افغانستان
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د عصري بسونو تګ راتګ پیلېږي
راپورونه وايي، چې ټاکل شوې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د عصري بسونو تګ راتګ پیل شي.
د متحده عربي اماراتو د ګلف نیوز ورځپاڼې د راپور له مخې په دې اړه موافقه کابل ته د پاکستان د جګپوړي پلاوي د سفر پرمهال شوې ده.
د راپور له مخې د دې بسونو تګ راتګ به د اګست په پای کې د پېښور او جلال آباد او د کوټې او کندهار ښارونو ترمنځ پیل شي.
د پاکستان د سوداګرۍ د وزیر محمدصالح احمد فاروقي په مشرۍ پلاوي تېره اونۍ په کابل کې و، او په کابل کې یې د طالبانو له چارواکو سره په لیدنو کتنو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر مسایلو خبرې وکړې.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
بلخ کې پر نشه د روږدو ښځو او ماشومانو د درملنې يو مرکز پرانيستل شو
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په بلخ کې په نشو د روږدو ښځو او ماشومانو د درملنې لپاره د یوه ۵۰ بستري مرکز د پرانیستې خبر ورکړ.
د دغه بنسټ د افغانستان څانګې پرون پر خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي، چې د روغتیا نړیوال سازمان سیمهییزې مشرې حنان بلخي افغانستان ته د سفر پر مهال دغه مرکز پرانیست.
وړاندې ویل شوي، چې په راروانو لسو میاشتو کې به په نشو ۶۲۰ روږدې ښځې او ۱۲۰ روږدي ماشومان په دغه مرکز کې تداوي شي.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت په چنګاښ/ سرطان میاشت کې ویلي وو، په ټول افغانستان کې په نشو څه باندې ۱۱۵زره روږدي کسان راټول کړای شوي او تداوي شوي دي.
بیا هم اندېښنې شته چې ګڼ روږدي کسان له نشو تر لاس اخیستو وروسته روغ شوي، خو د کاري فرصتونو او سالمو بوختیاوو د نشتوالي له کبله بیا په نشو اخته شوي دي.
د افغان ښځو پر وړاندې د محدوديتونو د ليرې کېدو غوښتنه وشوه
د افغانستان د پرمختګ غوښتونکو غورځنګ په ګډون د ښځو د حقونو ځینو ډلو نن د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لهمنځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت په هېواد کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو د لیرې کولو غوښتنه کړې ده.
دغه غورځنګ په یوه بیان کې ویلي، دا ورځ پهداسې حال کې لمانځل کېږي، چې افغان مېرمنې "تر ټولو تورو" شرایطو کې ژوند کوي او له خپلو لومړنیو حقونو بېبرخې دي.
بلخوا د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش وايي، د ښځو او نجونو په وړاندې زورزیاتی یوه وبا ده، چې د بشريت د شرم سبب شوی دی.
هغه نن د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي لهمنځه وړلو ورځې په مناسبت چې هممهاله ورسره د یوې اوونۍ لپاره کمپاین پیلېږي، پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، هېڅ هېواد او ټولنه نهشته، چې اغېزمنه شوې نهوي او وضعیت د لا کړکېچن کېدو خوا ته روان دی.
د ملګروملتونو سرمنشي د عدالت او حسابکتاب لپاره د فوري اقدام غوښتنه کړې ده.
ملګري ملتونه وايي، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د لهمنځه وړلو په موخه په یوه کمپاین کې چې هر کال د نومبر له ۲۵مې څخه د ډسمبر تر ۱۰مې پورې د "NoExcuses" یا "هيڅ پلمه نهشته" له شعار سره پیلېږي او له حکومتونو غواړي چې د ښځو او نجونو په وړاندې د تاوتریخوالي پر مخنیوي پانګونه وکړي.
نن د افغانستان په ۱۱ ولايتونو کې ګوزڼ ضد واکسين کمپاين پيل شو
نن دوشنبه د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې ماشومانو ته د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین ورکولو کمپاین پیل شو.
د طالبانو د روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان پرون په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، په دغه درې ورځني کمپاین کې به پنځه ميلیونه او درې سوه زره ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي، واکسین شي.
هغه زیاته کړې: "له قومي مشرانو، علمای کرامو او د کورنیو له مشرانو مو دا غوښتنه ده، چې له واکسیناتورانو سره همکار وي، چې وکړای شو، د ګوزڼ ضد واکسین په تطبیق سره د دې ناروغۍ مخه ونیسو."
په لړم/ عقرب میاشت کې د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین ورکولو کمپاین پیل شوی و.
له څه مودې راهیسې د ګوزڼ ضد واکسینونه کور پر کور نه تطبیقېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان په وروستیو کې ویلي چې، په روان ۲۰۲۴م کال کې په افغانستان کې د ګوزڼ ۲۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
ګوزڼ یا پولیو یوه وایروسي او ساري ناروغي ده، چې درملنه نهلري، یوازې واکسین کولی شي ماشومان ترې خوندي کړي.
دا مهال افغانستان او پاکستان په نړۍ کې دوه هېوادونه دي، چې د ماشومانو ګوزڼ پهکې ختم شوی نهدی.
سږکال په پاکستان کې د ګوزڼ ۵۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
افغان پيلوټ معين خان وردګ له څلوېښت کلن خدمت وروسته پرون تقاعد شو
د هېواد تکړه پيلوټ معین خان ودرګ له شاوخوا څلوېښت کلن خدمت وروسته پرون تقاعد شو.
ښاغلي وردګ د بېلابېلو دولتي او خصوصي هوايي شرکتو سره د پيلوټ په توګه دنده ترسره کړې ده او وروستی دنده یې د کام ایر خصوصي هوايي شرکت سره وه.
د کام ایر خصوصي هوايي شرکت مسوولینو پرون یکشنبه د کابل په هوايي ډکر کې پهدې اړه جوړو شویو مراسمو کې معین وردګ خدمتونه وستایل.
میعن خان همداراز نن د کابل په هوايي ډګر د خپل مسلکي ژوند وروستی پرواز په ترسره کولو سره وویل، هڅه کوي چې خپلې تجربې له ځوانو افغان پیلوټانو سره شریکې کړي.
کرکټ؛ د افغانستان د ۱۹کلنو ځوانانو لوبډله سبا سهشنبه پاکستان سره پایلوبه کوي
د افغانستان، پاکستان او عربي متحده امارتو ترمنځ د ګډ سيریز د لوبو په دوام د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ټیم د دوهم ځل لپاره د اماراتو ټیم ته ماتې ورکړه.
دغه لوبه د یکشنبې په ورځ په عربي متحده اماراتو کې ترسره شوه.
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات د یکشنبې ناوخته ازادي راډیو ته وویل، افغانستان په دغه درې اړخیزه لوبلړۍ کې څلور لوبې کړي چې درې هغه یې ګټلې دي.
نوموړی وايي: "له نېکهمرغه زموږ ټیم د راتلونکې سهشنبې په ورځ له پاکستان سره په فاینل کې ولوبیږي، لکه څنګه وړاندې هم ټیم ښه ځلېدلی، ټیم تیار دی چې پاکستان ته هم ماتې ورکړي او جام وګټو، دغه لوبې د اسیا د ملتونو د جام لپاره مهمې او اغېزمنې دي."
د یادونې ده چې د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې د ۲۰۱۷م کال اسیا جام اتلولي ګټلې وه.
بدخشان کې د يوې ترافيکي پېښې له امله شپږ تنه مړه شوي
د بدخشان سیمهییز چارواکي وايي چې پرون یکشنبه د بهارک-فیض اباد پر لارې د يې ترافیکي پېښې له کبله شپږ تنه مړه شوي دي.
د بدخشان امنیه قوماندانۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، دغه پېښه کوکچې سیند ته د ویکس ډوله موټر د غورځېدو له کبله رامنځته شوې ده.
د اعلامیې د معلوماتو لهمخې پېښه د خواجه عبدل په سیمه کې رامنځته شوې او د پېښې قربانیان د بهارک، جرم او شهدا ولسوالیو اوسېدونکي دي.
شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې پر همدې لار د یوې بلې ټرافیکي پېښې له کبله هم شپږ تنه مړه شوي و.
د سړکونو خرابوالی، د ټرافیکو اصولو په پام کې نه نیول او د موټر چلونکو بېباکي په افغانستان کې د ټرافیکو پېښو اصلي علتونه بلل کېږي.
زاخېلوال: که طالبان مشروعيت غواړي، ولس ته دې مراجعه وکړي
د افغانستان د تېر جمهوري نظام د مالي وزیر حضرت عمر زاخېلوال وايي، که طالبان نړیوال مشروعیت غواړي باید له هر څه وړاندې ولس ته مراجعه وکړي.
نوموړي په کابل کې له یوه خصوصي ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، تر هغې چې له طالبانو پرته ټول افغانان په حکومت کې خپل ځان ونهګوري نړۍ به له دوی سره سیاسي او ډیپلوماتیک تعامل ته غاړه کېنږدي.
د تېر جمهوري نظام دغه چارواکی چې په کابل کې اوسیږي، همداراز پر طالبانو غږ کړی چې د وخت له ضایع کولو پرته د افغان مېرمنو او نجونو د زدهکړو حق ورکړي.
که څه هم په کراتو بېلابېلو بنسټونو او سیاسي شخصیتونو له طالبانو غوښتي چې د افغان مېرمنو پر وړاندې خپل سیاستونه نرم او د دوی حقونه دې ورکړي، خو طالبان بیا ادعا کوي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ټولو حقونه خوندي دي او د نجونو د زدهکړو موضوع د افغانستان کورنۍ مسئله ده.
طالبانو په سويل ختيځ زون کې يوشمېر ځوانان پر خلکو د کتابونو له وېش منع کړي
طالبانو د افغانستان په سویل ختیځ زون کې هغو ځوانانو ته د کتابونو د نه وېش په اړه خبرداری ورکړی چې، دوی به اضافي کتابونه له خلکو راټولول او بیا به یې په وړیا توګه په خلکو وېشل.
په وړیا توګه د کتابونو د وېش د لړۍ یوه تنظموونکي له ازادي راډویو سره په خبرو کې وايي چې، طالبانو یې ملګري د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته ورغوښتي او خبرداری يې ورکړی چې دغه لړۍ باید له ځنډ پرته بنده کړي.
د کتابونو د وېش دغه تنظيموونکو د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، هیڅکله یې داسې کتابونه چې هغه د اسلامي او افغاني اصولو سره په ټکر کې وي، نه یې راټول کړي او نه یې هم په خلکو وېشلي دي.
د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت پهدې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نهکړې، خو تر دې وړاندې يې ویلي چې د اسلامي او افغاني اساساتو ضد کتابونو راټولو په برخه کې جدي دي.
تر دې وړاندې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي، تر اوسه یې د راټولېدو لپاره ۴۰۰ بېلابېل عنوانه کتابونه ثبت کړي، چې د دوی په ټکو منځپانکه یې د اسلامي او افغاني اصولو سره په ټکر کې دي.
ای پي اېل؛ چنای سوپ کېنګز نور احمد په لس کروړه هندي روپیو په خپله لوبډله کې واخیست
د افغانستان د کرکټ بل مخکښ توپ اچوونکی نوراحمد د آی پي ایل په بولۍ کې په لس کروړه هندي روپیو له چنای سوپر کېنګز لوبډلې سره یو ځای شو.
تر دې دمه د آی پي ایل په روانه بولۍ کې تر نور احمد مخکې رحمن الله ګربز کلکته نایټ رایډرز لوبډلې په دوه کروړه هندي روپیو په خپله ډله کې واخیست.
سږ کال د آی پي ایل بولۍ ته ۱۸ افغان لوبغاړي وړاندي شوي دي.
د ویلو ده چې راشدخان بیا له وړاندې د ګجرات ټایټانز لوبډلې په ۱۸ کروړه هندي روپیو له ځان سره ساتلی دی.
آیپيایل؛ رحمن الله ګربز د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې واخیست
د هندوستان غوره لیګ یا آیپيایل د لوبغاړو د پیرلو مراسم نن یکشنبه په سعودي عربستان کې پیل شوي چې تر دې دمه په ګڼ شمېر لوبغاړي پهکې پلورل شوي دي.
په نننیو مراسمو کې له افغانستانه تر دې دمه یوازې رحمنالله ګربز بولۍ ته وړاندې شو چې په خپل اصلي قیمت دوه کروړه هندي روپیو پخوانۍ لوبډلې کلکته نایټ رایډرز واخیست.
په نوموړي باندې نورو لوبډلو بولي ونه وهله.
سږ کال د آیپيایل د بولۍ مراسمو ته اتلس افغان لوبغاړي شارټ لېست شوې دي.
د ویلو ده چې سږکال ګڼ شمېر لوبغاړي تر دې دمه په لوړو بیو پلورل شو، خو د رېشب پنټ بیه تر ټولو لوړه وه چې په ۲۷ کروړه هندي روپیو وپلورل شو.