د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۵

د طالبانو مشر ته پر منسوب پيغام د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې


انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

مېل ان‌لاين خپرونه:

د برېتانیا مېل ان‌لاین خپرونې د اسوشیټډ پریس اژانس یو مطلب خپور کړی دی چې، په‌کې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخندزاده د وروستي صوتي پیغام مساله را اخیستل شوې ده.

په دې مطلب کې راغلي دي چې، د طالبانو مشر ملا هبت الله ډېر کم لیدل کېږي او هڅه کوي چې نه له خلکو سره وګوري او نه هم د رسنیو پوښتنې ځواب کړي.

ده پر کابل د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته یو ځل کابل ته سفر کړی دی، خو هلته هم رسنیو ته حاضر نه‌شو.

د مېل ان‌لاین په باور د ملا هبت الله یو عکس شته چې هغه هم کلونه پخوانی دی.

خپرونه وړاندې لیکي چې دا پلا د ملا هبت الله اخندزاده غږ د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپل ټویټر کې خپور کړی دی چې په‌کې وایي، که عدالت نه وي او ظلم، غرور، قتل، انتقام او له محاکمې پرته وژنې دوام وکړي هېواد به برباد شي.

په دې لیکنه کې راغلي دي چې، ښاغلي مجاهد دا نه‌ده څرګنده کړې چې د دوی د مشر دا غږیز پیغام څه وخت، چېرته او په څه مناسبت خپور شوی دی.

په دې لیکنه کې د لیکوال احمد رشید په وینا چې د څو کتابونو مولف دی او د طالبانو او افغانستان په اړه یې خپور شوی کتاب مشهوره شوی، راغلي دي چې د دې پيغام د خپرېدو لپاره هیڅ دلیل نه‌دی ذکر شوی او دا پیغام هغه یوې موضوع ته هم اشاره نه کوي چې طالبان ورسره مخامخ دي.

احمد رشید بیا د مثال لپاره د ښځو حقوق او د افغانستان ژور بشري بحران د طالبانو لپاره د سترې ننګونې په توګه یادوي.

د ښاغلي رشید په باور ملا هبت الله اخندزاده هغه موضوعات په خپل پيغام کې را اخیستې دی چې طالبانو ته مهم دي خو د ملکیانو له ورځني ژوند سره تړاو نه‌لري.

د طالبانو د مشر دا صوتي پيغام په ګڼو نړیوالو رسنیو کې منعکس شوی دی.

احمد رشید د دې پيغام په اړه دا هم وایي چې، د طالبانو د مشر دا خبرې به خلک ګنګس کړي چې د ده هدف څه دی او خلکو ته یې څه توضیح کول.

د مېل ان‌لاین خپرونې په باور ملا هبت الله پخپله په کندهار کې د هغو څو دیني عالمانو په منځ کې ایسار دی چې د ښځو له تعلیم او کار سره مخالف دي.

انډیپنډنټ ورځپاڼه:

د لوېدیځ بلې خپرونې، انډیپنډنټ ورځپاڼې بیا په برېتانیا کې د افغان کډوالو پر ستونزه لیکنه خپره کړې ده.

دا ورځپاڼه لیکي، د برېتانیا د محافظه کار ګوند جګپوړیو چارواکو د دغه هېواد له صدراعظم ریشي سوناک څخه غوښتې دي چې، د دوی په وینا د افغانستان د جګړې اتلانو ته پناه ورکړي.

د دوی مطلب هغه افغانان دي چې، په افغانستان کې یې له برېتانیایي پوځیانو سره د شل کلنې جګړې په ترڅ کې مرسته کړې ده.

د محافظه کار ګوند پخواني مشر این دنکن سمیت ویلي دي، دا د برېتانیا د حکومت اخلاقي دنده ده څو د هغو کسانو غم وخوري چې په افغانستان کې یې له برېتانیایي ځواکونو سره همکاري کړې ده.

په پارلمان کې د محافظه کار ګوند نورو غړيو لکه فلیک دراموند، توبایس ایلوود، همدا راز د برېتانیا په پارلمان کې د کارګر ګوند غړي کلایف لویس په یوه خوله د برېتانیا پر حکومت فشار راوړی چې، د افغان کډوالو برخه‌لیک معلوم کړي او په ځانګړي ډول د هغو افغانانو پر برخه‌لیک لوبې ونه‌کړي چې په افغانستان کې یې له برېتانیایي پوځیانو سره مرسته کړې ده.

انډیپنډنټ ورځپاڼې د برېتانیا د صدراعظم ریشي سوناک خبره هم را اخیستې ده چې وایي، دی به دا ډاډ ترلاسه کړي چې د ده د حکومت د کورنیو چارو وزارت به یو ځل بیا دا قضیه و ارزوي، خو د برېتانیا د صدارت دفتر د کومې ځانګړې قضیې په اړه څه نه‌دي ویلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG