د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۹ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۳۱

نړۍ

جرمني کې یو شمېر کسانو پر یوه هوټل برید کړی

ارشیف
ارشیف

د جرمني په ختیځ کې یو شمېر کسانو چې ګومان کېږي د کډوالو مخالفان به وي پر یوه هوټل چې ټاکل شوې وه د افغانانو په ګډون یو شمېر کډوال په کې ځای پر ځای شي برید کړی.

د اسوشیتیدپریس آژانس د راپور له مخې دا برید دریزدن ولایت ته نږدې د باوځن ښار په لمنو کې پر یوه هوټل شوی.

پولیس وايي، بریدګرو د سهار له پنځو بجو وروسته د هوټل کړکۍ ماتې کړې او ځینو برخو ته یې اور واچاوه، خو د هوټل کارکوونکو ته زیان نه دی اوښتی.

د پلان له مخې د راروانې پنجشنبې په ورځ دې هوټل ته دېرش تنه کډوال راوستل کېدل.

تراوسه معلومه نه ده چې آیا په دې هوټل کې د کډوالو د مېشتېدنې پلان به اوس هم عملي کېږي که نه.

تېره اونۍ په جرمني کې د بالتیک سواحلو ته نژدې، د اوکرایني کډوالو یو کمپ هم د اور لګېدنې په پېښه کې ویجاړ شو.

چارواکو وویل چې دا حمله هم د کډوالو د مخالفو ډلو له خوا شوې وه.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

پاکستان کې سیلابونو ۴۵ تنه مړه کړي، زیاته مرګ ژوبله خیبر پښتونخوا کې پیښه شوې

ارشیف
ارشیف

په پاکستان کې د وروستیو سیلابونو له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۴۵ ته پورته شوی دی.

په پاکستان کې له پيښو سره د مبارزې ادارې پرون یکشنبه ( د چنګاښ ۸مه) ویلي، د سر ډیر زیان له افغانستان سره په پوله خیبرپښتونخوا ایالت کې اوښتی دی.

دغه ایالت کې سیلابونو ۲۱ تنه مړه کړي چې ۱۱ یې ماشومان دي.

یوازې ۱۴ تنه په سوات کې د تیرې جمعې په ورځ هغه مهال مړه شول چې د سیلاب اوبو په یوه وړه غونډۍ ایسار کړل او ژغورنې ته یې څوک ور و نه رسېدل.

په سند، پنجاب او بلوچستان ایالتونو کې هم له تیرې چهارشنبې راهیسې موسمي بارانونو او سیلابونو خلکو ته د سر او مال زیان اړولی دی.

ډونالډ ټرمپ: غزه کې تړون وکړئ او یرغمل بېرته راولئ

ولسمشر ټرمپ
ولسمشر ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ د غزې په جګړه کې د اوربند د خبرو د پرمختګ غوښتنه وکړه.

ښاغلي ټرمپ د شل میاشتنۍ شخړې د پای ته رسولو لپاره د یوې موافقې پر اړتیا ټینګار وکړ.

اسوشیټیډ پریس راپور ورکړ داسې ښکاري چې اسراییل او حماس یوې موافقې ته نږدې کیږي.

ولسمشر ټرمپ د یکشنبې په سهار په تروث سوشیال پاڼه کې ولیکل: "په غزه کې تړون وکړئ. یرغمل شوي کسان بیرته راولئ."

هغه د جمعې په ورځ وویل چې په یوه اونۍ کې اوربند کیدی شي.

ایلیا توپوریا د یو اف سي د دوو وزنو اتلولي وګټله

ایلیا توپوریا - چارلس اولېوېرا
ایلیا توپوریا - چارلس اولېوېرا

د ازادو مبارزو په معتبره سازمان یو اف سي کې بېګا شپه هسپانوي لوبغاړي ایلیا توپوریا د اتلولۍ دویم کمربند هم خپل کړ.

ایلیا د کمربند د ګټلو تر څنګ ټول ټال درې نیم میلیون ډالره هم خپل کړل.

ایلیا توپوریا چې تر دې مخکې د نسبتاً ټيټ وزن/فېډر وېټ اتل وو وتوانېد یو وزن پورته خپل برازیلی پيژندل شوی سیال چارلس اولېوېرا په لومړي رونډ کې د سوک په ضربو ناک اوټ کړي.

ایلیا په دې بریا سره وتوانېد د لایټ وېټ/سپک وزن اتلولي هم وګټله او د هغو محدودو اتلانو په کتار کې راغی چې د دوو وزنو اتلولي یې ګټلې.

ایلیا د خپلو بریاوو ریکارډ ۱۷ ته ورساوه او هېڅ لوبه یې نه ده بایللې.

پاکستان کې نن دوه چاودنې شوي؛ دوه عسکر مړه او نهه نور ټپیان دي

پاکستان کې د یوې پخوانۍ چاودنې انځور
پاکستان کې د یوې پخوانۍ چاودنې انځور

په پاکستان کې نن بیا چاودنې شوي چې لږ تر لږه ۲ عسکر وژل شوي او نهه تنه نور ټپیان دي.

د چارواکو په خبره د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې د پوځ پر یو موټر بمي چاودنه شوې چې دوه پوځیان یې وژلي او درې یې ژوبل کړي.

بل پلو په میرامشاه کې یوه ځانمرګي بریدګر د موټرسایکل په وسیله د پوځیانو موټر هدف ګرځولی.
چارواکو ویلي لږ تر لږه ۶ عسکر هلته ټپيان شوي.

پرون سهار وختي هم د میرعلي له خدي مارکیټ سره د پوځیانو د ګزمې په موټرو مرګونی ځانمرګی برید وشو چې پکې لږ تر لږه ۱۳ پوځیان ووژل شول او د ملکیانو په شمول لږ تر لږه ۲۴ تنه نور ژوبل شول.

د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشال عاصم منیر د پوځیانو جنازې ته تللی وو او هلته یې هند تورن کړی چې د دغو بریدونو تر شا لاس لري.

هندي چارواکو د پاکستان د پوځ دا تورونه بې ځایه بللي.

د بلوچستان برخان ښار د ریښتر په کچه پنځه اعشاره درې درجې زلزلې ولړزاوه

د ریشتر په کچه پنځه اعشاره درې درجې زلزلې نن سهار د پاکستان شمال خیتځ کې د بلوچستان ایالت ولړزاوه.

د امریکا د جیولوژۍ د سروی ادارې د راپور له مخې، د زلزلې مرکز د بلوچستان په برخان ښار کې وو.

تراوسه د زلزلې له کبله د تلفاتو یا مالي زیانونو راپور ورکړل شوی نه دی.

پاکستان تر دې وړاندې له سختو زلزلو سره مخ شوی دی.

په ۲۰۱۵ کال کې یوې زلزلې چې شدت یې د ریښتر په کچه ۷.۵ درجې و، شاوخوا ۴۰۰ کسان وژلي وو.

په ۲۰۰۵ کال کې یوې بله مرګونې زلزلې په دغه هېواد کې ۷۳ زره کسان وژلي وو او درې میلیونه نور یې بې کوره کړې وو.

ایران نن د اسراییل په بریدونو کې د خپلو وژل شویو پوځي او اټومي چارواکو جنازه وکړه

تهران کې د جنازې د مراسمو یوه څنډه
تهران کې د جنازې د مراسمو یوه څنډه

په ایران کې نن د هغو لوړپوړو پوځي قومندانانو او اټومي کارپوهانو د جنازې دولتي مراسم ترسره شول چې د اسراییل په بریدونو کې وژل شوي وو.

د ایران او اسراییل ۱۲ ورځنۍ جګړه کې لږ تر لږه ۱۶ اټومي پوهان او ۱۰ لوړپوړي پوځي چارواکي ووژل شول.

د هغوی تابوتونه د زرګونه کسانو په حضور کې د تهران د ازادۍ میدان ته ولېږدول شول.

د جنازې په مراسمو کې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او ګڼو نورو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی وو.

د ایران د روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې د اسرییل په بریدونو کې ۶۱۰ تنه وژل شوي دي.

ټرمپ وايي خامنه يي باید د جګړې د ګټلو [دروغ ادعا] ونه کړي

د ټرمپ او خامنه يي ګډ جوړ شوی عکس
د ټرمپ او خامنه يي ګډ جوړ شوی عکس

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي د ایران رهبر ایت الله علي خامنه يي په دروغو ادعا کوي چې له اسراییلو سره په جګړه کې بري ته رسېدلی.
ښاغلي ټرمپ د جمعې په ماښام په یوه کنفرانس کې خامنه يي ته په خطاب وویل چې «ته یو با ایمانه کس یې او خپل هېواد کې دې ډېر خلک درناوی کوي نو باید رښتیا ووایې. کلکه ماته دې وخوړه.»

هغه همداراز د اسراییلو او ایران سختو بریدونو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې دواړو په یو بل درانه ګوزارونه وکړل.

