افغانستان
په بلخ کې چاودنې مرګژوبله اړولې

په بلخ ولایت کې یوې چاودنې یو شمېر خبریالانو ته مرګژوبله اړولې ده.
په افغانستان کې د ازادو رسنیو ملاتړ اداره نی وايي، د دوی د معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کې درې کسه وژل شوي او لس کسه خبریالان ټپیان دي.
د نی مسوول ظریف کریمي ازادي راډیو ته وویل، د وژل شویو کسانو هویت له تر اوسه معلوم نه دی چې خبریالان دي که نه.
په بلخ ولایت کې یو شمېر سرچینو بیا ازادي راډيو ته ویلي، دغه چاودنه نن شنبه سهار شاوخوا ۱۱ بجې د مزارشریف ښار دویمه امنیتي حوزه کې اړوند د تبیان فرهنګي مرکز کې د خبریالانو د یوې غونډې پر مهال شوې ده.
تر اوسه د دې چاودنې د څرنګوالي او نورو جزییاتو په اړه طالب چارواکو رسمي څه نه دي ویلي.
ځينو سيمه ييزو رسنيو ويلي، په غونډه کې خبريالانو، ديني عالمانو او سيمه ييزو حکومتي مسوولانو برخه اخيستې وه.
دغه راز تر دې دمه کومې ډلې د پېښې مسووليت نه دی منلی.
دا په تېرو درېيو ورځو کې دويمه امنيتي پېښه ده چې په دې ولايت کې رامنځته کېږي.
د تېرې پنجشنبې په ورځ هم د بلخ لپاره د طالبانو والي محمد داوود مزمل د ولایت مقام دننه په ځانمرګي برید کې ووژل شول چې داعش يې مسووليت ومانه.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ایران د کورنیو چارو وزیر ځینې بهرني اتباع ایران کې په ورانکارۍ تورن کړل

د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني ادعا کړې چې ځينې بهرني اتباع په تېرو دوو کلونو کې د ورانکارۍ په هدف دغه هېواد ته تللي.
ایران کې د بهرنیو اتباعو اصطلاح افغان کډوالو ته کارول کېږي.
مومني دا خبره په یوه ټلویزیوني وینا کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړه چې آیا اتباع «افغان کډوال» هم د ورانکارۍ په هدف راغلي وو.
«هر چا په هر شکل چې وس یې رسېد وغوښتل راشي. هو، ځینې دا کسان بهرني اتباع وو. ډېر یې نه وو. دا نه ده چې دوی ( بهرني اتباع) شریف انسانان هم ډېر دي. خو ځینې کسان وو چې په تېرو دوو – دریو کلونو کې راغلي وو په هدف هم راغلي وو په دې برخه کې»
ایران د لسګونو کسانو تر منځ لږ تر لږه ۵ افغان کډوال هم د اسراییلو د جاسوسۍ په تور په تېرو دوو اوونیو کې نېولي دي.
ځینو افغان کډوالو بیا ویلي چې دوی تر فشار لاندې دي او د اسراییلو د جاسوسۍ په تور ځورول کېږي. ایران تازه د افغان کډوالو د نیولو او ډيپورټ پروسه هم چټکه کړې ده.
د ایران قضایه قوې ویلي د جاسوسۍ قانون تعدیل شوی او پارلمان دوی ته اوس بشپړ واک ورکړی څو د نفوذي کسان او جاسوسان په عبرتناکه شکل په سزا ورسوي.
لږ تر لږه درې کسان په تېرو لسو ورځو کې د اسراییلو د جاسوسۍ په تور اعدام شوي.
احمد ولي هوتک خپل سیال تسلیمېدو ته اړ کړ

د افغانستان د رزمي لوبو وتلي لوبغاړي احمد ولي هوتک خپل روسی سیال مات کړ.
احمد ولي هوتک د شنبې په شپه د بلاروس په پلازمینه مینسک کې له خپل روسي سیال سیګد زیراکوف سره مخ وو.
هوتک وتوانېد د خپل سیال لاس سبمیشن یا قید کړي او هغه تسلیمیدو ته اړ باسي.
دا په رزمي لوبو کې د هوتک لپاره یوولسمه بریا وه. هغه یواځې یوه ماته خوړلې.
هوتک تر څو کلونو ځنډ وروسته لوبه وکړه او تر دې سیالیو مخکې یې د ډېر چمتووالي خبره کړې وه.
په همدې شپه د افغانستان بل لوبغاړي نصرت الله اخندزاده بیا له خپل سیال ماته وخوړه.
تمه ده د رزمي لوبو بل پيژندل شوی افغان لوبغاړی واحدالله نژند بیا د جرمني په هامبورګ کې د اوکتاګون په معتبره سازمان کې د شنبې په ماښام لوبه وکړي.
د بهرنیو اړیکو کمیټه: ترهګرو ډلو افغانستان کې بیا ځالې جوړي کړي، طالبانو دا ادعا رد کړې

