د سعودي عربستان د پلازمېنې په ملک فهد فوټبال لوبغالي کې د فرانسې اړوند فوټبال کلب پاریس جرمن ۵ـ۴ ریاض ایلیون ته ماتې ورکړه .
دا سیالي چې د فوټبال د ځینو مشهورو ستورو په ګډون ترسره شوه، د ځانګړي مېلمه ټکټ پهکې په ۲،۶ میلیونه ډالرو وپلورل شو.
دغه ټکټ د سعودي سوداګر مشرف الغامدي له لوري په داوطلبۍ کې واخیستل شو.
پاریس جرمن لوبډلې په خپل ترکیب کې د لیونل میسي، نیمار او ایمباپې په څېر ډېر مشهور ستوري لرل او د ریاض ایلیون په لوبډله کې بیا کریسټیانو رونالډو یوازینی مشهوره لوبغاړی و.
په دې لوبه کې چې ۹ ګولونه ترسره شول او پینځه د څلور پر وړاندې پاریس جرمن وګټله.
د پاریس جرمن کلب په ګټه مشهورو ستورو میسي او ایمباپې یوـ یو ګول وواهه، خو کریسټيانو رونالډو بیا د ریاض الیون لپاره دوه ګولونه ترسره کړل.