د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۱ تله ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۲۹

نړۍ

بلېنکن: د تهران وروستي ځواب د اټومي تړون بيا ژوندي کېدو پروسه ټکنۍکړه

د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن
د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، د تهران وروستی ځواب د دې سبب شو چې د دوه زره پنځلسم کال د اټومي تړون د بیا را ژوندي کېدو هیلې یو ګام شاته شي.

په بروکسل کې له خبریالان سره د خبرو پرمهال انتوني بلېنکن نن وویل چې، واشنګټن لا هم هیله‌من دی چې له ایران سره به اټومي تړون وشي، خو په هره بیه د دې تړون احیا ته چمتو نه یو.

د اروپایي ټولنې په منځګړیتوب د واشنګتن او تهران ترمنځ وروسته له شپاړس میاشتو غیرمستقیم خبرو، ایران د متحد ایالتونو له یو شمېر غوښتنو شاته شوی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

حماس اوه یرغمل آزاد کړل

حماس نن په غزه کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې ته اووه اسراییلي یرغمل وسپارل، چې له اسراییل سره د اوربند د لومړي پړاو یوه برخه ده.

اسراییل هم د اوربند د موافقې له مخې له خپلو زندانونو څخه سلګونه فلسطیني بندیان خوشې کوي.

د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند موافقه په غزه کې د دوه کلنې جګړې د پای ته رسولو پر لور تر ټولو مهم ګام دی.

د دې موافقې هدف د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰ مادو د سولي د پلان پر بنسټ د تلپاتې سولې لپاره لاره هوارول دي.

د اسراییل پوځ تایید کړه چې هغه اوه تنه یرغمل شوي چې حماس نن دوشنبې سهارمهال په غزه کې آزاد کړي او د سره صلیب نړیوالې کمیټې ته سپارلي و، اوس له دوی سره دي. ټاکل شوې حماس نن نور ژوندي دیارلس یرغمل شوي هم خوشې کړي. دې ډلې نن مخکې د شلو اسراییلي یرغملو نوملړخپورکړی و.

حماس د شلو یرغملو لست خپورکړ

حماس د دوشنبې په ورځ د هغو ۲۰ ژوندیو یرغمل شویو لیست خپور کړچې ټاکل شوې د شوې موافقې له مخې نن آزادشي.

متحده ایالات او اروپايي ټولنه حماس د یوه تروریستي سازمان په توګه پیژني.

د سره صلیب کاروانونه د اسراییلي یرغمل شویو کسانو د ورسپارلو لپاره غزې ته په لاره دي.

په سلګونو کسان د دوشنبې په سهار په تل ابیب کې راټول شوي وواو په غزه کې د وروستیو یرغمل شویو کسانو د بیرته ورستنیدو په تمه وو.

د حماس او اسراییلو ترمنځ د لاسلیک شوې موافقې د لومړي پړاو له مخې حماس به د نږدې ۲۰۰۰ فلسطیني بندیانو د خوشې کولو په بدل کې اسراییلي یرغمل خوشې کړي.

حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه پر اسراییل د خپلو خونړیو بریدونو په ترڅ کې لسګونه یرغمل نیولي دي. یوشمیر یرغمل شوي کسان په توقیف کې مړه شوي دي.

د غزې په اړه د شرم الشیخ په غونډه کې د نړۍ له شلو زیات مشران ګډون کوي

په پام کې ده چې د نړۍ د له شلو زیاتو هیوادونو مشران د دوشنبې په ورځ د مصرپه شرم الشیخ کې په هغه غونډه کې ګډون وکړي چې په غزه کې د جګړې د پای ته رسیدو په هدف پلان شوې ده. د مصرد ولسمشرۍ له دفتره د شنبې د ورځې ناوخته په خپره شوې خبرپاڼه کې همدارانګه ویل شوي چې د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ او د مصر ولسمشرعبدالفتاح السیسي به د شرم الشیخ د غونډې چې هغه یې د سولې سرمشریزه بللې، مشري کوي. د خبرپاڼې له مخې د دغې سرمشریزې هدف، په غزې تړانګه کې د جګړې پای ته رسول او منځني ختیځ کې د سولې او ثبات لپاره د هڅو پیاوړي کول دي. د فرانسې ولسمشرایمانویل مکرون او د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش له مخکې په دې غونډه کې خپل ګډون تایید کړی دی. د یوشمیرنورو مشرانو ترڅنګ د ترکیې ولسمشر، د بریتانیا، جرمني اوهسپانیا صدراعظمانو ته هم په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

ولسمشرټرمپ مخکې ویلي وچې له اسراییل څخه له کتنې وروسته به په غزه کې د سولې د تړون د لاسلیک په مراسمو کې د ګډون لپاره مصرته لاړشي. د غزې لپاره د نوموړې د طرحې د لومړي پړاو له مخې به چې ښکیلو اړخو پرې موافقه کړې، په غزه کې دوه کلنه جګړه درول کیږي، حماس به پاتې ټول یرغمل خوشې کوي او اسراییل به یې هم په بدل کې له خپلو زندانونو په سلګونو فلسطیني بندیان آزادوي.

حماس ډله د اسراییلي یرغملو د خوشې کولو بهیر د دوشنبې په سهار پیلوي

 اسراییلیان په تل ابیب کې د اسراییلي برمته وو د خوشې کېدو د اعلان هرکلی کوي
اسراییلیان په تل ابیب کې د اسراییلي برمته وو د خوشې کېدو د اعلان هرکلی کوي

د فلسطیني حماس ډلې یو جګپوړی چارواکی وايي، د دوشنبې په ورځ به د هغو اسراییلي یرغملو د خوشې کولو بهیر پیل شي چې په غزه کې ساتل کېږي.

اسامه حمدان پرون شنبې فرانسپرس خبري آژانس ته وویل، د لاسلیک شوې موافقې په اساس د بندیانو تبادله له هوکړې سره سم د دوشنبې په ورځ پیلېږي.

د موافقې له مخې په لومړي پړاو کې به حماس اسراییلي یرغمل د نژدې دوه زره فلسطیني بندیانو په بدل کې خوشې کړي. اسراییل باور لري چې شل تنه یرغمل لاهم ژوندي دي.

حماس ډلې د اسراییلو پر قلمرو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اوومې د برید پرمهال لسګونه اسراییلیان یرغمل کړي وو.

درې تنه قطري ډيپلوماتان په قطر کې په یوه ترافیکي پېښه کې وژل شوي دي

د مصر د شرم الشیخ ښار روغتون
د مصر د شرم الشیخ ښار روغتون

د مصر تفریحي ښار شرم الشیخ ته نژدې په یوه ترافیکي پېښه کې ۳ تنه قطري ډپیلوماتان وژل شوي دي.

دوو امنیتي سرچینو نن رویټرز خبري آژانس ته وویل، په پېښه کې دوه نور قطري ډیپلوماتان هم ټپیان شوي دي.

د سرچینو په وینا د دې ډيپلوماتانو موټر له ښاره ۵۰ کیلومتره لیرې اوښتی و.

تراوسه روښانه نه ده چې آیا دا ډيپلوماتان د قطر د مرکچي پلاوي غړي وو، که نه.

د قطر یوه پلاوي په دې وروستیو کې د غزې د جګړې د پای ته رسولو په هدف د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ د سولې د طرحې په چوکاټ کې په شرم الشیخ کې د اسراییلو او حماس ډلې ترمنځ خبرو کې منځګړتوب کاوه.

په پام کې ده چې سبا دوشنبې په شرم الشیخ کې د دې طرحې د بشپړولو لپاره نړیواله ناسته جوړه شي.

د سپینې ماڼۍ ډاکټر وايي، د ۷۹ کلن ولسمشرټرمپ زړه د ۶۵ کلن سړي په څېر روغ دی

د سعودي له ولیعهد سره د لاس ورکولو پرمهال د ولسمشر ټرمپ د لاس د پوستکي رنګ بدل ښکاره شو
د سعودي له ولیعهد سره د لاس ورکولو پرمهال د ولسمشر ټرمپ د لاس د پوستکي رنګ بدل ښکاره شو

د ولسمشر ډونالډټرمپ شخصي ډاکټر شان باربابېلا اعلان کړی چې که څه هم د امریکا ولسمشر ۷۹ کلن دی، خو روغ رمټ او زړه یې د ۶۵ کلن سړي دی.

سپینه ماڼۍ په یوه راپور کې وايي، ټرامپ د زړه، سږو او جسماني چمتووالي له پلوه په استثنايي وضعیت کې دی او د خپلو دندو د ترسره کولو بشپړ توان لري.

د راپور له مخې ولسمشر ټرمپ ته همداراز د کووید ضد واکسین په ګډون د روغتیا د پیاوړتیا ځانګړي واکسینونه ورکړل شوي دي.

په متحدوایالتونو کې د ولسمشرانو د روغتیا د راپورونو خپرول یو نالیکل شوی دود او هدف یې د چارو شفافیت دی.

په تېرو څو میاشتو کې د ټرامپ پر لاسونو او پښو د شنو داغونو د تصویرونو له خپرېدو وروسته د هغه د روغتیا په اړه پوښتنې رابرسېره شوې خو ښاغلي ټرمپ وویل چې د دې شنو داغونو علت له ډېرو خلکو سره د لاس روغبړ دی.

د ټرمپ یوه ویاند بیا د وینې د نرۍ کولو لپاره د ځانګړو درملو کارول د دې شنو داغونو علت وباله. سپینې ماڼۍ مخکې اعلان کړی و، چې ولسمشر ټرمپ د پښو د رګونو په یوه مزمنه ناروغۍ اخته دی.

