نړۍ
کییف او چیرکاسي کې روسيې توغندویي بریدونو ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د اوکراین په پلازمېنه کییف او مرکزي ښار چیرکاسي نن د روسیې د توغندویي بریدونو په نتیجه کې لږترلږه دوه تنه وژل شوي او نهه تنه نور ټپیان دي.
په ټپیانو کې یوه اوه کلنه نجلۍ هم د نړېدلې یوې ودانۍ له کنډوالو را ایستل شوې ده.
دا له څو اونیو وروسته پر دغو دواړو ښارونو لومړنۍ لویې حملې دي.
دا بریدونه یوه ورځ وروسته له هغې کېږي چې اوکرایني ځواکونه له ختیځ سیورودونیڅک ښار څخه په شا شول او دا ښار روسي ځواکونو ونیوه.
د کییف ښاروال ویتالي کلییچکو وویل، چې څو توغندي نن سهار وختي د شیوچینسکییفکسي په سیمه کې پردوو ودانیو لګېدلي چې له امله یې چاودنې رامنځته شوي دي.
چارواکو ویلي، چې د دغو چاودنو له امله په یوه نهه پوړیزه ودانۍ کې اورلګېدلی او خلک د نړېدلې ودانۍ تر خاور خښتو لاندې دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په بلغاریا کې د یوه موټر په ټکر کې ۶ کډوال مړه شوي
د بلغاریا د دولتي خبري اژانس (BTA) د راپور له مخې، د پنجشنبې په شپه د پولیسو له تعقیب وروسته د یوه موټر د ټکر له امله شپږ مهاجر وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي. دا پېښه د تور سمندرګي بورګاس ښار ته نژدې شوې ده.
د سرحدي پولیسو مشر، کمېشنر انتون زلاتانوف، د بيټيوي ټلوېزیون ته ویلي چې دغه موټر، چې د رومانیا نمبر پلېټ درلود، لس کسان وړل، خو د تلاشي پر مهال یې د درېدلو امر ته پام ونهکړ او د تېښتې هڅه یې وکړه.
د هغه په وینا، شپږ تنه د پېښې په ځای کې سمدستي مړه شوي، خو د موټر چلوونکي ــ چې رومانیايي تبعه دی ــ او درې ژوندیو پاتې شويو مهاجرو لومړنۍ درملنه ترلاسه کړې ده. د بلغاریا د خبري اژانس د راپور له مخې، اټکل کېږي چې ژوندي پاتې شوي کسان افغانان وي.
د ټیسلا ونډه والو ایلن مسک ته یو تریلیون ډالري انعام تایید کړ
د ټیسلا موټر جوړولو شرکت اجرايي رییس، ایلن مسک د سهملرونکو په تصویب د تاریخ تر ټولو لوی معاش او امتیازونه ترلاسه کړل چې ارزښت یې یو تریلیون ډالره دی.
دا مشروطه طرح د هغو پانګهوالو له خوا تایید شوه چې د مسک پلان له مخې، غواړي د ټیسلا برېښنايي موټرو شرکت د مصنوعي ځیرکتیا او روباټیک پر یو ستر ځواک بدل کړي. له ۷۵ سلنې څخه ډېر سهملرونکو د دې وړاندیز ملاتړ کړی دی.
د دې پرېکړې له مخې، مسک چې مخکې د نړۍ تر ټولو شتمن سړی بلل شوی و، کولای شي په راتلونکې لسیزه کې تر یو تریلیون ډالرو پورې د ټسلا ونډې ترلاسه کړي او د نړۍ لومړی تریلیونر شي.
د هغه د انعام دا لویه طرح یوازې هغه وخت عملي کېږي که ټسلا د بازار ۸.۵ تریلیون ډالرو ارزښت ته ورسېږي — چې دا د شرکت د اوسني ارزښت شاوخوا اته برابره ده.
سربېره پر دې، مسک باید یو میلیون «روبو ټکسي» (بې چلوونکي ټکسي) تولید کړي، له دې سره ۱۲ میلیونه نور موټرونه وپلوري، د بې چلوونکې سیسټم ۱۰ میلیونه ګډونوال وړاندې کړي، او یو میلیون انسانوزمه روباټونه جوړ کړي.
د م.م. سرمنشي: که د نړۍ هوا د یوې نیمې درجې تر هدف واوړي، لوی غفلت به وي
د ملګرو ملتونو سرمنشي، آنتونیو ګوترېش، ویلي چې د سانتي ګراد تر یو نیم درجې د نړۍ تودوخې د ساتلو په هدف کې پاتې راتلل «اخلاقي ناکامي او وژونکې غفلت» دی.
ګوټرېش دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۱۵مه) د برازیل په بلم ښار کې د اقلیمي بدلون د «کاپ ۳۰» نړیوالې ناستې د پرانیستې په غونډه کې، د څه باندې ۳۰ هېوادونو د مشرانو په حضور کې وکړې.
هغه د دې هدف یادونه وکړه چې تر صنعتي انقلاب پخوا د کچې په پرتله د نړۍ تودوخې زیاتوالی باید تر ۱.۵ درجې پورې محدود پاتې شي، او ویې ویل چې دا د دې سیارې لپاره، چې لا هم د انسانانو د اوسېدو وړ وي، «سره کرښه» ده.
ګوټرېش ټینګار وکړ چې نړۍ باید «بنسټیز بدلون» راولي څو د دې خطرناکې کچې له تېریدو وروسته زیانونه کم کړي.
نوموړي وویل:
«حتی که موقتي هم وي، له دې حده تېریدل به د هر ملت لپاره د ډېرو ویجاړیو او لګښتونو سبب شي. دا کار کولی شي طبیعي نظامونه د نه جبرانېدونکو ناورینونو تر پولې ورسوي، میلیاردونه انسانان د نااستوګنې چاپېریالونو سره مخامخ کړي او د سولې او امنیت پر وړاندې خطرونه زیات کړي.»
په همدې ورځ، د نړېوالې هوا پېژندنې سازمان (WMO) تایید کړه چې د شنو خونو ګازونو اخراج — هغه ګازونه چې د ځمکې تودوخه لوړوي —بېساري کچې ته رسېدلی دی.
دغه سازمان وویل چې د ۲۰۲۵ کال د تودوخې اندازه ښيي، دا کال ښایي د تاریخ دوهم یا درېیم تر ټولو تود کال شي. د تودوحې د ثبت شوې ریکارډ مخې، وروستي لس کلونه تر ټولو تاوده کلونه وو.
د هنګري صدراعظم نن له ولسمشر ټرمپ سره ګوري
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن د نومبر اوومه په سپینه ماڼۍ کې د هنګري د صدراعظم ویکتور اوربان هرکلی کوي.
تمه ده چې غونډه به صمیمانه وي. خو د دواړو مشرانو ترمنځ له نژدې شخصي اړیکو سره سره، د اختلافي موضوعاتو اوږد لست شته.
که څه هم ټرمپ او اوربان په فکر او وینا کې متحد ګڼل کیږي، خو د روسیې د تیلو د وارداتو په خاطر دوی سره جوړ نه دي.
له واشنګټن څخه د اوربان یوه له اصلي غوښتنو څخه دا ده چې د روسیې د تیلو سوداګرۍ باندې د متحده ایالاتو له بندیزونو څخه معافیت ترلاسه کړي.
ټرمپ د اکتوبر په ۳۱مه خبریالانو ته وویل: اوربان د معافیت غوښتنه کړې ده. موږ لا تر اوسه دا نه ده منلې... ویکتور زما ملګری دی او هغه د معافیت غوښتنه کړې ده.
په نړۍ کې سږکال د پروسږکال په پرتله د کډوالو شمیر کم شوی
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتو عالي کمشنر وایي، په نژدې یوه لسیزه کې سږکال د لومړي ځل لپاره په نړۍ کې د کډوالو او بیځایه شویو خلکو شمیر ښکته شوی دی.
فیلپو ګراندي چې د کار موده یې په خلاصیدو ده د ملګرو ملتو عمومي غونډې ته د پنجشنبې په ورځ وویل، د دوه زره څلرویشتم کال په پای کې یوسل او درویشت میلیونه خلک په نړۍ کې د جګړو، شخړو او تاوتریخوالي له امله بیځایه شوي وو او نن دا شمیره یوسل او اوولسو ته راښکته شوې ده. نوموړي زیاته کړه چې د دې شمیرو د کمیدو یو علت دا دی چې ګڼ سوریایان او افغانان خپلو هیوادو ته ستانه شوې دي.
ښاغلي ګراندي زیاته کړه چې له پاکستان او ایران څخه سږ کال ډیر افغانان افغانستان ته استول شوې دي، هغه هیواد ته چې هلته له بشري حقونو څخه په ځانګړې ډول د ښځو له حقونو څخه سرغړونې کیږي.
له ملګرو ملتو سره د فلیپو ګراندې دنده وروسته له لسو کلونو په راتلونکو څو اونیو کې پای ته رسیږي.
په کنتاکي کې د باروړونکې الوتکې د لوېدو پیښه کې ۱۱ کسان مړه شوي
د امریکا په جنوبي ایالت کنتاکي کې د یوې بار وړونکې الوتکې د لوېدو پېښه کې د مړو شویو کسانو شمېر ۱۱ ته ورسېد.
څیړونکي وایي، پیښه د الوتکې په یوه انجن کې د اور لګېدو له کبله رامنځته شوې.
فرانس پریس وایي، د (مک دونیل دوګلاس MD-11) الوتکه هاوایي ته په لاره وه چې د سه شنبې په ورځ د لویس وایل ښار د محمد علي له نړیوال هوایي ډګره له پورته کېدو سملاسي وروسته ولوېده.
د پیښې څیړونکو په لویس وایل کې خبریالانو ته ویلي، موندنې یې ښيي چې د الوتکې چپ انجن د الوتنې پر مهال د الوتکې له وزر څخه جلا شوی دی.
د پیښې قربانیانو کې درې تنه عمله او نور هغه کسان شامل وو چې پر ځمکه د الوتکې د رالوېدو او اورلګېدنې له کبله مړه شول.
د امریکا د حکومت د مرخصۍ د دوام په صورت کې به د څلویښتو هوایي ډګرونو فعالیتونه ټکني شي
د امریکا د ترانسپورت وزیر شان دافي وایي، د فدرالي حکومت د رخصتۍ د دوام په صورت کې به د جمعې په ورځ په څلویښتو لویو هوایي ډګرونو کې د لس فیصده الوتنو د لغو کېدو امر وکړي.
رویټرز لیکلي، له دې امر سره به د هوایي ترافیکو ۱۳ زره کنټرولونکي او د ترانسپورت د امنیتي ادارو ۵۰ زره مامورین مجبوره شي چې بې معاشه کار وکړي.
له دې سره به په هوایي ډګرونو کې په پراخ ډول ځنډ رامنځته او الوتنې به لغوه او وځنډیږي.
د امریکا حکومت نه دي ویلي چې دغه څلویښت اغیزمن کیدونکي هوایي ډګرونه کوم دي.
متحدو ایالتونو په غزه کې د انتقالي ادارې او د ثبات د نړیوال ځواک د رامنځته کولو لپاره د ملګروملتونو د پریکړه لیک مسوده چمتو کړې
د امریکا متحده ایالاتو د ملګروملتونو د یوه پریکړه لیک مسوده چمتوکړې چې له مخې یې د دوو کلونو لپاره په غزه کې د انتقالي ادارې او د ثبات لپاره د یوه نړیوال ځواک جوړیدو ته اجازه ورکوي. د رویترز خبري آژانس چې د دغې مسودې یوه کاپي یې ترلاسه کړې په وینا ډیپلوماتانو ویلي چې دغه مسوده چې بیاهم کارپرې روان دی او کیدای شي بدلون ومومي، روانه اونۍ له یوشمیرهیوادونو سره شریکه شوې خو تراوسه په رسمي توګه د ملګروملتونو د امنیت شورا پنځلسو غړیو ته نده وړاندې شوې. تراوسه نده څرګنده چې واشنګټن به کله د پریکړه لیک دغه مسوده د امنیت شورا غړیو ته وړاندې کوي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې د ملګروملتونو د امنیت شورا له غړیو او نورو شریکانو سره په دې اړه خبرې روانې دي چې د غزې لپاره د ولسمشرډونالډ ټرمپ طرحه په څه ډول عملي کیدای شي خو دې ویاند د ترتیب شوې مسودې په اړه له زیاتو جزیاتو ورکولو څخه ډډه وکړه. اسراییل او د فلسطینانو حماس ډلې یوه میاشت مخکې د ټرمپ د شلو مادو د طرحې پرلومړي پړاو هوکړه وکړه چې له مخکې په غزه کې له دوه کلنې جګړې وروسته اوربند وشو او د یرغملو او بندیانو د تبادلې بهیرپیل شو. د دې طرحې بل پړاو به چې له مخې د غزې لپاره د سولې یو بورډ او د ثبات نړیوال ځواک رامنځ ته کیږي، د ملګروملتونو د پریکړه لیک له تصویبیدو وروسته عملي کیږي.
په ایران کې یوه فرانسوۍ جوړه له زندانه خوشې شوه
د فرانسې ولسمشرایمانویل مکرون پرون سې شنبې اعلان وکړچې ایران هغه فرانسوۍ جوړه خوشې کړې چې له څه باندې درې کلونو راهیسې په زندان کې وه او د جاسوسۍ په تور ورته د اوږدې مودې بند سزا ورکړل شوې وه.
۴۱ کلنه سیسیل کوهلر او ۷۳ کلن ژاک پیریس د ۲۰۲۳ کال په مې میاشت کې ایران ته د سفرپه مهال نیول شوي و. د دغې جوړې چې دواړه ښوونکي دي، کورنۍ یې ویلي و چې دوی په یوه سیاحتي سفر ایران ته تللي و. د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون پرخپله ایکسپاڼه ویلي چې د تهران له زندانه د دغې جوړې په خوشې کیدو د ارامۍ احساس کوي. هغه ویلي، دوی د فرانسې سفارت ته په لاره دي اوپه دې اړه خبرې روانې دي چې هرڅومره ژرچې کیدای شي، هغوی فرانسې ته ستانه کړي. په تهران کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل باقري وویل چې دغه فرانسویان د ضمانت په بدل کې په مشروط ډول خوشې شوي اوترهغو به ترڅارنې لاندې وي چې د محکمې بل بهیریې ترسره شي. د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نوئل بارو فرانس ۲ ټلویزیون ته وویل چې هغوی د فرانسې د سفیر په استوګنځي کې دي او روغتیایي وضعیت یې ښه دی. خو نوموړي په دې اړه چې دوی ته به کله له ایران څخه د وتلو اجازه ورکول کیږي له څه ویلو ډډه وکړه.
نړیوال سور صلیب: اسراییل د نورو ۴۵ فلسطینيانو مړي ور وسپارل
د سره صلیب نړیوالې کمیټې نن سې شنبې تایید کړه چې د هغو ۴۵ فلسطینیانو مړي یې چې اسراییل ورسپارلي و، پر غزې تړانګې د واکمنې حماس ډلې چارواکو ته تسلیم کړي دي. د دې کمیټې یوې ویاندې وویل چې اسراییل دغه مړي پرون دوشنبې یوه ورځ وروسته له هغې ور وسپارل چې دوی د یرغمل شویو درې اسراییلیانو د مړو پاتې شوني ترلاسه کړل. د اسراییل او حماس ترمنځ د شوې موافقې له مخې اسراییل د هرمړه شوي یرغمل د پاتې شونو د ترلاسه کولو په بدل کې په غزه کې د وژل شویو پنځلسو کسانو مړي یا د مړو پاتې شوني یې فلسطیني لوري ته ورکوي.
د اسراییلي سرچینو په وینا، د اتو یرغمل شویو جسدونه لاهم په غزه کې دي. د د دغو یرغملو اوه یې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه پر اسراییل د حماس د برید پرمهال تښتول شوي وو.