افغانستان
راپورونه: طالبانو تخار کې ۱۶ هلکان او نجونې په درو وهلي

راپورونه وايي چې په تخار ولایت کې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر مامورینو پرون ۱۶ تنه هلکان او نجونې د طالبانو په معیار د حجاب د نه مراعاتولو له کبله په درو وهلي دي.
عیني شاهدانو او سیمه ایزو خبریالانو ازادي راډیو ته تایید کړه چې د ۷ نجونو په ګډون دا ډله ځوانان چې د خریدارۍ لپاره مرکز ښار ته تللي وو ماسپښین مهال د تالقان په جامع جومات کې په عام محضر کې، د حجاب د نه مراعاتولو او په ښار کې د ګرځېدو په خاطر هر یو له شلو په زیاتو درو ووهل شول.
طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو مخکې او وروسته په ځینو سیمو کې خلکو ته په بېلابېلو دلایلو د صحرايي محاکمو په ترڅ کې د درو وهلو سزاوې ورکړي خو نږدې دوه اونۍ مخکې د کندهار د مرافعې محکمې پنځو کسانو ته د حبس د بېلابېلو دورو ترڅنګ د مجرمینو په نوم د درو وهلو سزا هم ورکړه.
طالبانو ژمنه کړې چې په افغانستان کې به شرعي نظام پلی کړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ملګري ملتونه: د خوړو ناامني ښځې او ماشومان ګواښي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی چې د افغانستان په ځینو برخو کې د خوړو ناامني ښځې او ماشومان ګواښي.
په یوه نوي راپور کې چې د یکشنبې په ورځ، د مارچ په ۱۲مه خپور شو، یونیسف وویل چې ۱۴.۸ میلیونه خلک، چې د هیواد د نفوس له دریمې برخې څخه ډیر دي، به د ۲۰۲۵ کال تر مارچ پورې د خوړو له سخت کمښت سره مخ شي.
یونیسف دا هم یادونه وکړه چې د اوږدې مودې د خوړو د نه خوندیتوب، د اوبو کمښت، ناکافي حفظ الصحې او روغتیایی خدماتو ته محدود لاسرسي اغیزې د ماشومانو او امیندوارو میرمنو ترمنځ د شدیدې خوارځواکۍ کچه لوړه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د هغو سیمو شمیر چې د څلورمې کچې خوارځواکۍ په توګه طبقه بندي شوي دي نږدې درې چنده زیات شوی، چې په ۲۰۲۴ کې له ۱۹ سیمو څخه په ۲۰۲۵ کې ۵۶ سیمو ته لوړ شوی دی.
د دې سازمان د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې به په ټولیزه توګه ۷.۸ میلیونه ښځې او ماشومان چې له پنځو کلونو کم عمر لري د تغذیې مرستې ته اړتیا ولري، چې له دې ډلې به ۳.۵ میلیونه ماشومان په شدیده خوارځواکۍ اخته وي او ۱.۱ میلیونه ښځې به درملنې ته اړتیا ولري.
د طالبانو د حکومت د کورنیوچارو وزارت: په تورخم کې له پاکستاني ځواکونو سره په جګړه کې یو طالب وسله وال وژل شوی دی

د طالبانو د حکومت د کورنیوچارو وزارت وايي، په تورخم کې له پاکستاني ځواکونو سره په جګړه یو طالب وسله وال وژل شوی دی.
دواړو خواوو تایید کړکې ده چې تېره شپه د دوی ترمنځ نښته وشوه. په ننګرهار کې د طالبانو یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې جګړه لومړی پاکستاني لورې پر دوی ډزې وکړې.
د پاکستان د ملیشه ځواک یوه چارواکي د ازادي راډيو مشال څانګې ته وویل چې په جګړه کې د دوی خواته د ملېشه ځواک درې سرتیري او یو عام کس ټپي شوي دي. دې چارواکي تور ولګاوه چې جګړه د طالبانو پيل کړه.
د راپورونه له مخې جګړه اوس مهال درېدلې خو د تورخم لاره بنده ده. دا لاره د فبرورۍ له ۲۱ نیټې راهیسې بنده ده او په دې اړه د دواړو لورو خبرې بې نتیجې پا ته رسېدلي دي.
د طالبانو د کډوالو چارو وزارت له پاکستاني زندانونو د ۴۷ افغانانو د ازادېدو خبر ورکړی

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چې د پاکستان له زندانونو ۴۷ تنه افغان کډوال ازاد شوي دي.
یاد وزارت نن (دوشنبه، د کب ۱۳مې) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې ۴۷ افغانان د کب په ۱۲مه هېواد ته راستانه شول.
د کندهار ولايت د سپين بولدک د سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، دغه کسان د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نيول شوي وو او ۴۵ ورځې بنديان وو، چې د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي ځایونو ته لېږل شوي دي.
په دې وروستیو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو نیول زیات شوي او سلګونو افغان کډوال له دې هیواده ایستل شوي دي.
علي امین ګنډاپور وايي تورخم باید پرانیستل شي

د پاکستان د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور د تورخم د بیا پرانیستلو او یو لړ نورو مساییلو په اړه په پېښور کې د طالبانو له جنرال قونسل حافظ محب الله شاکر سره لیدلي. د خیبرپښتونخوا د حکومت په بیان کې راغلي چې دوی دواړو یکشنبه ناوخته سره لیدلي.
په بیان کې د ګنډاپور په حواله تایید شوې چې د تورخم بندېدو د دواړو خواو خلکو ته سخت تاوان اړولی او اړتیا ده چې لار ژر تر ژره خلاصه شي.
ګنډاپور ویلي چې په سیمه کې بد امني دواړه خواوې اغېزمني کړي.
د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر نه دي ویلي چې څه وخت به تورخم بیا پرانیستل کېږي.
د طالبانو حکومت وايي چې پاکستاني لوري د فبروري له ۲۱مې تورخم په یو اړخیزه توګه تړلی.
د دې کار دلیل د طالبانو له خوا د پوستو جوړول یاد شوي چې پاکستاني چارواکي وايي د دوی په خاوره کې يې جوړوي.
یکشنبه هم په تورخم کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو له خوا د تورخم په بیا پرانیستلو باندې مذاکرات شوي وو چې له نتیجې پرته پای ته ورسېدل.
د ایران کرمان کې د افغان کارګرو د ګمارلو په تور ګڼې فابریکې تړل شوي

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې چارواکو په کرمان کې د افغان کارګرانو د استخدام په خاطر ځینې فابریکې تړلې دي.
د ایران رسمي دولتي خبري اژانس صدا و سیما راپور ورکړی چې د بیګانه او ناقانونه اتباعو د ګمارنې او د ګران پلورنې په خاطر د ځینو کارخونو پلټنه او تړل دوام لري.
ایران کې د یوې قانوني لایحې له مخې د اتباعو چې معمولاً یې افغان کډوالو ته کاروي په کار ګمارنه ناقانونه ګرځول شوې او که فابریکې کوم افغان کارګر استخدام کړي نو د ورځې څه باندې یو میلیون تومانه جریمه کېږي او بلاخره یې کار تړل کېږي.
ایراني چارواکو خبرداری ورکړی چې د افغان راجستر شویو کډوالو اقامه د همدې کال تر پایه کار ورکوي او تر هغه وروسته به افغانان له خپلې خاورې وباسي.
ایران بیا په تېر یوه کال کې شاوخوا یو میلیون افغان کډوال چې قانوني اسناد یې نه درلودل له خپلې خاورې ایستلي.
ملګرو ملتونو ویلي روژه داسې وخت راغله چې ډېر افغانان د خوړو لپاره څه نه لري

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي چې روژه داسې وخت راغله چې په افغانستان کې ډیرې کورنۍ د خوراک لپاره څه نه لري.
اوچا د یکشنبې په ورځ، د روژې له رارسېدو سره په یوه وخت کې، په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي چې نږدې ۱۵ میلیونه خلک افغانستان کې د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي.
دې ادارې زیاته کړه چې ۳.۱ میلیونه خلک د خوړو د نه خوندیتوب په څلورمه کچه کې دي.
دې ادارې خبرداری ورکړی چې له څه باندې یو میلیارد ډالره اړینې بودیجې څخه دوی یواځې نهه میلیونه او نهه لکه ډالره مرسته ترلاسه کړې ده.
په افغانستان کې ځینو خلکو مخکې له ازادي راډيو سره په خبرو کې اندېښنه ښوولې وه چې د روژې په میاشت کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوي.
د یوه خصوصي شرکت فضايي بیړۍ سپوږمۍ ته رسیدلې ده

د یوه خصوصي شرکت فضايي بیړۍ سپوږمۍ ته رسیدلې ده.
بلیو ګهوسټ نومي دغه بیړۍ د تیرې جنورۍ میاشت په ۱۵مه په متحده ایالاتونو کې د فایزفلاي شرکت له خوا سپوږمۍ ته واستوله شوه چې موخه يې د بحرانونو سمندري نومي کندې په اړه د معلوماتو ترلاسه کول دي.
سپوږمۍ ته د دغې نوې فضايي بیړۍ استول د امریکا د متحده ایالاتونو د فضايي څیړنو د مرکز (ناسا) او خصوصي شرکتونو ترمنځ د همکارۍ یوه تازه بیلګه ده .
په پام کې ده له دې وروسته ورته فضايي بیړۍ د خصوصي شرکتونو له خوا سپوږمۍ ته د معلوماتو د راټولو په موخه واستول شي.
له دې وړاندې د استروبوتیک تکنالوژي خصوصي شرکت لومړی شرکت و چې سپوږمۍ ته يې د رسیدو هڅې کړې وي.
دغه شرکت په ۲۰۲۴ کال کې فضايي بیړۍ سپوږمۍ ته واستوه خو د بیرۍ د تیلو د زیرمې د سورې کیدو له کبله راورځیده او ماموریت يې ناکام شو.
ستره محکمه: په کابل، ننګرهار او تخار ولایتونو کې مو مجرمین په درو وهلي دي

د طالبانو ستره محکمه وايي، په کابل، ننګرهار او تخار ولایتونو کې يې ۷ تنه د بیلابیلو جرمونو په تور په دور وهلي دي.
په هغه اعلامیه کې چې نن یکشنبې د (مارچ۲مه) دغې محکمې خپره کړې ویلي، د دې ولایتونو د سیمه ییزو محکمو د پریکړو پر بنسټ يې دا کسان په درو وهلي او په تنفیذي بند محکوم کړي دي.
په اعلامیه کې وړاندې راغلي، د تخار په چاه اب ولسوالۍ کې درې کسان د نامشروع جنسي اړیکو په تور په ۳۹ درو، او له یوې تر شپږو میاشتو په تنفیذي بند محکوم شوي دي.
د اعلامیې په ټکو، د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې درې نور کسان بیا د لواطت په تور په ۳۹ درو او له یوې تر شپږو میاشتو په تنفیذي بند محکوم شوي دی.
د سترې محکمې په اعلامیه کې وړاندې ویل شوي یو تن په کابل کې د الکولي مشروباتو د خرڅلاو په تور په ۳۹ درو او دوه کاله بند محکوم شوی دی.
د طالبانو له خوا مجرمینو په عام محضر کې د بدني سزاوو ورکول د بشري حقونو د بنسټونو له غبرګونونو سره مخ دي.
د لوڅو امریکايي فلمونو یوې کارکوونکې ویتني رایت افغانستان ته سفر کړی دی

د لوڅو امریکايي فلمونو یوې کارکوونکې ویتني رایت افغانستان ته سفر کړی او پر خپل انسټاګرام يې د بامیانو د بندامیر او هرات ولایتونو د ځینو سیمو عکسونه خپاره کړي دي.
افغانستان ته د رایت دا سفر په داسې حال کې دی چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې نه یوازې د ښځو په سفر بلکې عمومي پارکونو په ځانګړې توګه بندامیر ته د ښځو پر ورتګ بندیز لګول شوی دی.
لا معلومه نه ده چې ویتني څنګه افغانستان ته داخله شوې، ځکه امریکايي وګړې له ویزې پرته افغانستان سفر کولی نشي او له دې سربیره، په امریکا کې د افغانستان هیڅ سفارت او کنسلګري فعالیت نه لري.
ویتني افغانستان ته د خپل سفر په اړه د اسوشیټډپرس پوښتنې ځواب کړي نه دي.
تراوسه طالبانو هم د ویتني د سفر په اړه څه ویلي نه دي.
ویتني رایت له دې وړاندې ایران، عراق، سوریې او لبنان ته هم سفرونه کړي وو.
په فراه کې د سیلونو له کبله د مړه شویو کسانو شمیر ۷۲ تنو ته رسیدلی دی

په فراه ولایت کې د سیلونو له کبله د مړه شویو کسانو شمیر ۷۲ تنو ته رسیدلی دی.
د طالبانو تر واک لاندي باختر خبري اژانس پرون شنبې د (کب۱۱مه) د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې ریاست د مشر مولوي اسراییل سیار په حواله ویلي،" په وروستیو سیلابونو کې ۷۲کسان مړه شوي او ډیر مالي تاوانونه خلکو ته اوښتي دي".
د سیار په خبره، دغو سیلابونو نژدې دوه نیم زره کورونه، څه باندې پنځوس دوکانونه او نژدې ۳زره جریبه کرنیزه مځکه ویجاړه کړې ده.
بلې خوا ته، د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلن د هوا پیژندنې ریاست نن د افغانستان په ۲۹ولایتونو کې د واورې او باران د اورېدو اټکل کړی دی.
د وروستیو اورښتونو له کبله د افغانستان په یو شمیر ولایتونو په ځانګړې توګه فراه، هلمند، کندهار او نیمروز کې سېلونه راوتلي چې پر ځاني تاوانونو سربیره یې، خلکو ته پراخ مالي زیانمونه اړولي دي.