خبرونه
نن په ټول افغانستان کې د کانکور ازموينه پيليږي

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت وايي، په ټول افغانستان کې به د سږ کال د کانکور ازموینه د تلې میاشتې پر ۱۳مه، ۱۴مه او ۱۵مه دوام کوي.
د لوړو زده کړو وزارت د امتحانونو ملي ادارې د سرپرست عبدالقدیر خموش په وینا راپور ورکړل شوی، چې د سږ کال په کانکور کې به د دوولسمو ټولګیو نږدې ۱۴۵زره فارغان برخه واخلي، چې له دې ډلې به ۸۰زره د لوړو زده کړو په موسسو کې جذب شي.
تر دې مخکې د امتحانونو ملي ادارې ویلي وو، چې د ۱۴۰۱ل کال کانکور به د وږي/ سنبلې تر پایه واخیستل شي، خو دغه ازموینه تلې/ میزان میاشت ته وځنډول شوه.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ایران د جاسوسۍ په تور نیول شوی یو بهرنی اتباع خوشې کړ

ایران د فرانسې او جرمني دوه ګونی تابعیت لرونکی لینارټ مونټیرلوس وروسته له هغې آزاد کړچې چې پرهغه د جاسوسۍ لګول شوي تورونه یې بیرته واخیستل. د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت فرانسپرس آژانس ته د نوموړي د خوشې کیدو پخلی وکړ.
یوشمیر باخبره سرچینو د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر له قوله خبرورکړی چې ویلي یې دي، نولس کلن مونتیرلوس به د پنجشنبې په ورځ فرانسې ته سفروکړي. هغه د جون په ۱۶ د اسراییل او ایران ترمنځ د لنډې جګړې په دریمه ورځ د ایران په جنوبي ښار بندر عباس کې نیول شوی و. نوموړی چې د سپورټ او سفر مینه وال دی، له اروپا ایران ته پربایسکل په سفرتللی و. د ایران قضایي ادارې ویلي وچې د دوشنبې په ورځ به پرهغه لګول شوي د جاسوسۍ تورونه لغوه شي.
که څه هم تراوسه یوشمیرنور بهرنیان په ایران کې بندیان دي خو نوموړی وروستی فرانسوی اتباع دی چې روان کال د ایران له زندانه خوشې کیږي.
د افغانستان کرکټ لوبډلې د پنځوس اوره سیالیو لومړۍ لوبه له بنګله دیش څخه وګټله

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د پنځوس اوره سیالیو لومړۍ لوبه له بنګله دیش څخه د پنځو ویکټو په توپیر وګټله.
دا لوبه پرون چهارشنبې د دوبۍ په شیخ زاید ستډیوم کې ترسره شوه.
د بنګله دیش لوبډلې پچه ګټلې او بیټنګ یا توپوهنه یې غوره کړې وه چې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره یې افغانستان ته د ۲۲۱ منډو هدف ټاکلی و. افغان لوبډلې د پنځو لوبغاړو په سوځیدو، په ۴۷ اور کې دغه هدف پوره کړ.
د دې لوبلړۍ دوهمه سیالي د اکتوبر په ۱۱مه او درېیمه او وروستۍ هغه یې د اکتوبر په ۱۴مه ترسره کیږي.
د یو ورځنیو لوبو دا لوبلړۍ داسې مهال پیلیږي چې بنګله دیش له افغانستان څخه درې واړه شل اوره سیالۍ وګټلې.
د ملګروملتونو سرمنشي د اسراییل او حماس ترمنځ د هوکړې هرکلی وکړ

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش د هغې هوکړې هرکلی وکړچې د غزې لپاره د ولسمشرډونالډ ټرمپ د طرحې پر لومړي پړاو اسراییل او حماس دواړو موافقه کړې ده. ګوتیرش په یوه بیان کې له ټولو اړخونو وغوښتل چې په بشپړډول د دغې موافقې شرطونو ته ژمن پاتې شي. د ملګرملتونو سرمنشي همدارنګه ویلي چې "ټول یرغمل شوي کسان باید په باعزته توګه خوشې شي، یودایمي اوربند باید تضمین شي، جګړه باید له یوې مخې د تل لپاره ودرول شي."
هغه ټینګاروکړچې جګړه ځپلې غزې ته د بشري مرستو سمدستي بې ځنډه ننوتل باید ډاډمن شي.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشرډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ وویل چې په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره په مصرکې د روانو خبرو په نتیجه کې اسراییل او حماس د ده د سولې د طرحې پر لومړي پړاو سلا کړې ده.
حماس تایید کړه چې په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره له اسراییل سره یوې موافقې ته رسیدلی دی. د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو هم ویلي چې نن پنجشنبې د کابینې غونډه را غواړي چې شوې موافقه تایید کړي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د چهارشنبې په ورځ هند ته په سفر ولاړ

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد د چهارشنبې د ورځې ناوخته په یوه غږیز او لیکلي پیغام کې چې پرخپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې خپورکړی ویلي چې د بهرنیو چارو وزیر په مسکو کې له ناستو وروسته د هند په رسمي بلنه د نوي ډیلي پرلور روان شو. د هغه په ټکو ښاغلی متقي به هند ته په دې سفرکې له خپل هندي سیال ایس جې شنکر او نورو چارواکو سره پرګڼو سیاسي، اقتصادي، تجارتي او د افغانستان او سیمې د اړیکو د پراختیا په اړه بحثونه وکړي.
دا د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې پرافغانستان د طالبانو له بیاواکمنیدو وروسته هند ته د طالبانو د حکومت د ترټولو جګپوړي چارواکي لومړنی سفردی چې هندي رسنیو هغه پنځه ورځنی سفریاد کړی دی.
متقي، چې امنیت شورا بهرنیو هیوادونو ته د هغه پر سفر بندیز لګولی، وروسته له دې هند ته ځي، چې د نوي ډیلي په غوښتنه، د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې، په موقت ډول د نوموړي سفر ته اجازه ورکړه.
د ترکیې ولسمشر: دونالډ ټرمپ ورڅخه غوښتي چې حماس اړکړي چې د غزې لپاره د ده طرحه ومني

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي، د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ ورڅخه غوښتي چې حماس اړکړي چې په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ده طرحه ومني. ښاغلي اردوغان په یوه بیان کې چې د هغه دفترد چهارشنبې په ورځ له رسنیو سره شریک کړی همدارنګه ویلي چې حماس ورته ویلي چې سولې او خبرو اترو ته چمتودی. د اردوغان په وینا حماس له دغې طرحې سره مخالف ندی چې دی دا یو ډیر ښه ګام بولي. د ترکیې ولسمشردغه راز ویلي چې همکاران یې اوس د مصرپه شرم الشیخ کې دي او زیاتوي چې دوی تل له حماس سره په دې اړه په اړیکه کې وو او دي. اردوغان دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې ټاکل شوې حماس او اسراییل نن دریمه ورځ په شرم الشیخ کې غیرمستقیمې خبرې مخ ته یوسي. په غزه کې د دوه کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره روانو خبرو کې د قطر، ترکیې او د متحدو ایالتونو چارواکي ښکیل دي. دوی د ولسمشرډونالډ ټرمپ د شلو مادو پرهغه پلان خبرې کوي چې تیره میاشت یې په غزه کې د جګړې د پای ته رسیدو اود سولې د ټینګیدو لپاره وړاندیز کړ.
په مادرید کې"د افغان ښځو لپاره د ولسي محکمې" غونډه پیل شوه

د افغان ښځو لپاره د ولسي محکمې په نوم فعالانو نن خپله لومړۍ عمومي غونډه د اسپانیا په پلازمینه مادرید کې پیل کړه.
په دې غونډه کې د بشري حقونو کارپوهان، وکیلان، د ښځو د حقونو مدافعان او د مدني ټولنې فعالان ګډون کوي.
د غونډې تنظیموونکي وايي چې د دوی هدف په افغانستان کې قربانیانو، په ځانګړې توګه ښځو او نجونو ته د دې فرصت برابرول دي چې د زده کړې، کار او په ټولنه کې پرګډون د بندیز په ګډون د طالبانو د پراخو محدودیتونو په اړه شاهدي ورکړي.
دا غونډه د بشري حقونو د فعالانو د هغو هڅو یوه برخه هم ده چې د طالبانو مشران مسوول ګڼي او غواړي په افغانستان کې د ښځو د حقونو پراخه سرغړونې مستندې کړي. د دې غونډې شواهد به له بیا کتنې وروسته د هیوادونو رسمي محکمو ته وسپارل شي.
دې ولسي محکمې چې د جنګي جرمونو، سیستماتیکې ځپنې او له بشري حقونو د سرغړونو په څیر قضیې څیړي، له مخکې په ټوله نړۍ کې پنځوس غونډې جوړې کړې دي.
طالبانو یو تن د غزني په ګیلان ولسوالۍ کې په دُرو وهلی

د طالبانو سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کس د اخلاقي فساد په جرم په عام محضرکې په ۲۵ دُرو ووهل شو.
د خبرپاڼې له مخې مجرم ته دغه راز د یوه کال تنفیذي بند سزا هم ورکړل شوې ده. د بشري حقونو ډلې د طالبانو له خوا په عام محضرکې مجرمینو ته د بدني سزاګانو ورکول له انساني کرامت سره په ټکرکې بولي. د افغانستان د بشري حقونو ځانګړې راپورورکوونکي ریچارډ بینیټ په اګسټ میاشت کې ویلي و چې په روان کې د طالبانو له خوا اعدامونه او بدني سزاګانې دوه چنده شوي او د هغو د فوري دریدو غوښتنه یې وکړه.
د سرو زرو بیې د نړۍ په بازارونو کې یونوی ریکارډ ټینګ کړ

نن چهارشنبې د اکتوبراتمه، د نړۍ په بازارونو کې د سرو زرو د هر اونس بیه ۴۰۰۰ ډالرو څخه واوښته.
د رویټرز په وینا، د سرو زرو بیه ۱۷ سلنه لوړه شوې او د هر اونس بیه یې له ۴ زره او ۱۱ ډالروڅخه لوړه شوې.
د سرو زرو بیه د روان کال له پیل راهیسې ۳۵ سلنه لوړه شوې، پداسې حال کې چې بیه یې په ۲۰۲۴ کې ۲۷ سلنه پورته شوې وه.
رویټرز، د اقتصادي کارپوهانو په حواله وایي چې ویلي یې دي، په نړۍ کې د سرو زرو د بیې د لوړوالي یو لامل دادی چې د نړیوالې اقتصادي او جیوپولیتیکي بې ثباتۍ د زیاتوالي شرایطو ته په پام ، د خوندي پانګونې لپاره د پانګوالو لیوالتیا زیاته شوې ده.
په کرمه کې د وسله والو په برید کې یولس پوځیان وژل شوي دي

د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په کرمه کې د وسله والو په برید کې د ملیشو نهه سرتیري او دوه افسران وژل شوي دي.
ویل شوي چې په وژل شویو پوځیانو کې یوډګروال او یوجګړن شامل دي. د دغه برید مسولیت د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي اخیستی.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکوڅانګې په یوه بیان کې ویلي چې پرپوځیانو دغه برید په کرمه ایجنسۍ کې داسې مهال وشو چې په سیمه کې د وسله والو پرضد پوځي عملیات روان وو. یوې سرچینې مشال راډیو ته ویلي چې پنځه پوځیان لادرکه دي.
یوشمیرپوځي چارواکو رویترز ته ویلي چې، په کرمه ایجنسي کې لومړی د ملیشو د موټرو پرکاروان د سړک د غاړې بم وچاودید او وروسته یو زیات شمیروسله والو پرې برید وکړ. پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي د رویترز خبریال ته په ایوه استولي بیان کې د دغه برید مسولیت اخیستی.
په دې وروستیو میاشتو کې، د تحریک طالبان پاکستان، چې غواړي حکومت نسکور کړي، د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه زیات کړي دي.
ځینې افغانان وايي، د ټولنیزو شبکو په لیدلو کې ورته ستونزې پیدا شوي

په افغانستان کې د ټولنیزو شبکو ځینو کاروونکو ازادي راډیو ته ویلي چې ټولنیزې شبکې، په ځانګړي ډول «انستاګرام» د پخوا په شان په اسانه نه شي لیدلی.
دوی زیاتوي چې د سې شنبې له ماښامه پرته له وي پي این VPN پرته خپلو ټولنیزو شبکو ته داخلېدای نه شي، او نه هم «انستاګرام» او «سنیپچټ» پرانستلی شي.
د طالبانو حکومت تر اوسه د ټولنیزو شبکو د بندېدو یا محدودېدو په اړه رسماً څه نه دي ویلي.
خو له دې وړاندې د افغانستان په کچه د دوو ورځو لپاره انټرنېټ بشپړ پرچاو شوی و، او تازه راپورونه ښيي چې په کندهار ولایت کې د نوري فایبر انټرنېټ شبکه هم له خنډ سره مخامخ شوې ده.