د نشه يي موادو د وضعيت، په تېره بيا کېمياوي نشه يي موادو او له افغانستان څخه د دې موادو د قاچاقو په اړه مو پر نشه يي موادو او اعتیاد د څار اروپايي مرکز له يوه مهم غړي اليکسانډر سوډرهُلم (Alexander Soderholm) سره مو مرکه کړې ده.
په دې مرکه کې مو له ده څخه د اروپا پر بازارونو د افغانستان د نشه يي موادو د اغېز، اروپا ته د نشه يي موادو د قاچاقو د لارو او نشه يي موادو د توليد په کمولو کې د افغانستان او اروپايي هېوادونو د همکارۍ په اړه پوښتنې کړي دي.
ښاغلی اليکسانډر په پيل کې زموږ دې پوښتنې ته جواب ويلی چې په افغانستان کې د نشه يي موادو د توليد د وضعيت په اړه د دوی ارزونه څه ده؟
د نوموړي مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ: