افغانستان
کرزی: تېر یوه کال کې د مرګ ژوبلې کمښت پرته نور هر څه منفي و
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، تېر یوه کال کې پرته له دې چې یوازې مرګژوبله کمه شوې، نور هر څه منفي و.
ښاغلي کرزي د انډیا ټوډی سره خپله مرکه چې پرون خپره شوې ویلي، اوسمهال افغانان له لویو ستونزو سره مخ دي.
د افغانستان پخواني واکمن ویلي، باسواده افغانان هره ورځ له وطن وځي او تر خوا یې اقتصادي وضعیت به یوه ډېر بد حالت کې دی.
حامد کرزي د افغانستان د دولت سقوط هم لویه ضایعه بللې ده.
د افغانستان پخواني ولسمشر د نجونو او ښځو د زدهکړو او کار ته په اشارې ویلي، افغانستان هغه مهال پرمختګ کولای شي چې هلکان او نجونې یې زدهکړې وکړي او سړي او ښځې یې اوږه په اوږه د خپل هېواد لپاره کار وکړي.
حامد کرزی داسې مهال تېر یو کال د افغانانو لپاره له ستونزو ډک بولي چې سبا د طالبانو په لاس د افغانستان د جمهوري نظام د سقوط لومړۍ کلیزه ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ازبکستان ومنله چې د حیرتان- مزارشریف د ریلګاډي عملیاتي چارو ته دوام ورکړي
ازبکستان د افغانستان د طالبانو له حکومت سره موافقه وکړه چې د حیرتان-مزار شریف پر ریللارې د ریلګاډي د تګ راتګ د عملیاتو او ساتنې قرارداد اوږد کړي.
د ازبکستان د ترانسپورت وزارت پرون وویل چې دا موافقه تاشکند ته د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د ریللارو د ادارې د مرستیال محمد اسحاق صاحبزاده د سفر او د ازبکستان د ترانسپورت له وزیر الهام مخاموف سره په کتنه کې وشوه.
د طالبانو د ریللارو د ادارې مرستیال د جنورۍ له ۲۱مې څخه تر ۲۳مې پورې په تاشکند کې و.
په دې کتنه کې د ترانس-افغان ریللارې د پروژې په کار کې د چټکتیا او د راتلونکو مرحلو د پلان په اړه هم بحث وشو.
ترانس افغان هغه پروژه ده چې ازبکستان د افغانستان له لارې له پاکستان سره نښلوي.
د نوي تمدید شوي قرارداد له مخې به، د ازبکستان د ریللارو د ګډ شرکت یوه فرعي اداره، سوګدیانا ټرانس LLC، د حیرتان-مزار شریف ریل پټلۍ مدیریت ته دوام ورکړي. دا ریللار په ۲۰۱۰ کال د ۱۲۹ میلیون ډالرو په لګښت جوړه شوې وه او د بشپړېدو له وخته د سوګدیانا ټرانس له خوا اداره کېږي.
د افغان کډوالو په اړه له تاجکستانه د م.م. غوښتنه
ملګروملتونو ویلي چې تاجکستان باید د افغان کډوالو ایستل ودروي.
ملګروملتو دا غوښتنه وروسته له هغې وکړه چې تاجکستان تېره میاشت لسګونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته واستول.
د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ (UNHCR) فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې دوی معلومات ترلاسه کړي چې د دسمبر په میاشت کې له تاجکستان څخه لږ تر لږه ۸۰ افغان کډوال افغانستان ته ایستل شوي دي. دغه اداره زیاتوي چې ډېری ایستل شویو کسانو قانوني اسناد او د کډوالۍ کارتونه هم لرل.
دا اداره زیاتوي چې د ۲۰۲۴ کال تر پایه شاوخوا ۹ زره افغان کډوال په تاجکستان کې مېشت وو.
طالبانو د پنځو کانونو د استخراج قراردادونو له خصوصي شرکتونو سره لاسلیک کړل
د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د بامیان ولایت د سربو او جستو د ۵ کانونو د استخراج قراردادونه له څو شرکتونو سره لاسلیک کړل.
دې وزارت پرون (دوشنبې) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا کانونه په یکاولنګ ولسوالۍ کې موقعیت لري او د هغو قراردادونه یې له افغان جرمن، الحرمین، ګاما ایګل، کندهار خوګیاڼي او موسی سلطان شرکتونو سره لاسلیک کړي دي.
ټاکل شوې ده چې یاد شرکتونه پر دغو کانونو یو میلیارد او اووه سوه میلیون افغانۍ پانګونه وکړي.
خبرپاڼه زیاتوي چې دا قراردادونه د ۵ کلونو لپاره دي او بیا تمدید کېدای شي. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د کانونو پروسس به سل په سلو کې دننه په افغانستان کې ترسره کېږي.
د کانونو وزارت زیاتوي چې له یادو کانونو څخه به د حکومت ونډه ۵۱ سلنه وي.
طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د کانونو د استخراج په برخه کې له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره ګڼ قراردادونه لاسلیک کړي دي، خو ځینې کارپوهان د دغو قراردادونو د شفافیت او د افغانستان په کانونو کې د لویو پروژو د عملي کېدو په اړه شک لري.
د یوناما په نوي درې میاشتنی راپور کې بیا هم د افغانستان د بشري وضعیت په اړه اندېښنه ښودل شوې ده.
په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت- یوناما د نجونو او ښځو له حقونو نیولې تر ملکي تلفاتو، اعدامونو او بدني مجازاتو پورې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.
یوناما په دې تازه راپور کې، چې د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر او ډسمبر میاشتو ترمنځ موده رانغاړي ویلي چې د دې درې میاشتني راپور د جوړېدو په اوږدو کې واکمنو طالبانو پر ښځو او نجونو محدودیتونه زیات کړل، د طبي علومو په موسسو کې یې د ښځو پر تعلیم بندیز ولګاوه او د امربالمعروف د قانون تطبیق ته یې چې د یوناما په وینا د ښځو او نجونو اساسي آزادۍ زیانمنوي دوام ورکړ.
د راپور له مخې د ۲۰۲۴ کال د پای په دریو میاشتو کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د ناموسي وژنو او د کم عمره نجونو د جبري ودونو په ګډون د جنسیت پربنسټ تشدد دوام درلود.
په راپور کې دا یادونه هم شوې چې په دې ترڅ کې د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې، د ملي مقاومت جبهې او نورو وسله والو ډلو په حملو کې ملکي وګړو ته هم زیان اوښتی دی.
یوناما په خپل راپور کې د دې دریو میاشتو په ترڅ کې پر رسنیو د فشار د زیاتولو لپاره د طالبانو اقدامات هم یاد کړي او ویلي یې دي چې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون ډېرې رسنۍ اغېزمنې کړې دي.
طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د ملګروملتونو او د بشري حقونو د ډلو له پرله پسې انتقادونه سره مخامخ دي خو په چلند کې یې تراوسه هېڅ بدلون نه دی راغلی.
چین له افغانستان او ځینو نورو هېوادونو د څارویو او چرګانو واردات بند کړل
چین له حیواناتو څخه انسان ته د ناروغیو د سرایت د مخنیوي په مقصد د افغانستان په ګډون د یوشمېر آسیايي، افریقايي او اروپايي هېوادونو د څارویو او چرګانو پر واردولو بندیز لګولی دی.
چین ویلي دي چې د پسونو او وزو د تڼاکو د ساري ناروغیو د مخنیوي لپاره یې له افغانستان، پاکستان، فلسطین، نیپال او بنګلدېش څخه د پسونو او وزو او د دې دوو څاریو د غوښې واردول بند کړي دي.
دا بندیز داسې مهال اعلانېږي چې د روغتیا نړیوال سازمان په بېلابېلو هېوادونو کې د ځینو ساري ناروغیو د خپراوي خبرې ورکړ او ورپسې د چین د ګمرکونو عمومي ادارې د جنوري په ۲۱مه په دې اړه یولړ بیانونه خپاره کړل.
د دې بیانونو له مخې چین د غوښې له لویو تولیدوونکو هېوادو لکه غنا، قطر، سومالیا، کانګو، نایجریا، مصر، بلغایا او نورو هېوادونو څخه د غوښې او له جرمني څخه د خنځیر او د خنځیر د غوښې پر وارداتو هم بندیز لګولی.
شپږ میلیونه ماشومان د پولیو ضد واکسینیږي
د افغانستان په شپاړسو ولایتونو کې نن د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ یا پولیو پرضد د واکسین کمپاین پیل شو.
باختر خبري آژانس چې طالبان یې اداره کوي، د روغتیا وزارت د سرچینو له قوله خبر ورکړی چې دا درې ورځنی کمپاین په پلازمېنه کابل او ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، کندهار، هلمند، زابل، روزګان، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، بغلان، هرات او بادغیس ولایتونو کې روان دی.
د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت مخکې ویلي و، چې د دې کمپاین په ترڅ کې له پنځو کلونو کم عمره شاوخوا شپږ میلیون ماشومانو ته د پولیو د واکسین څاڅکي ورکړل شي.
سره میاشت ټولنه: ۳۱ په زړه سوري ماشومان مو روغتونونو ته ورپېژندلي دي
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي چې ۳۱ زړه سوري ناروغ ماشومان یې د کابل شپږو روغتونونو ته د درملنې لپاره ورپېژندلي دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې دغې ادارې د یکشنبې په ورځ د دلوې په ۷ نېټه په خپله ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي چې د دغو ماشومانو ددرملنې او جراحۍ لګښت به د افغاني سرې میاشتې ټولنې لخوا برابرېږي.
وړاندې یادې ادارې په جدي میاشت کې هم د زړه سوري ۱۸ ناروغ ماشومان هم په کابل کز د درملنې لپاره څلور روغتونونو ته معرفي کړي وه.
نن د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د پولیو واکیسناسیون پیلیږي
ټاکل شوې نن دوشنبه د دلوې په ۸ نېټه د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین تطبیقولو کمپاین پیل شي.
“له پولیو خلاص افغانستان» په نوم یو بنسټ د یکشنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دا کمپاین به په کندهار، هلمند، اروزګان، زابل،پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، کابل، بغلان، هرات او بادغیس ولایتونو کې ترسره شي.
له څو مودو راهیسې په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسینو د تطبیقولو کمپاین کور په کور نه ترسره کېږي او ډیری ماشومان په جوماتونوکې دغه واکیسن تر لاسه کوي.
افغانستان او پاکستان د نړۍ دوه هغه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو په ختمولو توانېدلي نه دي .
که څه هم په روان میلادي کال کې په افغانستان کې لا د پولیو د کومې نوې مثبتې پېښې د ثبتېدو خبر نه دی ورکړل شوی، خو د روغتیا نړیوالسازمان د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې په دغه هېواد د ګوزڼ ۲۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
این ویروس نخاع یا رشتۀ مهم عصبی در میان ستون فقرات را هدف قرار میدهد و باعث فلج بدن میشود.
پولیو ساري او ویروسي ناروغۍ ده چې درملنه نه لري او یوازې د واکسین تطبیق کولای شي ماشومان له دغه ویروسه وساتي.
دا ویروس د انسان د ملا تیر ترمنځ مهمې عصبي رشتې په نښه کوي او د فلج کېدو لامل ګرځي.
د ایران د خصوصي سکتور استازو له طالب چارواکو سره کتلي دي
د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي او د ایران د خصوصي سکټور استازو د افغانستان او ایران تر منځ د سوداګرۍ د کچې لوړولو او نورو مسایلو اړوند خبرې اترې کړې دي.
د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یکشنبې په ورځ د دلوې په ۷ مه نېټه په یوه خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو لورو له چابهار بندره د اعظمي ګټې اخیستنې، افغانستان د بې کیفیته سوداګریزو توکو او د پولو پر کوچینو بازارونو بحثونه کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د ایران د خصوصي سکټور استازو په دې لیدنه کې په افغانستان کې د کانوتو، کرنې او صنعت برخو کې پانګونې ته لېواتیاښودلې ده.
د ایران د خصوصي سکټور استازي د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په مشرۍ د یو لوړپوړي پلاوي په ترکیب کې پرون کابل ته تللي دي.
عراقچي کابل ته د خپل یوه ورځني سفر په ترڅ کې د طالبانو د حکومت له لوړپوړو چارواکو سره پر دوه اړخیزو اړیکو او نورو موضوعاتو خبرېکړي او بیا د ورځې په پای کې د مازدیګر چای لپاره د کابل یو رسټورانت ته تللی وه.
ګلبدین نایب د غوره لوبغاړي جایزه د رضا اساهي کورنۍ ته ډالۍ کړه
ګلبدین نایب د متحده عربي امارتو شل اوریز نړیوال کرکټ لیګ کې د غوره لوبغاړي جایزه د علي رضا اساهي کورنۍ ته ډالۍ کړه.
ګلبدین نایب ته د غوره لوبغاړي په خاطر ۱۵۰۰ ډالره جایزه ورکړل شوې وه.
ګلبدین نایب چې په نننۍ لوبه کې ۸۰ منډې وکړې او ټیم یې بریا ته ورساوه وویل: «افغانستان د باډي بلډینګ په برخه کې یو مخکښ لوبغاړی له لاسه ورکړ. دا د ټولو لپاره لویه ضایعه ده. که څه هم زما د «نننۍ جایزې» اندازه ډېره کمه ده اما غواړم د علي رضا اساهي کورنۍ ته یې ډالۍ کړم»
علي رضا آساهي د افغانستان او نړۍ په کچه د مخکښانو یا زیات عمر لرونکو لوبغاړو په برخه کې د بدن د ښکلا اتل وو چې تېره اوونۍ یې د زړه د سکتې په خاطر ساه ورکړه او په کابل کې خاورو ته وسپارل شو.
اساهي له بیوزلۍ کړېده. د هغه له کورنۍ سره راشدخان او ځینو نورو ورزشکارانو هم د مرستې اعلان کړی دی.