د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۹ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۰

نړۍ

جرمني: طالبان پر ناسم لوري روان دي

د عکس ښي لور ته د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالېنا بایربوک او چپ لور ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو.
د عکس ښي لور ته د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالېنا بایربوک او چپ لور ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره وايي، نړیوال باید د طالبانو مشرانو ته ووايي چې پر ناسم لوري روان دي.

انالېنا بایربوک نن په اسلام آباد کې له خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، نړیوال په هغو مسایلو کې چې په افغانستان کې روان دي ډېر لږ نفوذ لري.

مېرمن بایربوک زیاته کړه، چې طالبان د خپل هېواد د اقتصادي ګټو لپاره باید منطقي لارې غوره کړي، په داسې حال کې چې د دې په وینا طالبان دا کار نه کوي.

هغې په افغانستان کې د بشري بحران په اړه هم خبرداری ورکړ او ویې ویل، په دې کې د افغانانو هېڅ ګناه نه وه چې یې طالبانو یې حکومت نسکور کړ.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې همداراز یادونه وکړه، چې جرمني او پاکستان په ګډه هغه سیستم جوړ کړی چې په اساس یې هغه افغانان چې په افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخامخ و، د پاکستان له لارې جرمني ته انتقالېږي.

مېرمن بایربوک وویل، له ۱۴ زرو زیات دا ډله افغان کډوال په تېرو څو میاشتو کې جرمني ته لېږدول شوي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ولسمشر ټرمپ د نړیوالې جزايي محکمې د مشرانو پر ضد اجرايي فرمان لاسلیک کړ

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو اجرایي فرمان لاسلیک کړی چې د نړیوالې جنایي محکمې پرچارواکو د امریکا او اسراییل په وړاندې د تحقیقاتو د پيلولو له امله بندیزونه لګوي.

په دې فرمان کې راغلې دي چې دغه محکمه د امریکا او د هغې د متحد اسراییل پرضد بې بنسټه غیرقانوني هڅې کوي چې له مخې یې په مستقیمه توګه د امریکا اوسني او پخواني مامورین د پوځیانو په ګډون له خطر سره مخامخوي.

دا فرمان چې پرون لاسلیک شو، پکې دا یادونه شوې ده چې امریکا او اسراییل د نړیوالې جنایي محکمې غړي نه دي.

نړیوالې جنایي محکمې پروسږکال د نومبر په یو ویشتمه د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو، د هغه د پخواني دفاع وزیر یو او ګالانت او د حماس د پوځي قوماندان محمد ضیف د نیولو حکم صادر کړ. اسراییل وایي چې محمد ضیف وژل شوی دی.

ټرمپ په دوه زره شلم کال کې د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې هم د نړیوالې جنایي محکمې پر څارنوالې فاتو بنسودا او یوشمیر نورو چارواکو د ویزو بندیز لګولی و. هغه وخت بنسودا په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له لورې د جنګي جنایتونو د تورونو تحقیقات پیل کړي و.

دګوګل شرکت د وسلو په جوړولو کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارولو بندیز لېرې کړ

دګوګل شرکت د وسلو په جوړولو کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارولو بندیز لېرې کړ.

د ګوګل شرکت د پنجشنبې په ورځ د هغه بندیز د لېرې کیدو اعلان وکړ پر مټ يې د وسلو په جوړولو او څارلو وسایلو کې له مصنوعي ځیرکتیا کار اخیستل کیږي.

له دې وړاندې د ګوګل شرکت ځکه د وسلو په جوړلو کې د مصنوعي ځیرکتیا پر کارونې بندیز لګولی و، چې د دې شرکت په ټکو د زیان لامل کیده.

تازه دې شرکت د دغې بندیز د لېرې کیدو د پریکړې دفاع کړې او ویلي دي، "دیموکراتیک حکومتونه باید په ګډه د داسې یوې مصنوعي ځیرکتیا د رامنځته کیدو هڅې وکړي چې ګټه يې د هېوادونو ملي امنیت ته وي".

په وروستیو څو کلونو کې د مصنوعي ځیرکتیا ډير پام پوځي امکاناتو ته ور اوښتی دی.

مسکو: ټرمپ دې د غزې د ملکیت د څرګندونو پر ځای له فلطسینیانو سره بشري مرستې وکړي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زاخاروو
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زاخاروو

مسکو وايی، له غزې د فلسطینیانو ویستل به په منځني خیتځ کې تاوتریخوالی لاپسې زیات کړي.

د رویترز خبري اژانس د خبر پر بنسټ، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ ویلي، له غزې څخه د فلسطینیانو ویستل او د امریکا له خوا د دې سیمې د ملکیت د ترلاسه کولو په اړه د ډونالډ ټرمپ څرګندونې ټکان ورکوونکې دي او دا کار به په منځني خیتځ کې تاوتریخوالی لاپسې زیات کړي.

د امریکا ولسمشر د سه شنبې په ورځ په سپینه ماڼې کې د اسراییلو له صداعظم بنیامین نتنیاهو سره په یوه ګډ خبري کنفراس کې ویلي و، "دغزې ملکیت دې امریکا ته ورکړل شي څو اباده يې کړي".

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروو ویلي،" د ټکان ورکوونکو څرګندونکو او تخریبي اقداماتو پر ځای دې، د غزې له اړمنو خلکو سره بشري مرستې وشي او د اسراییلو او حماس ترمنځ د اوربند پلي کیدل تضمین شي".

له غزې د فلسطینیانو د وتلو او امریکا ته د دې سمیې د سپارلو په اړه د ډونالډ ټرمپ څرګندونو پراخ غبرګونونه راپاولي دي.

د فلسطینیانو په ګډون یو شمیر هېوادونو ویلي، له غزې د اصلي اوسیدنکو ویستل يې قومي تعصب دی.

د ټرمپ استازی د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره  مونشن ته ځي

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي کیټ کیلوګ تایید کړه چې دی به راتلونکې اونۍ د مونشن په امنیتي کنفرانس کې ګډون وکړي او په اوکراین کې به د جګړې د پای ته رسولو لپاره به د ولسمشر ټرمپ هدف روښانه کړي.

کیلوګ د سې شنبې په ورځ په خپله ایکس/ پخواني ټویټر پاڼه کې په یوه بیان کې همدارنګه وویل چې په پام کې لري له هغو امریکایي متحدینو سره وګوري، چې غواړي په دې برخه کې له واشنګټن سره همکاري وکړي.

بلومبرګ خبري رسنۍ د چهارشنبې په ورځ د نامعلومو سرچینو له قوله خبر ورکړ چې کیلوګ به د مونشن په امنیتي کنفرانس کې، چې ټاکل شوې د فبرورۍ له ۱۴ نه تر ۱۶ مې پورې جوړ شي، د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ولسمشر ټرمپ پلان په ډاګه کړي.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر نظر واخلي، خو ایمیل ته یې تراوسه ځواب نه دی ویلی.

پنځم اغا خان شهزاده رحیم الحسیني د اسماعلیه فرقې مشر ونومول شو

پنځم اغا خان شهزاده رحیم الحسیني
پنځم اغا خان شهزاده رحیم الحسیني

پنځم اغا خان شهزاده رحیم الحسیني پرون (چهارشنبې، د سلواغې ۱۶مه) د اسماعیلیه فرقې د پنځوسم مشر په توګه ونومول شو.

د اغا خان د پراختیايي شبکې له لوري په یوه بیان کې، چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، راغلي چې شهزاده رحیم د خپل پلار د وصیت له مخې د دې مذهبي فرقې نوی مشر نومول شوی دی.

ویل شوي چې شهزاده رحیم د ۱۹۷۱ کال زېږېدلی، د کریم الحسیني، چې په څلورم اغا خان مشهور و، مشر زوی دی او د آغا خان د پراختیايي شبکې په ګڼو ادارو کې مهم رول لري.

پنځم اغا خان، شهزاده رحیم الحسیني په داسې حال کې د اسماعیلیه مسلمانانو د فرقې مشر شو، چې پلار یې، کریم الحسیني، چې د اسماعیلیه فرقې ۴۹م امام و، د سې شنبې په ورځ د ۸۸ کلونو په عمر وفات شو.

د اسماعیلیه مذهبي فرقه په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۱۵ میلیونه پیروان لري، چې په افغانستان، پاکستان، تاجکستان، ایران، هند، او د افریقا په ځینو برخو کې مېشت دي.

د اوکراین او روسیې لپاره د ټرمپ استازی د مونیخ په کنفرانس کې ګډون کوي

د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي کیت کیلاګ
د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي کیت کیلاګ

د اوکراین او روسیې لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي کیت کیلاګ، تایید کړه چې هغه به راتلونکې اوونۍ د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې ګډون وکړي او د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره به د ټرمپ د هدف په اړه خبرې وکړي.

کیلاګ ویلي د سې شنبې په ورځ یې هم په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي و چې د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې به د اوکراین د خونړۍ جګړې د پای ته رسولو د لارو چارو په اړه د ټرمپ هدف تشریح کړي. ده دا هم ویلي چې د امریکا له هغو متحدانو سره د لیدنې نیت هم لري چې له دوی سره د کار کولو لپاره چمتو دي.

له کله چې کیلاګ ویلي چې د مونیخ په کنفرانس کې د ټرمپ هدف بیانوي، داسي ګنګوسې خپرې شوي چې دی به د ټرمپ د سولې پلان افشا کړي.

بلومبرګ خبري اژانس د فبرورۍ په ۵مه د نامعلومو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې کیلاګ به په کنفرانس کې دا پلان وړاندې کړي.

سرچینو د دې پلان په اړه نور جزییات نه دي ورکړي، نه دا معلومه شوې چې څومره تفصیل به ولري او په کوم ډول به وړاندې شي.

په دې اړه د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي دفتر د ازادې اروپا/ ازادي راډیو ایمیل ته ځواب نه دی ویلی.

