د متقاعدینو ټولنه وايي شا و خوا دوه کاله کېږي، د دوی امتیازونه او معاشونه نهدي ورکړل شوي.
د دې ټولنې غړي، چې اکثریت یې پخواني پوځي او ملکي مامورین، دي وايي ځینې یې حتی د خپلې نفقې برابرولو وس هم نهلري.
د دې ټولنې زیات غړي پوخ عمره کسان دي، چې وايي اوس د کار کولو وس هم نهلري او هر یوه ته یوه لویه کورنۍ ور ترغاړې ده.
زموږ همکار صالح محمد صالح، د متقاعدینو ټولنې له مشر، افندي سنگر څخه د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې: دوی ته ولې تر اوسه د تېرو دوو کلونو معاشونه نه دي ورکړل شوي؟
د ښاغلي سنګر مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ: