د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۴

کرېکټ بورډ پاکستان سره د لوبې پر ښه مديريت غونډه کړې


کرېکټ بورډ پاکستان سره د لوبې پر ښه مديريت غونډه کړې
کرېکټ بورډ پاکستان سره د لوبې پر ښه مديريت غونډه کړې

افغانستان کرېکټ بورډ د بورډ غړیو په کلنۍ غونډه کې د پاکستان پر وړاندې د راتلونکو لوبو په ښه ترسراوي خبرې وشوې.

د افغانستان کرېکټ بورډ د بورډ د غړیو ترمنځ کلنۍ ناسته شوې چې په‌کې په نورو مسایلو د بحث ترڅنګ له پاکستان سره د راتلونکو ۳ شل اوریزو لوبو په ښه ترسره کولو خبرې اترې شوې دي.

کرېکټ بورډ د چهارشنبې په ورځ د مارچ په ۸مه نېټه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې، دغه ناسته د بورډ د عمومي رئیس میرویس اشرف تر مشرۍ لاندې رابلل شوې وه، چې د بورډ ټولو غړیو په‌کې برخه درلوده.

دغه راز کرېکټ بورډ لیکلي دي: "د افغانستان کرېکټ بورډ د تېر کال د مصرف شوې بودیجې، عوایدو او همدارنګه د تېر کال تفتیش راپورونه وړاندې شول چې د بورډ غړو له لوري تر هر اړخیزې ارزونې وروسته ومنل شوه. په ورته وخت کې د افغانستان کرېکټ بورډ د راتلونکي کال راپور تشریح او د یادو غړو له لورې منظور او لاسلیک شو."

د بورډ غړیو په دې ناسته کې د افغانستان شل اوریز غوره لیګ او شپږیزه لیګ د ترسره کولو په تړاو هم سپارښتنې کړي دي او ویلي يې دي چې، دا ځل یې باید د لوبو په کیفیت لا غور وشي.

د دې غونډې په ترڅ کې یو وار بیا د بورډ ټولې پالیسۍ او طرزالعملونه چې تېرې ناستې کې وړاندې شوې وې، د بورډ د غړو له لوري منظور او لاسلیک شول.

د ویلو ده چې د افغانستان کرېکټ بورډ د غړیو په هرې کلنۍ ناسته کې د دې ادارې د ستراتیژیو، لاسته راوړنو، لګښتونو، مالي ګټو او روانو کارونو کتنه، ارزونه او منظوري کېږي.

XS
SM
MD
LG