دا چې د طالبانو حکومت د ګاونډيو هېوادونو د همکارۍ جلبولو لپاره د سيمې په کچه کنفرانس جوړوي، په دې اړه مو د ولسي جرګې له پخواني غړي خالد پښتون سره مرکه کړې.
په دې مرکه کې مو ښاغلی پښتون په افغانستان کې د نشه يي بوټو د کښت، نشه يي موادو د توليد او قاچاقو په اړه پوښتلی دی.
ښاغلی پښتون په پيل کې دې پوښتنې ته جواب وايي چې په تېر يوه کال کې له نشه يي موادو سره د طالبانو د حکومت مبارزه څومره بريالۍ وه؟
د ښاغلي خالد پښتون مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ: