ټاکل شوې ده چې، د افغانستان او پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې نن شپه د درې شل اوره سیالیو په لومړۍ مسابقه کې مخامخ شي.
دا لومړی ځل دی چې، د افغانستان او پاکستان د کرېکټ ملي ټیمونه د شل اورونو لوبلړۍ کوي.
دا مسابقې د متحده عربي اماراتو په شارجه کې د افغانستان په کوربهتوب کېږي.
عصمت څاروان د ملي لوبډلې له یوه روزونکي رئیس احمدزي سره مرکه کړې ده.
ښاغلي احمدزي په پیل کې د دې لوبلړۍ د اهمیت او هغو ته د افغان لوبغاړو د تیارۍ په اړه وايي.
دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ: