افغانستان
په کندهار کې مخکېني خبریال 'نصیر میرزايي' ځان وژنه کړې
![نصیر میرزايي](https://gdb.rferl.org/02490000-0aff-0242-8825-08dae0ff5cf8_w250_r1_s.jpg)
په کندهار کي د نصیر میرزايي په نوم یوه مخکېني سیمه ییز خبریال نن یکشنبه ځان وژنه کړې ده.
د طالبانو د کندهار د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي چې دغه خبریال نن په خپل کور کې ځان وژنه کړې ده.
طالبانو د نوموړي خبریال د ځان وژنې علت کورنۍ ستونزې یادې کړي دي.
تراوسه د دې خبریال کورنۍ د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو د دویم ځلي په واکمنۍ سره د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی او د رسنیو ملاتړ بنسټونو په وینا چې لسګونه رسنۍ تړل شوي، خبریالان بې کاره شوي او ان ځینو خبریالانو بهرنیو هېوادونو ته پر لاره ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
جاپاني رسنۍ: د طالبانو پلاوی یوه غیرانتفاعي خصوصي بنسټ توکیو ته بللی
![](https://gdb.rferl.org/d3379c63-394b-4212-a0f7-5b40cfd030e0_w250_r1_s.jpg)
د طالبانو د حکومت یوه پلاوی، چې د اقتصاد مرستیال وزیر عبداللطیف نظري هم پکې شامل دی، د نیپون فاونډېشن په بلنه جاپان ته تللی دی.
دا د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، جاپان ته د طالبانو د حکومت د چارواکو لومړنی سفر دی.
د نیپون فاونډېشن یوه چارواکي د دوشنبې په ورځ جاپاني رسنیو ته وویل، د دې سفر هدف دا دی چې طالبان درک کړي چې له نړیوالې ټولنې څخه د کمزورو خلکو لپاره د بشري مرستې منل یوه مهمه اړتیا ده.
په افغانستان کې ښځې له سختو شرایطو سره مخامخ دي، نو د دې جاپاني بنسټ چارواکي هیله لري چې دا سفر به مرسته وکړي چې د ښځو په اړه د طالب چارواکو ذهن روښانه کړي.
طالبانو د اسلام په اړه د خپل تعبیر پر اساس، ښځې له تعلیم او کار کولو منع کړې دي. د بشري حقونو د محدودیتونو له امله، د جاپان په شمول نړیواله ټولنه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک ۲۰ میلیون ډالره لیلاموي
![](https://gdb.rferl.org/9795DFA7-58D5-4818-A2D1-370E440EA291_w250_r1_s.jpg)
د بهرنیو اسعارو په تېره بیا ډالر په وړاندې د افغانۍ د ارزښت د ثبات لپاره د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک نن (سې شنبې) ۲۰ میلیون ډالره نور لیللاموي.
دې بانک په وروستیو اوونیو کې، چې د ډالر په وړاندې د افغانۍ ارزښت ټیټ شو، په ځلونو ډالر بازار ته وړاندې کړي دي.
د افغانستان بانک پرون په یوه خبرپاڼه کې له خصوصي بانکونو، صرافیو او د پیسو د تبادلې له مرکزونو وغوښتل چې د دالرو په داوطلبۍ کې برخه واخلي.
د افغانستان بانک له لوري د ټاکل شوي نرخ پر اساس، پرون هر امریکايي ډالر په ۷۳ افغانۍ او ۷۶ پوله تبادله کېده.
د جنورۍ په میاشت کې، چې افغانستان ته د امریکا د مرستو د ځنډېدو خبرونه خپاره شول، د افغانۍ په وړاندې د ډالر ارزښت له ۶۸ افغانۍ څخه، نژدې ۸۰ افغانۍ ته لوړ شو.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، بهرنۍ اړیکې د ایالتي حکومت په صلاحیت کې نه دي
![د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویندوی](https://gdb.rferl.org/d43e9055-31d5-4f38-8e64-b296ab5ef6d9_cx0_cy37_cw99_w250_r1_s.jpg)
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خیبرپښتونخوا د ایالتي حکومت د هغه اعلان په غبرګون کې چې غواړي افغانستان ته دوه پلاوي ولېږي، پرون وویل چې بهرنۍ اړیکې د فدرالي حکومت صلاحیت دی.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان پرون وویل: «د اساسي قانون له مخې، د بهرنیو اړیکو چارې د فدرالي حکومت صلاحیت دی.»
د خیبر پښتونخوا د اعلي وزیر سلاکار، محمد علي سیف، د یکشنبې په ورځ وویل چې د دې ایالت حکومت به دوه پلاوي افغانستان ته واستوي چې له کابل سره خبرې وکړي.
د محمدعلي سیف په وینا دا پلاوي د دې لپاره کابل ته استول کېږي چې د خبرو اترو لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کړي او ډیپلوماټیکې چارې تنظیم کړي.
تر دې مخکې د جنورۍ په ۶ مه د خیبرپښتونخوا ایالت اعلي وزیر علی امین ګنډاپور ویلي و چې په دې ایالت کې د زیاتیدونکو ترهګریزو پیښو د مخنیوي لپاره به له فدرالي حکومت سره له مشورې وروسته یوه جرګه افغانستان ته ولیږي، چې د ده په خبره د بیلابیلو قومونو استازې به پکې ګډون ولري.
د کابل امنیه قومانداني، د کابل هوایي ډګر ته نژدې د چاودنې راپور رد کړ
![کابل، د طالبانو د پولیسو یو سرتېری (آرشیف)](https://gdb.rferl.org/01000000-c0a8-0242-e22a-08dbe033beab_w250_r1_s.jpg)
د طالبانو د امنیتي قوماندانۍ ویاند خالدځدراڼ د کابل هوايي ډګر ته نژدې د چاودنې په اړه راپورونه ردوي.
له دې مخکې ځینو کورنیو رسنیو د سرچینو په حواله راپور ورکړی و، چې نن د کابل د هوايي ډګر پر سړک یوه چاودنه شوې ده.
خو ښاغلي خالد ځدراڼ له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې په کابل کې نن کومه امنیتي پېښه نه ده شوې.
په ټل کې د مالونو د وړونکو موټرو پر کاروان په برید کې یو سرتېری وژل شوی او ۱۵ نور کسان ټپیان دي
![هنګو- د جنوري ۴مه، کورمې ته د تلونکو موټرو کاروان](https://gdb.rferl.org/e724e757-9367-497c-9bde-8de9b3e1c1c8_w250_r1_s.jpg)
پاکستاني چارواکي وايي چې د خیبرپښتونخوا له ټل سیمې څخه پاړه چنار ته د مالونو د وړونکو موټرو پر کاروان د برید پرمهال یو امنیتي سرتېری وژل شوی او د پولیسو په ګډون ۱۵ تنه نور ټپیان دي.
د کورمې د پولیسو یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د آزادۍ راډیو مشال څانګې ته وویل چې نن (د سلواغې ۲۹مه) په خوراکي توکو او درملو بار د شاوخوا ۱۳۷ موټرو کاروان چې امنیتي ځواکونو او پولیسو بدرګه کاوه، هغه مهال چې له چپري سیمې څخه پاړه چنار ته روان شو، په وچت او مندریو سیمه کې د وسله والو تر برید لاندې راغی.
د دې چارواکي په وینا په دې برید کې پنځه موټر هم سوځول شوي دي. دا چارواکی زیاتوي چې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ جګړه کې له هیلیکوپټرو څخه هم کار واخیستل شو.
چارواکي وايي چې اوس مهال د ټل او پاړه چنار لاره د سوداګریزو موټرو پرمخ بنده ده.
جرمني دغه هېواد ته د سلګونو افغانانو الوتنې ځنډولي
![ولاړه الوتکه - انځور پخوانی دی](https://gdb.rferl.org/9b01a736-1e91-48d1-989e-3e396c76812f_w250_r1_s.jpg)
ځینو جرمني رسنیو راپور ورکړی چې دغه هیواد د سلګونو افغانانو الوتنې ځنډولي او دوه چارټر الوتنې یې لغوه کړې دي. د ویلټ ام زونټاګ ورځپاڼې د راپور له مخې، هغه افغانان چې الوتنې یې ځنډول شوي، لا دمخه یې د جرمني ویزې ترلاسه کړې دي.
ویل شوي چې دا الوتنې د جرمني د بیا میشتیدنې د پروګرام یوه برخه وه چې هدف یې دغه هېواد ته د سلګونو افغانانو لیږدول وو.
ډېری افغانان چې په افغانستان کې یې له جرمن ځواکونو، بنسټونو او موسسو سره اوس مهال له پاکستان او نورو هیوادونو څخه جرمني ته د تلو په تمه دي.
جرمني دغه هېواد ته د افغانانو د لېږد پروسه وروسته له هغه ځنډولې چې تېره پنجشنبه په مونیخ کې یوه افغان کډوال په خپل موټر باندې لسګونه کسان ووهل.
د فرهاد په نوم افغان کډوال چې تر دې برید وروسته نیول شوی خپل موټر په مونیخ ښار کې د تجارت د اتحادیې په لاریونوالو وروست. په هغه برید کې لږ تر لږه ۳۹ کسان ټپیان شول چې له ډلې یې وروسته یوې دوه کلنې ماشومې او ۳۷ کلنې مور یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
د لومړي ځل لپاره د طالبانو یو پلاوی جاپان ته تللی
![د طالبانو یو پلاوی له سفر مخکې، ارشیف](https://gdb.rferl.org/66f61203-e5b4-483d-a40f-b69c3d32b660_w250_r1_s.jpeg)
جاپاني رسنیو ویلي چې توکیو کې د " نیوپون فوندیشن" په نوم یوه بنسټ چې د جاپان ملي ګټو ته کار کوي، د طالبانو یوه پلاوي ته د سفر بلنه ورکړې ده.
د جرمني ( ډي.پي.اې) خبري اژانس لیکلي چې د همدې بلنې پر اساس د طالبانو یو پلاوی جاپان ته تللی چې جوړښت کې یې د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري شامل دی.
خپله ښاغلي نظري د شنبې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د یو رسمي سفر په ترڅ کې جاپان ته روان شوی دی.
دا له کله چې د ۲۰۲۱ کال په اوړي کې طالبان واکمن شوي، جاپان ته یې د یوه چارواکي لومړنی رسمي سفر دی.
تراوسه د سفر د اجنډا او هلته د کیدونکو بحثونو په اړه ډير معلومات نه دي خپاره شوي.
طالبانو تر دې وړاندې د سیمې نورو هېوادونو ته هم ورته سفرونه کړي، خو تراوسه هیڅ یوه هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.
ننګرهار کې د طالب او پاکستاني پوله ساتو تر منځ نښتې شوي
![د پاکستان - افغانستان سرحدي سیمې](https://gdb.rferl.org/5c221285-2c8a-40c3-afa8-246b7c395652_w250_r1_s.jpg)
په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوول قریشي بدلون ویلي د یکشنبې په ورځ د لعلپورې ولسوالۍ اړوند «ډیورند فرضي کرښې» ته څیرمه نښته هغه مهال وشوه چې طالبانو په خپلو پوستو کې مورچه جوړوله او پاکستاني پوله ساتو پرې ډزې وکړې.
بدلون زیاته کړې چې طالب ځواکونو د دغو بریدونو په ځواب ډزې کړي او د پاکستان دوه پوستې یې په نښه کړې دي.
دې نښتو څو ساعته دوام کړی دی.
اخوا له پکتیکا ځینو ناتایید شویو رپوټونو کې راغلي چې پاکستاني ځواکونو د برمل ولسوالۍ په مارغه چینه سیمه کې هوایي بریدونه کړي دي.
د طالبانو اړوند ځينو رسنیو بیا ویلي چې پاکستاني جټ الوتکو د ډيورنډ کرښې هاخوا په جنوبي او شمالي وزیرستان کې د عامو خلکو کورونه په نښه کړي دي.
پاکستاني پوځیانو تر دې مخکې هم د افغانستان په ځینو سرحدي سیمو په تېره په پکتیکا کې هوايي بریدونه کړي دي.
طالبانو په نیمروز کې ۱۱ کسان او په بامیان کې یو کس په دُرو وهلي دي
![د طالبانو له خوا د سزا د تطبیق یوه صحنه](https://gdb.rferl.org/da39a999-36b2-4420-8679-18ef5f90bea4_w250_r1_s.jpg)
د طالبانو سترې محکمې د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې له دې ډلې څلور کسان د غلا، لوټمارۍ او نامشروع اړیکو او اوه تنه نور په غلا تورن وو.
دوی ته د نیمروز په سپورټي لوبغالي کې د خلکو په مخکې سزا ورکړل شوې.
په یوه بله اعلامیه کې، د طالبانو سترې محکمې د بامیان په یکاولنګ ولسوالۍ کې یو کس له کوره د تېښتې په جرم په درو وهلی.
که څه هم د طالبانو سترې محکمې د ښځې یادونه نه ده کړې خو دوی معمولاً هغو ښځو ته سزا ورکوي چې له کورونو اکثر د کورني تاوتریخوالي یا جبري وادونو په خاطر تښتي.
د طالبانو د سترې محکمې د بیانونو له مخې، دا کسان له ۲۰ تر ۳۹ دُرې وهل شوي او له یو تر شپږ کاله بند باندې محکوم شوي.
طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته سلګونه کسان چې ګڼې ښځې هم پکې شاملې دي د خلکو په مخ کې په دُرو وهلي دي.
د بشري حقونو مدافع ډلو او ملګرو ملتونو په وار وار له طالبانو غوښتي چې دا ډول سزاګانې پای ته ورسوي.
د نیوزیلند په وړاندې د افغان لوبډلې ماته
![د نیوزیلند په وړاندې د افغان لوبډلې د تمریني لوبې یوه شېبه](https://gdb.rferl.org/2fed46d6-92aa-4a4c-89ca-3e6e42a3b700_w250_r1_s.jpg)
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د اتلانو جام په درشل کې خپله دویمه تمریني لوبه په نیوزیلنډ وبایلله.
افغان لوبډلې د یکشنبې په ورځ د کراچۍ د کرکټ په سټډيوم کې لومړی توپ وهنه وکړه چې سیال ټيم ته یې د ۳۰۶ منډو هدف ورکړ.
په دې کې د رحمن الله ګربز سلیزه هم شامله ده.
په ځواب کې د نیوزیلند لوبډلې د دوو ویکټو په توپیر لوبه وګټله.
دا د اتلانو جام په درشل کې د افغان لوبډلې دویمه تمریني وه لوبه وه چې بایلي یې. لومړۍ تمریني لوبه کې یې د پاکستان د الف لوبډلې په وړاندې ماته خوړلې وه.
تمه ده د اتلانو جام په لومړۍ رسمي لوبه کې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د جمعې په ورځ د فبروري په ۲۱مه له جنوبي افریقا سره مخ شي.
افغانستان به له جنوبي افریقا سره تر لوبې وروسته راتلونکې د فبروري په ۲۶مه له انګلستان او ۲۸مه له اسټرالیا سره مخ شي.