اخوا بیا د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ولسمشر ټرمپ دغو خبرو ته په غبرګون ویلي چې که ولسمشر ټرمپ د تړون غوښتونکی دی باید د ایران د رهبر په اړه له [غیر محترمانه او نه منلو وړ] خبرو ډډه وکړي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر ځینې بهرني اتباع ایران کې په ورانکارۍ تورن کړل

د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني
د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني

د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني ادعا کړې چې ځينې بهرني اتباع په تېرو دوو کلونو کې د ورانکارۍ په هدف دغه هېواد ته تللي.
ایران کې د بهرنیو اتباعو اصطلاح افغان کډوالو ته کارول کېږي.

مومني دا خبره په یوه ټلویزیوني وینا کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړه چې آیا اتباع «افغان کډوال» هم د ورانکارۍ په هدف راغلي وو.

«هر چا په هر شکل چې وس یې رسېد وغوښتل راشي. هو، ځینې دا کسان بهرني اتباع وو. ډېر یې نه وو. دا نه ده چې دوی ( بهرني اتباع) شریف انسانان هم ډېر دي. خو ځینې کسان وو چې په تېرو دوو – دریو کلونو کې راغلي وو په هدف هم راغلي وو په دې برخه کې»

ځینې نیول شوي افغان کډوال
ځینې نیول شوي افغان کډوال

ایران د لسګونو کسانو تر منځ لږ تر لږه ۵ افغان کډوال هم د اسراییلو د جاسوسۍ په تور په تېرو دوو اوونیو کې نېولي دي.

ځینو افغان کډوالو بیا ویلي چې دوی تر فشار لاندې دي او د اسراییلو د جاسوسۍ په تور ځورول کېږي. ایران تازه د افغان کډوالو د نیولو او ډيپورټ پروسه هم چټکه کړې ده.

د ایران قضایه قوې ویلي د جاسوسۍ قانون تعدیل شوی او پارلمان دوی ته اوس بشپړ واک ورکړی څو د نفوذي کسان او جاسوسان په عبرتناکه شکل په سزا ورسوي.

ایران کې نیول شوی کس
ایران کې نیول شوی کس

لږ تر لږه درې کسان په تېرو لسو ورځو کې د اسراییلو د جاسوسۍ په تور اعدام شوي.

غزه کې د جګړې دوام، له تیرو ۲۴ ساعتونو راهیسې ۷۲ کسان وژل شوي دي

ارشیف
ارشیف

پر غزه د اسراییلو په بریدونو کې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې ۷۲ کسان وژل شوي او ۱۴۷ نور ټپیان شوي دي.

دا خبر د جرمني خبري اژانس( ډي.پي.اې) د غزې د روغتیا وزارت په حواله نن جمعه د جون ۲۷مه خپور کړی دی.

خبر کې د فلسطیني سرچینو په حواله راغلي چې د غزې د جګړې له پيل راهیسې له ۵۶۳۰۰ زیات کسان وژل شوي او له ۱۳۲۶۰۰ زیات نور ټپيان شوي دي.

دا جګړه د ۲۰۲۳ کال راهیسې وروسته تر هغه پيل شوه چې حماس ډلې چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، پر اسراییلو غلچکي برید سره ۱۲سوه کسان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ نور یې برمته کړل.

د ملګرو ملتونو په ګډون بېلابېلو بشري ادارو په وار وار غزه کې بشري حالت نازک ښودلی او د جګړې له ښکېلو خواوو یې د اوربند غوښتنه کړې ده.

ایراني او مریکایي مرکچیان بیا د اټومي پروګرام پر سر خبرو ته کیني، دواړو لورو لومړني تماسونه نیولي

په ویانا کې د ایران مرکچیان او اوروپایي ډيپلوماتان، ارشیف
په ویانا کې د ایران مرکچیان او اوروپایي ډيپلوماتان، ارشیف

ایراني او امریکایي سرچینو ویلي، دوی د ایران د اټومي پروګرام د خبرو د بیا پېل په هدف یو بل سره په تماس کې دي.

دواړو لورو د درېدلو خبرو بیا پېل ته کره نیټه نه ده ټاکلې.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت تېره شپه خبریالانو ته ویلي، واشنګټن له ایران او د خبرو له منځګړو سره په نژدې رابطه کې دی.

بل لورته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، ډيپلوماسي دوام لري او د بېلابېلو چینلونو له لارې اړیکې د ټینګېدو په حال کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې پر ایران د اسراییلو او امریکا له بریدونو وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جون په ۲۵مه په هاګ کې د ناټو په سرمشریزه کې وویل، واشنګټن به راتلونکې اونۍ له ایران سره بحثونه پيل کړي.

د اسراییلو او ایران له جګړې مخکې څو ځله امریکایي او ایراني مرکچیانو د ایران د اټومي پروګرام پر سر خبرې وکړې، خو کومه مشخصه پایله یې نه درلوده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG