خبرونه
د درملو د کمښت د ستونزې د حل په موخه طالبانو يوه کمېټه جوړه کړې
په کابل کې د درملو د کموالي او د بیو د لوړېدو له کبله د طالبانو د حکومت د درملو او خوراکي موادو ادارې وویل چې د دې ستونزې د حل کولو لپاره یې یوه کمېټه جوړه کړې ده.
دې ادارې ویلي، تر ټولو د سرطاني ناروغیو درمل لږ موندل کېږي خو هڅه کوي چې دې ستونزې ته د حل لار ومومي.
دې ادارې همدا راز درملتونونو او د درملو عمده پلورنکو ته خبرداری ورکړی چې درمل تر ټاکلې بیې لوړ ونه پلوري.
دا کمېټه داسې مهال جوړيږي چې افغانستان ته د ازادو شرکتونو له لارې تر ډېره بې کيفيته درمل را وارديږي چې تر اوسه يې مخه نهده نيول شوې.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
کندهار کې د پاکستان هوايي بریدونه؛ ادعاوې شوي چې د ملا هیبت الله اړوند ځانګړو ځواکونو قطعه هدف ګرځول شوې
د شنبې شپې ناوخته په کندهار ښار باندې د پاکستان د هوايي بریدونو خبر ورکړل شوی دی.
ځینو رسنیو د طالب چارواکو په حواله تایید کړې چې په کندهار کې په دیارلسمه ناحیه بریدونه شوي خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.
اخوا بیا د پاکستان حکومت پلوه ځینو ټولنیزو پاڼو ادعاوې کړي چې په کندهار کې د استخباراتو ریاست او د طالبانو د رهبر ملا هیبت الله اخندزاده اړوند د ځانګړو ځواکونو قطعه هدف ګرځېدلې.
دا بریدونه یوه ورځ وروسته له هغه شوي چې د طالبانو دفاع وزارت د پاکستان دننه په راولپنډۍ، اسلام اباد، کوهاټ او کویټه کې ځینې مراکز د ډرون بریدونو هدف وګرځول.
طالبانو هغه بریدونه په کابل، پکتیا، پکتیکا او کندهار د پاکستان د جمعې شپې د بریدونو په غبرګون کړي وو.
پاکستان کې د امریکا سفارت د کارکوونکو تګ راتګ او فعالیت محدودیت کړی
امریکا متحده ایالتونو په پاکستان کې د خپل سفارت او ټولو قنسولګریو د کارکوونکو په تګ راتګ یو لړ محدودیتونه لګولي دي.
په پاکستان کې د امریکا سفارت په یوه بیان کې ویلي چې هلته پلان شوي لاریونونه څاري او د لویو راټولیدنو، ګڼې ګوڼې، ټرافیکي ازدحام او په سیمه کې د مبایل خدماتو او انټرنېټ د ممکنه اختلال امکان موجود دی.
دغه سفارت ویلي چې د مارچ تر پنځلسمې به په ټولو استازولیو کې د امریکايي کارکوونکو تګ راتګ محدود وي.
د امریکا سفارت همداراز د مارچ تر شلمې د کډوالۍ او غیر مهاجرتي ویزو لپاره ټول له مخکې پلان شوي وختونه لغوه کړي او ویلي یې دي چې اغېزمنو کسانو ته به لارښوونې د ایمیل له لارې ولیږل شي.
په ایران د امریکا د برید او د ایران د مخکیني رهبر علي خامنه يي د وژنې په غبرګون د مارچ په لومړۍ قهرجنو شیعه مظاهره چیانو په کراچۍ کې د امریکا په سفارت برید وکړ.
په غبرګون کې یې د قنسولګرۍ امنیتي ساتونکو پر مظاهره چیانو ډزې وکړې چې لږ تر لږه ۱۰ تنه ووژل شول او ګڼ نور ټپيان شول.
تر هغه را وروسته په کراچۍ او لاهور کې د امریکا ټول قنسولي خدمات ځنډول شوي.
همداراز په پېښور کې هم د امریکا جنرال قنسولګري د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو ماموریتونو د تنظیم د پروګرام په چوکاټ کې د تل لپاره تړي.
د ټرمپ تازه ګواښ: د هرمز تنګي د ساتنې او پرانیستنې لپاره به نور هېوادونه هم جنګي بیړۍ واستوي
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره به نور هېوادونه هم خپلې جنګي بېړۍ واستوي.
هغه دا خبره په خپله ټولنیزه شبکه تروث سوشیال کې شنبه لیکلې.
ولسمشر ټرمپ ویلي ګڼ هېوادونه په تېره هغه چې د ایران له لوري د هرمز تنګي د تړلو له هڅې اغېزمن شوي د امریکا تر څنګ به خپلې جنګي بېړۍ سیمې ته واستوي څو دا لار پرانیستې او خوندي پاتې وي.
هغه د چین، فرانسې، جاپان، جنوبي کوریا او بریټانیا نومونه یاد کړل چې غواړي سیمې ته جنګي بیړۍ واستوي.
ټرمپ همداراز ګواښ وکړ چې امریکامتحده ایالات به ساحلي لیکې په کلکه بمبار کړي او په دوامداره توګه به ایراني بیړۍ او کښتۍ په سمندر کې هدف وګرځوي.
ایران د هرمز تنګي له لارې د کښتیو د تېرېدو په اړه خبرداری ورکړی او غواړي په دې اوبیزې لارې چې د نړۍ یو پر پنځمه برخه تېل تیریږي ماینونه کینوي.
امریکا د ایران ګڼې ماین اېښېدونکې کښتۍ هم هدف ګرځولي او له منځه وړې دي.
هند پر افغان خاوره د پاکستان بمباري غندلې
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي پر افغان خاوره د پاکستان هوايي بریدونه چې د ګڼو ملکیانو د وژنې او د ملکي تاسیساتو د ویجاړېدو سبب شوي غندي.
دغه وزارت د ویاند رندیر جیسوال په حواله په یوه بیان کې د شنبې ناوخته لیکلي: «دا د پاکستانۍ ادارې یو بل یرغلیز عمل دی چې لا هم د یوه خپلواک افغانستان له مفکورې سره دښمني پالي.»
په دغه بیان کې هند ټينګار کړی چې د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته باید په بشپړ ډول درناوی وشي.
د پاکستان هوايي ځواکونو په کابل، کندهار، پکتیا او پکتیکا کې د جمعې په شپه هوايي بریدونه کړي.
د راپورونو له مخې ګڼو افغان ملکیانو ته په دغو بریدونو کې مرګژوبله اوښتې.
ځینې هستوګن کورونه او ملکي تاسیسات ویجاړ او کندهار هوايي ډګر ته څېرمه د کام ایر د ملکي هوايي شرکت د تېلو ډیپوګانې سوځېدلي چې شاوخوا شپږ سوه ټنه تېل پکې له منځه تللي.
پاکستان بیا ادعا کړې چې په افغانستان کې یې په بریدونو سره د افغان طالبانو مهم مراکز او د ټي ټي پي روزنیز کمپونه هدف ګرځولي.
د رسنیو ملاتړي: پاکستان دې د افغان خبریالانو نیول او ځورول ودروي
د رسنیو د ملاتړ دریو سازمانونو د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ته یو ګډ لیک لیکلی او له هغه یې غوښتي چې د افغان خبریالانو اخراج ودروي.
د بې پولې خبریالانو ټولنې، د خبریالانو د خوند کمیټې او د مطبوعاتو د ازادۍ بنسټ په لیک کې ویل شوي چې د فبروري له ۲۷مې راهیسې پر افغان خبریالانو فشار زیات شوی دی.
سازمانونو له پاکستان څخه وغوښتل چې ټول هغه خبریالان خوشې کړي چې یوازې د افغان کډوالۍ حیثیت یا تابعیت له امله نیول شوي دي.
دوی هغه خبریالان دي چې دریمو هېوادونو ته د تګ په نیت پاکستان کې دیره دي.
نړیوالو سازمانونو دا هم وویل چې دوی چمتو دي چې د رغنده حل لارو موندلو لپاره له پاکستاني چارواکو سره کار وکړي.
پداسې حال کې چې د پاکستان حکومت تر اوسه په رسمي ډول لیک ته ځواب نه دی ویلی، په دې وروستیو کې په دغه هیواد کې د افغان کډوالو د نیولو او شړلو په شمیر کې زیاتوالی راغلی دی.
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډله قزاقستان ته روانه شوه
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډله په نړیوالو لوبو کې د ګډون په موخه نن قزاقستان ته روانه شوه.
په دوی کې ۱۲ چاپ اندازان او ۳ د مدیره پلاوي غړي شامل دي.
د طالبانو د حکومت د المپیک، بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست ویلي چې دغه لوبې د نړۍ د ۹ لوبډلو په ګډون د مارچ له پنځلسمې تر یوویشتمې پورې د قزاقستان په ترکستان ښار کې ترسره کیږي.
دغه لوبو کې نورې لوبډلې د چین، قزاقستان، هنګري، منګولیا، ازبکستان، روسیې، تاجکستان او ترکیې هېوادونو دي.
د لبنان پر یوه روغتیایي مرکز د اسراییل برید ۱۲ روغتیایي کارکوونکي وژلي دي
د لبنان د روغتیا وزارت نن شنبه ( د کب ۲۳مه) ویلي چې پر یوه روغتیایي مرکز د اسراییل په هوایي برید کې ۱۲ روغتیایي کارکوونکي وژل شوي او ۱ بل ټپي شوی دی.
برید د لبنان په جنوب کې د اسراییل پولې ته نژدې شوی دی او د وزارت په وینا د پلټنې عملیات روان دي.
د " جمعیت صحي اسلامي " په نوم دغه روغتیایي مرکز د ایران له ملاتړه برخمنې حزب اله ډلې پورې اړوند دی.
حزب الله یوه سیاسي پوځي ډله ده چې متحده ایالتونه یې ترهګر بولي، خو اروپایي ټولنې یې یوازې پوځي برخه تورلست کې شامله کړې ده.
د اسراییل پوځ وایي، دغه پیښه څیړي.
د افغانستان او پاکستان د بریدونو دوام، زرداري وایي، طالبان له ( سرې کرښې) اوښتي
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري وایي، د طالبانو حکومت پر دوی " د سطحي ډرونونو" په برید سره " له سرې کرښې تېر شوی دی".
فرانس پریس نن شنبه د زرداري په حواله دغه خبره کړې او ویل شوي چې پر اسلام اباد د افغانستان له لوري ډرون بریدونه پوځي تاسیساتو ته له رسیدو مخکې شنډ شوي دي.
د پاکستان پوځ ادعا کړې چې د ډرونونو د ټوټو له کبله په کوټه، کوهاټ او راولپڼدۍ کې د ۲ ماشومانو په ګډون ۳ ملکیان ټپيان کړي دي.
د طالبانو د دفاع وزارت بیا ادعا کړې چې تېر ماښام یې د اسلام اباد په فیض اباد کې د " حمزه" په نوم پوځي تاسیسات په نښه کړي دي.
له دغه برید وروسته پاکستاني رسنیو د اسلام اباد هوایي ډګر د فعالیتونو د لنډمهاله دریدو خبر هم خپور کړ.
د طالبانو د حکومت دفاع وزارت دغه راز ویلي چې نن سهار یې کونړ او ننګرهار کې د کرښې هغې غاړې ته د پاکستاني پوځیانو یوه پوسته نیولې او ۱۴ پوځیان یې وژلي دي.
ازادي راډیو په خپلواک ډول د دواړو لورو ادعاوې نه شي تاییدولی.
اسلام اباد ته څېرمه پر فیض اباد د بې پېلوټه الوتکو بریدونه شوي
د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد ته نژدې د فیضاباد په سیمه کې پرون مازدیګر د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي، چې ورسره سم د اسلاماباد هوايي ډګر د الوتنو پر مخ وتړل شو.
پاکستاني رسنۍ وايي چې له افغانستانه د بې پېلوټه الوتکو د بریدونو له کبله د اسلام اباد هوايي ډګر ته ټولې الوتنې ځنډول شوې دي.
پاکستاني رسنیو ویلي چې الوتکو ته ویل شوي چې خپل مسیر د اسلام اباد پر ځای بل هوايي ډګر ته بدل کړي او په هوايي ډګر کې ناستې الوتکې له الوتلو راګرځول شوې دي.
یو شمېر خبریالانو او ځینو رسنیو د الوتکو د برید په نتیجه کې اسمان ته د پورته شوې لوګي تصویرونه خپاره کړي.
طالبانو ته نژدې سرچینې وايي چې د طالبانو حکومت اسلاماباد ته څېرمه په فیض اباد کې د پاکستان ځینې پوځي تأسیسات په نښه کړي دي.
پاکستاني چارواکو بیا ویلي چې د جمعې په مازدیګر یې د فیض اباد په اسمان کې دوې بې پېلوټه الوتکې ویشتې دي.
هغوی دا هم ویلي چې په دې پېښه کې یو تن ټپي شوی دی.
د امریکا دفاع وزیر وايي ایران به پرېنږدي چې د هرمز تنګی بند کړي
د امریکا دفاع وزیر، پیټ هګسټ د جمعې په ورځ (۲۲ حوت) وویل چې متحد ایالتونه به ایران ته اجازه ورنه کړي چې د هرمز تنګي له لارې د بېړیو تګ راتګ وننګوي.
هغه ټینګار وکړ چې واشنګټن د ایران د اتومي پروګرام د مسئلې د حل لپاره بېلابېل انتخابونه لري.
هګسټ په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته وویل چې متحد ایالتونه د ایران د اتومي وسلو د موضوع د حل لپاره «د انتخابونو یوه لړۍ» لري؛ له دې جملې څخه یو دا دی چې ایران خپله پرېکړه وکړي او د اتومي وسلو له جوړولو څخه تېر شي.
هغه همداراز وویل چې واشنګټن به اجازه ورنه کړي چې ایران په هرمز تنګي کې تېلوړونکو کښتیو ته ستونزې پېښې کړي. دا یوه مهمه سمندري لار ده چې د نړۍ د تېلو د صادراتو لویه برخه ترې تېرېږي، او په وروستیو دوو اوونیو کې چې د ایران جګړه روانه ده، په عملي ډول تړل شوې ده.
د ایران نوي مشر مجتبي خامنهيي په هغه بیان کې چې ده ته منسوب شوی، ویلي چې له هرمز تنګي څخه به د جګړې پر مهال د «پوځي حربې» په توګه کار واخلي.
هګسټ د خپلو خبرو په بله برخه کې د ایران د نوي مشر د وضعیت په اړه هم وویل چې متحد ایالتونه باور لري مجتبی خامنهيي ټپي شوی دی.