د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

د افغانستان د رګبي ملي لوبډلې د اسیا نایب اتلولي وګټله


د افغانستان رګبي لوبډله - انځور ارشيف
د افغانستان رګبي لوبډله - انځور ارشيف

افغان لوبغاړي په فاینل کې یکشنبه ماښام له سنګاپور سره مخ شوي وو چې، فاینل ته تر رسېدو پورې یې څلور لوبې سر په سر ګټلې وې.

د اندونیزیا جاکارتا د اسیا د رګبي / سیون ټرافۍ جام کوربه وه.

افغان لوبغاړو په فاینل کې له سنګاپور سره د لوبې میدان ته ور ودانګل. لوبه د دواړو هېوادونو په ملي سرود پیل شوه.

د افغانستان لږ تر لږه دوه لوبغاړي د مخکینیو لوبو پر مهال ژوبل وو او د ورځې په جریان کې یې سختې لوبې تېرې کړې وې.

افغانستان په دې فاینل لوبه کې د سنګاپور په وړاندې ۱۹ پر ۵ ماتې ومنله. په دې ترتیب افغانستان د اسیا نایب اتلولي وګټله او سنګاپوریانو لومړی مقام تر لاسه کړ.

د عمر سلیمانخېل په لوبډلمشرۍ افغان لوبغاړو فاینل ته تر رسېدو د مخه د ایران په ګډون د اسیا څلور ټیمونه مات کړي وو.

په نیمه پایلوبه کې یې ایران ۲۲ پر صفر مات کړ.

تر هغه مخکې یې له کوربه اندونیزیا نه ۲۴ پر صفر لوبه ګټلې وه. په لومړنیو رونډو کې یې هم هند ۲۷ پر ۷ له مخې لرې کړ او تر هغه مخکې د ټورنمنټ په اولنۍ لوبه کې له اردن سره مخ وو چې هغه لوبه یې ۳۱ پر ۱۴ ګټلې وه.

دغو څلورو پرله‌پسې بریاوو افغان ټيم ډاډمن کړی وو چې په فاینل کې به هم بری خپل کړي.

د ټيم یوه مسوول اجمل وردګ له سنګاپور سره د لوبې تر پيل مخکې ډاډ وښود چې اتلولي ګټي خو بخت ورسره یاري ونه کړه.

نوموړي وويل: "د افغانستان د رګبي ملي ټيم د ۲۰۲۲ کال په اسیا جام کې د اسیا د څلورو ټیمونو تر ماتولو وروسته فاینل ته لار پیدا کړه. دا ټیمونه هند، اندونیزیا، اردون او ایران دي چې موږ مات کړل."

د افغانستان د رګبي ملي ټیم داسې وخت د اسیا له قوي ټیمونو سره د رګبي په اتلولۍ جام کې ګډون وکړ چې د افغانستان ګڼ لوبغاړي د وروستي یو کلن سیاسي تحول په خاطر له هېواده وتلي او د ګڼو نورو برخو په څېر ورزشي څانګې هم د بودیجې له نشتوالي سره مخ دي.

د رګبي فدراسیون مشر حارث رحماني په یوه پیغام کې ویلي ملي ټيم داسې وخت د اسیا جام کې لوبې وکړې چې بودیجه ورته نه وه ځانګړې شوې.

نوموړي وويل: "یوازې د افغانستان د رګبي فدراسیون نه بلکې ټول فدراسیونونه له کمو مالي امکاناتو برخمن دي. اوس خو هر څه بند دي. موږ هيڅ ډول حمایت نه دی لیدلی. او آن ځینې ټیمونه لکه کرېکټ او فوټبال چې یو شمېر فعالیتونه او لوبې لري هغه له خپلو شخصي لګښتونو کوي."

د افغانستان د رګبي ځینې ملي لوبغاړي له بهرنیو هېوادونو لکه اسټرالیا او نیوزیلنډ له افغان لوبډلې سره یوځای شوي.

له دې ډلې د ټيم کپټان عمر سلیمانخېل چې د نیوزیلنډ د رګبي په ملي لیګ کې هم لوبیږي او په روانو اسیايي لوبو کې یې د افغانستان لپاره ګڼ امتیازونه هم ګټلي.

XS
SM
MD
LG