ولسمشر ټرمپ وايي، د ایران په اړه ده ته په منسوب شویو خبرو کې مبالغه شوې

ولسمشر ټرمپ
ولسمشر ټرمپ

د امریکا ولسمشر په یوه تازه بیان کې د ایران د اتومي پروګرام په اړه ویلي، په هغو راپورونو کې، چې ګواکې امریکا له اسراییل سره په ګډه غواړي ایران "د ایرو په ډېران" بدل کړي، ډېره مبالغه شوې ده.

ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (۱۷ د سلواغې) په خپله خواله رسنۍ ټروت کې لیکلي چې امریکا غواړي له تهران سره داسې یوه اتومي موافقه وکړي چې د تایید وړ وي او ایران ته اجازه ورکړي چې په سوله‌ییزه توګه پرمختګ او سوکالي ترلاسه کړي.

هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ایران باید اتومي وسله جوړه نه کړي او ویې ویل چې د یوې نوې موافقې د ترلاسه کولو لپاره باید ژر تر ژره اقدام وشي.

ټرمپ زیاته کړه، کله چې دا موافقه بشپړه او لاسلیک شي، نو په منځني ختیځ کې به لوی جشن ونیول شي.

امریکا له سوریې د ځواکونو پر ایستلو غور کوي

واشنګتن له سوریې څخه د خپلو ټولو ځواکونو د ایستلو پر پلان غور کوي.

د امریکا (این بي سي) خبرې چاینل په دې اړه د امریکا د دفاع وزارت د سرچینو په فول پرون راپور ورکړ.

د راپور له مخې د متحدو ایالتونو دفاع وزارت دا ارزوي چې خپل ځواکونه د یوې میاشتې، دوو میاشتو یا هم دریو میاشتو په ترڅ کې له سوریې څخه وباسي.

په سوریه کې شاوخوا دوه زره امریکایي پوځيان شته چې د اسلامي دولت ډلې (داعش) د مخنیوي لپاره هلته ځای پر ځای شوې دي.

دغه امریکایي پوځیان د سوریې په شمال ختیځ کې په هغو سیمو کې میشت دي چې د کردانو په لاس کې دي.

زرداري وايي، ترهګري به د پاکستان او چین اړیکې ونه شلوي

FILES-PAKISTAN-POLITICS-VOTE-ZARDARI
FILES-PAKISTAN-POLITICS-VOTE-ZARDARI

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري وايي چې له چین سره د پاکستان ملګرتیا له لوړو ژورو څخه تیریږي خو دا ملګرتیا به د افراطي ډلو له لورې د چینایي اتباعو په وژلو ړنګه نه شي.

اصف علي زرداري پرون په پیکینګ کې د چین له ولسمشر (شي جین پينګ) سره د لیدو پرمهال دا هم وویل، که په نړۍ کې هرڅومره ترهګري وي، ستونزې وي، د پاکستان خلک به د چین د ولس ملاتړي وي.

په پاکستان کې په دوه زره څلرویشتم کال د دوو بریدونو په ترڅ کې اووه چینایان ووژل شول، تر دې حملو وروسته چین په پاکستان کې د خپلو خلکو امنیت ته اندیښنه څرګنده کړه.

اصف علي زرداري د سې شنبې په ورځ چین ته په څلور ورځني سفر ولاړ.

د تاجیکستان سترې محکمې یو شمېر سیاستوال د کودتا د هڅې په تور بندي کړي

په تصویر کې: سید جعفر عثمان زاده، اکبرشاه اسکندروف، همراه خان ظریفي، شاکرجان حکیموف، احمدشاه کامل‌زاده او عبدالفیض عطایي. دا واړه د کودتا په هڅه تورن شوي وو.
په تصویر کې: سید جعفر عثمان زاده، اکبرشاه اسکندروف، همراه خان ظریفي، شاکرجان حکیموف، احمدشاه کامل‌زاده او عبدالفیض عطایي. دا واړه د کودتا په هڅه تورن شوي وو.

د تاجیکستان سترې محکمې د دغه هېواد یو شمېر سیاستوال د کودتا د هڅې په تور په اوږدمهاله بند محکوم کړي.

د ازادي راډیو د تاجیکستان څانګې د راپور له مخې، د محکمې دا پرېکړه، چې د بند اوږدې مودې او د شتمنیو ضبط پکې شامل دي، د سیاسي مخالفینو د ځپلو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

د محکمې د حکم له مخې، د تاجیکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر همراه خان ظریفي او د پارلمان پخوانی غړی سید جعفر عثمان زاده هر یو په ۲۷ کاله بند محکوم شوي، او د تاجیکستان د عالي شورا پخواني رئیس اکبرشاه اسکندروف په ۱۸ کاله بند محکوم شوی دی.

د دغو کسانو محاکمه د ۲۰۲۴ کال د جون په میاشت کې هغه مهال پیل شوه، چې هغوی د کودتا د هڅې، درغلۍ، فساد او د خلکو ترمنځ د کرکې خپرولو په تور ونیول شول.

خو تورنو کسانو د محاکمې پر مهال پر خپل بې‌ګناهۍ ټینګار کړی او د ځان پر ضد لګېدلي تورونه یې سیاسي بللي دي

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG