خبرونه
طالبان د افغانستان ۱۲ نور کوچني کانونه داوطلبۍ ته وړاندې کوي

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، غواړي د افغانستان ۱۲ نور کوچني کانونه داوطلبۍ ته وړاندې کړي.
دغه وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه کانونه د مرمرو، ګچو، ابرک، فلورایټو او نورو معدني موادو دي.
وزارت وايي، لېوال کسان کولای شي تر دوشنبې یا د وري یا حمل میاشتې تر ۲۱مې نېټې خپل غوښتنلیکونه وسپاري.
د طالبانو پر حکومت انتقاد کېږي چې د افغانستان کانونه په غیرقانوني ډول سپړي او په بېدرېغه توګه یې پاکستان ته لېږدوي او د عوایدو په اړه یې هم شفافیت نه شته.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ډونالډ ټرمپ: غزه کې تړون وکړئ او یرغمل بېرته راولئ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ د غزې په جګړه کې د اوربند د خبرو د پرمختګ غوښتنه وکړه.
ښاغلي ټرمپ د شل میاشتنۍ شخړې د پای ته رسولو لپاره د یوې موافقې پر اړتیا ټینګار وکړ.
اسوشیټیډ پریس راپور ورکړ داسې ښکاري چې اسراییل او حماس یوې موافقې ته نږدې کیږي.
ولسمشر ټرمپ د یکشنبې په سهار په تروث سوشیال پاڼه کې ولیکل: "په غزه کې تړون وکړئ. یرغمل شوي کسان بیرته راولئ."
هغه د جمعې په ورځ وویل چې په یوه اونۍ کې اوربند کیدی شي.
ایلیا توپوریا د یو اف سي د دوو وزنو اتلولي وګټله

د ازادو مبارزو په معتبره سازمان یو اف سي کې بېګا شپه هسپانوي لوبغاړي ایلیا توپوریا د اتلولۍ دویم کمربند هم خپل کړ.
ایلیا د کمربند د ګټلو تر څنګ ټول ټال درې نیم میلیون ډالره هم خپل کړل.
ایلیا توپوریا چې تر دې مخکې د نسبتاً ټيټ وزن/فېډر وېټ اتل وو وتوانېد یو وزن پورته خپل برازیلی پيژندل شوی سیال چارلس اولېوېرا په لومړي رونډ کې د سوک په ضربو ناک اوټ کړي.
ایلیا په دې بریا سره وتوانېد د لایټ وېټ/سپک وزن اتلولي هم وګټله او د هغو محدودو اتلانو په کتار کې راغی چې د دوو وزنو اتلولي یې ګټلې.
ایلیا د خپلو بریاوو ریکارډ ۱۷ ته ورساوه او هېڅ لوبه یې نه ده بایللې.
پاکستان کې نن دوه چاودنې شوي؛ دوه عسکر مړه او نهه نور ټپیان دي

په پاکستان کې نن بیا چاودنې شوي چې لږ تر لږه ۲ عسکر وژل شوي او نهه تنه نور ټپیان دي.
د چارواکو په خبره د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې د پوځ پر یو موټر بمي چاودنه شوې چې دوه پوځیان یې وژلي او درې یې ژوبل کړي.
بل پلو په میرامشاه کې یوه ځانمرګي بریدګر د موټرسایکل په وسیله د پوځیانو موټر هدف ګرځولی.
چارواکو ویلي لږ تر لږه ۶ عسکر هلته ټپيان شوي.
پرون سهار وختي هم د میرعلي له خدي مارکیټ سره د پوځیانو د ګزمې په موټرو مرګونی ځانمرګی برید وشو چې پکې لږ تر لږه ۱۳ پوځیان ووژل شول او د ملکیانو په شمول لږ تر لږه ۲۴ تنه نور ژوبل شول.
د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشال عاصم منیر د پوځیانو جنازې ته تللی وو او هلته یې هند تورن کړی چې د دغو بریدونو تر شا لاس لري.
هندي چارواکو د پاکستان د پوځ دا تورونه بې ځایه بللي.
له ایرانه د افغان کډوالو ډله ییز اخراج؛ په یوه ورځ ۳۶زره کسان ایستل شوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ له ایرانه په ډله ییزه توګه د افغان کډوالو د ایستلو په اړه خبرداری ورکړی.
دې ادارې په یوه بیان کې ویلي چې تېرې څو ورځې د ورځې لسګونه زره افغان کډوال له ایرانه ایستل کېږي.
د بیان په اساس د جون په شپږویشتمه په یوه ورځ ۳۶۰۰۰ افغان کډوال له ایرانه خپل هېواد ته استول شوي.
په افغانستان کې د یو ان اچ سي ار مشر عرفات جمال چې د دغو کډوالو د لیدلو لپاره د افغانستان او ایران پولې ته تللی وو ویلي: دا افغان کډوال په ډېرو بدو شرایطو کې خپل وطن ته ستنیږي او په تېره ښځې چې له کار او تعلیمه محرومې دي تر ډېرې اندېښمنې دي.
ایران د اسراییلو تر بریدونو وروسته د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لړۍ چټکه کړې ده.
د یو ان اچ سي ار په خبره په تېرو دریو میاشتو یعنې له مارچ راهیسې لږ تر لږه ۶۴۰ زره افغانان له ایران ایستل شوي.
واحد الله نژند خپل تاجکي سیال ته ماتې ورکړه

د افغانستان د ازادو مبارزو لوبغاړي واحدالله نژند خپل تاجکي سیال ته ماتې ورکړه.
نژند تېره شپه د تاجکستاني فریدون شوخنظروف پر وړاندې لوبه کې د دوهم رونډ په جریان کې هغه په فني ضربه مات کړ او د سیالۍ ګټونکی شو.
دغه سیالۍ د جرمني په هامبورګ ښار کې د "اوکتاګون" سازمان تر چتر لاندې ترسره شوې ده.
ګروسي؛ د دې امکان شته چې ایران د څو میاشتو په موده کې د یورانیمو د غني کولو وړتیا بیا ترلاسه کړي

د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې مشر رافایل ګروسي وايي، د دې امکان شته چې ایران د څو میاشتو په موده کې د یورانیمو د غني کولو وړتیا بیا ترلاسه کړي.
ګروسي دا خبره، پرون شنبې سي بي اس خبري شبکې سره په یوې مرکه کې کړې ده.
د ګروسي په ټکو، "ایران پراخ اټومي پروګرام درلوده او د دې امکان شته چې یوه برخه يې لا هم فعاله وي".
خو ګروسي د ایران او اسراییلو ترمنځ ۱۲ورځینۍ جګړې ته په اشارې وویل، د اټومي پروګرام موضوع د جګړې له لارې حل کیدای نشي.
له بلې خوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې ایران د امریکا له برید مخکې خپل غني شوي یورانیم له اټومي تاسیساتو څخه انتقال کړي وو.
ولسمشر ټرمپ له فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې چې لنډه برخه یې د شنبې په ماښام خپره شوې ویلي، "ایران ونه توانېد چې د امریکا له برید وروسته له "فوردو" اټومي سایټ څخه یورانیم وباسي".
په وروستیو ورځو کې ځینو رسنیو داسې راپورونه ورکړي وو چې ایران ښايي خپل ۶۰ سلنه غني شوی یورانیم د امریکا له بریدونو مخکې بل ځای ته انتقال کړی وو.
د بلوچستان برخان ښار د ریښتر په کچه پنځه اعشاره درې درجې زلزلې ولړزاوه

