خبرونه
څلور ستورمزلي له نړيوال فضايي تمځای بېرته ځمکې ته روان دي

دوه امریکايي، یو روسی او یو جاپانی ستورمزلي په فضا کې د شپږو میاشتو له تېرولو وروسته پرون له نړیوال فضايي تمځي بېرته ځمکې ته روان شول.
د امریکا د فضايي تحقیقاتو اداره (ناسا) وايي، دغه ستورمزلي نن یکشنبه ناوخته د فلوریډا ایالت په سواحلو کې ځمکې ته رسېږي.
د جرمني خبري اژانس د راپور لهمخې، ځمکې ته د دغو ستورمزلو ستنېدل د هوا د خرابوالي له کبله څو وارې وځنډېدل.
پر اوکراین د روسیې تر غیرموجه یرغل وروسته دغه ستورمزلي په تېره اکتوبر میاشت کې د ناسا او د روسیې د یوه شرکت لهخوا د امریکا له خاورې فضا ته ولېږل شول.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
امنیتي چارواکي: د ډیورند کرښې په اوږدو کې له سختو نښتو وروسته پاکستان د تورخم، سپین بولدک اوڅو نورې دروازې تړلې

پاکستان د ډیورنډ د کرښې په اوږدوکې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د وروستیو سختو نښتو وروسته د دوو لویو تورخم او سپین بولدک دروازو په ګډون لږترلږه پتځه لارې تړلې دي.
رویترز خبري آژانس د یوشمیر پاکستاني امنیتي چارواکو له قوله خبرورکړی چې نن یکشنبې د تورخم او سپین بولدک دروازې او همدارنګه لږترلږه درې نورې لارې، خرلاچي، انګور اډه او غلام خان هم تړل شوي دي. په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکو تراوسه په دې اړه څه ندي ويلي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دغو ترانزیتي لارو د تړل کیدو خبره وروسته له هغې کیږي چې د پاکستانیو ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې سختې نښتې وشوې.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن یکشنبې په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې په وروستیو نښتوکې پاکستاني لوري ته د درنو تلفاتو د اوښتو خبره وکړه او د وژل شویو پاکستانیو ځواکو شمیریې له پنځوسو زیات وښود.
تردې مخکې پاکستاني چارواکو تایید کړې چې د دې هېواد پر خاوره د طالبانو په حملو کې درې سرتېري او یو ملکي وژل شوي او پنځه نور سرتېري ټپیان دي.
د پاکستان د امنیتي سرچینو له قوله د سیمه ییزو رسنیو له خوا په خپرو شویو ویډیوګانو کې بیا ادعا شوې چې پاکستان د افغانستان لوري ته لږترلږه نولس پوستې نیولي او هغوی ته یې یوشمیرتلفات اړولي دي. ګرانه ده چې د دواړو لورو له خوا شوې ادعاوې په خپلواکه توګه تایید شي. د طالبانو د حکومت دفاع وزارت بېګا اعلان وکړ چې د هېواد په ختیځ او جنوب کې یې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له پاکستاني ځواکونو سره درنې نښتې کړي. دفاع وزارت ویلي دي چې دا پوځي عملیات چې د افغانستان پر قلمرو د پاکستان د وروستیو حملو په ځواب کې وشول، د شپې په دولسو بجو پای ته ورسیدل.
د پاکستان امنیتي سرچینو ویلي چې په دغو نښتو کې یې له درنو توپونو، ټانکونو، جنګي جټ الوتکو او ډرونونو څخه کار واخیست.
په عین حال کې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف نن یکښنبې په یوه بیان کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې نښتې د افغانستان له لوري لمسونکی اقدام بللي او د غندنې ترڅنګ یې ویلي چې د پاکستان د دفاع په اړه به هیڅ ډول جوړجاړی ونشي، او هر ډول پارونه به له قوي او اغیزمن ځواب سره مخ شي.
پاکستان تاییدوي چې د افغان طالبانو په حملو کې یې سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

پاکستاني چارواکو تایید کړې چې د دې هېواد پر خاوره د طالبانو په حملو کې درې سرتېري او یو ملکي وژل شوي او پنځه نور سرتېري ټپیان دي.
امنیتي چارواکو د آزادۍ راډیو مشال څانګې ته همداراز ویلي دي چې له نښتو وروسته د سیمې ځینې اوسېدونکي له خپلو کورونو وتلي دي.
خو دې چارواکو سرچینو همداراز ویلي دي چې پاکستاني ځواکونو دې حملو ته د درنو توپونو، ټانکونو، ډرون او جنګي جټ الوتکو په وسیله ځواب ووایه.
د طالبانو د حکومت دفاع وزارت بېګا اعلان وکړ چې د هېواد په ختیځ او جنوب کې یې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له پاکستاني ځواکونو سره درنې نښتې کړي.
دفاع وزارت ویلي دي چې دا پوځي عملیات د افغانستان پر قلمرو د پاکستان د وروستیو حملو په ځواب کې شوي دي.
حماس ډله د اسراییلي یرغملو د خوشې کولو بهیر د دوشنبې په سهار پیلوي

د فلسطیني حماس ډلې یو جګپوړی چارواکی وايي، د دوشنبې په ورځ به د هغو اسراییلي یرغملو د خوشې کولو بهیر پیل شي چې په غزه کې ساتل کېږي.
اسامه حمدان پرون شنبې فرانسپرس خبري آژانس ته وویل، د لاسلیک شوې موافقې په اساس د بندیانو تبادله له هوکړې سره سم د دوشنبې په ورځ پیلېږي.
د موافقې له مخې په لومړي پړاو کې به حماس اسراییلي یرغمل د نژدې دوه زره فلسطیني بندیانو په بدل کې خوشې کړي. اسراییل باور لري چې شل تنه یرغمل لاهم ژوندي دي.
حماس ډلې د اسراییلو پر قلمرو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اوومې د برید پرمهال لسګونه اسراییلیان یرغمل کړي وو.
درې تنه قطري ډيپلوماتان په قطر کې په یوه ترافیکي پېښه کې وژل شوي دي

د مصر تفریحي ښار شرم الشیخ ته نژدې په یوه ترافیکي پېښه کې ۳ تنه قطري ډپیلوماتان وژل شوي دي.
دوو امنیتي سرچینو نن رویټرز خبري آژانس ته وویل، په پېښه کې دوه نور قطري ډیپلوماتان هم ټپیان شوي دي.
د سرچینو په وینا د دې ډيپلوماتانو موټر له ښاره ۵۰ کیلومتره لیرې اوښتی و.
تراوسه روښانه نه ده چې آیا دا ډيپلوماتان د قطر د مرکچي پلاوي غړي وو، که نه.
د قطر یوه پلاوي په دې وروستیو کې د غزې د جګړې د پای ته رسولو په هدف د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ د سولې د طرحې په چوکاټ کې په شرم الشیخ کې د اسراییلو او حماس ډلې ترمنځ خبرو کې منځګړتوب کاوه.
په پام کې ده چې سبا دوشنبې په شرم الشیخ کې د دې طرحې د بشپړولو لپاره نړیواله ناسته جوړه شي.
افغانستان له بنګلدېش سره په دریمه یوورځنۍ لوبه کې مخامخ کېږي

د افغانستان او بنګلدېش د کرکټ ملي لوبډلې د سه شنبې په ورځ (د تلې په ۲۲مه) نېټه یوځل بیا په دریمه یوورځنۍ لوبه کې سره مخامخ کېږي.
دا لوبه د کابل په وخت د مازیګر په ۴ نیمو بجو د ابوظبي په لوبغالي کې پیلېږي.
افغانستان خپلې تېرې دوه لوبې له بنګلدیش څخه ګټلې دي.
په بیګانۍ لوبه کې افغان لوبډلې بنګلدېش ته د ۸۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د تېرې چارشنبې په ورځ یې خپله لومړۍ لوبه د پنځو ویکټو په توپیر ترې وګټله.
له دې مخکې د دواړو لوبډلو ترمنځ د شل اووریزو لوبو درې سیالۍ درې واړه د بنګلدېش لوبډلې ګټلې وې.
د سپینې ماڼۍ ډاکټر وايي، د ۷۹ کلن ولسمشرټرمپ زړه د ۶۵ کلن سړي په څېر روغ دی

د ولسمشر ډونالډټرمپ شخصي ډاکټر شان باربابېلا اعلان کړی چې که څه هم د امریکا ولسمشر ۷۹ کلن دی، خو روغ رمټ او زړه یې د ۶۵ کلن سړي دی.
سپینه ماڼۍ په یوه راپور کې وايي، ټرامپ د زړه، سږو او جسماني چمتووالي له پلوه په استثنايي وضعیت کې دی او د خپلو دندو د ترسره کولو بشپړ توان لري.
د راپور له مخې ولسمشر ټرمپ ته همداراز د کووید ضد واکسین په ګډون د روغتیا د پیاوړتیا ځانګړي واکسینونه ورکړل شوي دي.
په متحدوایالتونو کې د ولسمشرانو د روغتیا د راپورونو خپرول یو نالیکل شوی دود او هدف یې د چارو شفافیت دی.
په تېرو څو میاشتو کې د ټرامپ پر لاسونو او پښو د شنو داغونو د تصویرونو له خپرېدو وروسته د هغه د روغتیا په اړه پوښتنې رابرسېره شوې خو ښاغلي ټرمپ وویل چې د دې شنو داغونو علت له ډېرو خلکو سره د لاس روغبړ دی.
د ټرمپ یوه ویاند بیا د وینې د نرۍ کولو لپاره د ځانګړو درملو کارول د دې شنو داغونو علت وباله. سپینې ماڼۍ مخکې اعلان کړی و، چې ولسمشر ټرمپ د پښو د رګونو په یوه مزمنه ناروغۍ اخته دی.
د اوربند له موافقې وروسته د غزې اوسېدونکي د خپلو ویجاړو کورونو پر لور روان دي

په داسې حال کې چې د اسراییلو او حماس ډلې ترمنځ اوربند پرځای دی، د غزې زرګونه اوسېدونکي نن- د تلې ۱۹مه په پښو او د موټرو او کراچیو په وسیله د دې تړانګې په شمال کې خپلو کورونو ته ولاړل.
اسراییلي ځواکونه د متحدوایالتونو په منځګړتوب د شوې موافقې په اساس د غزې له ځینو سیمو په شا شوي دي خو لا یې هم د غزې نیمايي برخه په ولکه کې ده. د موافقې په اساس حماس به د ۷۲ ساعتونو په ترڅ کې اسراییلي برمته خوشې کوي. باور دا دی چې شل تنه اسراییلي برمته لاهم ژوندي دي، ۲۶ تنه نور مړه شوي او د دوو نورو برمته وو برخلیک څرګند نه دی.
اسراییل به په ځوابي اقدام کې د ۱۷۰۰ فلسطیني بندیانو له ډلې څخه ۲۵۰ تنه خوشې کړي. د موافقې له مخې سلګونه لارۍ به هره ورځ غزې ته خواړه او درمل انتقالوي.
د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت: د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ته درناوی لرو

پر افغانستان د پاکستان د هوايي حملو د اړوندو راپورونو له خپرېدو وروسته د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت وايي چې دا هېواد د خپلو وګړو د امنیت او سوکالۍ لپاره هر اقدام ته ژمن دی.
پاکستاني رسنیو نن د دې هېواد د بهرنیوچارو وزارت د ویاند شفقت علي خان له قوله خبر ورکړ چې نوموړی وايي، پاکستان د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ته درناوی لري او د تروریزم د اړوند ننګونو په اړه خبرو او همکارۍ ته چمتو دی.
د خبر له مخې ښاغلي شفقت پرون په خپله خبري غونډه کې پرته له دې چې پر افغانستان د پاکستان برید تایید کړي ټینګار وکړ چې دا هېواد د استخباراتي معلوماتو په اساس د تروریزم ضد اقداماتو په وسیله د خپلو وګړو ساتنه کوي.
د طالبانو حکومت تایید کړې ده چې د پاکستان پوځ د پنحشنبې ورځې په ماښام په پلازمېنه کابل او د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې هوايي حملې وکړې.
د متقي خبري غونډې ته د ښځینه خبریالانو د نه پرېښودو له راپورونو وروسته پر حکومت د اپوزیسیون انتقاد

د هند د اپوزیسیون د اصلي ګوند مشر د دې هېواد پر حکومت د هغو ادعاوو له خپرېدو وروسته انتقاد کړی چې وايي د هند ښځینه خبریالانو ته د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو د وزیر امیرخان متقي خبري کنفرانس ته د ننوتو اجازه نه ده ورکړل شوې.
د کانګرس ګوند مشر راهول ګاندي پر خپله ایکس پاڼه صدراعظم نریندرمودي ته په خطاب کې ویلي چې هندۍ ښځې په هرځای کې د ګډون انډول حق لري خو د دې تبعیض په برخه کې ستاسو چوپتیا ښيي چې شعارونه مو تش په نامه دي.
ځینو هندي رسنیو پرون راپور ورکړ چې ګنې په نوې ډيلي کې د افغانستان په سفارت کې د متقي خبري غونډې ته ښځینه خبریالانې نه دي پرېښودل شوي. نوې ډیلي او په کابل کې د طالبانو حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېد وروسته د نجونو پر تعلیم او کار محدودیتونه ولګول.
لبنان وايي چې اسراییلو د دې هېواد په جنوب کې پر ملکي تاسیساتو هوايي برید کړی دی

د لبنان ولسمشر جوزف عون د دې هېواد پر خاوره د اسراییلو هوايي برید چې د روغتیايي چارواکو په وینا پر ملکي وګړو شوی او یو تن یې وژلی دی وغانده.
ښاغلي عون نن وویل چې د لبنان په جنوب کې ملکي تاسیسات تېره شپه یوځل بیا د اسراییلو د ناوړه یرغل په ترڅ کې په نښه شول. هغه وویل چې دا برید هېڅ راز توجیه نه لري.
د لبنان ولسمشر زیاته کړه چې د دې برید اهمیت په دې کې دی چې په غزه کې د اوربند له نافذېدو وروسته کېږي.
د لبنان د روغتیا وزارت ویلي دي چې په دې برید کې یوتن وژل شوی او اوه تنه نور ټپیان شوي دي.
اسراییلو په غزه کې د اوربند له اعلان سره سره د لبنان پر خاوره د ایران پلوه وسله والو پر سنګرونو پرله پسې حملې کړې دي.