د طالبانو یو ویاند وايي، د رسنیو په وړاندې د تاوتریخوالي او د رسنیو د سرغړونو د مخنیوي کمېسیون پرون خپله لومړۍ غونډه وکړه.
ذبیح الله مجاهد پرون خبر ورکړی، چې دغه غونډه د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست، ملا خیر اله خیرخوا په مشرۍ جوړه شوه.
دغه کمېسیون په تېر جمهوري نظام کې هم فعالیت درلود، چې بېلا بېل خپلواک بنسټونه او رسنۍ پهکې شاملې وې.
زموږ همکار صالح محمد صالح، له پخواني خبریال او د ټولنیزو رسنیو له فعال، سعید شینواري د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې: در سنیو د سرغړونو د مخنیوي کمېسیون فعالیت به څومره اغېزناک وي؟
د ښاغلي سعيد شينواري مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ: