له افغانستانه د ځواکونو ایستل لا هم د لوېدیځو مطبوعاتو د بحث موضوع ده او هر څه موده وروسته پرې لیکنې خپرېږي.
خو په دغو لیکنو کې اصلي بحث او انتقاد په دې دی چې هغسي چې لازمه وه لوېدیځو هېوادونو خپل پوځیان له افغانستانه ونه ایستل.
ګارډین:
د بریتانیا ګارډین او ایفنینګ ستنډرډ ورځپاڼو په دې اړه په لیکنو کې د دغه هېواد پر اوسني مرستیال صدراعظم ډامینیک راب ځینو نیوکو ته کتنه کړې ده.
راب د ۲۰۲۱ په اګست کې چې طالبان واک ته رسېدل، د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره د تخلیې پر سر لانجه وکړه.
د ګارډین ورځپاڼې له لیکنې سره سم، ادعا کېږي چې ډامینیک راب یوازې د بهرنیو چارو وزارت له څو ګوته په شمېر چارواکو سره د تخلیې د عملیاتو په وروستي پړاو کې مشوره کړې وه.
ګارډین وايي، سرچینو ورته ویلي چې راب د بهرنیو چارو وزارت له یو شمېر چارواکو سره په دې خاطر له مشورې ډډه وکړه، چې ده دا کار د وخت ضایع کېدل بلل، خو دا مسئله د دې سبب شوه چې په دوو وزارتونو کې یو شمېر چارواکي د ناروغۍ رخصتي واخلي.
اوس تازه ادعاوې شوي چې د بریتانیا د مرستیال صدراعظم چلند سبب شو چې د تېرکال په اګست کې د طالبانو د واک ته رسېدو په مهال د بریتانیايي پوځیانو د ایستلو مصرف زیات شي او د اوږدې مودې لپاره تاوان واړوي.
راب له افغانستانه د برتانوي ځواکونو له وتلو وروسته د عدلیې وزیر شو.
هماغه مهال د بریتانیا پر بهرنیو چارو وزیر ډیر انتقادونه وشول چې د ځواکونو د ایستلو په مهال په رخصتۍ تللی و.
واشنګټن اګزامینر:
واشنګټن اګزامینر ورځپاڼې بیا د افغانستان د جګړې په اړه په امریکا کې یوه چاپ شوي کتاب ته کتنه کړې ده.
دا کتاب چې «زړه ور ټولی» نومېږي، د هغو امریکايي پوځیانو کیسه کوي چې له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۰ پورې د افغانستان د کندهار په ارغنداب ولسوالي کې مېشت و.
په دې کتاب کې راغلي چې دا په افغانستان کې د امریکا د شل کلنې جګړې تر ټولو خونړي کلونه وو. په دې موده کې په کندهار، هلمند او کونړ کې جګړه تر ټولو توده وه او په ځانګړي ډول د کندهار په ولسوالیو کې بیا ارغنداب تر ټولو خطرناک ځای و.
واشنګټن اګزامینر د «زړه ور ټولی» کتاب پر اساس لیکي چې ارغنداب ته ۱۳۰ امریکايي پوځیان استول شوي وو. د هغوی له منځه، ۳ تنه په جګړه کې ووژل شول، د ۱۲ تنو د بدن غړي غوڅ شول او یو شمېر نور ټپیان شول.
کتاب په دې رڼا اچوي چې دغو ځواکونو څنګه ځان وژغوره او عملیات یې بشبړ کړل.