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکه کمیټه وایي، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تر وتلو او د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په منځنۍ او جنوبي اسیا کې د ترهګرۍ د ګواښونو کچه په ډراماتیکه بڼه بدله شوې ده.
دوی ویلي، افغانستان یوځل بیا د ترهګریزو ډلو په پټن ځای بدل شوی دی.
د دغې کمیټې د جنوبي او مرکزي اسیا څانګې مشر بېل هویزنګا پرون پنجشنبه په یوه استماعیه غونډه کې ویلي، د داعش او ټي ټي پي ( تحریک طالبان پاکستان) ګواښونه په تاریخ کې تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلي دي.
نوموړي خبرداری ورکړ چې ترهګریزې ډلې په سیمه او نړۍ کې د بریدونو لپاره د خپلو وړتیاوو د لوړولو په حال کې دي.
هغه که څه هم د داعش په وړاندې د طالبانو د بریا د ادعا یادونه وکړه، خو زیاته یې کړه چې داعش لا هم عملیاتي وړتیا لري او وخت ناوخت ملکي کسان او د طالبانو د حکومت غړي هدف ګرځوي.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت بیا د استازو جرګې دا اندیښنې بې ځایه بللي چې ګواکې افغانستان کې" بهرنۍ ډلې شتون لري او یا چاته خطر متوجه دی".
فطرت زیاته کړې" افغانستان یو واحد او قوي حکومت لري، چې په ټوله جغرافیه بشپړ واک او کنترول لري او هیچاته اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د چا پر خلاف وکاروي."
د استازو جرګې دغې کمیټې وویل، د ترهګریزو فعالیتونو له کبله ۲۰۲۴ کال پاکستان لپاره تر ټولو خونړی و او په خبره یې امریکا له پاکستان سره په ګډه د دغو ګواښونو د مخنیوي په لارو چارو فکر کوي.
د پاکستان روغتیا وزیر کابل ته ځي

ټاکل شوې ده چې د پاکستان روغتیا وزیر کابل ته سفر وکړي او د طالبانو له چارواکو سره د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ د خپریدو د مخنیوي پر لارو چارو خبرې وکړي.
پاکستاني رسنیو کابل ته د سید مصطفی کمال د تګ خبر ورکړی دی، خو دا یې نه دې ویلي چې ښاغلی کمال به کله کابل ته ځي.
پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني دوه هیوادونه دي چې لاهم پکې د ماشومانو د ګوزڼ ( پولیو) ناروغي شته.
د راپورونو له مخې پروسږکال په پاکستان کې د پولیو څلور اتیا مثبتې پیښې ثبت شوې او په افغانستان کې د دې ناروغۍ د مثبتو پیښو شمیر تیرکال پنځه ویشتو ته ورسید.
د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې نن د ورښتونو اټکل شوی

د افغانستان په اتو ولایتونو کې نن د ورښتونو اټکل شوی دی چې ښایي سیلونه هم ورسره وبهیږي.
د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت په یوه بیان کې چې په خپله ایکسپاڼه کې یې خپور کړی دی ویلي دي چې په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشیر، پکتیا، خوست او پکتیکا کې نن جمعه د سختو بارانونو اټکل کیږي.
د بیان له مخې په دغو اتو ولایتونو کې له لسو تر پنځه دیرش ملي مترو پورې د ورښتونو وړاندوینه شوې ده.
طالبان له ایرانه غواړي چې افغان کډوال تدریجي افغانستان ته ستانه کړي

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له ایرانه وغوښتل چې افغان کډوال په تدریجي ډول د یوه میکانیزم له مخې افغانستان ته راستانه کړي.
امیرخان متقي پرون په کابل کې د افغانستان لپاره د ایران له سفیر علي رضا بیکدلي سره د لیدو پرمهال دا خبره وکړه.
تر دې لیدنې کتنې یوه ورځ مخکې په هرات کې د طالبانو چارواکو وویل چې یوازې د چهارشنبې په ورځ له ایران څخه تر دیرش زره ډیر افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوې دي.
د متقي او بیکدلي د غونډې په اړه د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت په بیان کې راغلې دي چې ښاغلي بیکدلي ډاډ ورکړ چې د کډوالو موضوع به له خپل دولت سره شریکه کړي.
یوناما؛ له یو میلیون ډیر کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستنیدویه ماموریت یوناما وايي، "په روان ۲۰۲۵کال کې له یو میلیون ډیر کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي".
یوناما نن پنجشنبې په یوې اعلامیه کې ویلي،" د دغو کډوالو راستنیدل د افغانستان بشري بحران چې لا له مخکې د نړیوالو بشري مرستو په کمیدو او وچکالۍ په خاطر پراخ شوی و، لا پسې پیچلی کړی دی".
وړاندې په اعلامیه کې د یوناما د چارواکو په حواله راغلي چې راستانه شوي د خوندیتوب او درناوي مستحق دي او که مرسته ورسره ونه شي، دا بشري بحران به لا پسې بدتر شي.
په وروستیو څو ورځو کې له ایران او پاکستانه په زرهاوو افغانان بیرته هېواد ته راستانه شوي دي.
یوناما وايي، له اوو میلیونو ډیر افغانان له افغانستانه بهر په ځانګړې ټوګه په ایران او پاکستان کې ژوند کوي.
په یوه ورځ د هرات له لارې ۳۰۰۰۰ افغان کډوال ستانه شوي

په هرات کې د طالبانو چارواکو وویل چې د چهارشنبې په ورځ له ایران څخه تر دیرش زره ډیر افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوې دي.
په هرات کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور رییس احمدالله متقی تیره شپه په ایکسپاڼه کې د ایراني چارواکو په وینا لیکلي دي چې په لسګونو نور موټر د اسلام قلعه په لور روان دي.
وروسته تر دې چې د جون په دیارلسمه د اسراییل او ایران جګړه پيل شوه، له ایرانه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنیدو بهیر ګړندی شو.
د ملګرو ملتو د کډوالو د عالي کمشنرۍ( یو این ایچ سي ار) د سږکال د اپریل د میاشتې د راپور له مخې په ایران کې نږدې درې نیم میلیونه افغان کډوال ژوند کوي، خو په دغو کې هغه کډوال شامل نه دي چې ایران ته تللي دي او په هغه هیواد کې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري.
ملګري ملتونه؛ په افغانستان کې د هیروینو او شیشې استعمال زیات شوی دی

د ملګرو ملتو د مخدره توکو او جرم دفتر په خپل نوي راپور کې چې نن یې له رسنیو سره شریک کړی دی، ویلي دي چې په افغانستان کې د هیروینو او شیشې استعمال زیات شوی، خو د چرسو او اپینو په کارولو کې کمښت راغلی دی.
دا راپور چې د ملګرو ملتو د پراختیایي پروګرام په مالي مرسته چمتو شوی، څرګندوي چې تر دوه زره درویشتم کال پورې په افغانستان کې شاوخوا اووه ویشت زره کسان په مخدر موادو کې ښکېل و، چې په دوی کې څه باندې دوه نیم زره ښځې او څه باندې دوه زره له پنځلس کلونو کم عمره ماشومان شامل دي.
په راپور کې راغلې دي چې نژدې نیمایي معتادین رسمي زده کړې نه لري، په پنځو کې یې یو کور نه لري او اکثر یې د مخدره موادو د رانیولو لپاره په غیر منظم کار یا جرمي فعالیتونو مصروف دي.
افغان لوبغاړي روح الله موسوي د سرو زرو میډال وګاټه

د موی تای افغان لوبغاړي سید روح الله موسوي د اسیایي لوبو په ترڅ کې د سرو زرو میډال وګاټه.
موسوي د شپیته کیلوګرامه وزن په ګټورۍ کې په پایلوبه کې نن( د جون۲۵ ) خپل تایلنډي سیال ته ماتې ورکړه. ده تر دې مخکې په دوو لوبو کې یوه فلیپیني او یوه ویتنامي ته شکست ورکړی و.
د موی تای دا اتلولي د ویتنام په کوربتوب تیره اونۍ د جمعې په ورځ (جون شلمه) د څلویښت هیوادونو د لوبغاړو ترمنځ پیل شوه چې سبا یې وروستۍ ورځ ده.