د اوربند له موافقې وروسته د غزې اوسېدونکي د خپلو ویجاړو کورونو پر لور روان دي

د اسراییلو د عملیاتو له کبله د غزې جنوب ته بېځایه شوي خلک په شمال کې خپلو کورونو ته ستنېږي.
د اسراییلو د عملیاتو له کبله د غزې جنوب ته بېځایه شوي خلک په شمال کې خپلو کورونو ته ستنېږي.

په داسې حال کې چې د اسراییلو او حماس ډلې ترمنځ اوربند پرځای دی، د غزې زرګونه اوسېدونکي نن- د تلې ۱۹مه په پښو او د موټرو او کراچیو په وسیله د دې تړانګې په شمال کې خپلو کورونو ته ولاړل.

اسراییلي ځواکونه د متحدوایالتونو په منځګړتوب د شوې موافقې په اساس د غزې له ځینو سیمو په شا شوي دي خو لا یې هم د غزې نیمايي برخه په ولکه کې ده. د موافقې په اساس حماس به د ۷۲ ساعتونو په ترڅ کې اسراییلي برمته خوشې کوي. باور دا دی چې شل تنه اسراییلي برمته لاهم ژوندي دي، ۲۶ تنه نور مړه شوي او د دوو نورو برمته وو برخلیک څرګند نه دی.

اسراییل به په ځوابي اقدام کې د ۱۷۰۰ فلسطیني بندیانو له ډلې څخه ۲۵۰ تنه خوشې کړي. د موافقې له مخې سلګونه لارۍ به هره ورځ غزې ته خواړه او درمل انتقالوي.

لبنان وايي چې اسراییلو د دې هېواد په جنوب کې پر ملکي تاسیساتو هوايي برید کړی دی

د لبنان ولسمشر جوزف عون
د لبنان ولسمشر جوزف عون

د لبنان ولسمشر جوزف عون د دې هېواد پر خاوره د اسراییلو هوايي برید چې د روغتیايي چارواکو په وینا پر ملکي وګړو شوی او یو تن یې وژلی دی وغانده.

ښاغلي عون نن وویل چې د لبنان په جنوب کې ملکي تاسیسات تېره شپه یوځل بیا د اسراییلو د ناوړه یرغل په ترڅ کې په نښه شول. هغه وویل چې دا برید هېڅ راز توجیه نه لري.

د لبنان ولسمشر زیاته کړه چې د دې برید اهمیت په دې کې دی چې په غزه کې د اوربند له نافذېدو وروسته کېږي.

د لبنان د روغتیا وزارت ویلي دي چې په دې برید کې یوتن وژل شوی او اوه تنه نور ټپیان شوي دي.

اسراییلو په غزه کې د اوربند له اعلان سره سره د لبنان پر خاوره د ایران پلوه وسله والو پر سنګرونو پرله پسې حملې کړې دي.

په تیرا کې د وسله والو په برید کې یوولس پاکستاني پوځیان وژل شوي دي

د پاکستاني پولیسو امنیتي پوسته (آرشیف)
د پاکستاني پولیسو امنیتي پوسته (آرشیف)

د خیبرپښتونخوا په خیبر ولسوالۍ کې د وسله والو په یوه برید کې ۱۱ تنه پاکستاني پوځیان وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان شوي دي.

یوه امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د آزادۍ راډیو مشال څانګې ته وویل، یوې ډلې وسله والو چې شمېر یې شاوخوا سل تنه وو نن سهار وختي مهال، د تیرا په حیدرکنډو سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوسته برید وکړ چې په نتیجه کې امنیتي ځواکونو ته دا مرګ ژوبله واوښته.

د دې برید پړه تراوسه کومې ډلې نه ده منلې خو په دې سیمه کې د پاکستاني طالبانو د تحریک ټي ټي پي وسله وال ډېر فعال دي.

د مشال خبریال وايي چې له پېښې وروسته په سیمه کې ګرځبندیز لګېدلی دی او اوس مهال په تیرا کې د پاکستان د پوځ هیلیکوپټرې د وسله والو پرضد عملیات کوي.

وینزویلايي سیاستواله د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې شوه

د وینزویلا سیاستوالې ماریا کورینا ماچادو د جمعې په ورځ د نوبل د سولې جایزه وګټله.

په اوسلو کې د نوبل د سولې د جایزې کمېټې نن په یوه خبرپاڼه کې د وینزویل ا د اپوزیسیون د مشرې او د دیموکراسۍ د فعالې سیاستوالې نوم د ګټونکې په توګه اعلان کړ.

د نوبل د سولې د جایزې د ناروې د کمېټې مشر یورګن واتنه فریدنس په اوسلو کې وویل، ماریا کورینا ماچادو ته دا جایزه ورکړل شوې ځکه چې هغې د وینزویلا د خلکو د ډیموکراتیکو حقونو د هڅونې لپاره نه ستړې کېدونکې مبارزه کړې او له دیکتاتورۍ څخه د عادلانه او سوله‌ییز بدلون لپاره یې هڅې کړي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG