د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۴

نړۍ

ګوتیرش: له اوکراینه د غله دانې د صادراتو برخه کې موافقه ترلاسه شوې

د ملګرو ملتونو سرمنسي انتونیو ګوتیرش
د ملګرو ملتونو سرمنسي انتونیو ګوتیرش

د ملګرو ملتونو سرمنشي وایي، له اوکراین څخه د غله دانې د صادراتو په برخه کې یې موافقه ترلاسه کړې ده.

انتونیو ګوتیرش د شنبې په ورځ په استانبول کې خبرې کنفرانس ته وویل: "همدا پرون زه د اودیسه په بندر کې وم، په یوې بېړۍ کې مې د غنمو بارول ولیدل، ډېر اغېز یې راباندې وکړ چې لیده مې ټوله کښتۍ په غنمو ډکېږي. دا په نړۍ کې د ډېرو کسانو لپاره یوه هیله وه."

د ګوتیرش په وینا د اکراین، روسیې او ترکیې پلاوي، همداراز د ملګرو ملتو څارونکي د تورسمندرګي له لارې په بېړیو کې د اوکرایني غله دانو د لېږد څارنه کوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د هند صدراعظم وايي چې هېواد یې له متحدوایالتونو سره ډېر مثبت اړیکي پالي

ډونالډټرمپ او نریندرا مودي
ډونالډټرمپ او نریندرا مودي

وروسته له دې چې د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ د هند له صدراعظم نریندرا مودي سره د شخصي اړیکو خبره وکړه ښاغلي مودي ویلي دي چې نوې ډیلي لاهم له واشنګټن سره ډېر مثبت اړیکي پالي.

ښاغلي مودي نن پر خپله ایکس پاڼه ولیکل چې د ترمپ د دې احساساتو ژوره ستاینه کوي او له ده سره د مثبتو اړیکو ارزونه یې تاییدوي.

دواړه مشران دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې واشنګټن د هند پر وارداتو تر پنځوس سلنې پورې تعرفې ولګولې او پر نوې ډيلي یې تور ولګاوه چې له روسیې څخه د تېلو په پیرلو سره په اوکراین کې د روسیې د جګړې اور ته لمن وهي.

ټرمپ مخکې خبریالانو ته ویلي و، چې مودي به یې تل ملګری وي او خپلې هغه تېرې څرګندونې یې بې اهمیته بللې وې چې ویلي یې و، د چین په بدل کې به هند له لاسه ورکړي.

د اسراییلو پوځ د غزې د ښاري ناحیو اوسېدونکو ته له خپلو مېنو د وتلو لارښوونه کړې

د غزې ماشومان په المواسي کې د بېځایه شويو کډوالو پر کمپ د اسراییلي پوځ له بمبارۍ وروسته
د غزې ماشومان په المواسي کې د بېځایه شويو کډوالو پر کمپ د اسراییلي پوځ له بمبارۍ وروسته

د اسراییل پوځ د غزې د پراخې ښاري ساحې د نیولو د عملیاتو په درشل کې د دې ښار اوسېدونکو ته لارښوونه کړې چې له خپلو مېنو ووځي او بشري ساحو ته ولاړ شي.

د پوځ ویاند پر ټولنیزو شبکو په یوه بیان کې د غزې اوسېدونکو ته په خطاب کې ویلي چې له دې فرصت څخه ګټه واخلي او د المواسي په نوم په جوړ شوي بشري زون کې له زرګونو نورو خلکو سره یوځای دېره شي.

ویاند دا نه دي ویلي چې د پوځ عملیات څه وخت پیلېږي خو یوه بل ویاند مخکې ویلي و، چې د عملیاتو وخت به اعلان نه شي او ناڅاپي به وي.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې د غزې په ښار او شاوخوا سیمو کې یې شاوخوا یو میلیون خلک استوګن دي او خبرداری یې ورکړی چې که د اسراییلو پوځ له پلان سره سم عملیات وکړي نو یو ناورین به پېښ شي.

ولادمیرپوتین اوکرایین ته د هر ډول بهرنیو سرتیرو د لېږلو په تړاو خبرداری ورکړی

د روسیې جمهور رییس ولادمیر پوتین
د روسیې جمهور رییس ولادمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اوکراین ته د بهرنیو ځواکونو د لیږلو په وړاندې خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دوی به "مشروع هدفونه" وي.

د جمعې په ورځ (د سپتمبر په ۵ مه) د ارام سمندر په ساحلي ښار ولادیوستوک کې یوې اقتصادي غونډې ته د وینا پر مهال، پوتین وویل چې "که چیرې کوم سرتیري هلته راڅرګند شي، په ځانګړې توګه اوس چې جګړه وي، موږ ګومان کوو چې دوی به مشروع اهداف وي."

دا څرګندونې یوازې څو ساعته وروسته له هغه وشوې چې د کاناډا، جاپان او اسټرالیا په ګډون د شاوخوا ۳۰ اروپایي هیوادونو د یوې ډلې مشران اوکراین ته د سوله ساتو ځواکونو د لیږلو لپاره د سلامشورو په اړه سره غږېدلي.

د "ارادې د اییتلاف" په نوم د دې ډلې مشرانو د پنجشنبې په ورځ په پاریس کې د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سره لیدلي دي. د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون، چې د خبرو اترو کوربه توب یې کاوه، وویل ۲۶ هیوادونه اوکراین ته د ډاډ د حاصلولو په هدف د ځواکونو د استولو یا په ځمکه، هوا او سمندري قلمرو کې د عسکرو ځای پر ځای کولو ته ژمن دي.

هنګري کې د جنګي الوتکو د ورکو شویو تجهیزاتو او پورزو په اړه پلټنې پيل شوې

میګ-۲۹ جنګي جیټ الوتکه، ارشیف
میګ-۲۹ جنګي جیټ الوتکه، ارشیف

د هنګري چارواکو د اتو ( میګ-۲۹ جنګي جیټ الوتکو) د کلیدي پورزو د ورکېدو او اوکراین ته یې د احتمالي لېږد په اړه پلټنې پېل کړي دي.

سرچینو د ازادې اروپا/ازادۍ راډیو هنګري څانګې ته ویلي چې ورکو شویو پورزو کې هغه الکترونیکي وسیلې هم شاملې دي چې د دغو الوتکو موقعیت او تسلیحاتي سیستم کنټرولوي.

د الوتکو دا پورزې له هغې هوایي اډې ورکې شوي چې دا ډول ۲۰ جنګي الوتکې په کې پارک شوي.

دا د پخواني شوري اتحاد د وخت جنګي الوتکې دي چې هنګري ځواکونو کارولې.

له دې سره د هنګري د حکومت هغه تګلاره تر پوښتنې لاندې راغلې چې ویلې یې دي، اوکراین ته وسلې نه ورکوي.

د امریکا او جاپان سوداګریزه هوکړه، ټرمپ پر جاپاني موټرو تعرفه کمه کړه

د امریکا د تعرفو لست
د امریکا د تعرفو لست

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جاپان پر واردیدونکو موټرو او نورو محصولاتو د ټیټې ګمرکي تعرفې فرمان پرون پجشنبه لاسلیک کړ.

پر جاپاني موټرو د ټیټې تعرفې دغه فرمان ۷ ورځې وروسته نافذېږي.

رویټرز خبري اژانس د یوې جاپانۍ سرچینې په حواله لیکلي چې له دې سره د جاپان پر موټرو د امریکا ګمرکي تعرفه له ۲۷ اعشاریه پنځو څخه، ۱۵ فیصدو ته ټیټېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د جاپاني موټرو لوی شرکت ټویتا تیره میاشت وویل چې امریکا ته د دغو موټرو پر وارداتو د امریکا د لوړې تعرفې له کبله به ۱۰ میلیارده ډالره زیان وکړي.

په تیره جولای میاشته کې جاپان د یوې سوداګریزې هوکړې له مخې په متحده ایالتونو کې د پنځه نیم سوه میلیارده ډالرو پانګونې ژمنه کړې ده.

ګڼ شمېر لویدیځو هېوادونو اوکراین ته له جګړې وروسته د امنیتي ضمانتونو ډاډ ورکړ

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون وایي، شپږویشتو هېوادونو له جګړې وروسته اوکراین ته د امنیتي ضمانتونو پر ورکړې هوکړه کړې.

مکرون پرون پنجشنبه ( د سنبلې ۱۳مه) په پاریس کې د اوکراین په اړه د یوې غونډې له کوربه توب وروسته ویلي، دغه هېوادونه پر دې هم سلا شوي چې د ډاډمنونکي ځواک په توګه خپل ځمکني، سمندري یا هم هوایي ځواکونه اوکراین کې ځای پر ځای کړي.

هغه زیاته کړې چې له یادې طرحې د امریکا د ملاتړ مسله به راتلونکو ورځو کې نهایي شي.

د اوکراین د شاوخوا ۳۰ ملاتړو هېوادونو مشران د پاریس په غونډه کې سره ټول شوي وو.

تر غونډې وروسته د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ویډیو کانفرانس ترسره شو.

د ایران ولسمشر وايي په چین کې یې له خپل روس سیال سره څلور ساعته مهمې خبرې وکړې

د روسیې او ایران ولسمشران په چین کې د لیدنې پرمهال
د روسیې او ایران ولسمشران په چین کې د لیدنې پرمهال

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي چې د شانګهای د همکارۍ د سازمان په څنډه کې یې له خپل روس سیال ولادیمیر پوتین سره څلور ساعته کتنه لرله.

ښاغلي پزشکیان له دې غونډې د راستنېدو پرمهال وویل چې له پوتین سره په کتنه کې یې د سیمه ایزو، اقتصادي او علمي مسایلو په اړه خبرې وکړې.

پزشکیان همداراز زیاته کړه چې د چین او ترکیې له ولسمشرانو سره په کتنو کې یې خورا مهمې او حیاتي ستراتیژیکې پرېکړې وکړې خو په دې اړه یې نور جزییات ورنه کړل.

د جرمني د خبري آژانس ډي پي اې د راپور له مخې د ایران مشران هیله من دي چې له روسیې او چین سره اړیکي به پر لویدیځ د تهران اتکا او د بندیزونو اغېز راکم کړي او د دې هېواد له دفاعي سکتور سره د همکارۍ په برخه کې به نوي فرصتونه رامنځ ته کړي.

پوتین د روسیې له لویدیځ څخه د اوکرایني ځواکونو په ایستلو کې د شمالي کوریا د سرتېرو ستاینه وکړه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن (د وږي ۱۲مه) د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون څخه مننه وکړه چې د هېواد پوځیانو یې د روسیې له کورسک سیمې څخه د اوکرایني سرتېرو په ایستلو کې د مسکو مرسته کړې.

پوتین کوریايي سرتېري وستایل او ویې ویل چې هغوی په اتلولۍ سره جګړه وکړه.

د فرانسپرس خبري آژانس د راپور له مخې د روسیې ولسمشر د چین په پلازمېنه بېجینګ کې په دې لیدنه کې ښاغلي کېم ته د مسکو د سفر بلنه ورکړه.

د پوتین او کېم لیدنې څه باندې دوه ساعته دوام وکړ خو د دوی د خبرو په اړه جزییات نه شته.

شمالي کوریا پر اوکراین د مسکو له حملې وروسته په تېرو درې نیمو کلونو کې د روسیې اصلي متحد پاتې شوی او د روسیې له لویدیځ څخه د اوکرایني پوځیانو د ایستلو لپاره یې خپل زرګونه سرتېری هلته واستول.

په بنو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ۱۲ ساعته جګړه پای ته ورسیده

د بنو یو پوځي مرکز-ارشیف
د بنو یو پوځي مرکز-ارشیف

د خیبرپښتونخوا په بنو کې د پوځ پر یوه مرکز د وسله والو له دولس ساعته جګړې وروسته، د پولیسو په وینا شپږ امنیتي سرتیرې او شپږ وسله وال وژل شوي او جګړه پای ته رسیدلې ده.

په بنو کې د پولیسو مشر سجاد خان د ازادي راډیو مشال څانګې ته پرون ناوخته وویل چې د ( ایف سي) ځواکونو د مرکز په دروازه کې لومړی ځانمرګی برید وشو بیا شپږ وسله وال مرکز ته ننوتل چې د جګړې په ترڅ کې نولس سرتیرې ټپيان شوې هم دي.

د دې برید مسوولیت تر اوسه چا نه دی اخیستی، خو په خیبرپښتونخوا کې تحریک طالبان پاکستان ډله فعاله ده او اسلام اباد تور پورې کوي چې د دې ډلې مرکزونه په افغانستان کې دي او له هغه ځایه خپل بریدونه تنظیموي. د افغانستان طالبانو تل دا تورونه رد کړې دي.

په کوټه کې چاودنې په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

سپتمبر ۲-۲۰۲۵ په کوټه کې تر چاودنې وروسته د امنیتي ځواکونو پلټنې
سپتمبر ۲-۲۰۲۵ په کوټه کې تر چاودنې وروسته د امنیتي ځواکونو پلټنې

د بلوچستان په مرکز کوټه کې تیر ماښام په یوه چاودنه کې لږ تر لږه دیارلس تنه وژل شوې او دیرش نور ژوبل شوې دي.

چارواکي وایي چې چاودنه د ملتپال مشر سردار عطا الله منګل د تلین د مراسمو پرمهال وشوه.

د چاودنې پرمهال د عطا الله منګل زوی اختر منګل ته زیان نه دی اوښتی.

رویټرز اژانس د چارواکو په وینا وایي چې بم د موټرو په پارکینګ کې هغه وخت وچاودید چې خلک له غونډې څخه وتل.

د پاکستان د ترهګرۍ ضد پولیس وایي چې دوی د پېښې تحقیقات کوي او داسې ښکارې چې دا ځانمرګی برید و.

د دې حملې مسوولیت تراوسه چانه دی اخیستی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG