمیر نیول شوي او ډیری خصوصا ښځینه خبریالانې اړ شوی چې خپل کار پریږدی او له هیواده ووځي.
جرمني د افغانانو په شمول د غیرقانوني کډوالو د ایستلو چارې تنظیموي

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرندت نن وویل چې افغانستان او سوریې ته د نورو کډوالو د ایستلو لپاره د الوتنو د تنظیم چارې روانې دي.
الکساندر دوبرندت زیاته کړه چې دا ډیره مهمه ده چې خلک ډاډه شي چې هغه کډوال چې جرمونه کوي هغوی په جرمني کې پاتې نه شي. نوموړي بیا وویل چې جرمني ته د غیر قانوني کډوالو د داخلیدو د مخنیوي لپاره به د سرحدونو د حفاظت چارې پسې سخته کړي.
نژدې درې اونۍ مخکې جرمني یو اتیا افغان کډوال چې د دوی په وینا په جرمونو کې یې لاس درلود په یوې چارټر الوتکې کې افغانستان ته واستول. دا د دوه زره یو ویشتم کال د اګست له میاشتې راوروسته چې طالبانو کابل نیولی دی، دوهم ځل دی چې جرمني یو شمیر افغان کډوال خپل هیواد ته ستنوي.
د افغانستان او تاتارستان ترمنځ د ۱۸۳ میلیونه ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک شو

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د افغانستان د خصوصي سکتور او د تاتارستان جمهوریت ترمنځ د یوسل او درې اتیا میلیونه ډالرو په ارزښت د سوداګرۍ د یوه تړون خبر ورکوي.
دې وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې دا تړون د دواړو خواوو ترمنځ د تیلو او ساختماني سکتورونو په برخه کې لاسلیک شو.
د یوې اعلامیې له مخې، د تاتارستان مرستیال لومړي وزیر او د صنعت او سوداګرۍ وزیر اولیګ ولادیمیرویچ کوروبچینکو، چې د تړون لاسلیک کولو لپاره کابل ته تللی، طالبانو ته بلنه ورکړه چې د تاتارستان د نفتي موادو په نندارتون کې چې د اګست په ۲۶مه پرانیستل کیږي، برخه واخلي.
روسیه لومړنی هیواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت وپیژند او له طالبانو سره یې نږدې سیاسي او اقتصادي اړیکي ټینګ کړې دي.
د امریکا کانګریس ته د افغانانو د مېشتېدو لایحه درېیم ځل معرفي شوه

د امریکا د کانګریس غړیو یوې دوه ګوندي ډلې یو وار بیا په امریکا کې د افغانانو د ځای پر ځای کېدو لایحه د استازو او سنا جرګو ته معرفي کړه.
دا د هغو لسګونو زرو افغانانو لپاره د دایمي استوګنې قانوني لاره رامنځته کولو لپاره درېیمه هڅه ده چې په ۲۰۲۱ کال کې د امریکایي پوځیانو تر وتلو وروسته امریکا ته انتقال شوي دي.
دا لایحه به د افغانانو لپاره د ځانګړي مهاجرت ویزې (SIV) پروګرام هم وغځوي او په متحده ایالاتونو کې د بیا مېشتېدو لپاره وړتیا پراخه کړي.
د کانګریس غړي جیسن کرو چې دا لایحه یې وړاندي کړې، په یوه بیان کې ویلي چې ډیری افغانان چې د شل کلنې جګړې په جریان کې یې د متحده ایالاتو د ماموریتونو ملاتړ کړی، لاهم له قانوني خنډ سره مخامخ دي.
د معلوماتو له مخې له دغو افغانانو څخه یو شمېر یې په امریکا کې دي چې هلته په موقتي اسنادو اوسي او نور یې اوس هم په قطر کې د امریکا په السیلیه کمپ کې دي او بیرته افغانستان ته د ستنول کېدو له خطر سره مخامخ دي.
په نورستان ولایت کې په کان کې چاودنې ۸ کسان وژلي دي

د طالبانو د ولایتي پولیسو قومانداني په یوه بیان کې ویلي چې د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په شمال ختیځ نورستان ولایت کې په یوه کان کې چاودنې اته کسان ووژل.
په بیان کې ویل شوي چې چاودنه د دو آب ولسوالۍ په ماوي کان کې هغه وخت وشوه چې کارګرانو په یوه تونل کې چاودیدونکي توکي چمتو کول.
په بیان کې راغلی چې په پېښه کې یو شمېر نور کسان ټپیان شوي او سیمه ییزو روغتیایی مرکزونو ته وړل شوي دي. د ټپیانو دقیق شمېر او د هغوی وضعیت سمدلاسه روښانه نه دی.
دا پیښه یوازې یوه اونۍ وروسته له هغه وشوه چې د بغلان ولایت په کرکر کان کې ورته چاودنه وشوه چې شپږ کسان یې ووژل.