د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۱

افغانستان

د پوهنې وزارت په يو شمېر ولايتونو کې د ښځينه ښوونکو له کمي سره مخ دی

انځور، ارشيف
انځور، ارشيف

وروسته له هغې چې د طالبانو د پوهنې وزارت د هېواد په شلو ولایتونو کې د له اوو زره زیاتو نویو ښوونکو او نورو اداري کارکونکو د ګمارلو لپاره پوستونه د ازادې سیالۍ له لارې اعلان کړل، د دې وزارت یوه چارواکي وویل چې په دې ولایتونو کې سخت د ښځینه ښوونکو له کمي سره مخامخ دي.

دغه چارواکي چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې نوم واخیستل شي، تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل، هیله من دي چې د نژدې ۲۱۰۰ نویو ښځینه ښوونکو په ګومارلو سره به دغه تشه تر ډېره ډکه شي.

د پوهنې وزارت د ښځینه ښوونکو په ګډون د په زرګونو نویو ښوونکو د ګومارلو لپاره دغه اقدام داسې مهال کوي چې د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې د له شپږم ټولګي پورته نجونو زده کونکو پرمخ ښوونځي تړلي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

طالبان: تر ارزونې وروسته د کابل شيرپور کې تر ۱۵۵جريبه ډېره ځمکه دولتي ګڼل شوې

د کابل ښار شيرپور سيمه
د کابل ښار شيرپور سيمه

د طالبانو د عدلیې وزارت ویاند وایي، د کابل ښار په شیرپور سیمه کې تر ۱۵۵ جریبه ډېره ځمکه دولتي ګڼل شوې ده.

حافظ برکت‌الله رسولي د پنج‌شنبې په ورځ د (لیندۍ په ۸مه) په یوه غږیز پیغام کې چې په ایکس‌پاڼه (پخواني ټویټر) کې یې خپور کړی، په‌دې اړه وویل: "د شیرپور ځمکه د تخنیکي پلاوي او د کابل ښاروالۍ له‌خوا ارزول شوې وه. د دې ارزونې پر مهال هیڅ داسې سند نه‌‌‌‌دی وړاندې شوی چې ثابته کړي دغه ځمکه شخصي ملکیت دی."

نوموړي زیاته کړه چې، د تخنیکي پلاوي د ارزونو او د کابل ښاروالۍ د معلوماتو پر بنسټ، یاده ځمکه پلاني ګڼل شوې او په‌‌‌کې ودانۍ په خپل‌سر او د پلان خلاف جوړې شوې دي.

په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان د پخواني حکومت ځینې چارواکي، د پخوانۍ ولسي او مشرانو جرګو غړیو او سیاسي او جهادي شخصیتونو په شیرپور سیمه کې لوکس کورونه جوړ کړي دي.

د اسيا کرکټ کپ؛ نن د افغانستان نولس‌کلنو ځوانانو لوبډله له بنګله‌دېش سره سيالي کوي

کرکټ؛ د افغانستان د ۱۹ کلونو ځوانانو لوبډله.
کرکټ؛ د افغانستان د ۱۹ کلونو ځوانانو لوبډله.

د اسیا د کرکټ تر نولس‌کلونو د کشرو لوبډلو یوولسم پړاو سیالۍ نن (جمعه) د افغانستان او بنګله‌دېش په سیالۍ پیلیږي.

همداراز په پام کې ده چې سبا دوهمه سیالي د نیپال او سریلانکا د نولس‌کلونو لوبډلو ترمنځ وشي.

د افغانستان کرکټ بور‌ډ ویلي د افغانستان او بنګله‌دېش تر نولس‌‌‌‌کلونو د کشرو لوبډلو سیالي به د کابل په وخت د سهار نهه نیمې بجې د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې پیل شي.

د افغانستان لوبډله په بي ګروپ کې له بنګله‌‌‌دېش، نیپال او سریلانکا سره یوځای ده.

د دې سیالیو په اې ګروپ کې د پاکستان، متحده عربي اماراتو، هند او جاپان لوبډلې له یو بل سره مخامخ کېږي.

دا سیالۍ د روان قوس/ لیندۍ په ۱۸مه پای ته رسیږي.

د افغانستان د نولس‌‌‌کلونو لوبډلې د اسیايي جام تر پیلېدو مخکې پاکستان او متحده عربي اماراتو په ګډون د درې هېوادیزو سیالیو اتلولي وګټله.

نن د افغانستان په ۲۴ولايتونو کې د باران او تېزو بادونو وړاندوينه شوې

ارشيف
ارشيف

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې ریاست نن (د لېندۍ ۹مه نېټه) د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې د باران، واورې، تالندې برېښنا، بادونو او سېلونو اټکل کړی دی.

د دې ریاست له خبرپاڼې سره سم، فاریاب، غور، سرپل، جوزجان، هرات، فراه، بادغیس، بلخ، سمنګان، بغلان، بامیان، زابل، غزني، میدان وردګ، پروان، کابل، لوګر، دایکنډي، روزګان، هلمند، کندهار، پکتیا، خوست او پکتیکا هغه ولایتونه دي چې د ورښت وړاندوینه په‌کې شوې ده.

په خبرپاڼه کې د باران اندازه په بېلابېلو سیمو کې له ۱۵ تر ۳۵ میلي مترو او د واورې اندازه بیا له ۱۰ تر ۲۵سانتي مترو پورې اټکل شوې ده.

د هواپېژندنې ادارې همداراز د سالنګونو په ګډون په جنوبي او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو وړاندوینه کړې او ویلي یې دي چې، په ساعت کې به د باد سرعت له ۵۰ تر ۷۰ کیلومټرو پورې وي.

يوناما د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره د يوې کاري ډلې د جوړېدو خبر ورکړی

ارشیف: په کندهار کې د کوکنارو کروندې
ارشیف: په کندهار کې د کوکنارو کروندې

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ماموریت (یوناما) د قطر په پلازمېنه دوحه کې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره د یوې کاري ډلې د جوړېدو اعلان کړی دی.

یومانا نن د (نوامبر ۲۸مه) په یو بیان کې ویلي، د کاري ډلې د جوړېدو موخه په افغانستان کې له حاکمو چارواکو سره په ګډه د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه ده.

د دې کاري ډلې په پرانيست غونډه کې د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا ویلي: "د افغانستان لپاره د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه ځکه مهمه ده چې پر کلیوالو سیمو او د سيمې پر سولې او ثبات اغېز کوي."

وړمه ورځ له جرمونو او مخدره موادو سره د ملګروملتونو د مبارزې ادارې په یو راپور کې ویلي و، سږ کال د وړم کال پرتله په افغانستان کې د تایاکو په تولید کې دېرش‌سلنه زیاتوالی راغلی دی.

طالبانو بیا دا راپور رد کړی و.

اسلام‌اباد کې د مظاهرو پر مهال د نيول شويو افغانانو شمېر ډېر شوی

اسلام‌اباد کې د مظاهرو يو انځور
اسلام‌اباد کې د مظاهرو يو انځور

پاکستاني چارواکي ادعا کوي، د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌‌‌‌اباد کې د تحریک انصاف ګوند په تېرو درې ورځو لاریونونو کې د نیول شویو افغانانو شمېر زیات شوی دی.

د اسلام‌‌‌اباد د پولیسو مشر سید ناصر علي رضوي پرون رسنیو سره په خبرو کې ادعا کړې چې، د نژدې زرو نیول شویو کسانو له ډلې ۵۶ يې افغانان دي.

د دې افغانانو د نیولو خبر په‌‌‌داسې حال کې ورکول کېږي، چې پرون د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي: "افغانان به د روان کال د ډیسمبر له ۳۱ وروسته په اسلام‌‌‌اباد کې د اوسېدو لپاره د پولیسو له‌‌‌خوا اجازه‌لیک ته اړتیا ولري."

د پاکستان د پخواني صداعظم عمران خان پلویانو د نوامبر په ۲۴مه، د هغه د خوشې کولو لپاره لاریونونه پیل کړي وو، چې پرون پای ته ورسېدل.

طالبان: تېرو دوو مياشتو کې له ايرانه نيمرزو ته د افغان کډوالو ۱۰۰جنازې لېږدول شوي

جنازه لېږدونکی موټر
جنازه لېږدونکی موټر

په نیمروز کې د طالبانو چارواکي وايي، په تېرو دوو میاشتو کې له ایرانه د افغان کډوالو شا و خوا ۱۰۰ جنازې نیمروز ولایت ته لېږدول شوي دي.

د نیمروز لپاره د طالبانو د والي مرستیال سید سلیمان اغا بهیر پرون کورنیو رسنیو ته ویلي، کله‌کله په ورځ کې څو جنازې هم دغه ولایت ته لېږدول کېږي، چې اکثریت کسان په ډزو ویشتل شوي دي.

دا په‌‌‌داسې حال کې ده، چې له ایرانه د پاکستان په‌‌‌څېر د افغان کډوالو ډله‌‌‌ییز اخراج روان دی.

د ایران د کورنيو چارو وزارت تر دغه اعلان وروسته چې ویلي یې وو، تر ۱۴۰۳ لمریز کال پورې به شا و خوا دوه ميلیونه غیرقانوني افغانان له ایرانه وایستل شي، په‌‌دې هېواد کې د افغان کډوالو پر وړاندې محدودیتونه زیات شوي دي.

نن د افغانستان په ۱۳ ولايتونو کې د ورښتونو اټکل شوی

ارشيف
ارشيف

د افغانستان په دیارلس ولایتونو کې نن د ورښتونو او احتمالي سېلونو د بهېدلو اټکل شوی دی.

د طالبانو د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې، په تخار، بغلان، بامیان، پنجشېر، سرپل، جوزجان، دایکنډي، هلمند، کندهار، غور، فراه، بادغیس او هرات کې نن له پنځلسو تر پنځه‌دېرش ملي متره پورې د ورښتونو امکانات شته.

د دې خبرپاڼې له‌‌مخې په لوړو او سړو سیمو کې ممکن نن واورې ووریږي.

په‌دې وروستيو کې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې ناڅاپي ورښتونو او سېلابونو ګڼو خلکو ته مالي او ځاني زيانونه واړول.

ترکيې ۱۲۸ کډوال نيولي چې افغانان هم په‌کې شامل دي

د ترکیې سمندري ځواکونو یوسل او اته‌ویشت کډوال د چاناق قلعه په ولایت کې نیولې دي.

ترکیي رسنیو پرون راپور ورکړ چې دا کډوال د افغانستان او ایران اتباع دي چې، شاوخوا پنځه‌دېرش کسان یې په وچه کې نیول شوې دي او نور یې د امنیتي ځواکونو د دوو نورو عملیاتو په ترڅ کې په اوبو کې د سفر پرمهال پېژندل شوي او نیول شوې دي.

ترکیې له تېرې اوونۍ راهیسې د غیرقانوني کډوالو پرضد په خپل هېواد کې عمومي عملیات پيل کړې دي.

د ترياکو د توليد په برخه کې طالبانو د ملګرملتونو راپور رد کړ

ارشيف
ارشيف

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ملګروملتونو له جرمونو او مخدر موادو سره د مبارزې راپور د تریاکو د تولید د زیاتېدو په برخه کې رد کړ.

د دې وزارت ویاند عبدالمتین قانع پرون په یوه بیان کې وویل چې، د دوی د ارزونو له‌مخې د تېر یوه کال په ترڅ کې په افغانستان کې د مخدر موادو په تولید کې د پام وړ کمی راغلی دی.

له جرمونو او مخدر موادو سره د ملګروملتونو د مبارزې ادارې پرون وویل، په افغانستان کې د دوه زره څلرویشتم کال په ترڅ کې د تریاکو تولید د وړم کال په پرتله دېرش په سلو کې زیات شوی دی.

د دې ادارې په اعلامیه کې ویل شوې دي چې، سږکال په افغانستان کې څلور سوه درې دېرش ټنه اپيوم تولید شوې دي.

مولوي يعقوب مجاهد د پاکستان له سفير سره د دوه اړخيزو همکاريو پر پراختيا خبرې کړي

د طالبانو دفاع وزير مولوي يعقوب مجاهد او د پاکستان سفير عبيدالرحمن نظاماني.
د طالبانو دفاع وزير مولوي يعقوب مجاهد او د پاکستان سفير عبيدالرحمن نظاماني.

د طالبانو د حکومت د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب مجاهد په کابل کې د پاکستان له سفیر عبیدالرحمن نظاماني سره په کتنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو او همکاریو پر پراختیا خبرې اترې کړي دي.

د طالبانو د حکومت دفاع وزارت نن پر خپلې ایکس‌پاڼې/پخواني ټویټر لیکلي، ښاغلي مجاهد نن په خپل دفتر کې له نظاماني سره وکتل.

د مجاهد په حواله راغلي، د دواړو هېوادونو د پایداره اړیکو په موخه طالبان د پاکستان له حکومت سره هر ډول همکارۍ ته تیار دي.

وړاندي راغلي، نظاماني هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو پر پراختیا تاکید کړی دی.

دا لیده کاته په‌‌داسې حال کې دي، چې د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌‌‌اباد کې د تحریک انصاف ګوند د پلویانو په لاریونونو کې د شاوخوا شل تنو افغانانو د نیولو کېدو خبر ورکړل شوی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG