د کابل ځینې اوسېدونکي وايي، په دې ښار کې غلاوې ډېرې شوي او دې کار دوی اندېښمن کړي دي.
کابل ښاریان داسې مهال د غلاوو له ډېرېدو شکایت کوي، چې د احمدشاه بابا مېنې د یو شمېر اوسېدونکو په خبره، پرون د کابل په دې سیمه کې یو ځوان د غلو له خوا ووژل شو.
د طالبانو د کابل امنیه قومندانۍ بیا وايي، د غلاوو او نورو جنايي پېښو د کمېدو لپاره یې له خلکو غوښتي چې پر خپلو کورونو امنیتي کامرې ولګوي.
زموږ همکار صالح محمد صالح له لیکوال او د سیاسي مسایلو له شنونکي وحید وصال د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې، چې کابل کې ولې د غلاوو پېښې زیاتې شوې دي؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: