د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۴ زمری ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۱۲

د ايران د سفير بدلول د هغه له صوتي پيغامونو له افشا کېدو سره ارتباط لري؟

بهادر امينيان
بهادر امينيان

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست، امیر خان متقي د ایران له ځینو ډیپلوماتانو سره داسې وخت خبرې وکړې، چې په دې کتنه کې د کابل لپاره د ایران پخوانی یا هم اوسنی سفیر حاضر نه و.

په وروستیو کې ایران د افغانستان لپاره خپل سفیر بهادر امینیان بدل کړ، هغه هم د سفیر د صوتي پیغامونو تر افشا کېدو وروسته چې په هغه کې یې طالبانو ته بد رد ویلي وو.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې د طالبانو حکومت په کابل کې د ایران د نوي سفیر په توګه د کاظمي قمي د کار د پیلولو هرکلی وکړ.

ایران د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی حسن کاظمي قُمي د نوي سفیر په توګه ټاکلی دی.

زموږ همکار، صالح محمد صالح د نړیوالو چارو له شنونکي حکمت اعظمي د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې، د ایران د سفیر بهادر امینیان بدلول د هغه د صوتي پیغامونو له افشا کېدو سره څومره ارتباط لري.

د ښاغلي اعظمي مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:21 0:00
  • 16x9 Image

    صالح محمد صالح

    صالح محمد صالح (Salih Mohammad Salih) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او ویندوی دی، چې له ۲۰۰۶م کال راهیسې له دې راډیو سره کار کوي.

XS
SM
MD
LG