د ریشتر په کچه پنځه اعشاره درې درجې زلزلې نن سهار د پاکستان شمال خیتځ کې د بلوچستان ایالت ولړزاوه.
د امریکا د جیولوژۍ د سروی ادارې د راپور له مخې، د زلزلې مرکز د بلوچستان په برخان ښار کې وو.
تراوسه د زلزلې له کبله د تلفاتو یا مالي زیانونو راپور ورکړل شوی نه دی.
پاکستان تر دې وړاندې له سختو زلزلو سره مخ شوی دی.
په ۲۰۱۵ کال کې یوې زلزلې چې شدت یې د ریښتر په کچه ۷.۵ درجې و، شاوخوا ۴۰۰ کسان وژلي وو.
په ۲۰۰۵ کال کې یوې بله مرګونې زلزلې په دغه هېواد کې ۷۳ زره کسان وژلي وو او درې میلیونه نور یې بې کوره کړې وو.
نن یکشنبې په یو شمیر ولایتونو کې د بارانونو او سیلونو خبرداری ورکړل شوی

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت نن یکشنبې په یو شمیر ولایتونو کې د تیز باران او له کبله یې د سیلونو د راوتو خبرداری ورکړی دی.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پروان، کابل، لوګر، میدان وردګ، غزني، زابل، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د سالنګونو په ګډن د تیزو بارانونو او سیلونو د راوتو خبرداری ورکړل شوی دی.
د بارانونو او سیلونو د راوتو دا خبرداری په داسې حال کې دی چې پرون شنبې په لوګر او میدان وردګ ولایتونو کې د بارانونو له کبله سیلابونه راوتي وو.
که څه هم د طالبانو حکومت تراوسه په دغو دوو ولایتونو کې د راوتو سیلانونو د تلفاتو په اړه څه ویلي نه دي، خو د سیمې خلکو ازادي راډیو سره خبرو کې د پراخو مالي تاوانونو خبره کړې ده.
له ایرانه د اخراجېدونکو کډوالو بی ساري شمېر، طالب چارواکي د وضعیت جاج اخیستو لپاره هرات ته تللي

د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي، یوه اونۍ کې څه باندې ۸۸ زره افغانان له ایرانه اخراج شوي دي.
دغه سازما پرون جمعه یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اخراجېدونکو ورځنی شمېر تېر ته په کتو پنځه برابره زیاتوالی ښيي.
بل لورته د طالبانو د حکومت څو لوړپوړي چارواکي نن هرات ته تللي چې هلته له ایرانه د اخراجېدونکو کډوالو وضعیت له نژدې وګوري.
د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت لیکلي د پلاوي مشري د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي کوي او د سرې میاشتې ټولنې مشر او د ښارجوړنې، کډوالو چارو او کرنې وزارتونو لوړپوړي چارواکي هم ورسره دي.
فطرت وړاندې لیکلي، دوی به د راستانه کړای شویو ستونزو ته بیړني اقدامات وکړي، خو جزیات یې نه دي ورکړي.
پرون هرات ته ځینو اخراج شویو له ازادۍ راډیو سره خبرو کې ویلي و چې ډیرې ستونزې لري او بیړني ملاتړ ته اړتیا لري.
ایران نن د اسراییل په بریدونو کې د خپلو وژل شویو پوځي او اټومي چارواکو جنازه وکړه

په ایران کې نن د هغو لوړپوړو پوځي قومندانانو او اټومي کارپوهانو د جنازې دولتي مراسم ترسره شول چې د اسراییل په بریدونو کې وژل شوي وو.
د ایران او اسراییل ۱۲ ورځنۍ جګړه کې لږ تر لږه ۱۶ اټومي پوهان او ۱۰ لوړپوړي پوځي چارواکي ووژل شول.
د هغوی تابوتونه د زرګونه کسانو په حضور کې د تهران د ازادۍ میدان ته ولېږدول شول.
د جنازې په مراسمو کې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او ګڼو نورو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی وو.
د ایران د روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې د اسرییل په بریدونو کې ۶۱۰ تنه وژل شوي دي.