د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۴۰

د ډنمارک فوټبال لوبډلې سيالې اتريشي لوبډلې ته ماتې ورکړه


ارشيف، د ډنمارک فوټبال لوبډلې لوبغاړي
ارشيف، د ډنمارک فوټبال لوبډلې لوبغاړي

د اروپا ملتونو لیګ په الف ډله کې تېره شپه دنمارک وکړای شول په یوه په زړه پورې لوبه کې دوه د یو په وړاندې اتریش ته ماتې ورکړي.

د ډنمارک لپاره د لوبې لومړی ګول پیر امیل په ۲۸ دقیقه او استریجر لارسن په ۸۴ دقیقه کې ترسره کړ او د اتریش په ګټه یواځینی ګول ژاور اشلاجر د لوبې په ۶۸ قیقه کې ترسره کړ.

د تېرې شپې په بریا سره دنمارک شپږ امتیازونه ترلاسه کړل او د اروپا ملتونو لیګ د الف ګروپ په سر کې راغی.

اتریش د دریو امتیازونو په ګټلو سره دویم ځای خپل کړ او په دې توګه فرانسه او کراوسیا په ترتیب سره په دریم او څلورم ځای کې راغلل.

XS
SM
MD
LG