افغانستان
امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د ملاهبت الله د یوه حکم تطبیق پیل کړی

د طالبانو د امربالمعروف وزارت د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخندزاده د حکم تطبیق په موخه د خپلو هغو چارواکو نوملړ غوښتی چې له اړتیا پرته او په لوړ لګښت یې دویم، او څلورم ودونه کړي دي.
د طالبانو د امربالمعروف وزارت له لوري د خپور شوي مکتوب پر بنسټ چې همدا نن شنبه خپور شوی خپلو ولایتي دفترونو ته امر کړی چې د هغو طالب چارواکو نوملړ برابر کړي چې له اړتیا پرته او په لوړ لګښت یې دویم، درېیم او څلورم ودونه کړي دي.
یاد وزارت ویلي، د دوی د مشر د مخکېني حکم د تطبیق په موخه یې د هغو طالب چارواکو نوملړ غوښتی چې له اړتیا پرته او په لوړ لګښت یې ودونه کړي دي.
په دې وروستیو کې راپورونه خپاره شوي چې یو شمېر لوړپوړو طالب چارواکو په لوړ لګښت دویم او درېیم ودونه کړي دي.
څو میاشتې مخکې داسې په ټولنیزو رسنیو کې داسې راپورونه هم خپاره شول چې ځینو طالب چارواکو له یوه ولایت څخه بل ولایت ته د هیلیکوپټر په وسیله خپلې ناوې لېږدولي دي.
تراوسه معلومه نه ده چې د طالبانو د مشر یاد شوی حکم به تر کومه حده تطبیق شي او د هغه نوملړ په اړه به څه اجراات کېږي چې د امربالعروف وزارت یې جوړوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د چابهار بندر په اړه درې اړخیزه غونډه جوړېږي

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، ډېر ژر به د افغانستان، ایران او هندوستان ترمنځ د چابهار بندر په اړه درېاړخیزه ناسته جوړه شي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې، چې پرون د افغانستان کورنیو رسنیو خپره کړې، ویلي چې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په کابل کې د ایران له سرپرست سفیر علیرضا بیکدلي سره کتلي، څو د چابهار بندر په اړه د راتلونکې درېاړخیزې ناستې، د فراه – میل ۷۸ سړک د پروژې د پیل، د خواف – هرات په رېللارې کې د پانګونې، او د ماهیرود له لارې د سوداګرۍ د پراخېدو په اړه خبرې وکړي.
په چابهار بندر کې، چې افغان سوداګر یې د پاکستان د بندرونو متبادل بولي، هند پانګونه کړې او امریکا پر ایران له خپلو بندیزونو په دې خاطر معاف کړی و، چې له افغانستان سره مرسته وشي خو د ولسمشر ټرمپ حکومت په وروستیو کې اعلان وکړ چې له بندیزونو څخه د چابهار بندر استثنا پای ته رسوي.
په همدې حال کې ایران وايي چې له چابهار بندر څخه تر زاهدان ښار پورې په یو نیم کال کې ریللار جوړوي.
پکتیا ته د خرلاڅۍ لار له ۷ میاشتو وروسته پرانیستل شوه

پر ډیورند کرښه د کورمې او پکتیا ترمنځ د خرلاڅۍ لار له اووه میاشتني ځنډ وروسته د سوداګرۍ لپاره پرانیستل شوه.
د خرلاڅۍ د سوداګرو د ټولنې مشر سیدمُبین حسین پرون (جمعه) د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې د مې له اتمې نېټې راهیسې د پاکستان له لوري افغانستان ته د سبزیو او نورو موټرو تګ پیل شوی دی.
پاکستان په کورمه کې د ۲۰۲۴ کال په سیپټمبر کې د فرقوي نښتو تر پیلېدو وروسته د خرلاڅۍ - پکتیا لاره تړلې وه.
له دې کبله د دواړو خواوو سوداګرو ته ډېر مالي تاوان اوښتی خو په ځانګړي ډول د کورمې اوسیدونکي، چې ډېره موده یې په محاصره کې تېره کړه، له سختو کړاوونو سره مخامخ شول.
د کورمې ځینو سوداګرو د مې پر نهمه له مشال راډیو سره په خبرو کې د خرلاڅۍ لارې پر بيا پرانیستو خوښي ښکاره کړه او د دواړو خواوو له حکومتونو یې وغوښتل چې لارې دې پرانیستې وساتي ځکه چې له دې سره د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د پرتو خلکو روزګار تړلی دی.
پر ډيورنډ کرښه، پکتيا ته تللې د خرلاڅۍ لاره په داسې حال کې پرانیستل شوې ده چې د مې پر څلورمه د کورمې تاجرانو غوښتنه کړې وه چې یاده لاره دې ژر تر ژره پرانیستل شي.
د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق د طالبانو له چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته رسېدلی

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته رسېدلی دی.
دا خبر د نوموړي پر ایکس/ پخواني ټویټر پاڼه خپور شوی او ویل شوي چې نوموړی به کابل ته د دې سفر په لړ کې له "افغان چارواکو سره مهمې غونډې" وکړي.
دا چې دا غونډې به له چا سره وي او په کومو مسایلو به پکې خبرې کېږي، جزییات نه دي ورکړل شوي.
خپله د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم تر اوسه کابل ته د صادق خان د ورتګ په اړه څه نه دي ویلي.
دا پاکستاني استازی داسې مهال کابل ته سفر کوي، چې د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ په زیاتېدو دی. په کابل کې واکمنو طالبانو ظاهراً په دې کړکېچ کې خپل ځان بېپرې نیولی او له دواړو خواوو یې د زغم او ډیپلوماسۍ له لارې د مسایلو د هواري غوښتنه کړې.
وروستیو څو اونیو کې د طالبانو د حکومت او پاکستاني لوري ترمنځ تماسونه زیات شوي دي. د اپریل په نولسمه نېټه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار کابل ته تللی و او هلته یې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په یو لړ مسایلو خبرې کړې وې.
د ایران د بشري حقونو سازمانایران یو بل افغان د نشه يي موادو د قاچاق په تور اعدام کړی

د ایران د بشري حقونو یو سازمان ویلي، چې په دې هېواد کې یو افغان بندي اعدام شوی دی.
یاد سازمان چې د پنجشنبې په ورځ، د ثور ۱۸مه، په یو راپور کې وویل، چې یو تن افغان د هغو اوو تنو بندیانو په ډله کې دی، چې د نشهيي موادو د قاچاق په جرم د تېرې یکشنبې په ورځ اعدام شوي.
د ایران د بشري حقونو سازمان، چې له هېواده بهر فعالیت کوي، وايي د دې بندیانو د اعدام حکمونه د بیرجند ښار په مرکزي زندان کې په پټه توګه عملي شوي دي.
د اعدام شوي افغان زنداني هویت علیرضا لالوزایی یاد شوی دی.
دغه سازمان تر دې مخکې هم راپور ورکړی و، چې دوه نور افغان بندیان د تېرې اونۍ په جریان کې د کرج ښار په قزل حصار زندان کې اعدام شوي دي.
د ایران د بشري حقونو د سازمان د معلوماتو له مخې، په روان میلادي کال کې د لومړیو څلورو میاشتو پر مهال په ایران کې د اعدام شویو کسانو شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷۵ سلنه زیات شوی دی.
ننګرهار کې سختو بادونو او باران یو کس وژلی او ۳۲ نور یې ټپیان کړي

د ننګرهار ولایت کې د سختو بادونو او بارانونو له امله یو کس وژل شوی او ۳۲ تنه نور ټپیان شوي دي.
دا خبره د افغانستان کورنیو رسنیو د سیمهییزو طالب چارواکو له قوله کړې ده.
په ننګرهار کې د طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس سیفالله خالد ویلي، ټپیان روغتون ته انتقال شوي چې له ډلې یې ۲۸ تنه تر درملنې وروسته رخصت شوي او ۴ تنه نور لا هم تر درملنې لاندې دي.
د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډیو ته ویلي چې د پنجشنبې په ورځ دوی د سختو بادونو او باران شاهد وو.
د طالبانو د ځایي چارواکو په وینا، د دې توفان په نتیجه کې دوه د مخابراتو پایې او ګڼ شمېر ونې راغورځېدلې، د یو شمېر خلکو د لمریزې برېښنا هېندارې یې ماتې کړي او همدارنګه یې د ننګرهار په بېلابېلو سیمو کې نور مالي زیانونه هم اړولي دي.
تېر کال د سرطان په میاشت کې هم د ننګرهار په شمول یو شمېر ولایتونه، د توندو بادونو، باران او سېلونو شاهدان وو، چې د طالبانو د حکومت د شمېرو له مخې، ۵۲ کسان پکې وژل شوي وو.
افغانستان د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې له لسو ډېر زیانمنو هېوادونو څخه شمېرل کېږي.
طالبان وايي، د سږ کال تر پایه به هرات ښار ته د ټاپي نللیکه ورسیږي

د طالبانو د کانونو او پیترولیم وزارت وایي چې د ټاپي پایپلاین به د روان ۲۰۲۵ کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي.
د دغه وزارت ویندوی همایون افغان پرون (پنجشنبې) رسنیو ته وویل هرات ته د نللیکې له رسیدو وروسته به په دغه ښار کې د ګازو د وېش بهیر هم پیل شي.
د هغه په وینا، د پایپلاین مسیر تر هرات پورې ۱۵۳ کیلومتره دی، چې له هغه څخه ۱۴ کیلومتره یې تر اوسه بشپړ شوی.
د ټاپي یا د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان د ګازو پایپلاین ټول اوږدوالی ۱٬۸۱۴ کیلومتره دی، او ټاکل شوې ده چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ولېږدوي.
دا نللیکه به له هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو څخه تېره شي. په افغانستان کې به د دغه پایپ لاین اوږدوالی ۸۱۶ کیلومتره وي.
د چهارشنبې په ورځ د طالبانو د باندنیو چارو وزارت وویل چې د دې وزارت سرپرست امیرخان متقي د ترکمنستان له بهرنیو چارو وزیر سره د ټاپي پروژې د کار د چټکتیا په اړه ټیلفوني خبرې کړي دي.
ظاهر قدیر په نایروبي کې محکمې ته حاضر شو

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی مرستیال رئیس ظاهر قدیر، چې څه موده وړاندې د امریکا په غوښتنه د کینیا حکومت ونیوه، پرون (پنجشنبې) د کینیا په پلازمېنه نایروبي کې محکمې ته حاضر شو، څو د امریکا له خوا د ده د استرداد (بېرته سپارلو) غوښتنه وڅېړل شي.
پر قدیر د مخدرو موادو د قاچاق او ناقانونه وسلو د لرلو تورونه لګول شوي دي.
قدیر، چې نژدې یوه میاشت مخکې په کینیا کې نیول شوی، دغه تورونه رد کړي او امریکا ته د ده د استرداد غوښتنه یې سیاسي بللې ده.
هغه محکمې ته ویلي، د خپل سیاسي دریځ له کبله نیول شوی او امریکا ته سپارل کېږي.
د کینیا چارواکو تایید کړې چې د قدیر نیونه د امریکا د یوې محکمې په غوښتنه شوې، چې د مارچ په ۲۵ نېټه یې د هغه د نیونې حکم صادر کړی و. د نایروبي محکمې د ده د توقیف موده غځولې تر څو د استرداد د غوښتنې په اړه پرېکړه وشي.
د ظاهر قدیر وکیل، ندیګوا نجیرو، محکمې ته ویلي چې د امریکا غوښتنه یوازې د نیونې پر حکم او د تورونو پر لنډیز ولاړه ده، نه پر مستندو شواهدو.
توپان په ننګرهار کې خلکو ته تاوانونه واړول

د جلالاباد ښار په ختیځو برخو کې پرون (پنجشنبې) توپان لږ تر لږه ۲۵ تنه ټپیان کړل.
توپان د ښار په څو برخو کې کورونه، تجارتي ملکیتونه او زېربناوې زیانمن کړي دي.
طالب چارواکو ویلي، د دوو مخابراتي برجونو، د لمر پر برېښنا د چلیېدونکې سیستم، او یوې سیمهییزې راډیو په شمول یو شمېر مهمو تاسیساتو ته هم زیان اوښتی دی.
د ښار په بېلابېلو سیمو کې د استوګنې د کورونو ښیښې، د کورونو دننه سامانونه، او د دوکانونو مالونه هم زیانمن شوي دي.
ټپیان د جلالاباد ولایت روغتون ته انتقال شوي دي.
تر دې وړاندې د هوا پېژندنې ادارې د ننګرهار په شمول په یو شمېر ولایتونو کې د ورښتونو او تېزو بادونو وړاندوینه کړې وه.
د افغان د خبریالانو مرکز وايي، طالبانو په تالقان ښار کې درې سیمه ایز خبریالان نیولي دي

د افغانستان د خبریالانو مرکز په تخار ولایت کې د دریو سیمه ایزو خبریالانو د نیول کېدو خبر ورکوي.
د خبریالانو دې مدافع ټولنې په یوه بیان کې چې نن خپور شو ویلي دي چې د آریانا نیوز خبریال نصرت الله ابراهیمي او آزاد خبریالان منیر هدف او اسدالله تیمور په تالقان ښار کې د طالبانو د سیمه ایزو چارواکو له خوا نیول شوي دي.
د بیان له مخې تیمور او منیر د دوشنبې په شپه او ابراهیمي د سه شنبې په ورځ نیول شوي دي. طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د دې خبریالانو پر نیول کېدو اندېښنه ښودلې او پر واکمنو طالبانو یې غږ کړی چې دا خبریالان سمدستي او له قید او شرط پرته خوشې کړي.
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایووا د مې په دریمه، د رسنیو د آزادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه بیان کې د طالبانو له خوا د بیان پر آزادۍ محدودیتونه د اندېښنې وړ وبلل.
مېرمن اوتونبایووا وویل، د طالبانو محدودیتونه د دې سبب شوي چې د رسنیو مسلکي کسان له ګواښونونو، بندي کېدو او ناوړه چلند سره مخامخ شي.
د جرمني حکومت دې هېواد ته د ډېری غیرقانوني کډوالو پر ننوتو بندیز لګوي

د جرمني نوی حکومت وايي چې ډېری غیرقانوني پناه غوښتونکو ته به اجازه ورنه کړي چې له سرحدونو څخه دې هېواد ته ننوځي. دا په داسې حال کې ده چې نوی صدراعظم فریدریښ میرڅ هڅه کوي دې هېواد ته د پناه غوښتونکو د بې نظمه ننوتلو او ورسره د افراطي ښي اړخو د نفوذ د زیاتېدو مخه ونیسي.
د کډوالو پرمخ د سرحدونو بندول د ښاغلي میرڅ د پالیسۍ مهمه برخه ده ځکه دی غواړي چې د جرمني لپاره د بدیل AfD په نوم د کډوالو مخالف سیال ګوند، پراخ نفوذ ترلاسه نه کړي. دې ګوند د فبروري په انتخاباتو کې دوهم ځای وګاټه او محبوبیت یې په نظرپوښتنو کې په زیاتېدو دی.
جرمني په ۲۰۱۵ کال کې د کډوالو د بحران په اوج کې شاوخوا یو میلیون کډوال ومنل چې ډېری د سوریې او افغانستان وګړي وو.