خبرونه
يوناما پر افغان ښځو د وروستيو محدوديتونو په تړاو اندېښنه ښودلې
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما، تفریحي پارکونو، حمامونو او ورزشي سالونونو ته د ښځو پر تګ بندیز ته په اشارې، په دې باب ژوره اندېښنه وښوده.
پر ښځو د محدودیتونو په لړ کې د طالبانو سرپرست حکومت په تازه مورد کې نجونې او ښځې تفریحي پارکونو، حمامونو او ورزشي سالونونو ته له تګ رسماً منع کړې.
یوناما پرون ناوخته په خپل ټویټر کې لیکلي، چې د افغانانو ټولو حقونو په ځانګړي ډول د ژوند ټولو برخو ته د ښځو د لاسرسي او د نجونو د تعلیم حق ته دې درناوی وشي.
که څه هم د طالبانو حکومت ویلي چې د شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ته درناوی کوي، خو انتقاد کوونکي وايي طالبانو د ښځو او نجونو حقونه عملاً تر پښو لاندې کړي دي.
په تازه مورد کې اروپايي ټولنې هم پر ښځو د تازه محدودیتونو وضع کول د دوی له حقونو جدي سرغړونه بللې ده.
د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو د دفتر ویاند پیټر ستانو (Peter Stano) د دوشنبې ناوخته په ټویټر کې لیکلي، له طالبانو غواړي چې له نړیوالو قوانینو سره سم خپلو مکلفیتونو ته ژمن پاتې شي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
طالبانو په فاریاب کې یوه مېرمن په عام محضر کې په درو ووهله
په فاریاب ولایت کې د طالبانو سیمه ایزو چارواکو (د مرغومي اتمه) یوه ښځه په عام محضر کې په درو ووهله.
د طالبانو سترې محکمې پرون په یوه بیان کې وویل، د تعزیری سزا دا حکم پر هغه ښځه چې په غلا تورنه وه، تطبیق شو.
د بیان له مخې دا ښځه د فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالۍ د لومړنۍ محکمې له خوا په ۳۹ درو محکومه شوې وه او د سترې محکمې له تایید وروسته حکم پرې تطبیق شو.
د طالبانو د حکومت ستره محکمه وايي چې په تېرو دریو اونیو کې پر شاوخوا ۵۰ کسانو تعزیري سزاګانې تطبیق شوې دي.
د بشري حقونو ډلې پر طالبانو انتقاد کوي چې د بشري حقونو اصولو ته درناوی نه کوي او دا هم وايي چې د تورنو د محاکمې بهیر شفاف نه دی.
په خوست کې سلګونه کسانو د پاکستان پرضد اعتراضیه مظاهره وکړه
د خوست ولایت یوشمېر اوسېدونکو نن (د مرغومي ۸مه) د افغانستان پر خاوره د پاکستان د حملو پر وړاندې د اعتراض په توګه لاریون وکړ.
سلګونه کسان د خوست ښار په سرګردان چوک کې راټول شول او په یوه اعتراضیه غونډ کې یې د پاکستان حملې وغندلې. معترضانو د پاکستان پرضد شعارونه ورکړل.
د راپورونو له مخې د تېرې اونۍ د سه شنبې په ماښام د پاکستان پوځ د پکتیکا ولایت پر برمل ولسوالۍ هوايي حملې وکړې چې په نتیجه کې یې له ۵۰ ډېر ملکي وګړي ووژل شول.
د طالبانو چارواکو پرون وویل چې د پکتیا او خوست ولایتونو له اړوندو سیمو څخه د ځوابي حملو په ترڅ کې ۱۹ پاکستاني سرتېري وژلي دي.
د رحمت شاه غبرګې سلیزې
ټېسټ کرکټ؛ افعانستان د درېیمې ورځې ترپایه ۴۲۵ منډې وکړې
د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د لومړۍ ټیسټ لوبې درېیمه ورځ بشپړه شوه او افغانستان یوازې د دوه لوبغاړو په سوځېدو سره ۴۲۵ منډې وکړې.
دغه سیالي چې د ډسمبر په ۲۶مه نېټه پیل شوې ده، زمبابوې د خپلې لومړۍ پاڼۍ په بشپړولو سره ۵۸۶ منډې کړې وې چې لا هم افغان لوبډله ترې ۱۶۱ منډې شاته ده.
د افغانستان لپاره په توپوهنه کې رحمت شاه د خپل ټيسټ کرکټ لومړنۍ غبرګه سلیزه ووهله او لا هم په ۲۳۱ منډو ناسوځېدلی ولاړ دی. دغه راز لوبډلمشر حشمت الله شهیدي بیا په ۱۴۱ منډو ناسوځېدلی ولاړ دی.
په دې ټیسټ سیالۍ کې رحمت شاه او حشمت الله ۳۶۱ منډې ملګرتیا کړې ده چې دا د افغانستان د ټيسټ کرکټ په تاریخ کې تر ټولو اوږده ملګرتیا ده.
په روانې پاڼۍ کې یوازې صدیق اتل او عبدالمالک اوټ شوي لوبغاړي دي.
د ویلو ده چې دغه ټیسټ لوبه به د ډسمبر میاشتې تر ۳۰مې نیټې پورې روانه وي.
د پوتین او علییف خبرې هغه هم د اذربایجان د الوتکو د لوېدو تر پېښې څو ورځې وروسته
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین نن د اذربایجان رهبر الهام علییف ته ویلي، کله چې د اذربایجان یوې الوتکې غوښتل د روسیې پر ګروزني ښار راکښته شي، د روسیې د هوايي مدافع دستګاه، د اوکراین د بې پېلوټه الوتکو د احتمالي حملې له کبله فعاله شوه.
خو ولادمیر پوتین دا ونه ویل، چې د روسیې د هوايي مدافع دستګاه دې د اذربایجان د هوايي شرکت د الوتکې د سقوط مسوول وي.
د کرملین په وینا، پوتین علییف ته ویلي، چې په همدې شېبه کې پر موزدوک او ولادي وستوک ښارونو د اوکراین حملې روانې وې او د روسیې د هوايي مدافع دستګاه د دغو حملو په دفاع بوخته وه.
تر دې مخکې ګنګوسې وې، چې تېره چهارشنبه د اذربایجان هوايي شرکت د یوې الوتکې په سقوط کې د روسیې د هوايي مدافع دستګاه ښکېله وه.
په هغه الوتکه کې ۶۷ کسان موجود وو، چې د قزاقستان اقتاو ته نږدې نسکوره کړای شوه.
په دې پېښه کې د الوتکې ۳۸ سورلۍ ووژل شوه او ۲۹ نور کسان ټپیان شول.
نږدې سل کورنۍ پرون له ایران او پاکستان راستنې شوي
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس له ایران او پاکستان څخه د ۹۷ کورنیو د ستنېدو خبر ورکړ.
دغه اژانس خبر ورکړی، چې «پرون د تورخم له لارې ۱۲ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۱۳، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۳۱ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۴۱ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.» په خبر کې نه دي ویل شوي، چې دغه کورنۍ په خپله خوښه که په جبري ډول افغانستان ته اخراج کړای شوي دي. پاکستان د ۲۰۲۳م کال د نومبر له لومړۍ نېټې د بې اسناده افغان کډوالو ډله ییز اخراج پیل کړی، ورسره له ایران او نورو هېوادونو هم د افغان کډوالو د اخراج لړۍ روانه ده.
ټېسټ کرکټ؛ رحمت شاه د زمبابوې پر وړاندې سلیزه ووهله
د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د پیل شوې لومړۍ ټېسټ لوبې درېیمه ورځ هم پيل شوې ده چې د غرمې ډوډۍ تر دمې پورې رحمت شاه او لوبډلمشر حشمت الله شهیدي توپوهنه وکړه.
د دې خبر تر لیکلو پورې د دوه افغان لوبغاړو تر سوځېدو وروسته د افغانستان د لومړۍ پاڼۍ ټولې منډې ۱۹۱ دي.
په دې پاڼۍ کې افغان لوبغاړي رحمت شاه سلیزه ووهله، هغه په ۱۰۴ منډو ناسوځېدلی ولاړ دی.
دغه راز حشمت الله شهیدي بیا په ۵۱ منډو ناسوځېدلی ولاړ دی، خو لا هم افغان لوبډله په لومړۍ پاڼۍ کې له زمبابوې څخه ۳۹۵ منډې شاته ده.
نن د لوبې دوه نور پړاوونه هم پاتې دي، که افغان لوبډله د ورځې تر پایه پورې توپوهنه وکړای شي، نو ښايي د زمبابوې د لومړۍ پاڼۍ ۵۸۶ منډو ته ور نېږدې شي.
د ویلو ده چې د دې ټیسټ لوبې دوه نوې ورځې هم پاتې دي.
اسرائیلي ځواکونو د غزې په شمال کې د یوه روغتون مشر نیولی دی
د غزې روغتیايي چارواکو نن شنبه ویلي چې اسرائیلي ځواکونو د دغه قلمرو په شمال کې د یوه روغتون مشر نیولی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي د اسرائیل دغه چاپه د دې روغتون د خدماتو د ځنډېدو سبب شوی دی. د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د کمال عدوان روغتون د مشر په ګډون د روغتون لسګونه کارکوونکي د پوښتنو- ګروېږنو لپاره د توقیف یوه مرکز ته لېږدول شوي دي. د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي. د غزې د ملکي دفاع بنسټ هم د کمال عدوان روغتون د مشر حسام ابو صفیه د نیولو خبر ورکړی دی. د اسرائیل پوځ پرون جمعه د کمال عدوان روغتون په مربوطاتو کې د عملیاتو خبر ورکړ او ادعا یې وکړه، چې له دغه ځای څخه تروریستي سازمانونو د کلیدي مرکز په توګه کار اخیست.
طالبانو تېرو دریو اوونیو کې پنځوسو کسانو ته سزاوې ورکړي
د طالبانو تر ولکې لاندې ستره محکمه وايي، په تېرو درېیو اوونیو کې څه باندې ۵۰ کسانو ته تعزیري سزاګانې ورکړل شوي دي.
د دغې محکمې ویاند عبدالرحیم راشد پرون کورنیو رسنیو ته ویلي، چې دغو کسانو ته په خوست، فاریاب، میدان وردګ، کاپیسا، کابل، غزني، پکتیا، کندوز، سمنګان، پکتیکا او پروان ولایتونو کې په عام محضر کې دغه سزاګانې ورکړل شوې دي.
د بشري حقونو ډلو پر طالبانو انتقاد کړی، چې د بشري حقونو اصولو ته درناوی نه کوي او د تورنو کسانو د محاکمې بهیر یې شفاف نه دی.
د طالبانو دفاع وزارت رسنیو سره خبرو کې د ۱۹ پاکستاني سرتېرو د وژنې ادعا کړې
د طالبانو د دفاع وزارت ځینو سرچینو کورنیو رسنیو سره خبرو کې د لږ تر لږه ۱۹ پاکستاني سرتېرو د وژنې ادعا کړې ده. سرچینو ازادۍ راډیو ته هم ویلي چې د پاکستاني پوله ساتو په ډزو کې د پکتیا د ډنډپټان ولسوالۍ په شپولې سیمه کې لږ تر لږه ۳ ځایي اوسېدونکي وژل شوي او دوه ټپیان دي.
د خوست ولایت علیشېرو ولسوالۍ اوسېدونکي بیا وایي کرښې ته نږدې سیمو کې شاوخوا ۳۰۰ کورنۍ د جګړې له وېرې نورو سیمو ته کډه شوې دي.
د پنجشنبې په شپه هم د دې ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د وسلوالې شخړې راپور ورکړل شوی و.
پکتیا او خوست کې د طالبانو د حکومت حکومت سرچینې نښتې تاییدوي او وایي چې پاکستاني اړخ ته یې مرګ ژوبله اړولې خو په خبره یې دقیق شمېر به وروسته شریک کړي.
د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.
کابل کې چاودنه شوې
په کابل کې د یوې چاودنې په نتیجه کې د لږ تر لږه څلورو ملکیانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د کابل لپاره د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ نن شنبه ویلي، چې دغه چاودنه شیخ زاید روغتون ته څېرمه شوې چې څلور ملکیان برسېرن ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا تر پېښې وروسته د طالبانو پوځیان سیمې ته رسېدلي او څېړنه پیل شوې ده.
لا د دغې چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی، خو په کابل کې تر دې مخکې د دغسې ځینو چاودنو مسوولیت د طالبانو مخالفو ډلو منلی دی.