معصومه باک یمه، د غزني ولایت اوسېدونکې او د غزني ولایت په یوه لېسه کې د ۱۱م ټولګي زدهکوونکې.
موخه هره ورځ هغه وخت شروع کېده کله به چې سهار لمر څرک وهه، زموږ تګ یوازې له کوره تر ښوونځي نهوو په دې کار سره مو د وطن هیلې رڼولې دا زموږ حق وو چې په دې موخه کې باید هېڅ ستونزه ونهلرو، موږ د دې وطن اولادونه وو، موږ هغه وخت چې ټولې نجونې د ښوونځي په لور روانې وو د ټولو هیلې به زما په څېر ژوندۍ وې.
منظم مهالوېش، د موخو لاسته راوړل، ډاکتره کېدل او خپلو خلکو ته کار کول غوره ژوند و.
کله چی هیلې دې ژوندۍ بڼه ولري
له بده مرغه هر څه بدل شوو، هر څه مخ واړاوه، هیلې ړنګې شوې، رڼا ورځې اوس نهشته موږ تر یو لوی ذهني فشار لاندې یو، دا هر څه په ویلو هم ډېر سخته دي، خو بیا هم له بده مرغه موږ هره ورځ اوس داسې ژوند کوو.
اوس د خوب بستر ته تلل یو بېهدفه، بېهیلو، بېارمانونو ګنل کېږي د سهار پاڅېدل بېرنګه شوی.
موږ چې هر سهار سترګې وغړولې نه هدف وینو نه مخ ته تګ، نه مهالوېش نه هم ژوندۍ هیلې.
دا احساس ډېر بد ده، خو له بده مرغه موږ داسې حالت په سترګو وینو او تېروو یې.
ټولو ته سخته ده چې د ښوونځي نجونې په کور کې کېني، زموږ د سترګو وړاندې ایښي کتابونه موږ لا ځوروې، د تېرو وختونو یادول مو لا ځوروي، موږ ډېر سخت حالت کې یو.
موږ وینو چې زموږ مېرمنو راتلونکی ورانېږي، موږ وینو چې موږ بیا ړندېږو، موږ وینو چې نسل مو بېتعلیمه پاتې کېږي.
یو موږ نهیو ډېری د ټولو مېرمنو هیلې دې ته ورته یا هم تر دې بدتره سخت حالت لري.
هغه وخت چې ښوونځي ته به تلو له هرې ممکنه لارې مو ګټه واخيسته چې نورې مېرمنې هم تعليم ته وهڅوو، موږ دا کار وکه، د رسنیو له لارې، مخامخ د خبرو له لارې، موږ کار کاوه تر څو د مېرمنو ستونزې حل شي اوس هر څه بدل شوو اوس هېڅ هم نهشته.