ټاکل شوې ده چې سبا د افغانستان او سرېلانکا د کرېکټ د ملي لوبډلو ترمنځ یوه ورځنۍ لوبه وشي.
سرېلانکا د سوپر لیګ لوبو په ترڅ کې له افغانستان سره د دریو پنځوس اووره لوبو کوربنه ده.
دا لوبې د دوه زره درویشتم کال نړیوال جام ته د مستقیم تګ لپاره دي.
د سوپرلیګ لوبې له یوه کال راهیسې پيل شوې دي.
افغان لوبډله دومره امتیازات تر اوسه لري که چېرته له سرېلانکا څه دا لړۍ وګټي په مستقیم ډول به د راتلونکي کال نړیوال جام ته ووځي.