افغانستان
په شارجه کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې تمرینات روان دي

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، په شارجه کې د کرکټ ملي لوبډلې تمرینات په شدت سره روان دي.
دغه تمرینات د پاکستان پر وړاندې د درېیو شل اووره مسابقو لپاره روان دي چې لومړۍ مسابقه به راروانه جمعه، دویمه د مارچ پر شپږویشتمه او درېیمه د مارچ پر اووه ویشتمه وشي.
وروسته له هغې چې اسټرالیا په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د سخت دریځ له امله له افغان لوبډلې سره له سیالیو ډډه وکړه، د افغانستان د کرکټ بورډ مشرتابه ژمنه کړې وه چې د کرکټ له سترو هېوادونو سره به د دوه اړخیزو لوبو پر چمتوالي جدي کار کوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر اسلام اباد کې د طالبانو سرپرست سفیر سره کتلي دي

په اسلام اباد کې د طالبانو سرپرست سفیر سردار احمد شکېب د خیبر پښتونخوا له اعلی وزیر علي امین ګنداپور سره د افغان کډوالو، سوداګرۍ او د یوه سرطاني ناروغیو د درملني د روغتون د جوړیدو په اړه خبرې کړي دي.
د طالبانو په واک کې باختر خبري اژانس نن یکشنبې پر خپلې ویب پاڼې لیکلي، په دې کتنه کې دواړو خواو پر دوه اړخیزو همکاریو او د سیمې پر ثبات بحث کړی دی.
وړاندې د ګنداپور په حواله راغلي چې غواړي د افغانستان او پاکستان د خلکو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او باور رامنځته کولو په موخه کابل ته یو پلاوی واستوي.
د دغه پلاوي د راتګ په اړه نور جزیات ورکړل شوي نه دي.
پاکستان په وروستیو څو اونیو کې د ای سي سي کارت لرونکي افغان کډوال له خپلې خاوري بیرته افغانستان ته اخراج کړي او غواړي د پي او ار کارت لرونکي کډوال هم اخراج کړي.
طالبانو د کتابونو په چاپ مالیه معاف کړې

د طالبانو حکومت د کتابونو په چاپ مالیات معاف کړې.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو مرستیال مهاجر فراحي نن یکشنبې پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي، " د لوی مشر د فرمان له مخې د هغوو کتابونو پر چاپ مالیات معاف دي چې د افغانستان دننه چاپیږي".
فراهي وړاندې ویلي، هغه کتابونه چې له بهره را واردیږي مالیه ۵۰ سلنه راکمه شوې ده.
طالبان د افغانستان دننه د کتابونو پر چاپ په داسې حال کې مالیه معافوي چې د یو شمیر لیکوالانو او کتابونو په چاپ او خرڅلاو يې بندیز لګولی دی.
طالبان همدارنګه هغه کتابونه هم له بازارونو راټول کړي چې د دوی په ټکو محتوا يې له اسلامي او افغاني اصولو سره په ټکر کې وه.
له ایرانه د کډوالو د ایستلو دوام، پرون شنبه څه باندې شل زره افغانان اخراج شوي دي

طالب چارواکي وایي، پرون شنبه څه باندې ۲۰ زره کسان له ایرانه په " اجباري توګه" هېواد ته ستانه کړای شوي دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسیدو کمیسیون پرون ماښام ویلي، ۱۱۳۵۰ تنه د اسلام کلا له لارې او ۸۹۰۰ د نیمروز له لارې ستانه شوي دي.
که څه هم خبر کې ویل شوي چې کډوالو سره په بېلابیلو برخو کې اړینې مرستې شوي، خو نړیوالو ادارو د ستنو شویو کسانو وضعیت کړکیچن یاد کړی دی.
د ایران او اسراییل تر جګړې وروسته ایران کې پر افغان کډوالو کړۍ تنګه شوې او د جبري ستنولو، له سپکاوي ډک چلند او توقیفونو سره مخامخ دي.
د طالبانو حکومت او د کډوالو ملاتړو ادارو له ایرانه غوښتي چې دغه بهیر داوطلبانه او تدریجي کړي، خو ایران ویلي، ټول بې اسناده کسان له خپلې خاورې باسي.
د اعتراف په بدل کې د خالد شیخ محمد د نه اعدامېدو پرېکړه رد شوه

د امریکا د استناف یوې فدرالي محکمې د جمعې په ورځ هغه هوکړه لغوه کړه چې له مخې یې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې د تروریستي بریدونو اصلي طراح، خالد شیخ محمد، ته د اعتراف په بدل کې د اعدام له سزا څخه د ژغورنې امکان برابرېده.
خالد شیخ محمد، چې د اسامه بن لادن نژدې ملګری بلل کېږي او په پراخه کچه د ۹/۱۱ د بریدونو اصلي معمار ګڼل کېږي، د ۲۰۰۳ کال د مارچ پر ۱مه نېټه په پاکستان کې ونیول شو او بیا د ګوانتانامو مشهور زندان ته ولېږدول شو.
په واشنګټن ډيسي کې د فدرالي استیناف محکمې درې کسیز پلاوي دا پرېکړه وکړه.
د محکمې دې پرېکړې هغه معامله پای ته ورسوله چې د دوو کلونو خبرواترو په نتیجه کې شوې وه او د پوځ څارنوالانو او د پینتاګون چارواکو تایید کړې وه او پر اساس یې د اعتراف په صورت کې خالد شیخ محمد له اعدامه ژغورل کېده.
پر شیخ محمد تور دی چې په نیویارک کې د سوداګرۍ پر اسمانڅکو ودانیو او پر پنتاګون د الوتکو په وسیله د بریدونو پلان یې جوړ کړی و.
د امریکا یوې محکمې د افغانانو د موقت خوندیتوب حالت د لغوه کېدو ځنډ رد کړ

د امریکا یوې فدرالي محکمې د افغان وګړو لپاره د «موقتي خونديتوب حالت» (TPS) د لغوه کېدو د ځنډ غوښتنه رد کړه.
د محکمې د دې پرېکړې معنا دا ده چې د ۲۰۲۵ کال د جولای له ۱۴مې نېټې وروسته، ډېری افغانان ښايي د کار اجازه له لاسه ورکړي او له ایالتونو څخه د ایستلو له خطر سره مخامخ شي.
دغه پرېکړه د جولای په ۱۰مه د مریلینډ ایالت د فدرالي محکمې قاضي، تیودور چوانګ، وکړه. هغه وویل، که څه هم قانوني قضیه لا هم روانه ده، خو د TPS لرونکو افغانانو قانوني وضعیت به د محکمې د پرېکړې تر بشپړېدو پورې تمدید نه شي.
دا حکم نژدې ۱۱ زره ۷۰۰ افغان کډوالو اغېزمن کوي.
دغو افغانانو ته وروسته له هغه چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې بیا پر افغانستان واکمن شول، د موقتي خوندي حالت اقامت ورکړل شوی و، ځکه بېرته ستنیدا یې خطرناکه وه.
د کډوالو د حقونو مدافع ډلې د حکومت دغه پرېکړه محکمې ته وړې، دوی استدلال کوي چې د TPS ختمېدا ظالمانه او سیاسي انګیزه لري. دوی وایي، حکومت په افغانستان کې د بشري حقونو جدي ستونزې، په ځانګړې توګه د زیانمنو ټولنو لپاره، له پامه غورځولي دي.
د بشري حقونو مدافعان خبرداری ورکوي چې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان ته د افغانانو، په تېره بیا د ښځو او نجونو، بېرته استول ډېر خطرناک دي. د طالبانو تر واک لاندې، ښځې له تعلیم، کار او بنسټیزو ازادیو څخه تقریباً بیخي بېبرخې دي.
پاکستان؛ په افغانستان کې د پاکستاني وسله والو ډلو شتون د اړیکو د ښه کولو پر وړاندې لویه ننګونه ده

پاکستان یوځل بیا ادعا کړې چې د دې هېواد مخالف وسله وال په افغانستان کې دي او دا یې لویه ننګونه بللې ده.
د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت ویاند شفقت علي خان پرون په اسلام آباد کې په خپله اونیزه خبري غونډه کې وویل، که څه هم د افغانستان او پاکستان په وروستیو څو میاشتو کې د ډیپلوماتیکو تماسونو له لارې د اړیکو د ښه کېدو په هدف خبرې پیل کړي خو دی زیاتوي چې بیا هم په افغانستان کې د پاکستاني وسله والو ډلو فعالیت د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او سیمه ایزې همکارۍ د پرمختګ پر وړاندې مهم خنډ دی.
نوموړي زیاته کړه چې پاکستان په افغانستان کې د تروریستانو د ځالو د شتون له کبله خپله اندېښنه واکمنو طالبانو ته څرګنده کړې او هغوی یې هڅولي دي چې د دې ډلو پرضد مشخص اقدامات وکړي.
د طالبانو حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو له دې مخکې یې تل دا ډول ادعاوې رد کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې میلادي میاشتې په اوومه نېټه د طالبانو د حکومت او پاکستان استازو په اسلام آباد کې سره وکتل. ښاغلي شفقت وویل چې د دې خبرو په اجنډا کې سوداګري، د کډوالو ستنېدل، سیمه ایز تماسونه او امنیتي همکاري شامله وه.
اسلامیک ریلیف خیریه ټولنه؛ د افغانستان په لویدیځ کې راستانه شوي کډوال خوړو او سرپناه ته اړتیا لري

اسلامیک ریلیف ټولنه وايي چې له ایرانه ایستل شوي زرګونه افغان کډوال په ډېر بد وضعیت کې د افغانستان په لویدیځ کې بند پاتې دي.
دې خیریه ټولنې پرون په یوه بیان کې د خپلې یوې تازه څېړنې په اساس وویل چې ډېری ایستل شوې کډوالې کورنۍ خوړو او سرپناه ته بېړنۍ اړتیا لري خو وايي د راستنېدونکو کډوالو ګڼه ګوڼه ډېره او سیمه ایز امکانات کم دي.
د اسلامیک ریلیف د څېړنې له مخې په تېره یوه میاشت کې نژدې نیم میلیون کډوال له ایرانه په جبري ډول ایستل شوي دي او هره ورځ ۳۵ زره نور کسان هم ایستل کېږي.
له دې مخکې نورو نړیوالو موسسو او له هغې ډلې ملګروملتونو هم له ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر پر چټکولو انتقاد کړی دی.
د یو ان ایچ سي آر مشر وايي، سږکال ښايي شاوخوا درې میلیون افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شي

د افغانستان لپاره د کډوالو لپاره د ملګروملتونو د لویې کمیشنرۍ مشر وايي چې سږکال ښايي شاوخوا درې میلیون افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شي.
عرفات جمال پرون (د چنګاښ ۲۰مه) له کابله د ویډیو کنفرانس له لارې یوې خبري غونډې ته وویل چې هغه څه چې موږ وینو له دواړو هېوادونو یعنې ایران او پاکستانه په بې عزته، بې نظمه او پراخ ډول د افغان کډوالو ایستل دي.
ښاغلي عرفات زیاته کړه چې د کډوالو دا ډله ایز ستنېدل پر افغانستان چې له پخوا څخه هم له بشري بحران سره مخامخ دی، لوی فشار راولي.
ښاغلي عرفات یادونه وکړه چې تردې دمه ۱،۶ میلیون افغانان له پاکستانه او په ډېر شمېر نور له ایرانه خپل هېواد ته لېږل شوي دي. د نوموړي د اټکل له مخې د کال تر پایه ښايي دا شمېر درې میلیونو ته ورسېږي.
ملګروملتونو له دې مخکې هم ویلي و، چې ډېری افغان کډوال په جبري ډول له ایرانه ایستل کېږي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز؛ د کال په لومړۍ نیمایي کې د رسنیو او خبریالانو له حقونو سرغړونې ۵۶ سلنه زیاتې شوي

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي د روان ۲۰۲۵ کال په لومړۍ نیمايي کې یې په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو له آزادۍ د سرغړونو لږترلږه ۱۴۰ موارد ثبت کړي دي.
دې مرکز نن (د چنګاښ ۲۰مه) پر خپله ویبپاڼه په یوه بیان کې ویلي دي چې دا د تېرکال د همدې مودې پرتله شاوخوا ۵۶ سلنه زیاتوالی ښيي.
بیان په تېرو ۶ میاشتو کې د طالبانو له لوري د لږترلږه ۲۹ خبریالانو نیول، چې ډېری له بهرنیو رسنیو سره د همکارۍ له وجې د طالبانو پرضد په تبلیغاتو تورن شوي، د رسنیو او خبریالانو پر حقونو د تېري د مهم مثال په توګه یاد کړي دي.
په دې ډله خبریالانو کې ځینې یې له څو ساعتونو نیولې تر څو ورځو پورې په موقت ډول او ځینې نور د څو میاشتو لپاره په بند کې ساتل شوي دي.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته پر رسنیو او د رسنیو پر کارکوونکو یولړ محدودیتونه ولګول چې د رسنیو د ملاتړ د بنسټونو پراخ غبرګونه یې پارولي دي.
په بلوچستان کې د نهو یرغمل شویو پنجابي مسافرو مړي موندل شوي دي

پاکستاني چارواکي وايي د هغو نهو مسافرو جسدونه یې ترلاسه کړي چې وسله والو په بلوچستان ایالت کې له یوه بس څخه یرغمل کړي وو.
یوه حکومتي چارواکي نوید علم وویل چې د دې کسانو په مرمیو ویشتل شوي مړي تېره شپه په څېرمه غرونو کې وموندل شول او یوه ایالتي ویاند شاهد رِند وویل چې دا مسافر پرون له یوه بس څخه یرغمل شول. ښاغلي رند زیاته کړه چې د پېښې قربانیانو په ناامنه بلوچستان کې د کارګرانو په توګه کار کاوه او په پنجاب کې خپلو کورونو ته روان وو.
د دې وژنې پړه کومې ډلې نه ده منلې خو بلوڅ بېلتونپالو له دې مخکې په ورته پېښو کې د پنجاب ایالت د اوسېدونکو د وژنو مسوولیت منلی دی.