د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۱۷

افغانستان

اوچا: بشري مرستې د ګڼو افغانانو د ژغورنې لپاره وروستۍ لار ده

ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان
ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وايي، د هغو ۲۸ میلیونه او درې لکه کسانو له ډلې چې روان میلادي کال بشري مرستو ته اړتیا لري ۴۹ فیصده یې ښځې او نجونې دي.

دغې ادارې پرون په یوه ټویټ کې ویلي، په افغانستان کې بشري مرستې د ګڼو کسانو د ژغورنې لپاره وروستۍ لار ده، ځکه دغه هېواد د درېیو کلونو له پرله پسې وچکالیو، د تېرو دوو کلونو له اقتصادي رکود او د څو لسیزو جګړو له اغېزو او وروستیو طبیعي افتونو سره مخامخ دی.

د بخښنې نړیوال سازمان تېره میاشت د افغانستان د وضعیت په اړه راپور کې ویلي وو، اوسمهال دغه هېواد کې د بې وزلۍ کچه ۹۷ فیصدو ته رسېږي، حال دا چې په ۲۰۲۰ کال کې دغه اندازه ۴۷ فیصده وه.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

حامد کرزی: پاکستان دې د افغان شخصیتونو نومونه د راکټونو پر ځای په علمي مرکزونو کېږدي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له پاکستان غوښتي چې د افغان شخصیتونو نومونه دې د وسلو او راکټونو پر ځای پر خپلو علمي او فرهنګي مرکزونو کېږدي.

ښاغلي کرزي دا څرګندونې پر خپل ایکس/ پخواني ټویټر وروسته له هغې کړې، چې تېره اونۍ پاکستان د «ابدالي» په نوم یو نوی بالستیک توغندی وازمویه.

د افغانستان پخواني ولسمشر زیاته کړې، پاکستان له دې وړاندې هم خپل راکټونه «غزنوي» او «غوري» نومولي، حال دا چې" همدا اوس هلته مېشت افغانان له بد او ځورونکي چلند سره مخ دي."

د حامد کرزي په وینا، افغانستان د تاریخ په اوږدو کې په خپله غېږه کې زیات شمېر علمي، فکري او فرهنګي شخصیتونه، ویاړلي مبارزین او پاچاهان روزلي، چې " نړۍ یې په درنښت یادوي او له نومونو یې په مناسبه توګه استفاده کېږي. "

د هند د وچو مېوو د شورا مشر له افغانستانه د مېوو د وادرولو لپاره د هوايي دهلېز غوښتنه وکړه

د هند د وچو مېوو شورا له مرکزي حکومت څخه غوښتنه کړې چې له افغانستان څخه هند ته د وچو مېوو د لېږد لپاره دې یو هوايي دهلېز جوړ کړي، ځکه چې له پاکستان سره د هند پوله تړل شوې ده.

هندي رسنیو نن (سې شنبې) د یادې شورا د مشر، ګونجن جېن، له قوله ویلي چې دوی دا مهال له حکومت څخه همدا غوښتنه کوي. افغانستان ډېر ممیز، اینځر او زردالو تولیدوي، خو اوس چې پولې تړل شوې دي، دا محصولات هند ته نه شي رارسېدای.

د اپرېل په ۲۲مه، د هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې ۲۷ سیلانیان ووژل، چې له امله یې د هند او اسلام‌‎اباد اړیکې نورې هم ترینګلې شوې او هند خپلې پولې له پاکستان سره وتړلې.

هند تور پورې کړ چې حمله کوونکي له پاکستان څخه ورغلي وو، خو پاکستان دا تور ردوي.

یو ان اچ سي آر: اپریل میاشت کې په سلګونو زره افغانان په سختو شرایطو کې خپل هیواد ته راستانه شوي

عکس ارشیف
عکس ارشیف

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د ګاونډیو هیوادونو څخه د راستنیدونکو افغان کډوالو د نامعلوم برخلیک په اړه اندیښمنه ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د ګاونډیو هیوادونو څخه د راستنیدونکو افغان کډوالو د نامعلوم برخلیک په اړه اندیښمنه ده.

دې کمیشنرۍ د دوشنبې په ورځ، د غویي په ۱۵مه، یو راپور خپور کړ، چې پکې ویل شوي وو چې یوازې په اپریل کې، ۲۸۰ زره افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه ایستل شوي او بیرته راستنیدو ته اړ ایستل شوي دي.

ددې سازمان په وینا، د اپریل په میاشت کې له پاکستان څخه له راستانه شوي ۱۴۴زره کسانو څخه، ۳۰ زره یې شړل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ( یو ان اچ سي آر) وایي،

ډېری دا کسان څو لسیزې مخکې له افغانستانه وتلي وو، او اوس چې بېرته افغانستان ته راستانه شوي، نه پوهېږي چې چیرې ولاړ شي او څه وکړي.

د ملګرو ملتونو اداره زیاتوي چې ډېری بېرته ستانه شوي کسان نه پوهېږي چې څنګه په داسې هېواد کې د خپلو ماشومانو پالنه وکړي، چېرې چې فقر او بې‌کاري په وروستیو کلونو کې ډېره شوې او نیمایي وګړي یې د خپلو لومړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره په بهرنیو مرستو پورې تړلي دي.

ایران کې دوه افغانان اعدام شوي

عکس له ارشیف څخه
عکس له ارشیف څخه

د ایران د بشري حقونو د سازمان د راپور له مخې، په دې وروستیو کې په دې هیواد کې دوه افغانان اعدام شوي دي.

د ایران د بشري حقونو د سازمان د راپور له مخې، په دې وروستیو کې په دې هیواد کې دوه افغانان اعدام شوي دي.

دغه سازمان، چې له ایران څخه بهر فعالیت کوي، د دوشنبې په ورځ، د غویي په ۱۵مه، راپور ورکړ چې د دغو دوو افغان اتباعو او څلورو نورو بندیانو د اعدام حکم تېره چهارشنبه د کرج په قزل حصار زندان کې عملي شوه.

اعدام شوي کسان د قتل، د مخدره توکو قاچاق او جنسي تیري په تور تورن شوي وو.

د ایران د بشري حقونو سازمان زیاته کړه چې په تیرو پنځو کلونو کې په دې هیواد کې د مخدره توکو د قاچاق پورې اړوند اعدامونه د پام وړ زیات شوي دي.

دغه سازمان چې په ایران کې د اعدامونو مخالفت کوي، ویلي دي چې د روان کال له پیل راهیسې په ایران کې ۳۹۵ کسان په مختلفو تورونو اعدام شوي دي.

یو ان اف پی ای: قابله ګانې په افغانستان کې د اړینو روغتیایي خدماتو ۹۰ سلنه چمتو کوي

عکس له ارشیف څخه
عکس له ارشیف څخه

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق ( یو ان اف پی ای) د قابله ګانو د نړیوالې ورځې په مناسبت ، وایي چې قابله ګانې په افغانستان کې د اړینو روغتیایي خدماتو ۹۰ سلنه چمتو کوي.

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق ( یو ان اف پی ای) د قابله ګانو د نړیوالې ورځې په مناسبت ، وایي چې قابله ګانې په افغانستان کې د اړینو روغتیایي خدماتو ۹۰ سلنه چمتو کوي.

د ملګرو ملتونو ادارې نن دوشنبه، د غویي ۱۶مه، په خپل ایکس پاڼه (پخوانی ټویټر) کې لیکلي چې په بحراني حالتو کې د روغتیايي پاملرنې ځانګړې اړتیا، په تېره د امیندوارۍ او زیږون پر مهال، بنسټیزه ده، او دا قابله‌ګانې دي چې د دغو خدمتونو په وړاندې کولو سره د ډېرو خلکو ژوند ژغوري.

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق تر دې مخکې هم ویلي وو، چې افغانستان د میندو او نوې زیږېدلو ماشومانو د ژوند د ژغورلو لپاره له ۱۸ زرو څخه ډېرې قابله‌ګانو ته اړتیا لري، خو د نجونو د زده‌کړو بندیز او د صحي انسټیټوټونو تړل کېدو په دې برخه کې سخت کمښت رامنځته کړی دی.

د قابله‌ګانو نړېواله ورځ داسې مهال رارسېدلې چې د طالبانو حکومت د ۱۴۰۳ کال د قوس په میاشت کې په افغانستان کې د نیمه عالي انسټیټوټونو کې د قابلګۍ په برخه کې زده‌کړې منع کړې. دغه پرېکړه د نړېوالو ادارو سخت غبرګون راپارولی او دا یې د افغان ښځو پر روغتیا یو سخت ګوزار بللی دی.

د طالبانو یو پلاوی د نشه يي موادو پرضد د مبارزې په اړه د خبرو لپاره قطر ته رسېدلی دی

د طالبانو امنیتي ځواکونه په کندهار کې د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو په حال کې
د طالبانو امنیتي ځواکونه په کندهار کې د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو په حال کې

د کورنیوچارو وزارت د مخدروموادو پرضد د مبارزې معینیت وايي چې د دې وزارت یو پلاوی له قطري چارواکو سره د خبرو لپاره دوحې ته رسېدلی دی.

دې معینیت پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې د نشه یي توکو پرضد د مبارزې د معین ملا عبدالحق آخوند همکار په مشرۍ پلاوی به د دې سفر پرمهال له قطري چارواکو سره د نشه یي توکو د کنټرول لپاره د ګډو هڅو پر اساس د نظر تبادله وکړي او د همکاریو د پراختیا په اړه به خبرې وکړي.

طالبانو په افغانستان کې د کوکنارو د کر او د نشه يي موادو د تولید او قاچاقو د له منځه وړلو ژمنه کړې خو په عین حال کې د ملګروملتونو ویلي چې له مخدره موادو سره د مبارزې لپاره یوې همغږې ستراتیژۍ ته اړتیا شته.

د ملګروملتونو د مخدروموادو پرضد د مبارزې ادارې په تېره کب میاشت کې وویل، دا ستراتیژي باید قاچاقي شبکې په نښه کړي او په داسې ډول یې له منځه یوسي چې د افغان بزګرانو د ژوند د ښه کیدو لپاره پانګونه وشي.

UNHCR وايي، خپل هېواد ته راستنېدونکې افغانې نجونې او ښځې له ناڅرګندې راتلونکې سره مخ دي

د ۲۰۲۵ کال د اپریل ۱۳مه- له پاکستان څخه کندهار ته راستنې شوې کورنۍ
د ۲۰۲۵ کال د اپریل ۱۳مه- له پاکستان څخه کندهار ته راستنې شوې کورنۍ

د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویه کمیشنري UNHCR وايي چې په تېره اپریل میاشت کې ۲۵۰ زره افغان کډوال په ډېر بدحالت کې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د ملګروملتونو دې اړوندې ادارې پرون (د غويي ۱۴مه) پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې وویل چې په راستنیو شویو افغانانو کې هغه ښځې او نجونې هم شاملې دي چې د نجونو او ښځو پر تعلیم، کار او د تګ راتګ پر آزادیو د لګېدلو محدودیتونو له کبله له ناڅرګندې راتلونکې سره مخامخ دي.

د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویې کمېشنرۍ غوښتنه کړې چې خپل هېواد ته د افغان کډوالو ستنېدل باید په خپله خوښه، خوندي او باعزته وي.

یو ان ایچ سي آر له دې مخکې خبرداری ورکړی و، چې د افغانستان مخ په زیاتېدو بشري ناورین له ګاونډیو هیوادونو د افغان کډوالو په جبري ستونې سره نور هم پراخېږي. د ملګروملتونو دې ادارې د اپریل په ۲۹ مه په یوه بیان کې وویل چې سلګونه زره افغانان په جبر سره د خطر په لور استول کیږي.

م.م برازیل ته د څو افغان کورنیو د رسیدو هرکلی وکړ

د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمیشنرۍ برازیل ته د افغان کډوالو د لومړنیو کورنیو د تګ هرکلی وکړ.

د ملګروملتو د دې ادارې په نوښت په لومړي وار د«ټولنیز ملاتړ پروګرام» له لارې د لاتینې امریکا په دې هیواد کې یو شمېر افغانان د کډوالو په توګه ومنل شول.

د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د ښځو او ماشومانو په شمول ۱۸ افغانان له پاکستانه د برازیل ساوپالو ښار ته ورسېدل.

د دوی د هرکلي او ټولنیز ادغام چارې د «پناهځای» په نوم د یوې مدني ټولنې له خوا پر مخ وړل کېږي. دا اداره د برازیل حکومت له خوا ټاکل شوې چې د کډوالو په سرپرستۍ او د ادغام په پروسه کې یې مرسته وکړي.

ټاکل شوې ده چې پناهځای به په روان ۲۰۲۵ کال کې ۵۰۰ کسان ومني.

الکوزی: هند او پاکستان د افغان سوداګرو د سلګونو کانتینره سوداګري مال مخه نیولې

خانجان الکوزی
خانجان الکوزی

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو د مشرتابه پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي، لا هم پاکستان او هند د افغان سوداګرو د مالونو مخه نیولې ده.

ده ازادي راډیو ته وویل چې په تجارتي مال بار سلګونه کانتینره په کراچۍ، تورخم او سپین بولدک او همداراز واګه بندرونو کې درول شوي:

«۱۵۰ لارۍ چې وچه مېوه او تازه سبزي پکې ده او باید د پاکستان له لارې واګې ته داخلې شوې وای، متاسفانه اول پاکستان درولې وې اوس هند اجازه نه ورکوي. پر دې سربېره زموږ یو نیم زر کانتینر چې د هند مالونه پکې بار دي او کراچۍ ته رارسیدلي، هلته ولاړ دي.»

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو د مشرتابه پلاوي دغه غړي له هند او پاکستانه وغوښتل چې د افغان سوداګرو کانتینرونو ته اجازه ورکړي چې خپل مال تر منرله وروسوي.

سیلونو په بدخشان کې د ۵ تنو ژوند اخیستی

د بدخشان په بهارک ولسوالي کې د سیلو له کبله ۵ تنه مړه شوي دي.

په بهارک او همداراز جرم ولسوالیو کې سیلونو خلکو ته مالي زیانونه هم اړولې دي.

په بدخشان کې له طبیعي پیښو سره د مبارزې رييس مولوي محمد اکرم اکبري نن وویل چې سیل په بهارک ولسوالي کې د ۵ تنو ژوند اخیستی او ډېر مالي تاوانونه یې هم اړولي دي.

تر ده مخکې په بدخشان کې له پېښو سره د مبارزې د ریاست د پيښو امر محمد کامګار ویلي و چې د جمعې د ورځې سیلونو د بدخشان په جرم او بهارک ولسوالیو کې کورونه، کرنیزې ځمکې او بڼونه ویجاړ کړې دي.

د طالبانو دغه مسوول زیاته کړه چې سیمې ته یې کومکي ډلې استولې دي چې حال معلوم کړي، خو په جرم او بهارک ولسوالیو کې یوشمیر کسانو رسنیو ته ویلي دي چې په سلګونو جریبه زراعتي ځمکه او باغونه ویجاړ شوې دي او ګڼ کورونه هم سیلونو وړې دي.

د راپورونو له مخې دغو سیلونو د فیض اباد-بهارک پر لویه لار یو شمیر موټر هم وړې دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG