نړۍ
ناټو کې د فنلنډ او سويډن د غړيتوب منلو په اړه ترکيې موافقه کړې

ترکیې منلې ده چې په ناټو کې د فنلنډ او سویډن د غړیتوب د غوښتنې پر وړاندې له مخالفت څخه لاس اخلي.
پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته دې دوو هېوادونو په ناټو کې د غړیتوب غوښتنه وکړه خو د ناټو غړې ترکیې یې مخالفت کاوه.
د فنلنډ ولسمشر ساولي نینیستو پرون وویل دا موافقه وروسته له هغه ترلاسه شوه چې ده او د سویډن صدر اعظمې مګدالینا اندرسون پرون (د جون ۲۸مه) په مادرید کې د ناټو د سرمشریزې له جوړېدو مخکې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وکتل.
نوموړي ويلي، له دې کتنې وروسته هغه ګډه موافقه لاسليک شوه چې له مخې یې دا درې هېوادونه له بهره د امنیتي ګواښ په صورت کې د یو بل پوره ملاتړ کوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
هند د کرکټ اتلانو جام وګاټه

د هندوستان د کرکټ ملي ټیم نن د اتلانو جام یا چمپینز ټرافي په پایلوبه کې له نیوزیلند سره مخ شوی وو.
په پایلوبه کې نیوزیلند ۲۵۲ منډې هدف ورکړی وو.
هند وتوانېد په وروستي اوور کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو یاد هدف ته ورسیږي.
په دې ترتیب هندوستان د چمپینز ټرافۍ اتلولي وګټله.
په دا وار چمپینز ټرافي کې چې د پاکستان په کوربه توب وشوه او د هند لوبې په دوبۍ کې پلان شوې وې افغانستان هم برخه اخیستې وه.
افغانستان که څه هم نسبتاً ښې لوبې وکړې خو د باران په سبب یې له اسټرالیا سره مهمه لوبه مساوي شوه چې په سبب یې افغان ټیم له مخکې تګه پاتې راغی.
د کییف او واشنګټن ترمنځ د خبرو په درشل کې پر اوکراین د روسیې حملو زور اخیستی دی

په داسې حال کې چې کییف له واشنګټن سره د خبرو لپاره سعودي عربستان ته د خپل پلاوي د لېږلو لپاره تیاري نیسي، روسیې په اوکراین کې پر ملکي اهدافو او د جګړې په ډګر کې د پرمختګ لپاره حملو ته زور ورکړی دی.
اوکرایني سیمه ایز چارواکي وايي چې روسیې پرون (د مارچ ۸مه) د اوکراین په ختیځه دونیڅک سیمه کې د هوايي حملو پرمهال لږترلږه پنځوس کسان او په دوبروپیلا ښار کې یوولس کسان ووژل.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي تېره شپه ناوخته پر ټولنیزو شبکو په یوه بیان کې ولیکل دا حملې ښيي چې د روسیې اهداف نه بدلېدونکي دي نو ځکه د ده په وینا د خلکو د ساتنې، د اوکراین د هوايي مدافعې د ځواکونو د پیاوړي کولو او پر روسیې د نورو بندیزونو د لګولو لپاره باید لازم اقدامات وشي.
ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیوچارو وزیر مارکو روبیو له خپل اوکرایني سیال اندرې سیبیها سره د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې د بندولو په اړه د خبرو لپاره سبا د مارچ له ۱۰مې تر ۱۳مې پورې سعودي عربستان ته سفر وکړي.
نیوزیلنډ د اتلانو د جام په فاینل کې هند ته د ۲۵۲ منډو هدف وټاکه

د اتلانو د جام- چمپینز ټرافي د سیالیو په فاینل لوبه کې نیوزیلنډ هند ته د ۲۵۲ منډو هدف وټاکه.
نیوزیلنډ د لوبې د پچې تر ګټلو وروسته د توپ وهنې پرېکړه وکړه او په پنځوسو اوورونو کې یې د اوو لوبغاړو په زیان سره ۲۵۱ منډې جوړې کړې. په څو شېبو کې به د هند لوبډله بیټینګ پیل کړي.
نیوزیلنډ تېره چارشنبې په نیم پایلوبه کې جنوبي افریقا ته او هند بیا د سه شنبې په ورځ اسټرالیا ته له ماتې ورکولو وروسته پایلوبې ته ووتل. په دې جام کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې هم نسبتا ښې لوبې لرلې خو وروسته له دې چې له اسټرالیا سره یې د باران له کبله لوبه مساوي شوه له وړاندې تلو پاتې شو.
د هند او نیوزیلنډ لوبډلې د اتلانو د جام په فاینل لوبه کې سره مخامخ کېږي

د اتلانو د جام یا چمپینز ټرافي د لړۍ فاینل لوبه به نن د هند او نیوزیلنډ ترمنځ ترسره شي. دا لوبه د کابل په وخت د ماسپښین په یوه نیمه بجه په ډوبی کې په پام کې ده.
نیوزیلنډ تېره چارشنبې په نیم پایلوبه کې جنوبي افریقا ته او هند بیا د سه شنبې په ورځ اسټرالیا ته له ماتې ورکولو وروسته پایلوبې ته ووتل.
په دې جام کې افغانستان هم نسبتا ښې لوبې لرلې خو وروسته له دې چې له اسټرالیا سره یې د باران له کبله لوبه مساوي شوه له وړاندې تلو پاتې شو.
په سوریه کې د دولتي ځواکونو او مخالفو وسله والو په نښتو کې له زرو ډېر کسان وژل شوي دي

په سوریه کې د تېرو دوو ورځو په نښتو کې د وژل شویو کسانو شمېر له زرو اوښتی دی.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې نن وویل، پر هغو ۷۴۵ ملکيانو سربېره چې له نژدې فاصلې لګېدلي دي د دولتي امنیتي ځواکونو ۱۲۵سرتېري او د مخالفو ډلو ۱۴۸ وسله وال هم په هغو جګړو کې چې د پنجشنبې په ورځ پیل شوې، وژل شوي.
دا ډله چې مرکز یې په برتانیا کې دی وايي چې په لاذقیه او د شاوخوا په پراخو سیمو کې یې د بریښنا او د څښاک د اوبو د رسولو خدمات هم په ټپه درېدلي دي.
دا وژنې د سوریې په کورنۍ جګړه کې چې ۱۴ کاله مخکې پیل شوه د تشدد له ډېرو خونړیو مواردو ګڼل کېږي او د نوي حکومت لپاره به چې درې میاشتې مخکې یې د بشارالاسد رژیم وپرځاوه او واک ته ورسېد یوه لویه ننګونه وي.
د احمدالشرع په مشرۍ سني حکومت وايي چې دا عملیات یې د اسد رژیم ته د وفادارو علوي وسله والو د حملو په ځواب کې پیل کړي دي.
زیلینسکي وایي راتلونکې اوونۍ عربستان کې له امریکا سره خبرو ته پوره ژمن دی

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي وايي چې هغه راتلونکې اونۍ په سعودي عربستان کې د امریکا له استازو سره رغنده خبرو اترو ته "بشپړ ژمن" دی.
د رویټرز په وینا، زیلینسکي د شنبې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې اوکراین د دې جګړې له لومړۍ شېبې راهیسې د سولې په لټه کې دی. هغه وویل ریښتیني وړاندیزونه په میز کې دي او هغه هیله لري چې په اړینو پریکړو او اقداماتو به موافقه وشي.
زیلینسکي وویل چې هغه به راتلونکې اونۍ سعودي عربستان ته سفر وکړي او د دوشنبې په ورځ به له ولیعهد سره وویني.
د اوکراین ډیپلوماتیک او پوځي استازي به د سې شنبې په ورځ د امریکا له ټیم سره وګوري.
سوریه کې تازه نښتو کې تر ۳۴۰ زیات ملکیان وژل شوي

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې یوه غړي، رامي عبدالرحمان، نن رویټرز اژانس ته ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې د سوریې امنیتي ځواکونو او د هغوی ملاتړ کوونکو تر ۳۴۰ ډېر ملکیان وژلي دي.
رامي عبدالرحمان زیاتوي چې د دې ملکیانو اکثریت علویان دي.
د سوریې د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ ویلي و، چې د اسد د رژیم د وسلهوالو پر ضد د حکومتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال، په انفرادي توګه سرغړونې شوي دي، او په دې برخه کې به تحقیقات وشي.
رویټرز اژانس څرګندوي چې په خپلواکه توګه د دې راپورونو پخلی نهشي کولی.
ټرمپ غواړي د ایران د اټومي پروګرام په اړه مذاکرات وکړي او خامنهاي ته یې لیک استولی

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، غواړي د ايران د اټومي پروګرامونو په اړه له دغه هېواد سره خبرې اترې وکړي او تېره پنجشنبه يې د ايران مشرانو ته يو ليک استولی دی. ولسمشر ټرمپ وويل چې هيلهمند دی د ايران اسلامي جمهوريت، چې د امريکا د نږدې متحد اسرائيل سرسخته دښمن دی، له خبرو اترو سره موافقه وکړي.
ښاغلي ټرمپ د فاکس بيزنس شبکې سره په يوه مرکه کې، چې د جمعې په ورځ خپره شوه، وويل، هيله لري ايران د خبرو اترو مېز ته حاضر شي، ځکه چې دا به د ايران لپاره ډېر ښه وي.
هغه زياته کړه چې باور لري ايران به د دې ليک پيغام درک کړي، که نه نو امريکا به بل څه وکړي، ځکه چې د ولسمشر ټرمپ په وینا، نه شي کولی چې نړۍ کې یوه بله اتومي وسله وزغمي.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت تر اوسه د ښاغلي ټرمپ دې څرګندونو ته کوم ځواب نه دی ويلی.
دا ليک د ايران مشر آيت الله علي خامنهاي ته لېږل شوی دی. ټرمپ ټينګار وکړ چې له ايران سره د چلند لپاره دوه لارې شته: پوځي لاره يا یو جوړ جاړي ته رسیدل. هغه وويل چې جوړ جاړی يې غوره بولي، ځکه چې نه غواړي ايران ته او د هغه په وينا د دې هېواد سترو خلکو ته زيان ورسېږي.
امریکا وايي، نورو هېوادونو کې د بندي امریکایانو د خوشې کېدو جدي هڅې پیلوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د هغو امریکایانو د خوشې کولو لپاره به په لنډو ورځو کې جدي هڅې پیل کړي، چې په بهرنیو هیوادونو کې بېګناه په زندانونو کې پراته دي.
په واشنګټن کې د بهرنیو چارو په وزارت کې پرون، په نورو هیوادونو کې د نیول شویو امریکایانو د خوشې کېدو په خاطر د بیرغ پورته کېدو مراسم ترسره شول.
دې مراسمو ته د یرغمل کېدو په چارو کې د ولسمشر ټرمپ ځانګړي استازي ادم بویلر وویل چې د دوی تګلاره دا ده چې ټول نیول شوي بېګناه امریکایان بیرته خپلو کورونو ته ستانه شي.
ښاغلي بویلر زیاته کړه چې په راتلونکو څو ورځو کې به په دې اړه یوشمېر اعلانونه وشي، خو نوموړي په دې برخه کې نور جزییات ورنهکړل.
په افغانستان کې د ویلیم مککینتي او محمودشاه حبیبي په ګډون یوشمېر امریکایان د طالبانو په بند کې دي.
ټرمپ بیا د ناټو غړیو ته د خپلې برخې پیسو ورکولو خبرداری ورکړ

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر وایي، که چیرې د ناټو غړي هیوادونه دې تړون ته خپله برخه پیسې ورنهکړي، دی به هم مرستې پرې بندې کړي.
ډونالډ ټرمپ چې له اوږدې مودې راهیسې یې د ناټو د دوام په اړه پوښتنې راپورته کړې دي، پرون په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، که د ناټو نور غړي هیوادونه پیسې ورنهکړي، له دوی څخه به دفاع ونه کړي.
ښاغلي ټرمپ زیاته کړه چې دا نظر یې د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې هم د ناټو له متحدانو سره شریک کړی و او ورته ویلي یې و چې خپله پوځي ونډه زیاته کړي.
ولسمشر ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې ټینګار کاوه چې د ناټو غړي هیوادونه دې خپل پوځي لګښت د کورني ناخالص تولید دوو فیصدو ته لوړ کړي.