افغانستان
د داعش د بريدونو د خبرداري په اړه طالبانو د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
ملګروملتو په یوه راپور کې ویلي چې، داعش سختدریځې ډلې په افغانستان کې پر یو شمېر سفارتونو د برید خبرداری ورکړی دی.
د ملګروملتو د راپور لهمخې، په کابل کې د هند، چین او ایران سفارتونه ګواښل شوي دي.
خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، دا ډول ګواښونه بې اساسه اوازې دي.
د دغه وزارت ویاند عبدالنافع ټکور تېره شپه ازادي راډیو ته وویل: "زموږ امنیتي ځواکونه هیچا ته اجازه نه ورکوي چې چا ته تهدید جوړ کړي او یا د هغوی ژوند ته خطر پېښ کړي، دا اوازې مطلقاً بې اساسه او دروغ دي."
ملګروملتو د طالبانو په قول ویلي چې د سعودي عربستان سفارت ډیپلوماتان د امنیتي ګواښونو له کبله د پاکستان اسلام اباد ته لېږل شوي دي.
د ملګروملتو د راپور جزییات وروسته په تفصیل وړاندې کېږي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
متقي د سوریې د نوي حکومت له باندنیو چارو وزیر سره خبرې وکړې
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د باندنیو چارو وزیر یې د سوریې د انتقالي حکومت له بهرنیو چارو وزیر اسعدحسن الشیباني سره ټیلفوني خبرې کړي دي.
امیرخان متقي په دې ټیلفوني تماس کې الشیباني ته د سوریې د باندنیو چارو وزیر د ټاکل کېدو په خاطر مبارکي ویلې او د سوریې د نوي حکومت د عفوې او ښې حکومتولۍ دریځ یې ستایلی دی.
د طالبانو د باندنیو چارو وزارت پرون (جمعه) په دې اړه په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې د سوریې د انتقالي حکومت د باندنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړه چې د افغانستان او سوریې ترمنځ اړیکې لا پراخې شي او د دواړو هیوادونو پلاوي له یو بل سره وویني.
د طالبانو حکومت په داسی حال کې د بشار اسد د رژیم د پرزېدو او د احمد الشرع په مشرۍ د ځواکونو د واک ته رسیدو ملاتړ کړی چې دغو ځواکونو په سوریه کې ښځو ته د کار او زده کړو په شمول د ازادیو د ورکولو ژمنه کړې ده. خو طالبانو ښځې د زده کړو او کار په شمول له ټولو لومړنیو بشري حقونو محرومې کړي دي.
ټیستلوبه: افغانستان لومړۍ پاڼې ته دوام ورکوي
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن، خپله لومړۍ پاڼۍ (اننګز) په داسي حال کې پیلوي چې پرون یې ۹۵ منډې وکړې او ۲ لوبغاړي یې وبایلل.
تر دې مخکې پرون ناوخته د زیمبابوې ټول لوبغاړي په داسي حال کې وسوځېدل چې ۵۸۶ منډې یې وکړې.
د زیمبابوې لپاره درو لوبغاړو سلیزې وکړې او له کبله یې دا سیالي افغان لوبډلې ته سخته شوه.
نن رحمت شاه او کیپتان حشمت الله په داسي حال کې بیټنګ ته دوام ورکوي چې پرون رحمت شاه ۴۹ او شهیدي ۱۶ منډې کړې وې.
تر دوی وړاندې د افغانستان لومړي دوه پیلګر لوبغاړي صدیق الله اتل ۳ او عبدالمالک ۲۳ منډې وکړې.
ټاکل شوې ده چې افغانستان او زیمبابوې یوه بله ټیستلوبه هم وکړي.
د روغتیا نړیوال سازمان په یوه میاشت کې ۱۵۴ زره تنو ته خدمات رسولي
د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د روان ۲۰۲۴ کال د نوومبر په میاشت کې یې په ټول افغانستان کې تر ۱۵۴ زره زیاتو کسانو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي دي. دې سازمان ویلي چې د پنځو غیر دولتي سازمانونو په همکارۍ یې په ۱۹ ولایتونو کې ۱۰۶ روغتیایي مرکزونه تر پوښښ لاندې راوستي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د جمعې په ورځ وویل چې په لسو ولایتونو کې یې ۱۵ روغتونونه پیاوړي کړي دي. د هغو په منځ کې اووه د ساري ناروغیو، دوه بېړني روغتونونه، او شپږ د رواني ملاتړ او درملنې روغتونونه دي.
عمران خان وايي، پر افغانستان برید کرکه زیاتوي
د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان وايي، پر افغانستان د بمبارۍ او د کډوالو د جبري ایستلو له کبله په پاکستان کې ترهګري کمه شوې نه ده خو کرکه ورسره ډېره شوې ده.
عمران خان پرون (جمعه) د اډیالې په محبس کې له خبریالانو او مدافع وکیلانو سره په خبرو کې وویل، ادعا کېده چې که افغان کډوال په زور وایستل شي نو ترهګري به ورسره کمه شي خو دې کار د امنیت له ښه کېدو سره مرسته ونه کړه مګر د دوو هیوادونو ترمنځ یې کرکه زیاته کړه.
عمران خان له وکیلانو او خبریالانو سره خپلې خبرې پر خپله ایکسپاڼه کې خپرې کړي او ویلي چې پاکستان پر افغانستان دوه ځلې بمباري کړې ده.
له بلې خوا پرون د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د کابینې په غونډه کې په غیر مستقیم ډول پر افغانستان د پاکستان د هوايي برید دفاع وکړه او ویې ویل چې د طالبانو حکومت باید د ټي ټي پي په وړاندې څرګند دریځ غوره کړي او پاکستان دوه ګونی چلند نه شی زغملی.
زمبابوې له افغانستان سره د ټېسټ کرکټ په لومړۍ پاڼۍ کې ۵۸۶ منډې وکړې
د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د پیل شوې ټيسټ لوبې په دویمه ورځ د کوربه لوبډلې د توپوهنې لومړۍ پاڼۍ پای ته ورسېده او ۵۸۶ منډې یې وکړې.
دا په یوه پاڼۍ کې د زمبابوې لپاره تر ټولو زیاتې منډې دي. دغه سیالي چې د ډسمبر په ۲۶مه نېټه پیل شوې ده، زمبابوې د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه غوره کړه.
د زمبابوې په توپوهونکو کې شان وېلیمس ۱۵۴، براین بینیټ ۱۱۰، ګرېګ اېروېن ۱۰۴ او بین کرن ۶۸ منډې وکړې.
د افغان توپ اچونکو له ډلې الله محمد غضنفر۳، نوید ځدراڼ، ظاهرخان او ضیاالرحمن اکبر دوه ـ دوه او عظمت الله عمرزي یوه وېکټ واخیسته.
د دې ټيسټ لوبې لا هم درې نورې ورځې پاتې دي، افغانستان به په څو شېبو کې د خپلې توپوهنې لومړۍ پاڼۍ پیل کړي.
د ویلو ده چې په دې ټيسټ لوبه کې د افغانستان له لوري صدیق اتل، عظمت الله عمرزی او الله محمد غضنفر د لومړي ځل لپاره لوبه کوي.
د افغانستان له کلیوالي اقتصاد سره د خوړو او کرنې د نړیوالې ادارې مرسته
د ملګروملتونو د خوړو اوکرڼې اداره، FAO وایي چې د دې ادارې د کار په بدل کې د نغدو پیسو د ورکولو فعالیتونو ۱۴۷ زره کسانو ته لنډمهاله کارونه رامینځ ته کړي چې له دې لارې په روان ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان کلیوالي اقتصاد ته ۱۴ نیم ملیون ډالره داخل شوي دي.
د افغانستان لپاره د دې ادارې څانګې نن- د مرغومي ۷مه پر خپله ایکس پاڼه ولیکل چې کلیوالي ټولنې وده کوي ځکه دوی له نغدو پیسو او هم د زیربناوو له ښه کیدو څخه ګټه پورته کوي.
د ملګروملتونو دغې مرستندویه ادارې پرون پنجشنبې پرهمدې پاڼه لیکلي و، چې په ۲۰۲۴ کال کې یې د اوبو د زېرمه کولو دوه میلیونه واړه اولوی ډنډونه، ۲۲۷۵ چیک ډیمونه اود سیندونو د غاړو د پخولو په ګډون ۴۸ کیلومتره کانالونه جوړکړي دي.
د دې ادارې په وینا دغه پانګونه له دې سره مرسته کوي چې ترځمکې لاندې اوبه زیاتې، د اوبوخور سیسټمونه ښه او په ټول افغانستان کې د اوبو مدیریت ښه شي.
ریچارډ بینیټ پر افغانستان د پاکستان په بمباریو کې د ملکي وګړو پر مرګ ژوبله خواشیني وښوده
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپورورکوونکي ریچارډ بینیټ د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان د پوځ په هوایي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو پروژل کیدو خواشیني څرګنده کړې ده.
ښاغلي بینیټ نن- د مرغومي ۷مه پر خپله ایکس پاڼه ولیکل چې دی هم د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما د هغه بیان په تایید د پاکستان د پوځ په هوایي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د افغان ملکیانو پر مرګ ژوبله خواشیني څرګندوي او یادونه کوي چې د نړیوالو قوانینو له مخې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي او په دې اړه د پلټڼې او حساب ورکولو په برخو کې مسوولیتونه باید پرځای شي.
یونامان د مرغومي په شپږمه په یوه بیان کې وویل چې کره راپورونه یې ترلاسه کړي چې د ډسمبر د ۲۴ مې په شپه د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالي کې د پاکستاني الوتکو په برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه ملکیان وژل شوې دي.
یوناما وویل چې پوځي ځواکونه د نړیوالو قوانینو په اساس مکلف دي چې د عملیاتو پرمهال د نظامي او ملکي وګړو ترمنځ توپير وکړي او داسې هڅې وکړي چې ملکیانو ته زیان ونه رسیږي.
پاکستان پرون رسماً تایید کړه چې د افغانستان په سرحدي سیمو کې یې هوایي برید کړی خو ټینګاریې کړی چې په دې برید کې هغه ترهګر په نښه شوي دي چې په وینا یې پاکستان ته یې ګواښ متوجه کړی و. خو ملګروملتونو او دغه راز د طالبانو حکومت په ټینګارسره ویلي دي چې په دغه برید کې د وزیرستاني کډوالو په ګډون افغان ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د یونیسیف خبرداری؛ ښايي په افغانستان کې د خوړو ناامني لا زیاته شي
د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړوجهي صندوق یونیسف وایي، د دې خطرشته په افغانستان کې د خوړو نا امني لا زیاته شي.
یونیسف په یوه راپور کې چې د ملګروملتونو ریلیف ویب ویبپاڼې خپور کړی اټکل کوي چې په ژمي کې به د ورښت کچه له متوسطې اندازې کمه وي او تر پسرلي پورې به دوام وکړي چې په نتیجه کې به یې د واورو او ابو زېرمې کمې شي او داحالت به د پسرلي ترپایه دوام وکړي.
یونیسف د خوړو د نا امنۍ د احتمالي زیاتیدا د ځینو نورو عواملو لکه د خوندیتوب د امکاناتو د کموالي، خراب اقتصادي وضعیت، لومړنیو خدمتونو ته د نه لاسرسي، طیبعي خطرونو، د اقلیم له امله د پېښېدونکو زیانونو او همدارنګه د سیمه ییزو سیاسي تحرکاتو یادونه هم کړې چې په وینا یې د افغانانو د رغیدو پروړتیا ناوړه اغیز کوي.
یونیسیف دا هم ویلي چې ۱۴،۸ ملیونه کسان به چې د افغانستان د وګړو ۳۲ سلنه جوړوي، د ژمي په میاشتو کې بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا ولري. د خوړو نړیوال پروګرام بیا ویلي په را روان ۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې نژدې ۲۳ ملیون وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري.
نن د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ د ټسټ لوبې دوهمه ورځ ده
د زیمبابوې او افغانستان د کرکټ د ملي ټیمونو ترمنځ نن د ټسټ لوبې دوهمه ورځ ده.
پرون د زیمبابوې لوبډلې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو درې سوه درې شپيته منډې جوړې کړې.
د افغانستان له لورې اله محمد غضنفر دوې ویکټې او نوید ځدران او ظاهر خان یوه یوه ویکټه اخیستې ده.
دا پنځه ورځنۍ لوبه د زیمبابوې په بلاوایو ښار کې شروع شوې ده.
افغان لوبډلې د زیمبابوې له ټیم څخه د دې سفر په ترڅ کې د درې پنځوس اورونو او درې شل اورونو لړۍ ګتلې دي.
په پام کې ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ دوې ټسټ لوبې وشي چې دوهمه یوه یې د جدي په دیارلسمه پیلیږي.
د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ د څلورم فصل په اوومه اوونۍ ۲ مسابقې وشوې
د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ د څلورم فصل په اوومه اوونۍ کې پرون ماسپښین هم دوې مسابقې وشوې.
په لومړۍ هغه کې د هرات د صرافانو ټیم د سرپل له خدیم اف سي ټیم سره خپله لوبه ۲-۲ مساوي کړه.
په دویمه مسابقه کې د هرات د سرخ پوشان خوافي لوبډلې د کندهار له عینو مېنې صفر د یو په وړاندې لوبه وګټله.
د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ د څلورم فصل سیالۍ د هرات په کوربه توب د ۱۲ لوبډلو په ګډون سره د لیندۍ/ قوس پر ۱۶مه پیل شوې.